ماشومانو ته درې اساسي نصيحتونه
 
ليکوال: زاهد جلالي
 

ګلونو ماشومانو!
که غواړۍ جنت مو ځاي شې، مور او پلار در څخه خوښ وي، په راتلونکي کې يو ښه پلار اوسې، ښه راتلونکى ولرى، له صالحو انسانانو څخه وې، خلک درڅخه خوښ وي، د پوهې په ګاڼه سمبال شې، ښه قلموال درڅخه جوړ شي او داسې نورو لوړو اهدافو ته لاس رسى پيدا کړى، په لاندينيو لارښوونو عمل وکړى او دا هم مه هيروئ چې دا لارښوونې ستاسو په ژوند کې يو لوي بدلون راوستى شي او ښې لاري ته مو برابروي:
١ -د مور او پلار احترام کول:
د مور او پلار ډير احترام کوه، ځکه دا ستا د هستۍ اصلي عاملين دي او دوي ستا روزلو او لويولو کې د زړه غوښې اوبه کړي.
دا چې زه وايم د مور او پلار احترام کوه دا زما خبره نده، دا د مخلوقاتو د جوړوونکي او مالک سپارښتنه ده چې په قرآن کريم کې يې موږ ته ويلې، الله جل جلاله فرمايې: ( وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا(٢٣)  وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا (٢٤) ((٢٤) اسرا‌ء.
ژباړه: او حکم فرمايلې دى رب ستا چې عبادت مکوئ تاسې (د بل چا) مګر يواځې د هم دغه (الله) او (احسان کوئ) له والدينو سره په احسان کولو سره او که چيرې هرومرو (خامخا) ورسيد ستا په نزد زوړوالى ته يو له دې دواړو يا دواړه د دوي (مور او پلار) نو مه وايه ته دې دواړو ته (کلمه د) اف (هم) او مه رټه دوې دواړه او وايه دې دواړو (والدينو) ته خبره پسته (ادبي) . او ښکته کړه د پاره د دوي دواړو ته وزر د تواضع له مهربانۍ او ووايه او ربه زما مهرباني وکړه دې دواړو ته لکه چې تربيه يې کړې ده زما په هغه حال کې چې زه ماشوم وم.
د مور او پلار په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (الجنة تحت اقدام الامهات) يعنې جنت د مور او پلار د پښو لاندې دي.
٢ - له بد اخلاقه ملګرى څخه ځان ژغورنه:
ګرانه ماشومه!
د بد ملګري مثال داسې وي لکه د آهنګر او د نيک ملګرې مثال داسې وي لکه د عطار (عطر خرڅوونکي) يعنې که ملګرى دې بد سړى وي تاته به حتما ضرر در رسوي ، يا به دې اخلاق در خرابوي، يا به دې له درس نه وباسي او يا هم کورني مشکلات درته پيدا کوي، لکه څنګه چې ما درته د آهنګر مثال درکړ، که له آهنګر ملګرى سره هسې هم کيني کالي به دي درسوځوي خو که له عطار ملګري سره کينې، که نور څه نه وي د عطرو بوي خو به درڅخه خيژي، نو د نيک ملګري مثال د عطار دى، اوس که نيک او صالح ملګري درته نور څه در نکړل د هغه د نيکې لږ څه اثر خو به په تا کې هم ليدل کيږي.
اوس سوال دا دى چې ښه او بد ملګري څنګه سره بيلوي او څنګه ځان پوهوۍ چې فلانى ښه ملګرى دى او فلانې بد دي. د دي لپاره ښه طريقه دا ده چې لمړي قلم او کتابچه را واخلئ د ټولو ملګرو نومونه پکې وليکـئ او بيا د هر يوه ملګرى په شخصيت کې فکر وکړي چې دى څنګه هلک د‌ى؟ کورنۍ کې څنګه دى؟ جنګ کوي کنه؟ درس وايې کنه؟ اخلاقي وضعيت يې څنګه دي؟ او داسې نورې پوښتنې.
که هر يو ملګري مو يو له دغو بدو خواصو څخه لرل پوه شه چې بد ملګري دى، صالح ندى او پريږده يې، ملګرتيا ورسره مه کوه. او که چيرته له دغو خواصو څخه روغ ووت نو پوه شه چې ښه ملګرى دى او له ده سره دې اړيکې لاهم مخ پر وړاندي بوځه.
٣ - له کتاب سره اړيکې ساتل:
ګرانه ماشومه!
پدې پوه شه چې ستا صميمې ملګرى کتاب دى او لدې څخه بل نيږدي ملګرى نه لرى، ځکه چې کتاب لتاسره هميشه وي، هرڅومره چې ورسره غږيږي در سره خبري کوي نه درته نه وايې او مهمه دا چې ښې لاري ته دي برابروي.
دلته هم دا پوښتنه منځ ته راځې چې څنګه کتاب؟ کوم کتاب؟ دا ملګرتيا څنګه پيل کړو؟ د دي لپاره چې له کتاب سره دي ملګرتيا پيل شې لمړي بايد د لنډو کيسو کتابونه ولولې، لدينه وروسته د داستانو کتابونه (ناول) ولوله. د ناول لوستل دوه گټې لري، لمړي داچې له کتاب سره دې ملګري کوي او دوهم دا چې ادبې ځواک دې پياوړى کوي او په راتلوکې کې درڅخه يو ښه قلموال جوړوي.
په کتاب کې يوه بله مهمه خبره هم شته، هغه دا چې د کتاب يواځې لوستل مهم ندې، په کتاب بايد عمل هم وشي، ځکه چې علم او عمل لازم او ملزوم دي. يواځې علم لاسته راوړل گټه نلري، دا چې علم لاسته راوړي او عمل پرى نکوى دا د شيطان کار دى. هغه عالم چې په خپلې پوهې عمل نکوي داسې مثال لري لکه بې روحه بدن چې وي.