يادونه :
په جنت کې مسافر د کره ليکوال ښاغلي عبدالهادي حيران هغه لاس ته راوړنه ده چې له تېرو څو مياشتو پسې لالهانده او ستړی وه. د همدې اثر له لارې چې لا تر دې دمه يې کتابي بڼه هم نه ده اختيار کړې ښاغلی حيران غواړي چې خپل دردېدلی ملت په اروپا کې د افغانانو له هغه ذليل او خوار ژوندڅخه خبر کړي چې انسانان خو لا پرېږده چې ځناور هم ترې پناه غواړي تر څو ملت د سبا ورځې له ناخوالو څخه په امان ووسي.
د ستړيايو ستاينه يې کوو او د بريايو مبارکي ورته وايو.
عماد دوران
په جنت کې مسافر
28.09.2010 12:36
په اروپا کې د افغانانو ژوند څنګه تېرېږي؟ (یو ریښتونی انځور)
په هغه اوږده او پراخه میدان کې چې د یو ناسینګار شوي تالار په څېر ښکارېده، چې چپې خوا ته یې د مرکز کوچنی غوندې دفتر و، ورسره څنګ کې مخامخ نسبتاً غټ رستوران و چې په مرکز کې مېشته پناه غوښتونکو به پکې ډوډۍ خوړله، ښي لوري ته یې د کوچنیو کوچنیو خونو لومړی کتار او ورسره څنګ کې ښځینه تشنابونه ول، د هغو پناه غوښتونکو څخه ډک و چې د هالنډ د پناه غوښتلو په دې مرکز کې ایله ثبت شوي ول. دوی په کتار چوکیو ناست ول او مخامخ دېوال ته لګیدلي تلویزیون ته یې سترګې لکې کړې وې. په دوی کې داسې کسان هم ول چې تازه د خپلو هېوادونو څخه رارسېدلي ول مګر زیاتره هغه مسافر ول چې په میاشتو میاشتو یې د ډېرو هېوادونو په غرونو، سمندرونو، او دښتو کې سفرونه کړي ول او بالاخر یې تر دې مرکز ځانونه رارسولي ول. ځینې پکې داسې هم ول چې په اروپا کې یې کلونه کلونه کمپ په کمپ په اوسېدو او کلیسا په کلیسا ډوډۍ خوړلو تېر کړي ول مګر په دې نه ول توانېدلي چې قبولي ترلاسه کړي. دوی تلویزیون ته کاته او ورسره یې په خپلو کې خبرې هم کولې. هر څوک ډېر خوشحال معلومېده ځکه چې هر تن له ډېر اوږده سفر او سختو تکلیفونو وروسته دې مرکز ته ځان رارسولی و. هغوی چې د پخوا نه په اروپا کې اوسېدل نوې هیله یې پېدا شوې وه چې قبولي به ترلاسه کړي. دوه دوه، درې درې، څلور څلور کسان داسې معلومېده لکه جلا جلا هېوادونه چې وي. یو څنګ ته ایران، بل ته افغانستان، اخوا ترې سوډان او ایتوپیا، دېخوا ترې مقدونیه او بیا نیپال، نایجیریا، کانګو او خدای خبر کوم کوم. د دوی ژبې له یوه بله بدلې وې؛ د دوی کولتورونو له یوه بل سره تضاد درلود؛ د دوی دینونه له یوه بله جلا ول؛ او بدني جوړښتونو یې د خپل خپل نسل استازیتوب کاوه. دا د ماسختن وخت و او په مخامخ تلویزیون باندې د هالنډ او هسپانیې ترمنځ د ۲۰۱۰ د فوټبال د فیفا د نړیوال کپ اخري سیالي ښودل کېده. ناستو ټولو خلکو دا ارمان درلود او دوعاګانې یې کولې چې دغه لوبه هالنډ وګټي.
په دوی کې چې کوم مسلمانان ول هغوی لږ ساعت مخکې د ماښام لمونځ کړی و او باوري ول چې د هالنډ لپاره خدای ته کړې دوعاګانې او زارۍ به یې قبولې شي؛ کوم چې مسیحیان ول هغوی د عیسی مسیح نه غوښتنه کوله چې هالنډ ته پر هسپانیې فتح ورکړي؛ نیپالیانو د هندو دېوتاګانو څخه د مرستې درخواستونه کول؛ او هغوی چې په هیڅ کوم مذهب یې ایمان نه درلود وچ په وچه هیله لرله چې هالنډ به دغه لوبه د هسپانیې نه وګټي. په دوی کې داسې ماشومان – تور، سپین، غنم رنګي – هم ول چې د مذهبونو نه خبر نه ول خو د خپلو مشرانو په مخونو خوښۍ ته په کتلو خوشحالېدل او اخوا دېخوا یې منډې وهلې. مونږ، زه او درې نور افغانان، په اخري کتار کې ناست وو. شاکر (نومونه اصلي ندي)، چې شاوخوا یوویشت کاله عمر یې درلود، او په همدغه ورځ مرکز ته رارسېدلی و، او ما سره احسان الله معرفي کړی و ځکه چې دواړو مخکې د یونان په کوم کمپ کې یو ځای وخت تېر کړی و، زما ښي طرف ته ناست و. احسان الله، چې د هغه نه څو کاله مشر معلومېده او ډېر خبرلوڅ و، زما چپ لوري ته او زما سره په یوه کوټه کې ملګری یو هزاره افغان، چې د ایران نه پولینډ ته او د هغه ځای نه هالنډ ته راغلی و، د احسان الله څنګ ته ناست و. تر دغې وړاندې، ماښام ناوخته، شاکر په ما پسې زما خونې ته راغی او د لوبې د کتلو لپاره جوړې شوې دغې غونډې ته یې بوتللم. زه ښايي یواځینی تن وم چې د خلکو د دغې غونډې نه بهر وم. مونږ خپل منځ کې په پښتو خبرې کولې؛ زمونږ ښي طرف ته یوه ډله ایرانیان ناست ول، هغوی فارسي ویله. زمونږ مخې ته چې کومې ښځې او سړي ناست ول په عربۍ لګیا ول څه بحث یې کاوه. چپ لوري ته، لږ لیرې، رانه دوه نیپالیان، چې یو یې کابل کې د ناټو ځواکونو سره د اشپز په توګه دوه کاله کار هم کړی و، ناست ول چې خپل منځ کې یې نیپالي ویله خو مونږ سره به یې په هندۍ خبرې کولې. دوه نرۍ نرۍ تور رنګې پاکستانۍ مسیحي انجونې، چې غبرګونې ښکارېدلې، هم زمونږ مخې ته لږ لیرې ناستې وې او یو سړي سره په انګلیسي لګیا وې. داسې نورې ډېرې ژبې هم ویل کېدې چې مونږ پرې نه پوهېدلو: افریقايي، منګولیايي، روسي، کردي، چینايي، او نورې.
ناڅاپي په تالار کې چړچکې شوې. ټول خلک تلویزیون ته متوجې شول. شاکر ورسره لږ جیګ هم شو. کوم هالنډي لوبغاړي نږدې وه چې ګول کړی وای خو خطا شو. زما د لوبې سره فکر نه و؛ دې سوچ اخیستی وم چې دا ټول خلک د هالنډ فتح ولې غواړي. اخر مې د شاکر نه پوښتنه وکړه. "ستا لکه چې د هالنډ ټیم ډېر خوښېږي؟"
"نه" شاکر لنډ ځواب راکړ.
"نو فوټبال دې خوښېږي؟" ما ترې بیا پوښتنه وکړه. هغه د تلویزیون نه مخ راواړاوه او ماته یې په غور وکاته. بیا یې وویل: "نه، زه فوټبال هم نه ګورم."
