وزګاري

ليکوال: دکتور عبدالرحمن البر*

ژباړن: زاهد جلالي

الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن والاه..

وبعد، ګرانو دوستانو! موږ د اوړي په رخصتيانو کې يو او روژه هم په دروازو کې ولاړه ده، ډيري ځوانان داسې دي چې د اوړي رخصتيانې ورته د وخت ضايع کولو ښه فرصت ښکاري او دوي په دغه وخت کې چې له وخت څخه د استفادي ښه موقع ده هيڅ استفاده نکوي، په ځانګري ډول د روژې په مياشت کې خو بيخي له وزګارۍ څخه ګټه نه پورته کوي، داسې خلک هم شته چې د روژې شپې په ويښه سبا کوي او بيا ورځ په خوب ضايع کوي. لا حول ولا قوة الا بالله.

ځکه خو ما د دي اړتيا وليده چې يو څه د وزګارى په نامه يو څه وليکم تر څو زه او دوستان مې تري ګټه پورته کړي، نو د خداي په مرسته يې پيلوم:

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه فرمايې: قال عبد الله بن مسعود- رضي الله عنه-: (إِنِّي لأَمْقُتُ الرَّجُلَ أَنْ أَرَاهُ فَارِغًا، لَيْسَ فِي شَيْءٍ مِنْ عَمَلِ الدُّنْيَا، وَلا عَمَلِ الآخِرَة) (١).

ژباړه: زه له هغه چا څخه نفرت کول  چې وزګار يې وينم نه د نيا په کار اخته وي او نه هم د آخرت.

وزګاري هسې تيرول د خداي د لويو نعمتونو ضايع کول دي:

د خداي له لويو نعمتونو څخه چې انسان ته يې ورکړي د  انسان عمر دي، نو له ټولو انسانانو احمق هغه څوک دي چې د خداي جل جلاله دغه نعمت هسې تيروي او دا نعمت بلا عوض ترينه ځي. هغه وزګاري چې ډيري کسان يې لري او په ځانګړي ډول د ځوانانو وزګاري د هغوي د استعدادونو د لمنځه وړلو لاره او يوه لويه ناروغي ده، دا د عقل او فکر وژل دي، د طاقتونو لمنځه وړل دي پر ځاي د دي چې له وزګارۍ څخه په دي مياشت کې ګټه پورته شې، په نفس اطمنان پيدا شې او ذهن پکې رشد وکړي، پدي وخت کې ځوانان خوب کوي، دومره خوب کوي چې سترګي پري مړي شي، دومره خوراک کوي چې له مړيدو څخه هم پري ډيريږي، ځان د دي پرځاي چې په کار مصروف کړي په هسې بيځايه او وخت ضايع کوونکې شيانو يې تيروي او که په عمومې ډول يې ونيسو دا ټول ورانول دي ودانول پکې نشته لکه څنګه چې شاعر وايې:

إِنَّ الشَّبَابَ وَالفَرَاغَ وَالجِدَة   مَفْسَدَةٌ لِلْمَرْءِ أَيَّ مَفْسَدَة

دا چي انسان د عمر په ارزښت پوه شې او د وزګارو وختونو په ډکولو کې مهارت پيدا کړي پدي وخت کې انسان په خپلي اصلي وظيفې پوهيدلې او د خپل تقدير او انسانيت حقيقت يې درک کړي.

نبې صلى الله عليه وسلم پدي اړه ډيره ښه خبره کړي وايې: (نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنْ النَّاسِ: الصِّحَّةُ وَالْفَرَاغُ) (٢).

ژباړه: دوه نعمته دي چې انسانان يې په ارزښت ندې پوهيدلي: يو روغتيا ده او بل يې وزګاري.

همدا ده چې عاقلو انسانانو د وخت ضايع کول سخت منع کړي، حضرت عمر رضي الله عنه فرمايې:( إنِّي أَكْرَهُ الرَّجُلَ أَنْ أَرَاهُ يَمْشِي سَبَهْلَلاً، لا فِي أَمْرِ الدُّنْيَا، وَلا فِي أَمْرِ آخِرَةٍ) (٣).

ژباړه: زما هغه څوک بدې راځي چې نه دنيا ته کار کوي او نه آخرت ته.

