ماشومان او مطالعه
 

ګلونو ماشومانو!
مطالعه د هر انسان لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، دا مطالعه چې انسان له نړۍ څخه خبروي، له خپل دين او ديني اصولو څخه يې خبروي، د نړۍ د مسلمانانو له حالاتو څخه يې خبروي او داسې نورې مهمې فايدې لري چې انساني ژوند ورته شديده اړتيا لري.
مطالعه يواځې د مشرانو لپاره مهمه نده مګر دا دهر چا لپاره اړينه ده که هغه ماشوم وي او که مشر، ښځه وي او که نر، زو ړ وي او که ځوان. مطالعه د انسان شخصيت جوړوي، هر څه چې څوک غواړي په کتاب کې يې ترلاسه کولى شي، پوهان وايي چې ترټولو ښه ملګرى کتاب دى. دا په رښتيا همداسې ده، څوک چې له کتاب سره څومره وخت تېروي هم کتاب ورته نه وايي چې نور بس، څومره چې ورسره غږېږې کتاب درسره غږيږي.
وايي چې کوم بېسواده اورېدلي و چې له کتاب سره څومره غږېږې هغه درسره غږيږي او کتاب ترټولو ښه ملګرى دى. هغه کوم کتاب اخستى و او کوم کونج کې
ناست و او له کتاب سره يې خبرې شروع کړې وې، ګوري چې کتاب ورسره خبرې نه کوي، هغه هر څه هڅه وکوله خو کتاب خبرې ونه کړې، دى په تنګ شو او بېرته کتابفروش ته ورغى او ورته يې وويل چې ما خو اورېدلي و چې کتاب ترټولو ښه ملګرى دى او څومره چې ورسره غږېږې درسره غږيږي، دې کتاب خو ماسره هېڅ خبرې هم ونه کړې دا څه خبره ده، دې کتاب کې مشکل دى او که په ما کې؟ هغه ورته وويل: چې ته چا غلط پوه کړى يې دا کتاب د هغه چا سره خبرې کوي څوک چې ورسره په خبرو پوهيږي يعنې په ليک او لوست پوهيږي. نو موږ هم بايد دې ټکي ته متوجه اوسو، چې لومړى ځان په ليک او لوست پوه کړو بيا کتاب واخلو.
کله چې موږ مطالعه يادوو له مطالعې څخه مو موخه يواځې د درسي کتابونو لوستل نه دي، موږ بايد خپل درسي کتابونه ولولو او د دې ترڅنګ خارجي مطالعه هم وکړو، يعنې اخبارونه، مجلې، نور کتابونه او داسې نور هم ولولو.
که چېرته په کور کې پلار يا مشر ورور له ځان سره اخبار کورته راوړي او يا کومه مجله له ځان سره راوړي موږ هم بايد هغه ولولو او د هغې مجلې له منځپانګې (محتوى) څخه ځان خبر کړو.
په مطالعه کې بله مهمه خبره دا ده چې کله مطالعه کوو بايد په مطالعه کې پرځان فشار را نه وړو يعنې هغه څه ونه لولو چې ورسره مو شوق او علاقه نه وي، مګر د دې مخالف بايد د هغه څه په اړه مطالعه وکړو چې ورسره مو شوق او علاقه وي، مثلا، يا مو له سياسي، يا اجتماعي، يا ديني، يا تاريخي، يا تخنيکي معلوماتو سره علاقه وي هماغه به لولو. داسې نه چې د دې لپاره ځان له مطالعې سره عادت کړو هرڅه به وايو، داسې يو کار پرځاى د دې چې له مطالعې سره ځان عادت کړو زړه مو ترېنه توريږي. بل مهم ټکى په دې کې چې له مطالعې سره مو علاقه پيدا شي دا ده چې بايد له کيسو څخه مطالعه پيل کړو، لمړى لنډې کيسي او بيا ورپسې ناولونه. کيسې او ناولونه لوستل په دې کې چې له مطالعې سره مو شوق پيدا شي ډېره مهمه اغيزه لري. کله چې مطالعه له لنډو کيسو او بيا ناولونو څخه پيل شي ښه پايله لري او د مطالعې د بقا لپاره ډېر مهم دى. داسې ډېر خلک شته چې غواړي ليکوالان شي خو د ليکوالۍ په طريقه نه پوهيږي، ستاسو په اند د دې علت څه شي کېدى شي؟ د دې اساسي علت دا دى چې دا کسان مطالعه نه کوي او ليکوالي بې له مطالعې شونې نده، کله که داسې کسان چې مطالعه نه کوي قلم ته د ليکنې په موخه لاس اوږد کړي او يو څه وليکي هغه به داسې څه وي چې لوستونکي خسته کوي (د غلطيو او بې مفهومه جملو له لامله) او داسې ليکوال به ډېر زر خپله ليکوالي پريږدي يعنې داسې چا په ليکوالۍ کې بقا او پايښت نشته مګر ناکامه ليکوالي وي.