دا خبره زما لپاره حیرانوونکې وه. ما پخپله چیرته د فوټبال لوبه په تلویزیون نه وه کتلې، یواځې چې ماشوم وم نو کله کله به مې د ګاونډ د هلکانو سره کوله. زه د کرکټ شوقي هم نه وم، یواځې چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ ټیم نړیوالې لوبې ګټلې نو یو څه شوق مې ورسره پیدا شوی و. مګر شاکر لوبه په داسې شوق او توجو کتله چې ما ګومان کاوه پوخ شوقي دی. هم هغه زه دې غونډې ته د خپلې کوټې نه راوستی وم. زما تلوسه زیاته شوه. بیا مې ترې پوښتنه وکړه: "نو بیا یې ولې ګورې؟ او زه دې دلته ولې راوستلم؟"
"د دې لپاره چې دوعا وکړو او هالنډ لوبه وګټي. خدای دې وکړي چې هالنډ یې وګټي" هغه ځواب راکړ.
"ښه ښه، نو هالنډ دې خوښېږي!" ما هسې تبصره وکړه. هغه بیا ماته مخ راواړاوه او مسکی شو. وې ویل: "دا د خوښې ناخوښې خبره نده، دا ټول خلک غواړي چې هالنډ یې وګټي ځکه چې د هالنډ په ګټه کې زمونږ ګټه ده."
"ستاسو څه ګټه ده؟"
"ګوره، هالنډ تراوسه پورې چرته کوم ورلډ کپ ندی ګټلی. که دا ورلډ کپ یې وګاټه نو زمونږ ډېره ګټه ده. دا به د هالنډ لپاره ډېره غټه خوشحالي وي. او مونږ ته به پکې مفته قبولي راکړي." په دې وضاحت زما سر خلاص شو. د ځان سره مې فکر وکړ: ښه، نو دا خلک ځکه دومره خوشحاله دي او د هالنډي ټیم ګټه غواړي. مګر زما بیا هم باور نه راته چې داسې به وشي. دا په دې مرکز کې زما درېمه ورځ وه او د ډېرو خلکو سره مې اوږده بحثونه کړي ول. د هغو خلکو سره هم چې په اروپا کې یې لس لس کاله شوي ول خو قبولي یې نه وه اخیستې. د هغوی د خبرو نه راته معلومه شوې وه چې په اروپايي هېوادونو کې قبولي اخیستل اسان کار ندی. او بیا قبولي غوښتونکي زر یا دوه زره یا درې زره خلک ندي، په لکونو دي. نو څنګه به هالنډ وکړي چې د یوې لوبې په ګټلو هر چاته، د شاکر په وېنا مفته، قبولي ورکړي. شاکر لکه چې زما ذهن لوستلی وي، راته وې ویل: "ته په دې یقین نه کوې؟ په اروپا کې داسې کېږي. د ورلډ کپ ګټل غټه خوشحالي وي، ځینې ملکونه خپلو خلکو ته نورې ډېرې اسانتیاوې هم ورکوي. جشنونه جوړېږي. حکومت هر څه ارزانوي. که لوبه هالنډ وګټله پخپله به یې ووینې. تاته پته ده زه هالنډ ته ولې راغلی یم؟" هغه زما نه پوښتنه وکړه.
"دې لپاره چې دلته قبولي واخلې" ما ځواب ورکړ.
"هو، هغه خو ده، مګر زه اول په بلجیم کې وم. هلته زما مشر ورور دی، هغه قبول شوی دی. هغه زه دلته راولیږلم. راته وې ویل ځان رسوه، که هالنډ ورلډ کپ وګټي کیدای شي مفته قبولي درکړي."
"افففففففف! ستا مور...!" احسان الله چیغې کړې. شاکر هم څه وویل او ورسره جیګ شو. شور او غوغا شوه. بیا کوم هالنډي لوبغاړي نږدې وه چې ګول کړی وای خو یو هسپانوي لوبغاړي یې مخه ونیوله. هغه لوبغاړی چې د ګول مخه یې نیولې وه د احسان الله او نورو ډېرو خلکو لخوا په بیلابیلو ژبو کې په غټو غټو ښکنځلو ولمانځل شو. زما فکر هسپانیې ته لاړ: ایا هلته به هم داسې د پناه غوښتونکو مرکز وي چې خلک پکې راغونډ شوي وي او د هالنډ هغو لوبغاړو ته به ښکنځاوې کوي چې د هسپانیې د ګولونو مخه نیسي؟ که د پناه غوښتونکو مرکز نه وي نو داسې خلک خو به خامخا وي چې د هسپانیې د ټیم د ګټې سره یې ګټې تړلې وي! هغوی به هم د خپل خپل دین له مخې دوعاګانې غوښتلې وي چې هسپانیه یې وګټي! د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د انسانانو څه عجیبه عجیبه عقیدې او ذهنونه دي چې هر یو پکې خپل دین د دې مسوول ګڼي چې د هغوی د ګټې او د نورو د تاوان لپاره به کار کوي. لوبې په همدې ترتیب تر ناوخته دوام وکړ. شور غوغا، چړچکې او ښکنځاوې، بحثونه او خنداګانې. زما زړه نور توان ونکړ، شاکر او احسان الله ته مې وویل: "ځئ چې بهر سګرټ وڅښو". هغوی راسره وومنله او بهر ووتو.
دا زما په دې مرکز کې دریمه ورځ وه. دا په هالنډ کې د پناه غوښتونکو د نوم ثبتونې اولنی دفتر و چې د المان د پولې سره نږدې د تراپل په نامه یوه لیرې او تقریباً شاړه سیمه کې پروت دی. ځايي اوسېدونکو ماته ویلي ول چې که سړی نیم ساعت پیاده لاړ شي نو اخوا المان دی. هر څو که دا سیمه د هالنډ د نورو سیمو په څېر شنه او ښکلې وه او امنیت یې هم ښه و، خو د مرکز شاوخوا تر درې کیلومیترۍ پورې کورونه په نظر نه راتلل؛ ځايي خلک هم چیرته خال خال په مخه راتلل؛ زیاتره تګ راتګ د پناه غوښتونکو کډوالو و چې د نړۍ د هر غریب هېواد څخه راغلي ول. د مرکز سره ګېرچاپېر غټې غټې ودانۍ ډېرې وې چې ټولې د همدې پناه غوښتونکو نه ډکې وې. ښي طرف ته یې د پولیسو دفتر و چې د پناه غوښتلو د پروسې په پېل کې یې د هر چا نه ګوتې اخیستلې او عکسونه یې ایستل. ورسره څنګ کې د هالنډ د عدلیې وزارت د هغې ادارې وداني وه چې د پناه غوښتونکو سره یې مرکې او د هغوی په قضیو یې څېړنه او په پای کې منفي یا مثبته پرېکړه کوله. دې ادارې ته یې ايي این ډي ویل. مخامخ ورته یو کمپ و چې د ګوتو او عکسونو څخه وروسته ورته ځینې کډوال ورلیږل کېدل. هغې ته مخامخ ښي لوري ته زندان و او یو بل طرف ته پکې د هغو خلکو لپاره یو بل کمپ و کوم چې د هالنډ د دولت لخوا خپلو هېوادونو ته لېږل کېدل. دې ته یې ډیپورټ سنټر ویلو. په ډیپورټ سنټر کې زیاتره خلک د افریقايي هېوادونو، مقدونیې، رومانیې، ترکیې او نورو ځایونو ول. ماته د خپل تحقیق په وخت معلومه شوې وه چې د افغانستان، ایران او صومالیې اتباع نه ډیپورټ کېدل. یواځې هغه خلک دغو هېوادونو ته بیرته لېږل کېدل چې پخپله خوښه یې تلل غوښتل.
