اختر مو بختور شه

ليکوال: زاهد جلالي

د روژې يوه برکتي مياشت مو تيره کړه، دا يوه عجيبه مياشت وه، هغه چا چې تلاوت نه کاوه قرآن يې څو څو ځلې ختم کړ او په تلاوت راغلل، چا چې له جماعت سره لمونځ نه کاوه تراويح يې پرې وکړل، چا چې په عمر کې هم ذکر نه کاوه په دې مياشت کې يې په لاسونو کې اوږدې سل دانه يې تسبيح وې، هغه چا چې په نورو مياشتو کې به خلک ترې ډير په عذاب و، د يو ديوال مخې ته به غلى ناست و او له هيڅ چا سره به يې کار نه و، چا چې به سنت لمونځ نه کاوه په دې مياشت کې يې نوافل شروع کړل، چا چې به نفل نه کاوه په دې مياشت کې يې تهجد شروع کړل، څوک چې په عمر کې ترينه د خير کار نه ليدل کيده له خلکو سره مرسته کوله. دا مياشت د يو واقعي تغير مياشت وه، په هرچا يې اغيزه شته، هيڅ څوک داسې نشته چې له روژې مخکې يو ډول و او اوس هم په خپل پخواني حالت کې وي، هر چا کې يې نيک بدلون راوستى.

بالاخره په ظاهر کې د لوږې، تندې او سختئ مياشت مو تيره کړه مو تيره کړه، چا په لږ عبادت او چا په ډير عبادت، خو په ټولو تيره شوه، اوس مهمه موضوع دا ده چې هر انسان بايد د روژې اخلاق له ځان سره د راتلونکي لپاره هم ولري، څرنګه چې په روژه کې و بايد په راتلونکي کې هم همداسې وي، يعنې همدا عبادت، نيک اخلاق، نورو ته د خير رسول، بې وسو سره مرسته کول او داسې نور لوړ صفات بايد په راتلونکي کې هم پر موږ کې وليدل شي، داسې بايد نه وي چې روژه تيره شوه او بيا هم هماغه څه وي چې له روژې مخکې و، نه روژه د دې لپاره نه ده، روژه يواځې د يوې مياشتې روزنه نده، مګر دا روزنه بايد داسې وي چې د تل لپاره پاتې شي، لږ تر لږ تر څو مياشتو خو په روژتي کې ښکاره شي.

د دې لپاره چې د روژې په څېر صفات اوس هم پر موږ کې پاتې شي، بايد د روژې په عبادت کې لږ کموالى راشي، ترڅو لږ عبادت دائمي وي، مثلا، يو نفر په روژه کې د لمونځ په جماعت سره له ادا‌ء کولو وروسته هره ورځ تر لمر ختو جومات کې کيناسته، د خداى عبادت يې کاوه او د لمر ختو په وخت کې يې دوه رکعته لمونځ اداء کول او له دې وروسته به کورته راته، اوس دې هره ورځ نه کيني او په هفته کې دې دوه ورځې (دوشنبه او پنجشنبه) کيني او که دا ناسته د چا وظيفې او يا مکتب سره ټکر کې راځې بيا دې په هفته کې يوه ورځ په هغه ورځ کې کيني چې رخصتي يې وي او بايد هڅه وشي چې دا لړۍ لمنځه لاړه نشي. هرڅوک دې په خپل عبادت کې داسې يو څه وکړي چې په انسان کې له روژې څخه وروسته د روژې اثرات وليدل شي او همدا اخلاق پکې پاتې وي.

الله جل جلاله هرڅه د يو حکمت په اساس برابر کړي، هيڅ هم په دې نړۍ کې تصادفي نه دې، اختر هم هسې نه دې برابر شوى، دا د غربيا نو اختر نه دى، دلته د اختر راتلل د يو څه په اساس دي او اختر ځانته فلسفه لري، موږ يوه مياشت روژه ونيوله، لوږه او تنده مو تيره کړه، ليلة القدر مو تير کړ، له نورو مياشتو څخه مو عبادت ډير و، په دې اړه پخوانى شيخ الازهر وايې چې دا مياشت موږ له عبادت څخه ډکه تيره کړه او د دې عبادت له تيرولو څخه وروسته الله تعالى موږ ته د دې عبادت جايزه راکوي او په اختر مو نازوي.

