قطرۍ نجلۍ امريکايي استاذانې مسلمانې کړې
 

ليکوال: زاهد جلالي

 

داسې نده، په ټولو خلکو يو ډول فيصله هيڅ څوک نشي کولى. که په نړۍ کې له يوې لورې ډير سرناخلاصي خلک هم شته د دوې په مقابل کې ډير معقول انسانان هم شته، که د ايران شاه د نبي کريم صلى الله عليه وسلم دعوت ونه مانه او د هغه ليک يې ټوټې ټوټې کړ! د ده په مقابل کې نجاشي هم په هماغه وخت کې اوسيده او د حبشى پادشاه و، هغه ته چې کله د نبي کريم صلى الله عليه وسلم دعوت ورسيد او له تحقيقه وروسته وپوهيد چې رښتينى نبي دى، د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غياب کې يې پرې اسلام راوړ!. اوس هم په دې نړۍ کې ډير داسې کسان شته چې له اسلامه خبر ندي، نو کله چې مطالعه کوي بې له دې چې کوم ترديد وکړي مسلمانيږي، دا د اسلام حقانيت ښيې.
څو ورځې وړاندې مې په پښتو ويب پاڼو کې هم د افنان په نامه نجلۍ قيصه وليده هغه هم په دريم ټولګي کې وه او څو څو کسه يې مسلمان کړي و!! داسې قيصې نه يواځې موږ ته مګر زموږ ماشومانو ته هم د دې درس ورکوي چې حتى ماشوم هم کولى شي دې حق دين ته خلک راوبلي او مسلمان يې کړي، چې په دې کې اساسي خبره د زده کړې ده، داسې نه کيږي چې خپله په اسلام نه پوهيږو او نورو ته يې بلنه ورکوو، په داسې حال کې چې دا کار (بې علمه دعوت اوبلنه) ډيرې منفي پايلې لري، پر ځاي د دې چې څوک مسلمان شي زموږ په ناپوهۍ له اسلام سره يې لاهم کرکه او نفرت ډيريږي، نو لومړى بايد موږ خپل ځان او خپلو ماشومانو ته اسلام زده کړو او بيا خلک ورته راوبلو. دا لنډه کيسه مريم محمد د قطر يوولس کلنې اوسيدونکې ليکلې، ګورو چې ماشومې په کومه طريقه نصرانيان اسلام ته رابللي:
زه په مکتب کې وم، زموږ مکتب يو خليجي مکتب و، زده کړې پکې په انګليسي ژبه کېدې او زموږ ډيرى استادانې امريکايې او اروپايانې وې، طبعا نصرانياني هم وې. ما به تل هڅه کوله، چې خپلو استادانو سره په انګريزي خبرې وکړم او هغوي ته د اسلام دعوت ورکړم.
ما د اسلام په اړه يو څه معلومات په څو ورقو کې وليکل، د دې سره مې ځنې کسټې چې له عربي څخه انګريزۍ ته ژباړل شوې وى، خپلې استادې ته ډالۍ کړې، هغې هم راته مننه او کورودانى ووايه او ولاړه. څو ورځې وروسته مکتب ته راتلم چې خپله استاده مې وليده، حجاب يې اغوستى و! او مکمل يې ځان په اسلامي کاليو کې پټه کړې وه، د اسلام نور يې په مخ کې ځليده، ماته يې وويل: کومې ورقې او کيسټې چې تا راته راکړې وې زه يې مسلمانه کړم.
دې کار زه ډيره وهڅولم، نور مې په مکتب کې د اسلام دعوت پيل کړ، له هرې استادې سره به مې د اسلام په اړه خبرې او بحثونه کول، چې ډيرې امريکايې او اروپايې استادانې مې مسلمانې کړې. زما د دې کار د ستايلو لپاره د مکتب مدير ماته يوه جايزه هم راکړه او زما ډير درانوى يې وکړ، ما هم ډير شهرت وموند او زما د دې کار له پاره به دوکتوران له امريکې څخه راتلل او له ماسره به يې ملاقاتونه کول، دوې به ويلې چې تا څنګه داسې کار وکړ؟
ما به ورته ويلې: دا نه يواځې زما مګر د هر مسلمان فريضه ده چې نور خلک اسلام ته راوبلي، دا پرموږ باندې زموږ اسلام واجب کړى چې داسې وکړو.