د پناه غوښتونکو دې مرکز ته د راتګ نه مخکې ما د دغې پروسې په اړه پوره تحقیق کړی و. ما د هالنډ د عدلیې وزارت هغه معلوماتي کتابچې کتلې وې چې د دې پروسې په اړه یې نږدې په هره ژبه کې لري. ما د هغوی وېبپاڼه هم کتلې وه. په کتابچو او ویبپاڼه کې چې کوم معلومات ورکړای شوي ول د هغوی له مخې دغه میاشت هالنډ د پناه غوښتونکو لپاره یو نوی پروسیجر پېل کړی و. په زاړه پروسیجر کې د پناه غوښتلو په پروسه کلونه لګېدل؛ مګر نوی پروسیجر نهه یا لس ورځې و: په اوله ورځ د نوم ثبتول، په دویمه د پولیسو سره ګوتې او عکسونه، په دریمه طبي معاینه، په څلورمه د وکیل سره کتل، په پنځمه اوله مرکه، په شپږمه بیا وکیل سره لیدل، په اومه دویمه مرکه، په اتمه بیا وکیل سره لیدل، او په نهمه یا لسمه ورځ فیصله، چې یا به مثبته وي او یا منفي. د مثبتې فیصلې مطلب د هالنډ د دولت لخوا قبولي ورکول او د منفي مطلب د قبولۍ د درخواست رد کېدل وو. وکیل د دې لپاره و چې د دې ټول پروسیجر پر مهال د قبولي غوښتونکي سره مرسته وکړي. په هره مرکه او لیدنه کې یو ترجمان موجود و چې د پناه غوښتونکي او وکیل یا افسر خبرې یو بل ته وژباړي. وکیل، ترجمان، ډاکټر، او نور خیریه کارکوونکي ټول یا د دولت او یا د نورو خپلواکو ادارو لخوا مقرر شوي وي. خواړه او د ضرورت نور شیان هم د دولت لخوا ورکول کېږي. پناه غوښتونکی د دې ټول پروسیجر پر مهال خپل هیڅ لګښت نه کوي.
د قبولۍ پروسیجر ته له ورننوتلو مخکې ما دا هم غوښتل چې د یو څو داسې افغانانو سره مرکې وکړم چې په هالنډ کې قبول شوي وي. خو هالنډي ملګري مې مشوره راکړه چې دا کار به وروسته وکړو. تر دغه وخته ما فقط د یوه افغان سره تصادفاً لیدلي ول. هغه هم زه په ټیکسي کې یو ځای ته تللم چې د خبرو پر مهال راته معلومه شوه چلوونکی یې افغان دی. پوښتنه مې ترې وکړه چې په هالنډ کې ژوند څنګه دی. ځواب یې راکړ: "بې خونده او زړه چاودی!" ما ویل ولې؟ ویل: "یوولس نیم کاله مې وشول چې په هالنډ کې ژوند کوم. بس کار شته خو نور ژوند نشته. فامیل مې په افغانستان کې دی او زه دلته. د هالنډ د خلکو سره زما او ما سره د دوی روح نه ګډېږي". بیا یې په ډېره غمجنه لهجه وویل: "هالنډ جنت دی خو مونږ پکې مسافر یو". ورته ومې ویل چې په هالنډ کې خو افغانان هم ډېر دي. ویل "مړه دلته څوک د یو بل نه نشي خبریدلای. دا یو موټی وطن دی خو بیا هم مونږ د یو بل نه ډېر لرې یو. دلته بس ژوند همداسې دی". ما ویل: نو افغانستان ته ولې نه ځې؟ ویل: "څو ځل مې اراده وکړه چې لاړ شم خو مرګ د سترګو مخې ته ووینم نو بیا ووایم چې هالنډ کې که ژوند هر څنګه دی خو بیا هم ژوند دی د مرګ نه ښه دی." په پای کې مې ترې پوښتنه وکړه چې ستا په فکر افغانستان کې به وضعه څنګه ښه شي؟ لږ چورت کې شو، بیا یې وویل: "خدای پاک چې دنیا پېدا کړه او فرښتو پکې ملکونه جوړ کړل نو بیا یې فرښتو ته وویل ځئ چې دا ملکونه ووینو. نو هر مملکت ته چې به ورتلل فرښتو به ورته ویل چې دا فرانسه ده، دا سویډن دی، دا ناروی ده، دا کاناډا ده، دا پلانکی او دا پلانکی. کله چې افغانستان ته راورسېدل نو خدای پاک په خپله وویل چې دا افغانستان دی. فرښتو پوښتنه وکړه چې څنګه. خدای پاک ځواب ورکړ: دا چې څنګه ما پېدا کړی و هماغسې پروت دی، چا یې د جوړولو غم ندی خوړلی." بیا یې پخپله په ډق ډق وخندل، ویل: "او تراوسه یې چا د جوړولو غم ندی خوړلی."
پرته د دې یو ټیکسي چلوونکي نه مې د بل کوم افغان سره ونه لیدل خو د قبولۍ د پروسیجر په اړه مې یو څه نور معلومات د یو څو هالنډیانو نه ترلاسه کړل. دا مو هم معلومه کړه چې پناه اخیستلو لپاره د نوم ثبتولو مرکز په تراپل کې دی چیرته چې سړی د امسټرډام نه په درې نیم یا څلور ساعته کې رسېدلای شي. او د دې هر څه د معلومولو نه وروسته زه او هالنډی ملګری مې د تراپل په لور روان شو.
(ادامه لري)
د امسټرډام د اورګاډي سټیشن پورې لاره مو په نهه لس دقیقو کې پیاده ووهله. په دې ورځو کې موسم ښه و او امسټرډام هرې خوا ته د سیاحانو نه ډک و. په هره لاره ډلې ډلې خلک روان ول. زمونږ په لاره خو بیخي زیات ول ځکه چې مونږ د "سرې کوڅې" نه تېرېدلو. دغه کوڅه، چې په ګرده نړۍ کې د ریډ لایټ ډسټرکټ په نامه پېژندل کېږي، په نړۍ کې تر ټولو لوی جنسي بازار دی. دلته د کوڅې دواړو خواوو ته وړې وړې کوټې دي چې د هرې یوې په دروازه پاس یو سور څراغ لګېدلی وي. په هره دروازه کې یوه ښځه نیمه بربنډه ولاړه وي او خپله "سودا" خرڅوي. خو د سودا اخیستلو والا دومره نه وي څومره چې هسې کتلو والا وي. یوه خبره ډېره په زړه پورې ده چې نهه نوي په سلو کې دا ښځې او د دوی ګاهکان او سېل کولو والا د بهرنیو هېوادونو نه راځي. په خپله هالنډیان پکې ډېر په مشکله پېدا کېږي. دلته قدم په قدم دوکانونه، کافي خانې (چې په ځینو ځینو کې چرس هم کشول کېږي)، شراب خانې، تیاترې او چاپي خانې (مساج سنټرونه) هم ډېرې دي نو د خلکو تګ راتګ پکې ښه زیات وي. په همدې ګڼه ګوڼه کې مونږ هم د اورګاډي سټېشن ته ورننوتو. دلته دا کار ډېر ښه دی چې که ګڼه ګوڼه هر څومره وي خو بس او اورګاډی په خپل وخت روانېږي او په خپل وخت ځای ته رسېږي. په غیر ضروري انتظار د چا وخت نه خرابېږي. زمونږ هم ډېر وخت خراب نه شو. فقط د اورګاډي ټکټونه مو واخیستل او اړوند پلیټ فارم، چې په هالنډۍ کې ورته "سپور" وايي، ورغلو. په پلیټ فارم ډېر خلک راجمع شوي ول، د اورګاډي د راتګ وخت و او روانېدو ته یې فقط لس دقیقې پاتې وې. مونږ سره څنګ کې د سګرټ څښلو ځای و چې څو کسان پکې ولاړ ول او سګرټ یې څښل. د دغه ځای نه ورهاخوا ډېر خلک ناست او ولاړ ول. کوم چې ناست ول هغوی کتابونه یا ورځپاڼې لوستلې. کوم چې ولاړ ول هغوی یا په خپل منځ کې خبرې کولې او یا یې څه خوړل. دلته په سټېشنونو کې خوراک څښاک کول ډېر عام دي، نو زیات خلک په خوراک لیدل کېږي. یوې غاړې ته یو هلک او انجلۍ یو بل له غاړه ورکړې وه او د نورې دنیا نه بې خبره په خواږه ګپ کې مشغول ول. نورې دنیا هم په هغوی هیڅ کار نه لرلو؛ ما په ټول سټېشن نظر واچاوه خو هیڅوک مې داسې پېدا نکړ چې د هغوی په لور یې کتلی. هیڅوک په چا کار نلري؛ څوک چاته بې ځایه ګوري هم نه. که یوه مسافره ښځه او سړی چیرته لیرې بل هېواد ته ځي او په سټېشن کې د انتظار پر مهال په پلیټ فارم باندې غاړه غړۍ ویده شي نو داسې ویده وي لکه په خپل کور کې ځکه چې هیڅوک ورته نه ګوري. یواځې دا نه، بلکې هیڅ شی د چا لپاره ناشنا ندی. که چا هر ډول ویښته پریښي وي، که چا هر ډول لباس اغوستی وي، که څوک هر ډول څېره لري، د چا لپاره ناشنا او د خندا وړ نده. نه ورته څوک ګوري نه ترې پوښتنه کوي. خو یوه خبره چې ما په شدت سره احساس کړه د افریقايي هېوادونو د وګړو زیاتوالی و. هر چیرته چې لاړ شې او هر خوا چې مخ واړوې د افریقا نه رامهاجر شوي خلک به ښه ډېر وینې. خال خال یوه توره انجلۍ د سپین هلک او یا سپینه انجلۍ د تور هلک سره هم لاس په لاس روان لیدل کېږي چې یوه عجیبه رنګیني پېدا کوي.
