څرنگه يوه مقاله په لږ وخت کې لوستلى شو؟!-زاهد جلالي
 

ليکوال: طاهر الوداعي

 ژباړن: زاهد جلالي

 

الحمد لله رب العالمين والصلاه و السلام على رسوله الکريم
اما بعد:
ښاغلي لوستونکيه!
په معاصر وخت کې خپرونې ډيرې شوي، حتى په زرګونو مياشتنۍ خپرونې دي، په سلګونو ورځپاڼې، همدارنګه ډيرې محلي جريدې هم شته او ددې ترڅنګ انټرنټ هم د لوستلو يو لوى وسيله ګرځيدلې(يواځې افغاني پښتو او دري ويب پاڼې له زرو ډيرې شوي دي). دې کې شک نشته چې په دغو ورځپاڼو، مياشتنۍ خپرونو، بريښنا پاڼو او جرايدو کې ډيرې په زړه پورې او مفيدې ليکنې شته چې تقريبا هره يوه په ويلو ارزي، خو ددې په مقابل کې وخت ډير لږ دى، لوستونکي هره يوه نشي لوستى او که څوک يې ولولي خو بيخي نا ممکنه ده چې دا ټولې ولولي، دلته لوستونکي ته څو پوښتنې پيدا کيږي چې ( د څه شې لپاره مقاله لولم؟ __ او څه ولولم؟__څنګه يې ولولم؟... او داسې نور.
دا يوه مهمه موضوع ده، که څومره ډير پکې وليکل شې ښه به وي، خو موږ يې دلته نه اوږدوو مختصراً په څو ټکو کې يې را لنډوو:
١ – هغه څه پسې حريص اوسه چې درته ډير ګټور او مفيد وي: ځکه چې ډيرې داسې مقالې هم شته چې وخت پرې ضايع کيږي.
 د مقالې په سرليک ونه غوليږې، داسې ډيرې مقالې شته چې ښه په زړه پورې سرليکونه به لري خو د يو لوي بوتل په څير به يې منځ تش او له هوا پرته به هيڅ هم پکې نه وي.
٢ – د مقالې په لوستو کې يواځې له سترګو کار اخلئ، کله چې مقاله لولي شونډې ورسره مه ښوروئ، غږ مو ورسره مه اوچتوئ، ډيرې داسې خلک شته چې په شونډو خوځولو عادت شوي چې دا هسې د وخت ضياع ده، د دې پرځاى چې يواځې په سترګو مطالعه وه شي ښه ده.
٣ – د امابعد يا وبعد څخه وروسته مقاله لولئ، ډيري ليکوالان د مقالې په پيل کې الحمد لله رب العالمين... ليکې او په پاي کې وبعد او بيا مقاله پيلوي، که چيرته له وبعد څخه وروسته مقاله پيل شي د وخت د حفاظت له پاره دا هم مؤثر دي.
٤ – کله چې يوه مقاله په څو ټکو کې تشريح شوي وي، هغه يې پکې مه لولئ چې پرې پوهيږ‌ۍ، په هغو چې پوهيږي ښه تيز يې ولولي او په کوم ځاى کې چې نه پوهيږئ، بيرته ورو کيږئ، دا ضرور نده چې ټوله منځپانګه ولوستل شي.
٥ – په کومو کلمو چې نه پوهيږئ وخت پرې مه ضايع کوئ، هغه کلمې چې درته نا آشنا ښکاري وخت مو پرې مه ضايع کو‌ئ له ځان سره يې نوټ کوئ بيا يې په معني پسې وروسته ګرځئ.
٦ – سترګې مو د مقالې د لوستو په وخت کې د کلمو په منځ کې مه دروئ، روانه او جاري مطالعه کوئ.
٧ – له پيله تر پايه د کرښو څخه د ښکته کيدو پرمهال مو وخت مه ضايع کوئ، او تيزه مطالعه کوئ.
محترم لوستونکيه! دغو دوو ټکو ته هم ډيره پاملرنه کوه:
١ – د مقالې د لوستو پر مهال د مفهوم په اخستو او پوهيدو کې ډير احتياط کوئ، داسې نه چې له ليکواله غلط مفهوم واخلۍ او نورو کې  د هغه د بد نامۍ سبب شئ، په خپل فکر هم مه ودريږئ، مثلاً مقاله ولولي او مفهوم مو نه وي اخستي بيا وروسته وايي زما په اند هغه داسې ليکلي و.
٢ – په پاى کې هر چاته او د هرچا ليکنې ته ځان مه تسليموئ، ځکه چې هرڅوک خطا کوي.