اسلام ته بلنه د مسلمان له مهمو وجایبو څخه دي.یوځې دا کفایت نکوي چې مسلمان صالح وي، خپله نیک عمل کوی او د نورو په فکر کې نه وي، مګر اسلام د خلکو د اصلاح مسولیت هم مسلمان ته سپارلی. د اسلامي دعوت مسولیت موږ ته د انبیاو علیهم السلام څخه په میراث راپاتې شوی مسولیت دی. الله جل جلاله د انسان د نجات او خلاصون لاره د عصر په سورت کی راښودلی. الله تعالی فرمایی: ((والعصر ان الانسان لفی خسر الا الذین آمنوا و عملوا الصالحات و تواصوا بالحق و تواصوا بالصبر)) د عصر سورت.
ژباړه:قسم دی په زمانې چی بيشکه انسان خامخا په زیان کې دی، مګر هغه کسان چی ایمان یی راوړی دی او کړی یی دی ښه عملونه او وصیت یی کړی وي په حق او وصیت یی کړی وي په صبر.
یواځی ایمان او نیک عمل کفایت نکوي. لدی سره باید د حق وصیت او د حق منل هم هیر نکړل شي، دا دواړه ډیر مهم دي.
ددی لپاره انسان باید ځان حق ته تسلیم کړي او په ځان کې صبر پیدا کړې ترڅو د حق وصیت عملي کړو او ځان له تباهي او خسران څخه وساتو.
لکه څرنګه چی لقمان حکیم خپل ځوی ته وایی: (( یابنی اقم الصلاة و امر بالمعروف و انهی عن المنکر واصبر علی ما اصابک ان ذالک من عزم الامور)).
ژباړه: اى زما بچيه مونځ او دروده په ښوکارونو امر وکړه او له بدوکارو څخه منعه وکړه او پر هغه څه صبر وکړه چې تا ته رسيږي (له مصائبوڅخه دنياکې) بيشکه دا کار د ټينگ عزم څخه دى.
صبر هم ډیره مهمه او ضروري پدیده ده، داعي چې کله خلک اسلام او حقیقت ته رابلي باید صبر ولري، په ځانګړی ډول زموږ په زمانه کی چې له دعوت سره مشکلات ډیر زیات دی، که چیرته څوک صبر ونکړي او د سختیو په مقابل کی ونه دریږي کامیابي یې مشکل کیږي.
الله جل جلاله د نبوت په زمانه کې خپل رسول ته فرمایی: ((انا سنلقی علیک قولا ثقیلا)) سورت مزمل آیت ۵.
ژباړه: بیشکه موږ پرتا دروند کلام نازل کوو.
دعوت دروند بار دی. او موږ ددې دروند بار وارثین یو.
موږ پدې زمانه کې چې د خدای جل جلاله ددین دعوت، حق ویل او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډیر ثقیل او دروند شوي؛ ځکه چې مسلمانانو له دین څخه خپله توجه ګرځولې، یقین یې لږ شوی او خلکو دنیا ته مخه کړې او آخرت ته یی شا کړې، د خیر کارونه خلکو پری ایښي او د شر کارونو ته یې مخه کړې.
لدیځایه ددعوت بار په داعیانو ډیر درندیږي، تردی حد مشکلات ډير شوي چې ټول به درته نصیحت کوي چی بیځایه خبرو پسې مه ګرځه، ته هسې وزګار پاتې یې چې پداسې خبرو پسې ګرځې او پرځان سختي او مشکلات تیروی، دوی وایې: ممکن بندي شې او د زندان تورو تمبو ته و غورځول شې، ممکن له هیواده دی وشړي، ممکن سخت تعذیبونه درکړل شې، دا دومره سختیانې ولی پرځان قبلوې، دومره خلک چې یې کیسه کې ندي ته یې څه کوې اوداسې نورې خبرې ترڅو ستا زړه له دغې فریضی څخه مات کړي.
پدی زمانه کې د دعوت او دیندارۍ په مقابل کې مشکلات دمره ډیر دي چې که چیرته یوه مسلمانه خور خپل اسلامي حجاب اغوندي او ځان پټوي د خپلې کورنۍ له لورې پری استهزا کیږې.
تیر کال ما یوه دینداره نجلۍ پیژنده، هغې ښه اسلامي لباس لاره.