څو دقیقې وروسته اورګاډی راورسېد؛ خلک ورته په صبر ولاړ ول تر څو چې پکې ناست خلک ترې راکښته شول نو بیا نور وروختل. زه او ملګری مې هم وروختو او په یو خالي سیټ ارام کېناستو. بهر خلک ډېر ښکارېدل خو چې مونږ اورګاډي ته دننه شو نو داسې خاص څوک پکې نه معلومېدل. دې اورګاډي پاس او لاندې اوږدې اوږدې ډبې لرلې چې خلک پکې ورک غوندې شول. مونږ چې په کوم سیټ کېناستو هلته یوه د هالنډۍ ژبې ورځپاڼه پرته وه، زما ملګري راواخیسته او په لوستو یې پېل وکړ. ما د کړکۍ نه بهر د خلکو هجوم ته کاته: د هر رنګ او نسل خلک پکې ښکارېدل؛ ښځې، سړي، بوډاګان، واړه، انجونې، هلکان؛ خو هر څوک په خپله لاره او خپل کار کې بوخت ول؛ نظم او ترتیب برابر و. اورګاډی په ټاکلي وخت روان شو. ما هم خپلې سترګې د ملګري په لاس کې د ورځپاڼې په لور کړې. هالنډي ژبه په لیکلو کې انګلیسي ته ډېره ورته ده، نو په یو خبر کې مې په افغانستان ټکي نظر ولګېد. د هغه نه مې پوښتنه وکړه چې دا یې د افغانستان په اړه څه لیکلي. هغه خبر وکوت او بیا یې وویل چې ارزګان نه د هالنډي سرتېرو د راوتلو په اړه دی. بیا مونږ په همدې موضوع بحث پېل کړ. هغه په دې نظر و چې افغانستان نه د هالنډي سرتېرو راویستل یوه ښه پرېکړه ده. هغه دا هم ویل چې دا د اکثریت هالنډیانو نظر دی. د هغه په وېنا هالنډیان ډېر بې طرفه او بې ضرره خلک دي او په دغه ډول جنګونو او شخړو کې باید ځان ښکېل نه کړي. مونږ په همدې خبرو کې مشغول وو چې اورګاډی د "اوتریخ" په سټیشن ودرېدو. په دې سټېشن کې هم ښه ګڼه ګوڼه وه؛ ما اخوا دېخوا نظر واچاوه چې که په چا مې د افغان شک راشي خو هیڅوک مې پېدا نکړ. هرې خوا ته په خپلو فکرونو یا اخبارونو کې ورک سړي، په تنګو او زړه راکښونکو کالیو کې نغښتې سپینې او سرې انجونې، غاړه غړۍ جوړې، او خال خال د اورګاډو ټکټ کتونکي ښکارېدل. زه سوچ واخیستم چې د هالنډیانو ژوند او کړه وړه تر ټولو ښه د دې سټېشنونو نه معلومېدای شي. د همدې ځای نه دوی هره ورځ کار ته او بیا کور ته ځي، او د دغه تګ راتګ پر مهال اورګاډي ته د انتظار په وخت کې خوراک هم کوي، اخبار هم ګوري، او که وخت لري او د دوو کسانو زړه لګېدلی وي نو مینه هم کوي. خو جنسي مینه دومره عامه نده څومره چې خلک په افغانستان کې فکر کوي او یا مونږ په پاکستان کې اورېدلي ول. هلته به مونږ د خلکو نه اورېدل چې اروپايي ښځې فقط سړو پسې ګرځي او چې هر چیرته ځای پېدا کړي نو شروع وکړي. خو دلته ما ولیدل چې د ځینو خاصو ځایونو، چیرته چې سړي فاحشه ښځو ته پیسې ورکوي او خپل جنسي ضرورت پوره کوي، نه پرته داسې کول ډېر ګران دي. هغه هلکان او انجونې چې د یو بل سره یې خاص یاري وي په دې نه شرمېږي چې په اورګاډي، بس، یا بازار کې د یو بل نه لاسونه تاو کړي او یا مچې واخلي مګر دغه تعلق بیا د هر چا سره نه ساتي او نه بل چاته په دغه نظر ګوري. چاته په ځیر ځیر کتل ډېر بد ګڼل کېږي. د اروپا ټول خلک، او هالنډیان په ځانګړي ډول، پاسته او سوله خوښوونکي خلک دي. په عامه ځایونو کې چې ګرځې تبعیض نه لیدل کېږي. او که څوک تبعیضي چلند وکړي ښايي چې محاکمه شي. په زرګونو خلک دلته غیر قانوني راغلي وي او بغیر له کومو اسنادو هر ځای ګرځي، خو چې تر څو یې څه جرم نه وي کړی نه ورباندې پولیس کار لري، نه ورته بل څوک څه ویلی شي. که یو هالنډي یا بل چا دغسې یو تن ته "مهاجر" او یا بل داسې توری استعمال کړ چې سپکاوی ترې کېده نو هغه محکمې ته هم راښکل کېدای شي.
