د قرآن کریم په متعددو مقاماتو کې ویل شوي چې ابلیس د پرښتو له ډلې څخه ؤ، او د کهف په سورت کې ویل شوي چې :ابلیس له جنیاتو او پېریانو څخه ؤ:ایا دا په قرآن کریم کې تضاد نه په ګوته کوي؟
د قرآن کریم په بیلا بیلو ځایونو کې د آدم علیه السلام د کيسې په ترڅ کې د ابلیس به اړه یادونه شوې، الله پاک فرمائي:(او هماغه وخت را پر زړه کړه چې کله مونږ پریښتو ته وویل:آدم علیه السلام ته سجده وکړئ .نو ټولو ورته سرونه ښکته کړه، مګر ابلیس له دغه حکم سر غړونه وکړه.
[د البقره د سورت د:۳۴ـایت ژباړه]
کټ مټ همدغه خبره په دغو لاندینو ایتونو کې هم یاده شوې.
( د اعراف سورت ایات نمبر ـ۱۱)
(د حجر سورت ایات نمبرـ۲۸ـ او۳۱)
(د بنی اسرائیل سورت ایات نمبر ۶۱ )
(د طه سورت ایات نمبر ۱۱۶
د ص سورت ایات نمبر ۷۱ او ۷۴
مګر د کهف د سورت په :۵۰ نمبر ایات کې فرمائی:(او کله چې مونږ پریښتو ته امر وکړ تر څو ادم ع ته سجده وکړي نو هغوی ورته سجده وکړه مګر ابلیس سر غړونه وکړه،دی له پیریانو څخه ؤ د خپل رب د حکم نافرماني يي وکړه.
د تغلیب قاعده......
د بقرې د سورت د پورتنۍ ایت څخه دا تأثر تر لاسه کیدلای شي چې ابلیس د پرښتو په ډله کې ؤ.
قرآن کریم په عربي ژبه نازل شوی ،او په عربي ژبه کې یوه قاعده د تغلیب هم شته ! په دي معنی چې اکثریت ته په خطاب کولو سره اقلیت پکې په خپله شاملیږي.
د ساري په توګه د سلو طلبه و په شمول یو ټولګی ته زه خطاب کووم دا په داسې حال کې چه ۹۹ په سلوکې يي تشکیلوی او یواځې یوه يې پکې انجلۍ ده نوکه زه ووایم چې ټول پورته شئ،نو ددغه ټول توري اطلاق پر دغه انجلۍ هم کیږي.
سربیره پر دې د کهف د سورت د ۵۰ ایت د پریکړې سره سم ابلیس له پیریانو څخه ؤ. په قرآن کریم کې په هیڅ ځای کې دانه دی ویل شوي چي ابلیس هم یوه پرښته وه .