د ښاغلي رستم غزل ته د خپل آند په زور لنډه او کره کتنه

 وياړم پر دې چې رستم يار مې له ډېرې مودې پس يو ځل بيا دا سوچ پيدا کړ چې د پښتو ادب د پراخوالي لپاره يو څه وليکي، په مجموعي لحاظ خو غزل په زړه پورې او د ستايلو وړ دی ے خو په غزل کې يې يو څه نيمګړتياوې تر سترګو کېږي چې پرې سترګې پټول شايد نامناسبه وي. په دې هيله چې د ګران رستم شاعري کره شي او زه له خپل نظر تير او يا مطمين شم.

مطلع :      وخته! دحالاتو نــاکردې له ياده باسمه

              ژوند ته مې را پېښې حادثې له ياده باسمه

 د استاذانو د ويناوو له مخې د غزل مطلع بايد د ځونډي په مثال وي، لکه څنګه چې د ځونډي پورتنۍ حصه (سر) کلک او مضبوط وي او لاندې ورپورې تارونه يا ګونګرې زنګيږي نو همداسې بايد دغزل مطلع هم د ځونډي د سر په شان مضبوطه وي(په فکري او فني لحاظ) دلته په ذکر شوې مطلع کې دومره زور او ښکلا نشته لکه څومره چې په نورو بيتونو کې يو څه تر نظره کېږي. په دې مطلع کې شاعر وخت ته مخاطب کېږي او وايي چې د وخت ناکردې او ژوند ته راپېښې حادثې له ياده باسم چې زما په فکر دا د انسان په واک کې نه وي چې هر کله وغواړي له خپل ذهن څخه ژوند ته پېښې حادثې او د حالاتو ناکردې  وباسي

اول بيت :     زړه نوردماضې په يادولو باندې نه خورمه

                زړه نه مې ستا ټولې خاطرې له یاده باسمه

په دې شعر کې شاعر له ماضي څخه سر ټکوي او غواړي  ووايي چې نور مې دا خپل زړه د ماضي په رايادولو باندې نه زوروم مانا دا چې د مستقبل د ښايسته کولو لپاره يو څه هڅه کوم ، په دوهمه مصره کې يو چا ته مخاطب کېږي او ورته وايي چې ستا  په اړه ټولې هغه ښې او بدې قيصې چې زما په ذهن کې دي له خپل ذهن يا ياد نه اوباسم خو دلته شاعر د شاعرانه کمزورۍ له وجې زړه هم ذکر کړی دی چې کوم مفهوم او مانا نه لري ځکه خاطرې په شعور يا لاشعور کې وي نه په زړه کې.

دوهم بيت :     څه ؤ تصور، تصویر د یار او ایینې څه وې؟

                  ذهن نه مې دغې فلسفې له یاده باسمه

واه په فکري لحاظ  څومره فلسفي او له ښکلا ډک شعر دی خو فني کمزوري بيا هم لري چې په دوهمه مصره کې ده ځکه شاعر غواړي ووايي چې نورمې له ذهن نه دغه فلسفي اوباسم خو يو لفظ يې دوه ځله کارولی (ذهن او ياد) دلته ذهن او ياد فکر کوم يوه معنا ورکوي چې بيت يې يو څه کمزوری کړی.
دا داسې راځي لکه سړی  چې ووايي ( له چاټۍ څخه دغه اوبه له چاټۍ څخه اوباسم)  په ځای د دې چې ( له چاټۍ څخه دغه اوبه  اوباسم) ...... که داسې شي نو بهتره به وي:
خلکه! نورې دغه فلسفې له ياده باسمه