بل سټېشن راورسېد. څه خلک کښته شول څه نوي راوختل. مونږ سره څنګ ته سیټ کې درې هندیان، چې یوه مشره ښځه وه، یوه انجلۍ او یو هلک و، کېناستل. زما ملګري بیا سر په اخبار کې غوپه کړ، او ما د هندیانو بحث ته غوږ کېښود. د درې واړو د هندو مذهب په سر جنجال و؛ مشرې ښځې ویل چې هندو مذهب یوه دوکه ده او باید په خلاف یې هلې ځلې وشي. خو د هلک نظر دا و چې د مذهب د پرېښودو له امله هندو ټولنه د اخلاقي فساد سره مخ شوې ده. هغه ویل که خلک په هندو مذهب صحیح عمل شروع کړي نو د هندوستان ټول مشکلات به حل شي. هغې ښځې ورسره دا نه منله. دواړو بیا د ورسره انجلۍ نه پوښتنه وکړه. هغې ځواب ورکړ چې ځینې شیان په مذهب کې ښه دي او ځینې خراب، باید ښه یې خپل کړای شي او خراب رد. ښځې او هلک بیا په دې خبره جنجال شروع کړ چې کوم شیان پکې ښه دي او کوم خراب. هلک ته په ټول هندو مذهب کې خراب څه نه ښکارېدل او ښځې ته پکې ښه څه په نظر نه ورتلل. زما لپاره جالبه دا وه چې دوی دا ټول بحث په انګلیسي کاوه. ما یو ځل زړه وکړ چې په خبرو کې یې مداخله وکړم او پوښتنه ترې وکړم چې انګلیسي ولې وايي، ولې هندي یا هالنډي نه وايي ځکه چې اصلي وطن یې هند دی او اوس په هالنډ کې دي. مګر بیا مې په دې سوچ بیرته اراده بدله کړه چې کیدای شي په برتانیه یا امریکا کې لوی شوي وي او دلته چکر ته راغلي وي. دې خبرې ته مې هم فکر شو چې پخپله هند کې هم انګلیسي ډېر رواج موندلی دی او یوه طبقه خلک داسې دي چې هندي ژبه بیخي نه وايي. هغه هندوستانۍ ژورنالسته رایاده شوه چې څو میاشتې مخکې مې په نوي ډیلي کې لیدلې وه او هندي ژبه یې داسې په روانۍ نشوه ویلای څنګه چې یې انګلیسي ویله.
په همدې کې "زوله" راورسېدله. دلته مونږ کښته شو او بل اورګاډي ته وختو. دا نو بیا ښه د یو ساعت سفر و. ما او ملګري مې لږ ساعت اخوا دېخوا خبرې وکړې او بیا په خپلو خپلو سوچونو کې ډوب شو. هغه یو څه وارخطا معلومېده چې په تراپل کې به څه پیښېږي، خو زه ښه بېغمه وم، د اول نه مې دا سوچ کړی و چې هر څه پېښ شو بیا به ګورو. د کړکۍ نه بهر منظره ډېره ښکلې وه. هرې خوا ته د سترګو د نظر تر رسېدو شنې ونې، پټي، او په منځ منځ کې یې ګلالي ګلالي کورونه ول. په یو ځای کې د اورګاډی پاټلۍ راتاو وه. مونږ په اخري ډبه کې ناست وو نو د کړکۍ نه د اورګاډي اولنۍ ډبې ښکارېدلې. دا ډبې په خپل انجن پسې پیوست دواړو طرفونو ته د ګڼو ونو په منځ کې داسې روانې وې لکه یو لوی ښامار چې په یو غټ ځنګل کې په اخري رفتار وي. د ښامار دغه رفتار د ایمن په ښارګوټي کې پای ته ورسېد خو مونږ ته لا یو څه سفر نور هم پروت و.
د ایمن د اورګاډی سټیشن ته مخامخ مونږ د خرونینګن بس ته وختلو. د بس لمبر مونږ ته د مخکې نه معلوم و. دلته چې څوک هر چیرته ځي خپلې لارې ګودرې د مخکې نه معلومولی شي. ترانسپورت یو څه ګران دی خو سیسټم یې د حیرانۍ تر حده ښه او اسان دی. دوی یوه ویبپاڼه لري چې له دروازې تر دروازې درته معلومات درکوي. مثلاً غواړې چې د خپل کور نه په بل ښار کې یو ملګري سره ووینې. په دغې وېبپاڼه کې د خپل کور لمبر او کوڅې نوم او د چا سره چې لیدل غواړې د هغه د کور لمبر او کوڅې نوم ورکړه. دا درته د ټولې لارې معلومات درکوي. ستا د کور نه تر سرکه څومره لاره ده، د سرک نه تر بس سټیشنه، له هغه ځایه تر اورګاډي سټیشنه، بس او اورګاډی په کوم وخت روانېږي او په کوم وخت رسېږي، او بیا چې کوم ځای ته ځې هلته څومره لاره ده او ټول سفر د څومره وخت دی. د بس لمبر، د اورګاډي نوعیت او د پلیټ فارم لمبر هم درته ښيي. په کومه ورځ چې ځې د هغې ورځې د ټولو اړونده بسونو او اورګاډو د تګ راتګ وختونه درته ښيي. که په لاره کې اورګاډی بدلېږي نو دا هم درته ښيي چې بل اورګاډي ته باید څو دقیقې انتظار وکړې. مونږ دا ټول شیان په یوه پاڼه چاپ کړي او له ځانه سره مو اخیستي ول.
د دې بس دویم تمځای تراپل و. په ټول بس کې درې یا څلور هالنډیان او نور ټول بهرني کډوال ناست ول. په تراپل کې چې مونږ کښته شو نو نور هم راسره ډېر کسان کښته شول. ځینې پکې داسې ول چې نوي رارسېدلي ول، خو ځینې نور داسې ول چې د پناه غوښتلو په پروسیجر کې یې څه وخت تېر شوی و او د ایمن بازار ته راوتلي ول. خو دوی په شاوخوا کمپونو کې اوسېدل او زیاتره په انګلیسي نه پوهېدل. یو ایراني په ما هم د ایراني ګومان وکړ او سلام کلام یې راسره پېل کړ. پوښتنه یې کوله چې د نوم ثبتولو لپاره باید چیرته لاړ شي. ما ورته په ماته ګوډه فارسۍ کې وویل چې مونږ ټول د همدغه ځای په لټون یو او همدا لاره ده. د شاوخوا شلو دقیقو پیاده تګ نه وروسته مونږ اولنۍ ودانۍ ته، چې د ايي این ډي دفتر و، ورورسېدو. هلته په دروازه کې یو سړی ناست و، زما ملګري ترې په هالنډۍ کې پوښتنه وکړه. هغه راته د نوم ثبتونې مرکز راوښود. هلته چې ورغلو نو دروازه بنده وه خو دننه چې کوم خلک د کوټو نه بیرون ناست ول لیدل کېدل. مونږ یوه لمحه په دروازه کې ودرېدو چې پوښتنه وکړو. هغه ټول خلک چې مونږ سره په یوه بس کې راغلي ول هم راپسې ودرېدل. د دننه خوا نه یو افسر راښکاره شو او د دروازې طرف ته راغی. کیلي ګانې په لاس کې ورسره وې، دروازه یې راته خلاصه کړه. زما ملګري ورسره په هالنډۍ کې خبرې وکړې چې مونږ خپل نوم ثبتول غواړو. هغه وخت چې هغوی دواړو خبرې کولې ما ګېرچاپېر په خلکو یو نظر واچاوه. ځای په ځای ټولګی ټولګی خلک ناست ول. ټولو زمونږ په لور کاته. ښايي غوښتل یې معلوم کړي چې نوي کسان به د کومو کومو هېوادونو وي. چا د کوټو دېوالونو ته نو چا د اوسپنې عمومي دېوال ته ډډې وهلې وې. څوک په چوکیو ناست ول. دوو پېغلو، چې ایرانۍ معلومېدې، د څو تنو ماشومانو سره فوټبال کاوه. یوې غاړې ته څو تنه افریقایان د اوسپنې د دېوال سره جوخت ولاړ ول