د ښه ليکوال ځانګړتياوې
 
 
ژباړن: زاهد جلالي
 

١ – لوى فکر: د کومې موضوع په اړه چې ليکنه کيږي، بايد ليکوال پکې پوره معلومات ولري يعنې د موضوع په اړه ښه پانګه ولري، داسې پانګه چې په ليکنه کې هيڅ داسې پوښتنه نه وي پاتې چې ليکوال نه وي ځواب کړې، دا په دې معنى نده چې ليکنه دې ښه اوږده شي، مهمه خبر داده چې عميقه او مستحکمه وي.
٢ – د ابتکار ځواک: يو پياوړې ليکوال بايد د ابتکار او په ليکنه کې د نويو معلوماتو د ځايولو ځواک ولري. د نورو د افکارو تکرارول که څومره ښه هم وي د لوستونکى پاملرنه نشي را اړولى، په هره موضوع کې چې ليکئ يې داسې ليکنه بايد وي چې لوستونکى په څيړنه کې ستا له ليکنې څه نوي افکار واخلي او پدې فکر کې شي چې په دې ليکنه کې مې څه نوي ترلاسه کړي.
٣ – غور او ځيرکتيا: ښه ليکوال د عادت له مخې د خپلې ليکنې په اړه ضروري معلومات لري. هغه په دې ښه پوهيږي چې لوستونکي ته کوم ټکې د وړاندې کولو لپاره مناسب دي او ښه ليکوال هغه دى چې د غور ټکې پيژني..
٤ – د تخيل ځواک: د تخيل ځواک د دې لامل ګرځي چې په ليکنه کې معنوي او ظاهري ښايست منځ ته راولي او ليکنه په مناسبه طريقه وړاندې کيږي. کله يوه ډيره غړل شوي او پيچيده موضوع د ليکوال د تخيل په ځواک دومره ساده او او بسيطه ښکاري چې لوستونکى اصلا دا ګومان هم نکوي چې دا موضوع به دومره غړل شوي موضوع وي، لکه څنګه چې يې د ځنو لويو ليکوالو په ليکنه کې وينو (د مثال په توګه د استاد الفت په ليکنو کې.
٥ – په ليکنې تسلط لرل: تر هغې چې ليکوال په ليکنه باندې کافي لاس برى او حاکميت ونلري، نشي کولى موضوع لوستونکو ته د ليکنې اصلي مفهوم وړاندې کړي او لوستونکي ته د موضوع په اړه فهم نشي ورکولى. دا هم ممکنه ده چې خپله ليکوال سهوه شي. نو تر هغې چې ليکوال په موضوع کافي برلاسى لاسته رانه وړي، قلم ته بايد لاس مخکې نکړي.
٦ – فکري نظم: که ليکوال فکري نظم ونلري، ليکنه يې به يې  په پريشانۍ ليکل شوي وي، چې دا لوستونکى هم ګنګس او سرګردان کوي.
٧ – وخت، ځاې او د مخاطب پېژندل: ليکوال بايد په دې وپوهيږي چې چاته، چيرته او په کوم وخت کې ليکنه کوي؟ د شرايطو، حالاتو، ځاي او مخاطب پيژندل د ليکوال او لوستونکي ترمنځ اړيکه ټينګوي، او ليکنه ځواکمنوي.
٨ – واقع بيني: ښه ليکوال تل هڅه کوي د خپلې ټولنې حقايق او واقعيتونه ښکاره کړي. هيڅ کله د حقيقت خلاف ليکنه او دروغ په ليکنه کې نه ځايوي، ځکه چې د حقيقت خلاف معلومات يا دروغ د ليکوال حيثيت خرابوي، اعتبار يې لمنځه ځي او ليکنه يې د قبلولو وړ نه ګرځي.
٩ – لويه موخه: يو لوى ليکوال هيڅ کله هم کوښښ نکوي د  بې ارزښتو موضوعاتو لپاره قلم پورته کړي او ليکنه وکړي. ځکه قلم د ليکوال ژبه ده او ليکوال هيڅ کله هم خپله ژبه د خپلو شخصي اغراضو لپاره نه استعمالوى .
١٠ – پراخ نظري: هيڅ کله يو ليکوال کوښښ نکوي چې يوې موضوع ته يوازې له يوې زاويې چې يواځې خپله يې خوښوي وڅيړي مګر د نورو نظرونه هم په صبر او حوصلې اوري او کله چې د هغوي د نظر او د رد په اړه او د خپلې نظريې د اثبات لپاره منطقي دليل ونلري د هغوي نظرونه هم تر تحليل لاندې نيسي. هيڅ کله يو ليکوال له ړوند تعصب څخه کار نه اخلي او خپله ليکنه د خلکو له رد څخه ساتي.
١١ – د ټولو فني قواعدو مراعاتول: سره له دې چې څه مو وړاندې کړل، يو ليکوال بايد له ټولو قواعدو او د ليکوالۍ له اصولو خبر وي او د ليکوالۍ اصول له خپله ليکنه کې مراعات کوي.