دريم بيت :     بس دی نورمې زغم له بې خوبۍ نه عاجز پاتې دی

                 بس دی تصویرونه د هغې له یاده باسمه

په دې شعر کې دې (بس دی، بس دی ) چې د دواړو مصرو په سر کې کارول شوي يو څه مشکل پيدا کړی او د شعر په آهنګ يې پوره اغيزه کړې، کله کله د دواړو  مصرو په سر کې يو رنګ الفاظ  خوند پيدا کوي خو په دې غزل د څلورو شعرونو د دواړو مصرو  په سر کې يو رنګ الفاظ  کارول شوي چې د دغزل خوند يې  پيکه کړی.
بله دا چې په دې شعر کې يو قسم بې ننګي ښکاره کړای شوې ده چې شاعر د خپل محبوب په مينه کې نور څه خو پرېږده چې د خام خوبۍ برداشت هم نه لري، ما چې څومره پښتو شاعري مطالعه کړې نو  کتلي مې دي چې شاعران له خپلو معشوقو څخه ګيله من شوي وي او  د هغوئ بې وفايي يې بيان کړې وي، خو په اول ځل دا ابتکار او نوښت تر سترګو کوم چې يو عاشق دې د خپلې معشقې په عشق کې خام خوبي هم ونه شي زغملی او په خپله دې د بې وفايۍ اقرار وکړي او د هغې انځورونه دې له ذهن څخه وباسي،  که چېرې ما شعر ليکلو نو داسې شعر به مې نه ليکلو.

څلورم بيت :      زه لکه د نوې کال په څېر ژوند ته نوښت غواړم

                      زه وفا ، جفا ،وعدې مادې له یاده باسمه

دا بيت هم د نورو بيتونو په څېر له کمزورۍ سره لاس او ګريوان دی ځکه په نړۍ کې چې هره قبيله او  يا انسان ګورې په دې تلاش کې به وي چې څنګه له نورو قبيلو او يا له کوم بل انسان څخه د دوئ ژوند له نوښت نه ډک او ښېرازه وي خو په دې شعر کې دا نه معلومېږي چې د شاعر د نوي کال له نوښت څخه څه مراد دی، د نوي کال غوندې نوښت؟ څه مانا؟ شعر د جوړښت له لحاظه په زړه پورې  شعر نه دی .

مقطع :         دا ځله مې ژوند په خمارونو باندې نه لمانځم

                   دا ځله توبه ، ماتې توبې له یــــاده باسمه

ژوند، خمار، لمانځنه، توبه، ماتې توبې، ياد....... دا ټول هغه شاعرانه الفاظ دي چې په شعر کې  يو خاص خوند او رنګ پيدا کوي،   شاعر په مقطع کې ډېر ذيات کوشش کړی چې د يوه ښه شاعر غوندې ښه او زوروره مقطع وليکي خو له ناکامۍ سره مخ شوی او هغه څه چې شاعر غواړي خلکو ته ووايي له شعر نه هغه څه نه راووځي، ځکه خمر په عربۍ کې  شرابو ته وايي او کله چې د يو انسان زړه نشې ته کېږي او غواړي چې شراب وڅکي نو دغه حالت ته خمار ويل کېږي او ځيني خلک بيا په دې نظر دي چې کله يو سړ ي شراب څکلي وي او نور ترې نشه وځي نو دغه حالت ته خمار وايي او هغه څوک چې نشه کوي خماري بللی شي،  ما په پښتو شاعرۍ کې د خمار، خماري، خماريانو.... ذکر کتلی دی ، د پښتو مشهوره سندره هم ده چې (خماريان راغلي دينه مرزا خانه خانه! چلم راواخله)خو د خمارونو ذکر مې نه دی ليدلی او که بيا مې ليدلی هم وي نو په دغه انداز نه ،زه نه پوهېږم چې دلته د شاعر مراد له خمارونو نه څه دی؟ چې ژوند په خمارونو باندې نه لمانځي.

په ټولنيزه توګه غزل  بايد تاق شعرونه ولري خو دا غزل شپږ (جفت) شعرونه لري. چې د شاعر په لاپرواهۍ دلالت کوي بايد په آينده کې دې ته پام وشي. دا يو شعر  ګران ملګري رستم ته ډالۍ کوم :

دواړه ستا د اننګيو چم کې اوسي

د جلال او د جمال انډيوالي ده

 يادونه : د دې کره کتنې معنا دا نه ده چې  ښاغلی فضل الربي رستم ښه او ارزښتناکه غزل نه شي ليکلی  بلکه مرام مې دا دی چې که دغه نکتې په ذهن کې ونيسي لا ښه غزل ليکلی شي.  

په مينه

دوران