او بیرون طرف ته ولاړو کسانو سره یې خبرې کولې. ښايي خپلوان یا دوستان یې ول. کوم افسر چې مونږ ته دروازه خلاصه کړه هغه مونږ د مرکز دفتر ته بوتلو او راته وې ویل چې خپل لمبر ته باید انتظار وباسو. زمونږ نه مخکې درې څلور نفر نور هم ولاړ ول. مونږ خپل لمبر ته ودرېدو. څو دقیقې وروسته یوه افسره، چې په یو لاس کې یې تلیفون او په بل کې یې کاغذونه ول، پخپله زمونږ خوا ته راغله او په ډېره خوش اخلاقۍ یې پوښتنه وکړه: "په تاسو دواړو کې نوم څوک ثبتول غواړي؟" زما ملګري ورته په هالنډۍ کې تفصیلي خبره پېل کړه خو هغې منع کړ، ویل: "اوس فقط نوم ثبتول دي، دا خبرې به وروسته کېږي." بیا یې ماته یو کاغذ راکړ چې خپل نوم، د زیږون نېټه، او د خپل هېواد نوم پرې ولیکم. ما همدغسې وکړل او کاغذ مې بیرته ورکړ. هغه دفتر ته ننوته او څو دقیقې وروسته بېرته راغله، ماته یې بله پاڼه راکړه چې دغه ټول شیان پرې په کمپیوټر لیکل شوي ول. بیا مخامخ لاړه یوې بلې کوټې ته ننوته، هلته نه چې راووته نو یوه غټه خلطه ورسره لاس کې وه. مونږ ته یې وویل راځئ. مونږ ورپسې شو. ښي طرف ته د وړو وړو خونو یو کتار و چې ځای په ځای پکې ښځې او ماشومان لیدل کېدل. د دغه کتار نه واوختو او په دویم کتار خونو کې دوه شپېته لمبر خونې ته ورغلو. د کوټې دروازه بنده وه، هغه یې مخې ته ودرېده نو مونږ هم ورسره ودرېدو. بیا یې زر زر ټول تفصیل بیان کړ: "دا ستا کوټه ده، کټ لمبر شپږم. اوس ته په پروسیجر کې داخل شوې، ښه بېغمه پرېوځه او خپل لمبر ته انتظار کوه. هرکله چې دې لمبر راغی مونږ درته په خپله وایو. په دې خلطه کې ستا د ضرورت ټول شیان شته. د کوټو د دې کتار یو څنګ ته تشنابونه دي او بل طرف ته، چې بیرون ووځې، اشپزخانه ده. د ډوډۍ خوړلو وختونه په دې پاڼه کې لیکلي دي، که د وخت نه وروسته راغلې ډوډۍ نشته. ډوډۍ باید تل په رستوران کې وخورې نه د خوب په کوټه کې. تر څو چې بل کمپ ته انتقال شوی نه یې د دې مرکز نه بیرون وتل نشته، د اندېښنې خبره نده، دا فقط څلور پنځه ورځې دي. د سګرټ څکولو لپاره باید د کوټې نه بیرون لاړ شې، د کوټې دننه سګرټ څکول او خوراک کول منع دي. د سپورت ځینې سامانونه او ځینې کتابونه په دفتر کې شته، کولای شې چې د هغه ځای نه یې ترلاسه کړې. که نور څه پوښتنه لرې هر وخت دفتر ته راتللای شې. ښه وخت او ښه بخت درته غواړم." په دې ویلو سره هغې خلطه زما مخې ته کېښوده او لاړه. ما او هالنډي ملګري یو ځل یو بل ته او بیا مو په هغه لور وکاته چې هغه پرې روانه وه. د هغې خوا نه یو هلک راروان و چې زمونږ د افغانستان کالي – کمیس پرتوګ – یې اغوستي ول. دا اولنی سړی و چې ما هالنډ کې په کمیس پرتوګ کې لیدلی و. ښه په غور مې ورته وکاته چې معلوم کړم د کوم ځای دی، خو هغه نږدې یوې کوټې ته ننوت. په زړه کې مې وویل ځه وروسته به ورسره ګپونه لګوم
ګېرچاپېر د نورو کوټو نه خلک راوتل یا ورننوتل. زیاتره افریقایان یا ایرانیان ول. زما ملګری څه سوچ اخیستی و. ما خپل د غاړې بیګ، چې لیپ ټاپ پکې پروت و، د کالیو د بکس دپاسه کېښود او هغه ته مې وویل: "څه سوچ کوې؟" هغه ګېرچاپېر یو نظر واچاوه او وې ویل: "دا ځای خو د اوسېدو لپاره ښه ندی. دلته به ته پنځه ورځې څنګه تېروې؟" ما ورته وویل د اندېښنې خبره نشته، پنځه ورځې د سترګو په رپ کې تېرېږي. هغه وویل سمه ده په تلیفون به په تماس کې یو. بیا مې ورته مخه ښه وویله او لاړ. کله چې هغه د کوټو د کتار نه پناه شو نو ما خپل بیګ بېرته غاړې ته واچاوه، او د کوټې دروازې ته مې ورو غوندې زور ورکړ. هغه خلاصه شوه. خپل د کالیو بکس او هغه خلطه چې په مرکز کې یې راکړې وه مې راواخیستل او ورننوتم. دننه تورتم غوندې و نو ما دروازه خلاصه پرېښوده چې لږه رڼا وي. په کوټه کې ټول شپږ دوه چته کټونه پراته ول چې دولس کسان پکې ویده کېدای شول. یو څو کسان په خپلو کټونو کې ویده ول خو زیات یې خالي پراته ول. د هر کټ سره په څنګ کې یوه المارۍ هم پرته وه. ما اخوا دېخوا وکاته چې شپږم لمبر کټ پېدا کړم. هغه دروازې ته بېخي مخامخ پروت او لاندې کټ و. ما خپل بکس او بیګ په کټ کې کېښودل او په یوه څنډه کېناستم. په مخامخ کټ کې یو تن ښه دروند ویده و. ما نه غوښتل چې ګړب ګړوب وشي او هغه راپاڅي. نو کرار کرار مې کوټه د یو ګوټ نه تر بله وکتله چې د لیپ ټاپ د چارج کولو لپاره پکې فلګ پېدا کړم، خو پېدا مې نکړ. یواځې یو فلګ و چې د برقي بخارۍ سویچ پکې لګېدلی و. هغه مې کرار ترې راوویست او د لیپ ټاپ سویچ مې پکې ورکړ خو کار یې ونکړ. زما د لیپ ټاپ سویچ په هالنډي فلګونو کې نه ورتلو. زه لږ اندېښمن شوم خو بیا مې سوچ وکړ چې ځه وروسته به څه حل پېدا کړم. بیا لاړم شپږم لمبر المارۍ مې خلاصه کړه. المارۍ دومره تنګه وه چې بکس پکې ټول نه ورتللو نو مجبور شوم چې کالي ترې یو په یو وباسم او پکې ځای یې کړم. ما د ځان سره ډېر کالي، د لوستلو لپاره کتابونه، او نور ډېر شیان اخیستي ول. المارۍ مې پرې نیمه ډکه کړه؛ په یوه غاړه کې مې خالي بکس هم ورومنډه. بیا مې پکې د لیپ ټاپ بیګ هم کېښود، خو چې دروازه مې بېرته وربنده کړه نو راته معلومه شوه چې نه کولپېږي. دې کار لږ اندېښمن کړم، ما سره خپل کولپ هم نه و چې وراچولی مې وای. نو لیپ ټاپ مې ترې بېرته راواخیست. بیا مې هغه خلطه خلاصه کړه چې په دې مرکز کې یې راکړې وه. دننه پکې په کټ د خورولو دوه پاک څادرونه، یوه کمپله، یو بالښت، دوه جانپاکونه، د بالښت پوخ، د ځان او کالیو وینځلو صابونونه، شامپوګانې، د ږیرې خریلو ماشینونه، د تشناب کاغذ، او نور ډېر شیان پراته ول. څادرونه، کمپله او بالښت مې په کټ واچول او نور شیان مې په المارۍ کې کېښودل. خلطه مې د کټ لاندې کړه، د کمپیوټر بیګ مې د بالښت لاندې پټ کړ او کرار مې ډډه ووهله.