حسن بصري رضي الله عنه فرمايې: ( مَا وَعَظَنِي شيءٌ مثل ما وَعَظَنِي كلامُ الحجَّاجِ في خُطبتِه: إِنَّ امْرَأً ذَهَبَتْ عَنْهُ سَاعَةٌ مِنْ عُمُرِهِ في غيرِ ما خُلِقَ لَه لَحقِيقٌ أَنْ تَطُولَ حَسْرَتُه يومَ القِيامة) (٤)

ژباړه: پر ما هيڅ څه هم دومره اغيزه نده کړي لکه د حجاج دغه وينا چې کړي، حجاج وايې: څوک چې د خپل عمر يو ساعت هم وزګار تير کړي، د قيامت په ورځ به پري ډير افسوس وکړي.

حسن بصري رضي الله عنه وايې: (أدركتُ أقوامًا كانوا على أوقاتِهم أشدَّ منكم حرصًا على دراهمِكم ودنانيرِكم)

ما داسې خلک ليدلي چې پر وخت لدينه هم ډير حريص و لکه تاسې چې په دينا او درهم حرص لري.

ورأى شُرَيحٌ جيرانًا له يجولون، فقال لهم: ما لكم تجولون؟ فقالوا: فَرَغْنا اليومَ، فقال لهم شريح: وبهذا أُمِر الفارغ؟!(٥).

ژباړه: يو ځل شريح رضي الله عنه خپل ګاونډيان وليدل چې تفريح يې کاوه، شريح رضي الله عنه ورته وويل: ولي تفريح کوي، دوي وويل: نن ورځ وزګار يو، شريح رضي الله عنه وويل: آيا فارغ(الله) په همدي امر کړي؟!

يو شاعر وايې: والوقتُ أنفسُ ما عُنِيتَ بحفظِه    وأراهُ أسهلَ ما عَلَيْكَ يَضيعُ

له عبدالله ابن مسعود څخه روايت کوي چې هغه به ويل: (مَا نَدِمْتُ عَلَى شَيْءٍ نَدَمِي عَلَى يَوْمٍ غَرَبَتْ شَمْسُهُ، نَقَصَ فِيهِ أَجَلِي وَلَمْ يَزِدْ فِيهِ عَمَلِي).

ژباړه: زه په هيڅ څه دومره پښيمانه شوي نه يم لکه په دي چې ورځ راباندي تيره شې، عمر را لنډ شې او عمل مې ډير نشې.

له وزګارى څخه ګټه پورته کول

د الله جل جلاله په دغه قول کې چې وايې: ﴿فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ﴾ الشرح آيت (٧).

ژباړه: نو کله چې فارغ شي (اي محمده له تبليغه يا له لمانځه نه) نو ځان ستړي کوه (په عبادت، دعاء کي).

 د وزګارۍ مشکل حل شوي، لدينه ښکاري چې الله تعالى هيڅ وزګاري د مسلمان په ژوند کې نده پري ايښې، يا يې د دنيا په کارونو کې بوخت کړي او ياهم د آخرت.

همدا ده چې برياليو خلک د وخت څخه د استفادي لپاره ډير حريص دي، له خپل ټول ژوند څخه ګټه پورته کوي، يا د دنيا په کارونو کې يا د آخرت په کارونو کې، دوي وخت غنيمت ګڼلي او پدي پوهيدلې چې د وخت په ضايع کولو کې د دوي لوي تاوان دي.

نو وښيار او موفق سړي، د خداي دا لوي نعمت چې له عمر څخه عبارت دي، غنيمت يې ګڼلى او دا يې د ځان او د امت لپاره په کار اچولى، تر څو په آخرت کې له شرم څخه وژغورل شې، کله چې ترينه پوښتنه کيږي چې عمر يې په څه کې تير کړي؟ آيا خپل وزګار وختونه يې هسې تير کړي و، او کله چې پري وخت تير شې بيا به په خپل کار پښيمانه وي.

 د انسان زړه خفه کيږي کله چې ځنې خلک ووينې چې عمرونه يې پري هسې تيريږي، خپل وختونه تلف کوي او  څه پکې لاسته نه راوړي، نه علم لاسته راوړي، نه د خير کار کوي، نه داسي څه د وياړ کار کوي، نه خپل امت ته پکې څه لاسته راوړنه لري، نه پکي د ظلم مخنيوي شوي او نه هم پکې د خداي په لاره کي کومه فرضه اداء شوي وي.

ويل شوي: څوک چې د خپل ژوند يوه ورځ هم داسې تيره کړي چې نه پکي کوم حق تر لاسه کړي، نه کوم فرض ادء کړي، نه کوم وياړ تر لاسه کړي وي، نه کوم نيک نوم حاصل کړي وي، نه کوم د خير کار يې کړي وي، نه يې علم تر لاسه کړي وي ، پس خپله ورځ يې ضايع کړي او له خپل ځان سره يې ظلم کړي.

