افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه ١٣٨٩هـ ل کال د کب ٢٩مه نېټه د يکشنبې په ورځ د بي بي مريم ليسې په انګړ کې د باز محمد عابد په مشرۍ تر سر کړه، د وياندوۍ چارې عماد الدين دوران ترسره کولې، غونډه د تحسين الله تحسين لخواد قرآن عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو پر تلاوت پيل شوه، د تيرې غوندې ګزارش قاري محمد اياز جانباز واورولو چې ملګرو يې ستاينه وکړه، پرېکړه شوې وه چې فضل مولا تورکى به غزل کره کتنې ته راوړي خو د څه مشکل په اساس غونډې ته را و نه رسېد، بيا عماد الدين دوران خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ مطلع ئې وه.
حالات مې اندېښنې په خپل هنر ټکوي ياره
که ستا زرګرې سترګې د زړه زر ټکوي ياره
ښاغلى حسن ډېره ژوره او د آهنګ نه ډکه مطلع وګڼله د حالات پر ځاى يې د اندېښنې کلمه په زړه پورې و بلله، ښاغلي تحسين ورسره همغږى نه شو اود حالات کلمه يې د فارسي نه بلکې د عربي کلمه وگڼله، ګوهر صيب وويل: رښتيا د زرو قدر زر ګر سره وي، قوي مطلع ده، ښاغلى عبدالصمد مومند زياته کړه زما موډ دا وخت شاعرانه دى او دا مطلع راباندې ډېره ښکلې لګيږي ستاينه يې کوم.
شهباز صيب د ډاکتر حسن دريځ خپل کړ زياته يې کړه مونږ شاعران يو پکار ده چې د پښتو الفاظ خپل کړو، ښاغلى قريشي ورسره همغږى نه شو، ويې ويل که مونږ حالات په اندېښنې باندې راوړو نو بيا دريف مشکل پيدا کيږي، ګوهر صيب د قريشي صيب نظر تاييد کړ زياته يې کړه په پېښو او حالاتوکې فرق دى، حالات هر وخت ته وايي او پېښې کله کله وي، ښاغلي عابد وويل ښه قوي او په زړه پورې مطلع ده، خوپوره صحنه او انځور نه لري، که داسې شي نو نوره به هم ښه شي
د زړه مې اندېښنې څه په هنر ټکوي ياره
وجود لکه سپرغۍ شي کاينات راباندې چورلي
زما د قام واړه چې د بل ور ټکوي ياره
ښاغلي عابد وويل دا سړى يو انځور ته ودروي تاييد يې کوم
حسن صيب د کاينات کلمه ناسمه او تحسين صيب سمه وگڼله
ښاغلي صمد او ټولو ملګرو بيت تاييد کړ
پټ اوربل دې په رخسار شو پټ شولو او که
د وريځو په څټک باندې څوک لمر ټکوي ياره
ښاغلي تحسين او قريشي ويل: په لفظي لحاظ ښه دى کومه معنى نه ورکوي،هسې الفاظ يې راټول کړي ، ګوهر صيب وويل: د وريځو څټک سره موافق نه يم، نور ښه بيت دى
ښاغلي عابد او حسن صيب وويل: د وريځو سره د تندر يادول ضروري وو نه د څټک
ته لمريي ته سحر ته سپوږمۍ ته شفق يې
چې هر شب پرست ګوري له تا سر ټکو ياره
ښاغلي تحسين او حسن صيب د شب پرست کلمه نا سمه وګڼله نور بيت يې تاييدکړ.
عابد صيب وويل: ښکلا پر اړخ ته يې اشاره کړې ده ډېر قوي او په زړه پورې بيت دى خو لمر دې د سپوږمۍ او شفق دى د سحر سره نږدې کړى
مقطع رقيب لکه مجنون د مايوسۍ صحر ا ته تښتي
دوران لکه فرهاد د اميد غر ټکوي ياره
ښاغلي حسن وويل: مجنون چې کله مايوس شونو صحرا ته لاړو،مجنون ته يې رقيب ويلي دي نوره ښه مقطع ده، ګوهر زياته کړه رقيب ته يې عزت ورکړو، چې مجنون يې ورته ويلى دى ټولو ملګرو مقطع تاييدکړه.
ښاغلي دوران د ټولو ملګرو مننه وکړه چې د ده په غزل کې ګټورې خبرې وکړي، په دوهمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې پکې جنرال عبدالصمد مومند، حاجي ګل، ډاکتر رحمت الله سمسور، انعام الله ګوهر، تحسين الله تحسين، ډاکتر ذبيح الله، الفت سيال، غازي جان، سميع الحق علي خېل، قاري محمد ايازجانباز، عماد الدين دوران او باز محمد عابد ګډون درلود، د غونډې رييس وويل ډېر خوښ يمه چې دپېښور افغان ادبي بهير کې مې د بهير پخواني ملګري وليدل، الله دې وکړي چې د پخواني بهير غونډې د پوهنتون په شان د پښتو ژبې خدمت وکړي.
پرېکړه وشوه چې راتلونکي غونډې ته به جنرال عبدالصمد مومند خپل اثر کره کتنې ته راوړي.
په غونډه کې د شهزاد شيرين زوى د زوى لپاره د هغه د مغفرت دعا وشوه چې وړمه ورځ وفات شوى وو، په لغمان ولايت کې د وري په دريمه د چارشنبې په ورځ ٩ سحر بجې پسرلنۍ دوديزه مشاعره د شين لغمان د سيوري لاندې کيږي، ټول مينه وال دې خبروي.
غونډه د تحسين الله تحسين لخوا په دعا په کلام پاى ته ورسېده.