د روژې د رارسيدو څو ورځې پاتې...څه کوئ؟
 
 
ليکنه: احمد زهران - ژباړه او لنډيز: زاهد جلالي - د روژې د درسونو سلسله: (٤)
 

هرکال د رحمتونو مياشت راځې او له ځانه سره رحمت، بښنه او له اور څخه ژغورنه لري، دا مياشت موږ ته د ورور ګلوۍ، مينې، صبر، ځوانمردي او تيريدنې او د دوي ارزښتونه راښيې، دا مياشت د مومنانو درجى اوچتوي، د روژتيانو اخلاق پاکوي او دا د الهي رحمت مياشت ده.
داچې روژه نيږدې شوې، زه د ځان او ستاسو لپاره ځنې ګټورې لارښوونې ليکم هيله ده ترينه استفاده وکړئ:
١ – الله جل جلاله ته د روژي د راتلو دعا کول:
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صل ى الله عليه وسلم به د رجب په مياشت کې دا دعا ډيره ويله: (اللهم بارك لنا في رجب وشعبان وبلغنا رمضان) (رواه أحمد والطبراني)
٢ – له الله جل جلاله څخه د روژى د راوستو شکر:
د خداي جل جلاله يو له لويو رحمونو څخه داهم دي چې خپل بنده ته د اطاعت قدرت ورکړي.
٣ – دا مياشت د فضايلو لپاره استقبال کول:
مثلا: د جنت د دروازو خلاصيدل، د دوزخ د دروازو بنديدلو لپاره او داسې نور لوړ فضايل لري.
٤ –د ګناهونو د پريښودو او د توبې د ويستو اراده کول:
د روژى مياشت په حقيقت کې د کال د پيليدو مياشت ده، په شعبان کې بايد سړي ځان د ګناهونو له پريښودو سره عادت کړي چې په روژه کې ورته هرڅه آسانه شې او پوره کال مو ښه او په توبې پيل شي. که څوک غواړي چې له دې وروسته بل ژوند (د اطاعت ژوند) پيل کړي، بيا دي د زړه له تله توبه وباسي او له خپلو ګناهونو دې پښيمانه شي، دا دې اراده وکړي چې بيا به ګناه نه کوي، دا مياشت د توبې مياشت ده، که څوک په دي مياشت کې توبه ونه باسې نو بل کوم وخت ته انتظار کوي؟، الله تعالى فرمايې: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحا) سورت التحريم آيت ٨.
ژباړه: اي هغه کسانو چې ايمان مو راوړي توبه وباسې الله ته د زړه له کومي (خالصانه) توبه.

