په تيرو څو كلونو كې ډير هغه خلك د ژورناليزم او هنر ته ميدان راغلل ، چې په يادو برخو كې يې زده كړې نه وې كړې ، خو دا چې مينه يې ورسره وه ، په ډيره كمه موده كې يې ډير پرمختګ وكړ او د نوم او شهرت خاوندان شول ، په دې ليست كې يوه هم رخسانه لښكر ده . دا ويانده او د ډرامو لوبغاړې د ۱۹۸۱ كال په جولاى كې ددې نړۍ ميلمنه شوې ده ، نوموړې تر دولسم ټولګي پورې په يوۀ افغاني ښوونځي كې په پيښور كې زده كړې كړي دي او د ښوونځي ترڅنګ يې د اينګليسي ژبې كورسونه هم تعقيب كړي دي . رخسانه وايي په لسم ټولګي كې وه ، چې په ميډيا كې يې كار پيل كړ ، له دولسم ټولګي څخه چې فارغه شوه . نو په پاكستان كې يې په يوې راډيو كې د ټرينينګ ترڅنګ كار هم كاوۀ ، ورپسې د بي بي سي نړيوال سرويس ته ورغله او هلته يې هم د زده كړو له كولو وروسته په ډرامو كې كار پيل كړ ، خو كله چې د بي بي سي دفتر كابل ته راغى نو له بي بي سره د رخسانې د كار دوره هم پاى ته ورسيده. له رخسانې څخه مې وپوښتل چې په ډرامو او رسنيو كې يې كار كړى ، كوم كار ورته سخت تمام شوى دى ؟ هغې وويل : په رسنيو كې كار كول سخت دي ، ځكه ټول كار به دې خپله كوې ، خو په ډرامو كې بيا تيار سكريپټ دركوي او د هغه له مخې به تمثيل كوي ، خو يوه خبره ده ، چۍ په دواړو كې بايد زحمت وايستل شي . رخسانه زياتوي زه په هرې ډرامې كې نه لوبيږم اول ډرامه ګورم، چې يو ښه پيغام ولري بيا په كې كار كوم . نوموړې وايي چې ما په كومو ډرامو كې كار كړى دى . د پښتنې ټولنې ډيرې ستونزې مې په كې رابربنډې كړي دي . لكه سوره شوه ، په بدو كې د نجونو وركول دي ، له ښـځو سره بده رويه ده او پر ډير نورو ټولنيزو موضوعاتو يې په ډرامو كې كار كړى دى . رخسانه وايي چې فلمي لوبغاړو بايد پيسو ته ونه ګوري ، دوى بايد خلكو ته داسې ډرامې او فلمونه جوړې كړې ، چې په ژوند كې يې بدلون راولي . رخسانه د زړه له تله په ډرامه كې رول لوبوي او همدا علت دى چې خپلې ډرامې ډيرې پرې ګرانې دي . هغه وايي كله چې خپلې ډرامې ګورم، ډير خوند ترې اخلم . نوموړې چې د هنري پرواګرامو ستيج چلونكې هم پاتې شوې ده.دا پوښتنه مې هم ترې وكړه ، چې كله خو په پروګرامونه كې بې جرئت شوې نه وي . په خندا يې وويل چې نه هيڅكله هم نه او زياته يې كړه چې هر څومره خلك ناست وي او د هرې طبقې وي . زه پرې فكر نه كوم . يوازې دې ته سوچ كوم ، چې بايد خپل كار سم وكړم او غلطي په كې رانه ونشي .

د پښتو د اوسنى فلمي صنعت چې تر ډيره تر تنقيد لاندې دى او ويل كيږي داسې فلمونه او ډرامې جوړيږي ، چې خلكو ته د ګټې پر ځاى تاوان وررسوي . په دې اړه د رخسانې نظر هم ښه نه دى ، هغه وايي هغه كسان چې فلمونه جوړوي او په هغو كې وژنې وي ، ټوپك وي او يا هم په كې بي حيايي وي . دا ټول د غندلو دي ، دا زياتوي موږ څو ځله غونډې وكړې او ددې غوښتنه مو وكړه ، چې دغه ډرامې دې بندې شي . خو چا مو غوښتنو ته پام ونه كړ . رخسانه په رسنيو ، فلم او د ډرامو په برخې كې د ښځينه كاركونكى ډير كمى محسوسوي اوهمدا علت ګڼي چې اوس په پښتو ډرامو كې د نورو ژبو خلك كار كوي . رخسانه له پښتنو پيغلو څخه غوښتنه كوي چې هغوى دې ميدان ته راودانګي، خو بايد له پاكې هيلې سره راشي او يوازې مقصد يې خپل ژبې او ولس ته خدمت كول وي . نوموړې زياتوي چې د راډيو او تلويزون كاري چاپيريالونه ډير ښه دي او څو چې خپله يو كس خراب نه وي . هيڅوك هم څه نه شي ورته ويلى . رخسانه چې د سندرو مينه واله ده وايي ډيرې پخوانۍ هندي سندرې اوري ،خو ددې پوښتنې په ځواب كې چې كله دې سندري ويلي دي وايي ، چې نه دې مې ويلي ، ځكه زه نه غواړم چې د نويو سندرغاړو په څيرو سندرې ووايم . رخسانه اوس په جرمني كې اوسيږي ، خو وعده يې كړې چې ډير ژر به بيرته كابل ته راځي او خپلو هنري كارونو ته به دوام وركوي .