دا نږدې ماځیګر و. اول مې کوښښ وکړ چې لږ ساعت ویده شم خو خوب رانغی. په فکر فکر کې کابل ته لاړم. ټول ملګري مې یو په یو سترګو ته شول. د کابل کوڅې، بازارونه، دفترونه، هنګامې، منډې ترړې، سفارتونو ته په ویزو پسې تلل، او بیا د دوبۍ څو ورځې رایادې شوې. د دوبۍ د پرواز پېښه مې د ذهن په پرده ټکي په ټکي بېرته وچلېده چې زما یې د صافي ایرلاین نه د تل لپاره زړه تور کړی و. سوچ مې وکړ که څه بده پېښه شوې وای نو اوس به مو خلک د پامیر د الوتکې په څېر په هډوکو پسې د سالنګ په غرونو کې ګرځېدلای. د صافي ایرلاین دغې الوتکې ته مونږ سهار وختي په کابل کې ختلي وو او د دوبۍ په لور مو پرواز کړی و. خو چې د ایران د فضا نه ووتلو نو الوتکه بېرته د کابل په لور ستنه شوه. لږ ساعت وروسته یې مخ بېرته د دوبۍ په لور شو خو څو دقیقې وروسته بیا کابل ته روانه شوه. د خلکو په مخونو اندېښنه ورو ورو په زیاتېدو شوه او د یو بل نه یې پوښتنې پېل کړې چې څه پېښه ده. هیچا ځواب نه درلود. د الوتکې کارکوونکي په منډه منډه مخکې او وروسته تلل راتلل. څو ځل ترې خلکو پوښتنه وکړه چې څه چل دی خو هغوی به اوګې وخوځولې او بې ځوابه به لاړل. ځینو خلکو فکر وکړ چې په الوتکه کې ښايي ترورستان ناست وي. ځینو اندېښنه لرله چې ښايي څه تخنیکي خرابی پېدا شوی وي. ځینو ویل چې ښايي کابل یا دوبۍ کې کوم مشکل رامنځته شوی وي. خو کره معلومات د هیچا سره هم نه ول. کله چې الوتکه د ایران د خاورې نه بېرته د کابل په لور په وتو شوه نو اعلان وشو چې د متحده عرب اماراتو حکومت په دوبۍ هوايي ډګر الوتکې ته د کېناستو اجازه نه ورکوي، لدې امله مجبور یو چې بېرته کابل ته لاړ شو. دې اعلان خلک نور هم وارخطا کړل. د دوبۍ حکومت اجازه ولې نه ورکوي؟ ایا په کابل کې حکومت بدل شوی؟ ایا په الوتکه کې تروروستان ختلي؟ سبب څه دی؟ ځواب له هیچا سره نه و. ځینې خلک، چې زیاتره یې بهرنیان ول، پاڅېدل او کوښښ یې وکړ چې د الوتکې د کارکوونکو سره جنجال وکړي تر څو معلومه کړي چې څه مشکل دی. ډېرو خلکو دا دلیل درلود چې که په کابل کې حکومت بدل شوی وي نو هغوی بېرته کابل ته تګ نه غواړي. ځینو غوښتنه کوله چې باید الوتکه هند یا بل کوم مملکت ته لاړه شي. یو ځل بیا اعلان وشو چې په کابل کې څه مشکل نشته، څوک باید اندېښنه ونکړي، په کابل کې به معلومه شي چې دوبۍ حکومت ولې اجازه نه ورکوي. په اعلان کې وویل شول چې کابل کې به په الوتکه کې تېل واچول شي او ښايي بیا دوبۍ ته پرواز وکړي. په همدې اندېښنو کې الوتکه د سالنګ د غرونو په سر په ورېځو وردننه شوه. ښايي دغه ځای په عامه توګه ډېر ډاروونکی نه و خو خلک د مخکې نه دومره ډارېدلي ول چې تورې وریځې ورته اژدها غرونه ښکارېدل. بیا پکې الوتکه هم ټالۍ والۍ او سسته شوه. بس خلک یې ښه وویرول. زما نه مخکې سیټ کې یوې ښځې نرۍ نرۍ ژړا پېل کړه. ماته پخپله لاندې غرونه، چې ډېر نږدې او وحشتناک ښکارېدل، د مرګ د کندو په څېر وایسیدل. په زړه زړه کې مې توبه وویسته چې که کابل ته ژوندي ورسېدو نو دا به مې په صافي ایرلاین کې اخري پرواز وي. د دې نه یو ځل مخکې هم چې مراکش ته تللم نو تر دوبۍ د صافي په الوتکه کې تللی وم او سامان مې ورک شوی و. په همدې شش و پنج کې کابل راښکاره شو او الوتکه بې له کومې بدې پېښې په هوايي ډګر کېناسته. بیا اعلان وشو چې ټول خلک باید الوتکه کې په خپلو سیټونو ناست اوسي تر څو چې بل امر راشي. خلکو زر زر خپلو خپلو کورونو ته تلیفونونه وکړل او د پېښې په اړه یې معلومات ورکړل. ځینو په دومره وارخطایۍ وارخطایۍ خبرې کولې لکه د کوم ځانمرګي برید نه چې ژوندي خو زخمي وتلي وي. یو هاهو جوړ و. ځینو د الوتکې د کارکوونکو سره بیا جنجال جوړ کړ چې دروازه دې ورته خلاصه کړي او نه غواړي چې په همدې الوتکه کې بېرته دوبۍ ته لاړ شي. بالاخر له نیم ساعت وروسته دروازه خلاصه شوه او خلک پرېښودل شول چې بهر لاړ شي. په هوايي ډګر کې دننه لومړی خلکو ته د غرمې ډوډۍ ورکړای شوه او بیا اعلان وشو چې د صافي الوتکه بېرته دوبۍ ته نه ځي خو کومې سپرلۍ چې تلل غواړي هغوی کولای شي چې ماځیګر د پامیر یا کام ایر په الوتکه کې لاړ شي. ځینې خلک خو کورونو ته لاړل، کوم چې پاتې شول په هغوی کې یو هم پامیر غوره نه کړ، ټولو د کام لپاره نومونه ولیکل. بالاخر د کام په الوتکه کې ماسختن مونږ دوبۍ ته ورسېدو. دا راته بیا وروسته په دوبۍ کې معلومه شوه چې اصلاً مشکل د دوبۍ په هوايي ډګر کې پېدا شوی و او د ډېرو نورو هېوادونو الوتکو ته هم د کېناستو اجازه نه وه ورکړای شوې. د دوبۍ نه هند ته تګ، په نوي ډیلي کې څو ورځې او بیا هالنډ ته پرواز، او هالنډ ته زما درې ځل راتګ، هر یو یې په زړه پورې تجربې او خاطرې لرلې چې په دې وخت کې مې یو په یو ذهن ته راتللې.
"سلام آغا". دې ناڅاپي سلام زه د خپلو چورتونو نه راوویستم. په مخامخ کټ کې پروت تن، چې ما پرې د ویده ګومان کړی و خو هغه هم زما په څېر سوچونو کې ډوب و، راپاڅېد او نېغ کېناست. ما سمدست وپېژندو چې هزاره دی خو هغه په ما د ایراني ګومان کړی و. ورته مې وعلیکم سلام ووایه او لاس مې ورکړ.