سږکال چا راته وویل چې هغې دا هر څه پری ایښې، اسلامي حجاب یې لیری کړی او بیخې بدله شوې، غربي لوڅ کالي اغوندي، دا ځکه چې تر کورني فشار لاندی وه ، خپلوانو او دوستانو به پری استهزا کوله او خندل به یې پری.
نن سبا خلک په شرعي او اسلامي لباس استهزاء کوي او خاندي پری!!!
طبیعي ده چې مسلمانه ښځه په داسې خبرو د تاثیر لاندی نه راځي، ځان دداسې خبرو په مقابل کې له لاسه نه ورکوي ، خپل موقف نه پریږدي، د خدای د حدودو ساتنه کوي خو ددوی په مقابل کې د ضعیف ایمان خاونده ځان له لاسه ورکوي او دخلکو د خندا تر اغیزی لاندې راځې، اسلامي موقف پریږدي او داسې مفسدو مواقفو ته مخه کوي.
همدا علت دی چې زموږ په زمانه کې مسلمانې ښځې خپل اسلامي لباس لیری کوې او د غربي ښځو په شکل کې ځان ښیي. اسلامي اصول پریږدي، ځکه خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: ((القابض علی دینه کالقابض علی الجمر))
ژباړه: په دين منگولې لگونکى داسې دى لکه څوکچې په سکروټو منگولې نگوي.
پداسې وختونو کې چې مشکلات له حد څخه هم ډیر شوي الله جل جلاله مسلمان ته اجر هم ډیر ورکوې.
موږ باید یواځې په اسلام منګولې ولګوو او په اسلام حریص اوسو، نورو ته هم بلنه ورکړو خیر که له مقاومت سره مخ کیدو او یاهم له کورني، سیاسي او ټولنیږو فشارونو سره مخ شو.
موږ باید لدی ټولو فشارونو سره مقاومت وکړو، موږ باید ددی په مقابل کې ځانونه قوی کړو، د ځمکي لپاسه داسی کوم دعوت ندی تیر شوی چې سختی ورسره نه وې او نه داسې کوم دعوت تیر شوی چې مخالفین ونه لری پدی اړه الله تعالی فرمایی: ((وکذالک جعلنا لکل نبی عدوا شیاطین الانس و الجن)) سورت انعام آیت ۱۱۲.
بل ځای الله تعالی فرمایی: ((وکذالک جعلنا لکل نبی عدوا من المجرمین)) سورت الفرقان آیت ۳۱.
ژباړه: اوهمدارنګه مونږ گرځولي دهر نبي لپاره دشمن له مجرمينو څخه.
الله جل جلاله آدم هم پیدا کړی ابلیس هم.
الله جل جلاله ابراهیم هم پیدا کړی او نمرود یی هم پیدا کړی.
الله جل جلاله موسی هم پیدا کړی او فرعون یی هم پیداکړی
الله جل جلاله محمد صلی الله علیه وسلم هم پیدا کړی او ابو جهل هم.
په هره زمانه کې ابراهیم او نمرود، محمد صلی الله علیه وسلم او ابوجهل، آدم او ابلیس شته دي، یواځې نومونه او وختونه فرق کوې.
دا عصر لکه څنګه چی د ټيکنالوژي عصر ورته وایې، خو په عين وخت کې ايدلوژيکي عصر هم دى که کمونیزم دی ځانته مرستندویان لرې، ماسونیت ځانته مرستندویان لرې، یهودیت ځانته مرستندویان لرې، نصرانيت ځانته مبشرین، راهبان او راهبانې لري، قادیانیان او بهایان یې ځانته لري او هره منحرفه لاره ځانته مرستندویان لري.
آیا اسلام ځانته مرستندویان او بلونکي نلري؟
دا د اسلام طبیعت دی چې د دعوت او بلنی دین دی الله جل جلاله فرمایی: ((ومن احسن قولا ممن دعی الی الله وعمل صالحا و قال اننی من المسلمین)) فصلت.
ژباړه: څوک دى ډير ويناکونکي له هغه چانه چې بلنه کوي دالله جل جلاله لوري (دين) ته اوصالح عملونه کوي اووايې بيشکه زه مسلمان يم.
ددی لپاره باید مسلمان ځوان احساس پیدا کړي د الله جل جلاله دین ته خلک دعوت کړی.
پدی عصر او زمانه کی لدی څخه لویه وظیفه هم نشته ځکه چې د ټولو انبیاو وظیفه ده او همدا ده چې مسلمان ځوان به په حق منګولی لګوي.
پای