ماشومانو ته ليکنې:

دامام ابو يوسف (رحمة الله عليه) په اړه لنډ معلومات

 
 

ژباړه: زاهد جلالي

 

امام ابو يوسف يعقوب بن ابراهيم الانصاري په کال ١١٣ هجري کې د کوفې په ښار کې وزيږيد، هغه د علم د لاسته راوړو لپاره په ډيرو علماو پسې وګرځيد، خو د لوى امام ابوحنيفه څخه يې بل وړ کس د درس لپاره پيدا نکړ، نو د ده
شاګردي يې پيل کړه او له ده سره يې اصول الدين، فقه او حديث وويلې. خپله امام ابو يوسف د امام ابوحنيفه د شاګردۍ په اړه وايې: (ما د حديث او فقهې زده کړه له امام ابوحنيفه سره کوله. خو زه غريب وم، اقتصادي حالت مو ښه نه و، يوه ورځ مې پلار راغى او ماته يې غږ وکړ، زه هم ورسره پاڅيدم راته يې وويل: ځويه نور امام ابوحنيفه ته مه ورځه، هغه پيسې لري او ښه ژوند يې ځانته تيار کړى، خو زموږ اقتصادي وضع ښه نده، نو ته بايد ځانته معاش پيدا کړې او پيسي لاسته راوړې، ما هم د پلار خبره ومنله او کار مې شروع کړ، کله چې اوله ورځ کې لږ ناوخته راغلم، امام ابو حنيفه راڅخه پوښتنه وکړه:
په څه شي کې مصروف شوى يې چې موږ ته نه راځې؟ ما ورته وويل: له خلکو سره د پلار د اطاعت لپاره مصروف شوى يم، زه ورسره تر هغې کيناستم چې خلک ترينه پاڅيدل او ولاړل، امام ابو حنيفه راته يو بنډل راکړ او راته يې وويل: له دې څخه کار اخله.
کله چې مې ورته وکتل، ګورم چې پکې سل درهم دي، بيا يې راته وويل: حلقې ته راځه او کله چې دې پيسې ختمې شوي بيا ماته ووايه، ما ورسره بيا حلقه پيل کړه، يوه موده مې ښه په آسانۍ تيره کړه، بيا يې راته سل درهم نور راکړل.
د امام ابو حنيفه په ټولو شاګردانو کې د ابو يوسف په څير هوښيار او تکړه شاګرد بل نه و، امام ابو يوسف د علم زده کړې ته دوام ورکاوه تر دې چې، حديث، تفسير او داسې نور علوم يې ترينه لاسته راوړل، ابو يوسف په فقه کې خپل  د استاد په لاره روان و او خپله هم په فقه کې اجتهادونه لري، امام ابو يوسف ډير کتابونه ليکلي چې له هغو څخه مشهور کتاب الخراج دى چې دا کتاب د مال په عام ډول اداره کولو او قضاء کې ليکل شوى، بيا هارون الرشيد خليفه راغى او امام ابو يوسف يې ځانته نيږدى کړ، د قضاء منصب يې وروسپاره او د قاضي القضاة لقب يې د لمړى ځل لپاره تر لاسه کړ او امام ابو يوسف به  هارون الرشيد ته د دين او د دنيا په امورو کې مشوره ورکوله.
امام ابو يوسف په کال ١٨٢ هجري کې وفات شو، کله چې وفات کيده ده به ويلې: اى الله جل جلاله تاته معلومه ده چې ما هيڅ کله هم په قصدي توګه د دوو کسانو ترمنځ غلطه فيصله نده کړې او کوښښ مې کړى چې هره فيصله د ستا د کتاب او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو موافق او مطابق وکړم او کله به هم چې پر ما باندې څه سختي راغله ابو حنيفه به مې د ځان او ستا ترمنځ نيوه.
بالاخره دا لوى عالم او فقيه وفات شو، خلک پرې ډير سخت خفه شول او ملګري يې ابو يعقوب الحريمي وويل: نن ورځ لوي فقيه وفات شوى، نو الله دې په ابو يوسف باندې ورحميږي او په خپلو ښايسته جنتونو کې دې ورته ځاى ورکړي.