"از مشهدې؟" پوښتنه یې وکړه. د همدې پوښتنې نه مې وپېژندو چې ژوند یې په ایران کې کړی. د ایرانیانو د خبرو دا طریقه ما په دوبۍ کې د یو څو ایرانیانو نه پېژندلې وه چې یو خو د هر ټکي اخر ته ډېر زور ورکوي او بل "است" ترې لیرې کوي. مونږ په افغانستان کې وایو: "خوب استې؟" خو هغوی به ویل: "خوبې؟" ما ورته وویل نه، د افغانستان یم. په خندا شو. بیا یې پوښتنه وکړه: "از کدام ولایت؟" ما ورته وویل: "کندز". هغه لېواله و چې معلوم کړي زه په انګلیسي پوهېږم که نه. ورته ومې ویل چې پوهېږم. غوښتنه یې وکړه چې دفتر ته ورسره ورشم او پوښتنه وکړم چې لمبر به یې کله راځي. ما ورته وویل څو ورځې دې وشوې؟ ویل درې. مشوره مې ورکړه چې صبر وکړه، کله چې دې لمبر راشي پخپله به درته غږ وکړي. بیا مو نورې کیسې وکړې. ویل په بغلان ولایت کې زیږېدلی یم خو ژوند مې ټول په ایران کې کړی دی. د ایران نه یونان ته راغلی و او هلته یې اته میاشتې تېرې کړې وې. بیا قاچاقبرو په جعلي کارت پولینډ ته هوايي راوړی و. د هغه ځای نه بلجیم او بیا هالنډ ته راغلی و. ویل: "په سخیفول (د هالنډ هوايي ډګر) کې مې پولیسو ته ځان وروسپاره. ښه ډوډۍ یې راکړه، د سامان د تالاشۍ لپاره یې رانه د ترجمان په واسطه اجازه وغوښته، ډېر ښه چلند یې راسره وکړ. بیا یې د اورګاډي او بس ټکټونه راکړل او دلته یې راولېږلم". په اخر کې یې یوه تبصره هم وکړه: "که د ایران او افغانستان پولیس هم داسې شي لکه د دې وطن چې دي، هر څه به سم شي." ما یې خبره تاييد کړه.
لږ ساعت وروسته یې راته وویل: "د ډوډۍ وخت دی، ځه چې ډوډۍ وخورو." زه ورسره پاڅېدم. دواړه بېرون لاړو او د اشپزخانې مخې ته د خلکو په کتار کې ودرېدو. دا د ورځې اخري ډوډۍ وه. په دې ورځو کې ورځ ډېره اوږده وه، لس نیمې بجې به ماښام کېده، خو هالنډیان عموماً د ماښام ډوډۍ لوړ ماځیګر خوري. د اشپزخانې دوه دروازې وې، یوې ته کتار ولاړ و او خلک ورننوتل؛ په بله ترې خواړه په لاس وتل. زمونږ نه مخکې ښه ډېر خلک ولاړ ول. یو څو ایراني ځوانانو ټېل کاوه چې ځانونه د نورو نه مخکې کړي. هزاره ملګري مې د هغوی په اړه تبصره وکړه: "وګوره ورته، څومره بداخلاقه او بدتهذیبه دي، دا هم ورته ایران ښکاري!" یوه صومالۍ انجلۍ پکې یو ایراني ته غوصه شوه. په غوڅه غوڅه انګلیسي یې ورته وویل: "ایران پرابلم، آلویز پرابلم." ایرانی هم ملامتي منلو والا نه و. د خپل څنګ ته ملګري نه یې پوښتنه وکړه چې په انګلیسي کې "بزرګ" ته څه وايي. هغه ورته وویل "بګ". نو بېرته یې صومالۍ انجلۍ ته مخ ورواړاوه او ورته وې ویل: "صومالیه بګ پرابلم." ما شاته وکاته نو وروسته راپسې لوی کتار جوړ شوی و. هغه کمیس پرتوګ والا هلک چې ما ماځیګر وختي لیدلی و هم ولاړ و. فکر مې وکړ چې د دې مرکز د خلکو سرشمېرنه همدلته د ډوډۍ په وخت ښه کېدای شي. ډوډۍ ته ټول خلک ځکه راتلل چې د مرکز نه بهر وتل نه کېدل او نږدې دوکانونه هم نه ول چې څوک ترې څه واخلي او وې خوري. وروسته ماته معلومه شوه چې ډېرو خلکو د ځان سره کالي او نور د ضرورت شیان هم نه ول راوړي ځکه ډارېدل چې که ښه کالي او سامان ورسره وي نو حکومت به ګومان وکړي چې مهاجر ندي او هیڅ مجبوري نلري. په همدې ټېل ناټېل کې مونږ د اشپزخانې دروازې ته ورورسېدو. د لمبر په رارسېدو مو یو یو پتنوس ترلاسه کړ چې پکې یو پلاستیکي لوښی د مکروني نه ډک، یو ګیلاس شیدې، او یوه مڼه پرته وه. ورسره په یو پلاستیک کې دوه خالي پلاستیکي پیالې، بوره، چای او کافي هم پراته ول. په مکروني کې یو پوټی غوښه هم وه. دا مو واخیستل، په بله دروازه ووتو او نېغ رستوران ته ننوتو. ما ګومان کاوه چې مونږ نه به ډېر خلک مخکې نه وي، خو رستوران ښه پوره ډک و. مونږ په مشکله د کېناستو لپاره دوه چوکۍ پېدا کړې. یو افسر اخوا دېخوا ګرځېده او په خلکو یې پام کاوه چې څوک ګډوډي ونکړي. مونږ چې کوم مېز ته ناست وو هلته یوه افریقايي ښځه هم ناسته وه چې اوه اته بچي ورسره ول. بېچاره ګۍ ورسره ډېره په عذاب وه ځکه چې یو ویل زه مکروني نه خورم، هغه بل ډېرې مڼې غوښتې، یو چې یې په غېږ کې و هغه پرې متیازې راپرېښودې. زما ملګري ورته په فارسۍ کې ښه بد رد وویل خو ښه وه هغه پرې پوي نه شوه. په همدې وخت کې مې د پښتو خبرې تر غوږ شوې. شاته مې وکاته، هماغه کمیس پرتوګ والا هلک و د افسر نه یې پوښتنه کوله چې دا غوښه حلاله ده که حرامه. پوښتنه یې ترې په پښتو کې وکړه خو هغه افسر لکه چې په حلال او حرام ټکي پوه شو نو په زوره زوره یې ورته وویل: "حلال، حلال." هغه بېرته په چوکۍ کېناست او په خوړلو یې پېل وکړ. په زړه کې مې وویل زده کړه او لیک لوست څومره ښه شی دی. د اشپزخانې په دروازه یې په نهه لس ژبو کې لیکلي ول: "په دې اشپز خانه کې پخېدونکي ټول خواړه حلال دي." خو دا غریب چې لیک لوست یې نشو کولای مجبور و چې د هر څه په اړه بیا بیا پوښتنه وکړي.
رستوران پوره ډک شوی و خو بیا هم ډېر خلک پتنوس په لاس راننوتل. دې دومره ګڼې ګوڼې زه په دې سوچ کې واچولم چې هالنډ یو کوچنی غوندې مملکت دی، چې دلته دا حال دی نو په المان، فرانسه، سویډن، برتانیه، امریکا، کاناډا او استرالیا کې به څه حال وي. که د غریبو مملکتونو نه هره ورځ دومره خلک دلته راځي نو هلته به خلک په خلاصېدو شي او دلته به نه ځاییږي. هغه د پښتو ټپه رایاده شوه چې: څوک په رضا د ملکه نه ځي – یا ډېر غریب شي یا د یار د لاسه ځینه. په زړه کې مې وویل د نننۍ وضعې سره د برابرۍ لپاره دا ټپه باید داسې شي چې: څوک په رضا د ملکه نه ځي – یا ډېر غریب شي یا د جنګ د لاسه ځینه. که دلته د دې خلکو ژوند سخت هم دی، او د مرګ په تکلیفونو ځانونه رارسوي، خو دې هر څه ته غاړه ځکه ږدي چې دیکتاتورۍ او فاسدو حکومتونو او ټوپکمارانو زمونږ هېوادونه د ژوند کولو نه ویستلي دي. او دا حال د یو کال نه ندی، د دوو نه ندی، د لسو نه ندی، چې زمونږ او زمونږ د مشرانو یادېږي هم دا جګړې دي، همدا غربت دی، همدا بدحالي ده. نو خلک هم اخر مجبور شي ګنې د خپل وطن او خپل اولاد پرېښودلو ته ?