حسن وايې: ( لَيْسَ يَوْمٌ يَأْتِي مِنْ أَيَّامِ الدُّنْيَا إلا يَتَكَلَّمُ، يَقُولُ: يَا أَيُّهَا النَّاسُ، إنِّي يَوْمٌ جَدِيدٌ، وَإِنِّي عَلَى مَا يُعْمَلُ فِيَّ شَهِيد، وَإِنِّي لَوْ قَدْ غَرَبَتْ الشَّمْسُ لَمْ أَرْجِعْ إلَيْكُمْ إلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ) (٦).

ژباړه: په دنيا کې داسې هيڅ ورځ نه راځې مګر خبرې به کوي او وايې به: اي خلکو، ځه نوي ورځ يم، او په څه چې په دنيا کي يې کوي شاهد يم، او کله چې لمر ولويږي بيا د قيامت تر ورځې نه راگرځم.

همدارنګه وايې: اي د آدم ځويه! ته په نن ورځ کې يې سبا کې نه يې، پس په همدي ورځ کي اوسه، که سبا هم ولري داسې به پکې وي لکه په نن کې چې يې، او که سبا ونلري بيا به د خداي په لاره کې د غفلت څخه افسوس وکړي.

همدا ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ څو شيانو ته مخکي له څو څخه آکاهي راکړي چې هغي کي عمر ده، روغتيا ده، وزګاري ده مخکې لدي چې درڅخه ولاړ شې، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: ( اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ: شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغْلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ) (٧).

ژباړه: پنځه څيزونه مخکې له پنځو غنيمت وګڼه: ځوانې مخکې له بوډا توب څخه، روغتيا مخکې له ناروغې څخه، شتمنې مخکې له غربت څخه، وزګاري مخکې له مصروفيت څخه او ژوند مخکې له مرګ څخه.

ځنې حکيمان وايې: (شپه او ورځ په تا کار کوي نو ته هم په شپه او ورځ کې کار کوي) (٨).

همدارنګه يو شاعر وايې: تَظَلُّ تفرحُ بالأيَّامِ تَقْطَعُها    وكُلُّ يومٍ مَضَى يُدْنِي منَ الأَجَلِ

نو پر وخت فيصله وکړه مخکي له دي چې پرتا فيصله وکړي او وخت دې په داسې څه کې تير کړه چې د دنيا او آخرت خير دي پکې وي.

په وخت ډکولو کې د دنيا او آخرت د ترلاسه کولو لپاره ځنې وړانديزونه:

-د قران د يوي برخې حفظ او يا د حفظي شوي برخې تکرار.

-د نافع علم د ترلاسه کولو پسې کيدل، د مطالعې له لاري او د علم او درس په مجالسو کې د ناستې له لاري.

-د ملګرو او خپلوانو د زيارت لپاره يو منظم مهالويش برابرول.

-ورځنى فردي دعوت پر مخ بوول په منظم ډول، که پاتې کيږي د تليفون او نترنت له لاري د دعوت ملګرو ته خبرداري وکول.

-منظم دعوتې کار کول، له ملګرو سره، همصنفيانو سره، ګاونډيانو سره او له ټولنې سره او د ليکوالۍ لپاره د انټرنټ استعمالول.

-د صحت د ساتنې لپاره منظم سپورت کول.

-په علمي دورو کې د علم د لاسته راوړلو لپاره برخه اخستل.

-کار او صنعت زده کړه ولو که هرډول وي.

-د خدمت په ټولنو کې برخه اخستل.

______________________________

هوامش:

١ - أخرجه ابن أبي شيبة في المصنف (34562)، وهناد في الزهد (676)، وأبو نعيم في حلية الأولياء 1/130.

٢ - أخرجه البخاري في كتاب: الرقاق، باب: مَا جَاءَ فِي الرِّقَاقِ وَأَنْ لاَ عَيْشَ إِلاَّ عَيْشُ الآخِرَةِ

٣ -  ربيع الأبرار للزمخشري 1/292

٤ - محاضرات الأدباء للراغب الأصفهاني 1/483

٥ - الزهد لهناد 2/357 (677

٦ - غذاء الألباب في شرح منظومة الآداب 4/21

٧ -  حديث ابن عباس، أخرجه الحاكم 4/341 (7846) وصححه على شرط الشيخين ووافقه الذهبي، والبيهقي في الشعب (10250)

مكارم الأخلاق لابن أبي الدنيا صـ29 (47) ٨ -

_______________________________

دکتور عبدالرحمن البر په ازهر شريف کې د حديث اhttp://www.ikhwanonline.com/Data/2008/5/15/ikh1.jpgستاد او د اخوان المسلمين د مکتب الارشاد غړى دى. *