ليكوال : دكتور علي احمد علي
ژباړن: زاهد جلالي
په دې كې شك نشته چې برياليتوب دانسان په ژوند کې ډېر مهم رول لوبوي,كه په كار کې وي او كه په ورځني ژوند کې خو برياليتوب ته رسيدل څه اسانه كار ندي.
دغه لسگوني وصيتونه ستاسي مخي ته ګدو هيله ده چې ستاسي سره په عملي ژوند کې همكاري وکړي:
۱- كوښښ كوﺉ چې ځان و پوهوﺉ:
د دې امكان شته چې يو انسان خپله پوهه زياته كړي, د دې هم امكان شته په مشكلاتو ځان وپوهوي خو ځان پر دې وپوهوه چې مشكل څرنګه حل كرې او د دي لپاره چې مشكل ښه حل شي بايد د ايجاد په عواملو فكر وكړې پدي طريقه كولاي شو مشكل ښه حل كړې.
٢- خپل فكر په منظم ډول عادت كړﺉ:
په منظم ډول فكر كول ډېر مفيد دي كه څوك ډېر ه مطالعه وكړي او ډېر كتابونه هم ووايي نوهيڅ مشكل به يې حل نشي تر څو په منظم ډول فكر ونكري. دا هم د مشکلاتو په حلولو کې مهم رول لوبوي.
٣- خوشبيني اوسئ:
خوشبيني توب انسان پرمختګ ته هڅوي، ستړيا لري كوي. كه څوک غواړي چې ژوند يي ښه شي نو راتلونکې ته دي تبسم وكړي.
٤- د خلكو احساساتو کې ځان شريك كړﺉ:
دا هم ډېر ضرور دي. بايد د خلكو په خوښۍ او خفگان کې برخه ولرﺉ د خلكو مشكلات واورﺉ او د حل لارې ورته ولټوﺉ خلاصه دا چې په ټولو ورځنيو تعاملاتو کې له خلكو سره همغږي اوسئ.
۵- د تكبر څخه ځان وساتئ:
ځينې خلك داسي فكر كوي چې دوي پر هر څه ښه پوهېږي، له انتقاد څخه پورته دي دوي د دې غلط فكر په لرلو د نصيحت دروازې په خپلو غوږو تړي.
متكبر كس هميشه د خلكوسره بد وي, لږ ملگري لري.
۶- له ناكامۍ څخه مه مايوسه کېږﺉ بلکې له هغې څخه د تجربې په حيث استفاده وكړﺉ:
داسې كسان لږ دي بلکې هېڅ نشته ، چې هېڅ ناكامي ونلري او ټول عمر كامياب وي.
نو كله چې له ناكامۍ سره مخ کېږﺉ نو مه مايوس کېږﺉ بلکې په هغي کې ځان ته داسي عبرت پيداكړﺉ چې نور مو له ناكامي څخه ليرې كړﺉ.
۷- له ورځني اخبارو څخه ځان خبروﺉ:
د مكتب زدكړي د ننه د ټولګيو زدكړه او د ﮊوندون زده كړې ډېر فرق لري مهمه داده چې دوامداره مطالعه وكړﺉ او له ورخني اخبار څخه ځان خبر كړﺉ د خلكو د موقفو څخه ځان خبر كړﺉ په دې کې مو تجربه لاسته راځي.
۸- خوږه ﮊبه ولرﺉ او لږ خبري كوﺉ:
ښه خبره صدقه ده, ښه خبره کې داسي جادو دی چي په خلكو ښه تاثير كوي او كه ځان په دغو خبرو ځان (مهرباني وكړﺉ! يا هيله كوم)عادت کړﺉ بيا به وګورﺉ چې خلك به ستاسو له توقع څخه درته زيات احترام وكړي. بايد ته هم د خلكو خبرې ښه په سړه سينه واورې او ترهغې چپ کیننی تر څو د هغه په خبرو وپوهيږې.
۹- په هر كار کې د منني په هيله مه اوسئ:
خلكو ته د خير كار دوامدار كوﺉ او هيڅ كله هم د منني په تمه کېږﺉ مه ، اكثره خلك داسې دي چې څوک ورته هدايت ورنكړي خپله هيڅ كار نه كوي په داسې حال کې چې مال هم ورسره وي. نو تاسي يو د خير كار كوﺉ او د خلكو سره همكاري كوي.
∙١- وپوهيږﺉ چې خلك يوشان نه دي:
په هرچا کې فردي فرقونه شته, د دوو كسانو عادت يوشان نه دی. خلك مختلف دي ، په شخصيتونو کې اختلاف شته چې ته بايد دا مراعات كړې او له ټولو انسانانو څخه د يوشان معاملې توقع مه كوﺉ, دا فكر مه لرﺉ چې ټول انسانان به يوشان موقف لري.
په دې کې شك نشته چې دا فرقونه به تا يو ښه معامله كوونکی كړي او همداسي معامله به درسره کېږي.
په اخر کې كه رښتيا بريالي ژوند غواړﺉ نو د لسګونو وصيتونو سره سره ښه اخلاق, صداقت, امانت داري او تقوی ولرﺉ اوهميشه دا احساس لرﺉ چې څرنګه خلک درسره معامله وکړي هماغه شان معامله ورسره ته هم وکړه.

|