٥ – له روژى څخه د استفادې لپاره فکر کول:
د دنيا په کارونو کې خلک ډير فکر کوي او د ځان لپاره يو ښه او مناسب پروګرام جوړوي، ځکه خو د روژي لپاره هم بايد سړى د ځان لپاره يو پروګرام جوړ کړي.
داسې يو پروګرام د ځان لپاره جوړ کړي چې د هغه پروګرام په واسطه لوي کارونه په لږ وخت کې تر سره کړي ترڅو وخت پکې د ځان لپاره ډير کړي، مثلا، پدې مياشت کې بايد هرڅه خپل وخت ولري، د خلکو زيارت، خوب، اطاعت، مطالعه او همدارنګه نورو مهمو کارونو ته وخت ورکړئ.. زما وروره منظم اوسه ګډوډ کيږه مه.
٦ – د دعا لپاره يو خاص پروګرام جوړول:
د ځان لپاره ځنې دعاوي وليکه او کوښښ وکړه چې هغه د عاوي منظمې ولولي، مثلا، له لمانځه څخه وروسته او يا هم مخکې. دا چې له هرکار سره خوله د خداي په ذکر مشغوله وساتې ښه ده.
٧ – د وخت د غنيمت کولو عزم:
امام ابن رجب وايې: کله چې د يو انسان کوم څه ته ډيره اشتها راشې ، پداسې حال کې چې په کولو يې هم قادر وي ، په کولو يې بې له الله څخه بل څوک نه خبريږي او د الله لپاره يې پريږدي، دا دايمان د صحت دليل ده.
٨ – په قوت، همت او فعاليت يې پيلول:
که مو روژه په همت او فعاليت پيل کړه همداسي په قوت به مخکې ځي او که مو په ضعف پيل کړه ترپايه به ضعيف وى. امام عطاء الاسکندري وايې: د څه شي چي پيل ښه وي پاي به يې هم ښه وي.
٩ – له خدايه مرسته غوښتل او له عجز څخه ځان ساتل:
مسلمان د الله مرستې ته اړتيا لري، که چيرته له الله جل جلاله څخه مسلمان مرسته وغواړي هغه هم ورسره مرسته کوي. 
١٠ – د صحابه و او سلفو له کوښښ څخه ځان خبرول:
سفيان الثوري رحمه الله باندي به چې کله روژه راورسيده نور ټول کارونه به يې پريښودل او تلاوت به يې کاوه، وليد بن عبد الملک به په هرو دري ورځو کې د قران ختم کاوه.
 ربيع بن سليمان وايې چې شافعي به د روژي په مياشت کې شپيته ختمه کول.
امام محمد بن اسماعيل البخاري به د روژي د مياشتې په هره ورځ کې يو ختم کاوه او له تراويح وروسته په هرو دري ورځو کې به يې يو ختم کاوه.
ابن رجب الحنبلي په طائف المعارف کې وايې: له دريو څخه په لږو ورځو کې قران ختمول منع شوي، مګر په ځنو وختونو کې لکه د روژي په مياشت کې، په ځانګړى ډول د ليلة القدر په شپه کې له دريو ورځو څخه په لږ وخت کې دقرآن ختمول مستحب دي، د وخت او د ځاي د غنيمت کولو لپاره. او پدي باندي احمد اسحاق او نور امامان هم ولاړ دي او ورسره موافق دي.
١١ – روحي او نفسي ځان تيارول:
د مطالعې ، په درسونو او محاضراتو (ليکچرونو) کې د برخه اخستلو له لاري ځان د الله اطاعت ته تيارول.
١٢ – پرنفس ځان ځواکمنول او له بدو عاداتو ځان ژغورنه:
مثلا د سهار له لمانځه څخه وروسته خوب کول هسي بيځايه خوب دي له دي څخه بايد ځان وژغورو، له بيځايه او ډيرى ډوډي له خوړلو څخه ځان ساتل، له همدا اوس څخه ځان تيار کړه ترڅو په روژه کې په نفس قوي شي.
١٣ – دعوت ته ځان تيارول:
ځان ښه تيار کړه، ځکه شيطانان هم تړل شوي، قلبونه هم خلاص دي. دا خو ډيره ښه ده چې د روژي له راتلو سره له ځان سره ځني ډالۍ واخلي د کلي په په خلکو خصوصا په غريبانو يې توزيع کړئ.
١٤ – د ژوند يوه سپينه ورقه را اړول:
خداي ته په ورګرځيدو او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په سنتو په منګولو لګولو سره دي په ژوند کې تغير راوله، د مور او پلار احترم کوئ او په ټولنه کې د صالح کس په څير اوسيدل. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: بهترين د خلکو هغه دي چې نورو ته ګټه رسوي.
١٥ – کوښښ کول چې دوه روژى ونيول شي:
که څوک کولي شې هره ورځ له ځان سره يو بل روژتې ته هم روژه ماتى ورکړي ترڅو دوه چنده ثواب ترلاسه کړي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (من فطر صائما کان له مثل اجره، غير ان ينقص من اجر الصائم شئ). رواه مسلم.
ژباړه: چا چې روژتي ته روژه ماتى ورکړ داسې ثواب به لاسته راوړي لکه څنګه چې روژتي لاسته راوړي، بې لدينه چې د روژتى ثواب لږ شي.
١٦ – ځان سره ورځنې محاسبه کول:
هره ورځ لځانه مخصوصې پوښتنې کوه چې آيا دا دخير کارونه ته کوي او کنه؟ او که په دغه محاسبي باندي له رمضانه وروسته هم عمل وکړى ډيره به ښه وي.
١٧ – پدې اړه له کوم چا سره خبرې کول:
مثلا که څوک په يوه اسلامي موضوع پوهيږي هغه له نورو وروڼو سره هم شريکه کړي يا له نورو څخه يو څه واوري، د صحبت يوه ګټه دا ده چې که ضعيف شوي قوي کوي دي او که سست شوي له لاسه دي رانيسي او بيرته دي فعال کوي.
سفيان الثوري وايې: له هغه چا سره بايد کېنې چې دنيا دي درڅخه هيروي او آخرت دې دريادوي، له هغه چا سره مه کينه چې د دنيا خبري کوي، ځکه چې هغوي دې دين او قلب فاسد کوي.
١٨ – د تغير نيت له ځان سره لرل: 
د دي مطلب دا دي چې په دي مياشت کې د نفس، ژوند، هدف، مطالعې او نور شيان مو ښه شي او د روژي مياشت ستاسو په ژوند کې د يو لوي تغير پيل وي.
له چل څخه بايد ځان وساتئ او صريح اوسو، خپل عيبونه بايد ځانته ياد کړو او په اصلاح او تغير باندي شروع وکړو، مسلمان هيڅ کله هم نه مايوس کيږي، کوښښ وکړه چې هر اړخيز تغير په ځان کې راولي.
١٩ – د الله عبادت له اخلاقو اوسلوکو سره کول:
عبادت په اسلام کې وسيله ده هدف ندى، داچې له خوراک او څښاک څخه په روژه کې ځان ساتو بايد په اخلاقو کې هم تغير راولو او داسې څه ونه کړو چې روژې ته مو ګټه ورسوي.
نو اى زما وروره! دا د روژې مياشت د بدو اخلاقو د لمنځه وړلو فرصت دي ترينه استفاده وکړه او ښه سلوک او اخلاق خپل کړه.
٢٠ – خير ته بلنه کول:
له خلکو سره مرسته کوه او مشکلات يې پکې حل کوه او له خلکو سره نيکي کوه. د خلکو سختيانې ورته آسانوه. په يوه حديث کي نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايې: چاچې د چا سخت کار آسانه کړ الله به د ده د دنيا او آخرت سختيانې آسانه کړي.