زموږ په اختر کې هم لويه فلسفه نغښتې ده، دا يواځې د خوښۍ لپاره نه ده، دلته موږ يواځې په خوښۍ خپل وخت نه تيروو مګر د دې ترڅنګ موږ نور ډير لوي لوي اهداف لاسته راوړو، اختر د مسلمانانو کلنى پروګرام دى،  دلته موږ يو کيک په چاړه نه پرې کوو، شمع په پو کولو نه مړه کوو، موږ راټوليږو، خپل نظم ښيو، کتار کتار ودريږو، لمونځ کوو، د غريب او مالداره، تور او سپين ترمنځ فرق نه وي، ټول د يو امام ترشا ودريږو او يو رب ته سجده ږدو، له لمانځه څخه وروسته خپله مينه يو بل ته ښکاره کوو، هر يو غيږ په غيږ کيږو، که څوک له دوست سره خبرې نه کوي، خبرې ورسره پيلوي، که د چا او چا ترمنځ خفګان وي، هر څه هيروي او يو له بل څخه بښنه غواړي. دا زموږ کلني کانفرانس دى، موږ درې ډوله کانفرانسونه لرو، يو ورځنى دى چې پنځه وخته لمونځ کوو او يو او بل وينو، سلام و عليک کوو. بله غونډه او کانفرانس مو د جمعې په ورځ وي، چې په دغه پروګرام کې هم ټول کلى يوه جومات ته راځي او د يو او بل له حال څخه ځان خبروي. دريم کانفرانس د اختر د ورځې کانفرانس دى. دا زموږ او زموږ د دين نظم ښکاره کوي او د دغه دين اجمتاعيت ښيې.

په يوه اختر کې موږ ډير لوى لوى اهداف لاسته راوړو، چې له هغو څخه د خپلوانو پوښتنه ده، دې ټکى ته اسلام ډيره پاملرنه کړې په داسې حال کې چې نوره نړۍ له دغه موضوع څخه برخمنه نه ده، په دغه وخت کې موږ د دوستانو پوښتنه کوو، د هغوي له حاله ځان خبروو ترڅو د هغوي د مشکلاتو څخه په ويستو کې ورسره مرسه وکړو، دا يوه الهي تحفه ده، يوه قيمتي ډالۍ ده.

په اسلام کې دوه لوي اخترونه دى، لوي او کوچني (فطر او اضحى) دا چې په اسلام کې دوه لوي اخترونه دي او د بل اختر اجازه نشته په دې کې هم يو لوى حکمت پروت دى، هغه دا چې هرڅوک د اخترونو د کولو وس نلري، په ځنو خلکو په دغه دوه اخترو کې هم لوى بوج راځي، نور خو پريږده، دا که له دې څخه ډير و نو بيا غريبو خلکو ته د اختر کول ډير سخته کيده، دا حکمت زموږ له انده دى او کيدى شي له دې هم لوي حکمتونه پکې پراته وي.

د اختر د رارسيدو په مناسبت بايد ټول هغه اخلاق په ځان کې پيدا کړو چې د اختر اخلاق دي او هغه اخلاق چې يو روژتي يې لري، يعنې که څوک له چاسره خفګان لري، همدا يې ښه فرصت دى چې ورسره جوړ شي، څوک که له کوم ملګري يا خپل يا دوست څخه له ډېرې مودې ليري وي او د هغه خبر يې هم نه وي اخستي او پوښته يې نه وي کړې، بايد خبر يې واخلي او ځان ورسره په اړيکه کې لري. په اختر کې په زرګونو او حتى تر دې ډير مسلمانان راټوليږي او ټول په يو وخت کې خپل رب ته لاسونه پورته کوي، دعا کوي، په داسې وخت کې دعا هم ښه قبليږي، نو موږ بايد په خپلو دعاوو کې ځان، کورنۍ، دوستان، ټوله اسلامي نړي او تر هرڅه مهمه دا چې زموږ هيواد اشغال دى خپل هيواد ته د آزادۍ دعا وکړو او هغه چاته چې د اختر دا د خوښۍ مراسم د آزادۍ د لاسته راوړو په تکل په سنګر کې تيروي دعا وکړو او د برياليتوب لپاره يې د زړه له کومې د ژړا په بدرګه کولو سره دعا وکړو.

هيله ده چې دا اختر په ټولو په خوښۍ کې تير شي او  دا اختر د ټولو مسلمانانو لپاره د هر ډول تکليف د پاى اختر وي. آمين