علماء بايد خپله جهاد وکړي او نور هم وروبلي. |
ژباړن: زاهد جلالي |
د اخوان المسلمين اوسني مشر استاد عبدالبديع د اسلامي امت له علماؤ وغوښتل چې خپل دين ته په دنيا ارزښت ورکړي، امت ته په حکامو ارزښت ورکړي او د هغه څه په فکر کې نشي او له هغه څه څخه ناراضي نشي چې د خداى له لوري ورته مقرر شوى او هغه څه يې ونه ځوروري چې د خداى د دين لپاره ورته پيښيږي، ښاغلي دوکتور عبدالبديع وويل: د اسلامي امت علماء بايد خلک د جهادلپاره تحريک کړى ترڅو د نورو لپاره قدوه وګرځي. استاد عبدالبديع د اخوان المسلمين په اونيزي خپرونې کې چې د رسالة الاخوان په نامه ده، په تيره اونۍ کې د "علماء الأمة والأمل المنشود" ترنامه لاندې يوه مقاله کې ليکې چې د اسلامي امت علماء د امت په ويښولو کې او صهيوني او امريکايې دښمن په مقابل کې د مجاهدينو د صفونو په جوړولو کې مهم رول اداء کړي، علماء بايد د فلسطين او دقدس قضيه له خپلو اساسي مسايلو څخه وګرځوي. ده وويل چې د علماؤ حيثيت په جهاد کې داسې دى لکه په انسان کې چې زړه دى. استاد عبدالبديع وويل: موږ د فرانسي استعمار په مقابل کې د ازهريانو مقاومت او ولاړينه نه ده هيره کړي، هغوى نه يواځې داچې د فرانسي استعمار په مقابل کې دريدلي و او مقاومت يې کړي و، مګر د |