ګلونو ماشومانو!
څوک چې په الله جل جلاله توکل وکړي، الله پاک یې هم مرسته کوي او ناممکن کار ورته ممکن کوي. دغې کیسې ته توجه وکړﺉ چې څنګه سړی په الله جل جلاله توکل کوي او څنګه یی الله پاک مرسته کوي :
پخوانیو زمانو کې، یو غریب سړی چی کار او بار او تجارت یې نه لاره؛ ویې غوښتل چې له خپل ملګري څخه زر دیناره قرض کړي او تجارت پیل کړي ترڅو ژوند یی ښه شي.
غریب سړی خپل ملګري ته ورغی او ورته یې وویل: که د قرض لپاره یو زر دیناره راکړې کار پرې کوم انشاء الله یوه میاشت وروسته به دې پیسې درکړم.
ملګری یې ورته وویل: ماته یو کس ضامن راکړه.
غریب سړي ورته وویل: الله درته ضامن کوم.
د غریب سړي ملګری پرې راضي شو او زر دیناره یې ورکړل او ورته یې وویل سمه ده الله کافي دي.
غریب سړی په خپل تجارت پسې ووت، په کښتۍ کې سور شو او کار پسې ولاړ؛ څه یې واخستل او څه یی وپلورل، بالاخره د یوه میاشت تیره شوه،
غریب سړی د بحر ساحل ته ولاړ ترڅو کومه کښتۍ کې کینې او خپل ملګري ته د قرض د ورکولو لپاره ورشي.
غریب سړي په ساحل کې د کښتۍ د راتلو ډیر انتظار وکړ؛ څو شپې یې د بحر ترڅنګ وکړی، خو کښتۍ بیا هم رانغله.
غریب سړی ډیر خفه شو ځکه هغه ویریده چې وعده خلافي ونشي. بالاخره د غریب سړي مخې ته د لرګي یوه ټوټه ورغله، هغه فکر وکړ چې تاخو هغه سړي ته الله جل جلاله په ضمانت کې ورکړى وو. نو راځه پدې کې له الله څخه مرسته وغواړه؛ نو لرګی یی راپورته کړ او په منځ کې یې دوه ځایه کړ او زر دیناره قرض یی پکی کیښود او یو لیک یې ولیکه چی اى الله ته یې هغه سړي ته ورسوې، ما خو خپله هڅه وکړه چی کښتۍ رانغله دا خو زما ګناه نه ده او لرګی یې په بحر کی وغور ځاوه او ویې ویل: اى الله ته یې هغه ته ورسوه.
په همدی وخت کی د غریب سړي ملګري انتظار ویست ځکه هغه ته یی ملګری ویلي وو چې یوه میاشت وروسته به دې قرض دروړم. هغه هم د بحر په ساحل کې ولاړ و ناڅاپه يې یوه لرګي ته پام شو، له ځانه سره یې وویل: راځه دا لرګی به له ځانه سره واخلم په کور کې به یې وسوځوو. هغه لرګی يې راپورته کړ ، کله چی مطمئن شو چې ملګری یې نه راځي د کور خواته روان شو. کور کی چی يې لرګي د سوځولو لپاره مات کړ ګوري چی د لرګي په منځ کې پیسی ایښی او ورسره یو لیک هم و چې پکې یې لیکلي و: اى الله ته یې هغه ته ورسوی ، ما خو خپله هڅه وکړه چې کښتۍ رانغله دا خو زما ګناه نه ده.
هغه چې دا لیک ولید وپوهیده چې هغه کښتۍ نده موندلی ځکه یی لرګي کې پیسی ایښي دی.
غریب سړی خو لیک واچاوه بیاهم زړه ورته ویلی دا پیسې به زه هغه ته وړم. هغه بیا ساحل ته راغی او د کښتۍ د موندلو وروسته ځان د ملګری کورته ورساوه. کله چې کورته ورسید هغه ته یې وویل چې پیسی دی واخله؛ هغه ته خو مخکې پیسې ور رسیدلې وې نو ویې خندل او ورته یې کیسه وکړه.
ګلونو ماشومانو!
لدې کیسې نه مو دا زده کړل چې هرڅوک باید خپل بې وسه ورور، ملګرو او خپلوانو سره مرسته وکړي، قرض ورته ورکړي او نور هر ډول مرسته ورسره وکړي، ځکه ددی اجر الله جل جلاله انسان ته ورکوي یا په دنیا کې او یاهم په آخرت کې او بل مو دا ترینه زده کړل چې که څوک هرکار کوي باید په الله جل جلاله توکل وکړي او له الله جل جلاله څخه مرسته وغواړي کله چې څوک دا کار وکړي الله جل جلاله یې هم مرسته کوي او ډیر سخت کارونه چې انسان یې فکر هم نشي کولی ممکن کیږي.