د افغان ادبي بهير گزارش
افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د١٣٨٩ هـ . ل کال د لړم په ١٩ د يکشنبې په ورځ د بي بي مريم په ليسه کې د رياض الله زغم په مشرۍ ترسره کړه، چې مشر ميلمه يې عبدالرحيم هلال و .غونډه د قاري محمد اياز جانباز لخوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پېل شوه .د وياندويۍ چارې انعام الله گوهر ترسره کولې او د تيرې غونډې گزارش هم جانباز واورولو چې ملگرو پرې ښه تنقيدي بحث وکړ.
د پرېکړې سره سم سميع الحق علي خيل خپل نثر ((که دا حال وي په خداى قسم که دا وران وطن بيا ودان شي)) ترسر ليک لاندې کره کتنې ته وړاندې کړ ،چې زاهدي صيب پرې خپل نظر داسې څرگند کړ: په سر کې ترې بسم الله هېره شوې او د عنوان نوم يې هم غلط ليکلى او په آخره کې آيت کې چې کومه يوه (ت) استعمال کړې دلته تايي تانيث پکار وه او د اووت کلمه يې هم غلطه ده،نور د ده د عمر سره مناسبه ليکنه ده.
ښاغلي تحسين وويل په ليکنه کې ترې غلطۍ ډېرې شوي اوله کې ډېره ښه روانه او په زړه پورې ده خو وروسته ترې خبره بلې خوا ته تللې ده او د تعليم يافته سړي سپکاوى ترې شوى، چې د پوډرو کاروبار يې شروع کړ. د تعليم يافته سړي سره د لويې حوصلې صبر او تحمل ذکر پکار وو، نه دا چې د پوډرو کاروبار يې شروع کړى او بيا ترې قاتل جوړ شي. د اجمل د وفات پورې قيصه بس وه او ترې ښه مقصد اخيستل کيږي. خو دا چې ليکوال په نهم صنف کې دى او د عمر په لحاظ ډېر کوچنى دى او داسې ليکنه يې ليکلې ډېره خوندوره ليکنه ده مبارکي ورته وايم.
ښاغلي هلال زياته کړه چې ډېره قوي ليکنه ده يو په کې د دندو بې ځايه استعمال ته او بل په کې د پوډرو کاروبار ته اشاره شوې ښه احساس لري د ده د عمر سره ښه ليکنه ده تائيد يې کوم.
ښاغلي دوران وويل د ښځې او خاوند په قيصه کې خاوند ډېر نامرده ذکر شوى چې د ښځې څخه د سرو کالي په ډېره آسانه سره واخلي او هيڅ دا ونه وايي چې ولې د ښځې کالي خرڅ کړي.
او بيا ترې قيصه بور جيب ووهي، تعليم يافته سړي بايد ډېر ځيرک وي. په سر کې قيصه ښه رانه ده خو وروسته چې په قيصه کې مور بچو ته زهر ورړي دا د افغانې مور سپکاوى په گوته کوي. داسې پکار نه وه. افغاني مور خو يوه مدرسه وي او د صبر او زغم درس خپلو بچو ته ورکوي. په قيصه کې د اجمل د بچو نمونه راغلې او نور يې هيڅ ذکر نه دى کړى يا خو يې نمونه سره پکار نه وو او چې نمونه يې ليکلې نو نور ذکر يې هم پکار وو. د ليکنې په آخره کې ليکل شوي مديران رييسان او خصوصاً افغانان دا سرچپه ليکل شوي دي د دې برعکس خبره پکار وه ...
دا ډېر دوياړ ځاى دى چې په دې کم عمر کې يې داسې ليکنه کړې ده.
زه چې دليکنې ټکرونو ته فکر وکړم داسې راته ښکاري لکه د يو تکړه ليکوال ليکنه نه ده د دې کمکي ماشوم ليکنه د اجمل د وفات پرې ښه انځور لري ډېر کوښښ يې کړى مبارکي ورته وايم.
ښاغلي علامه وويل د ليکنې پراگرافونه او درجه بندي کمزورې ده ياگانې يې بې ځايه استعمال کړي، دپښتو په اصولو برابره نه ده جملې ترې مخکې وروسته شوي دي، ستړي مه شى او ښه راغلاست کې امر دى داسې پکار نه وه. د جمعې د علامې ضرورت نه و د ټيک نشان پکار وو. که حکومت يوه ټولنه د لغاتو د ايجادولو لپاره ولري او يو لغات ايجاد کړي د هغې استعمال پکار وي، دا نه چې يو څوک مبايل ته غوږۍ او کمپيوټر ته شمېرن ووايي. په ځاى د دې چې پښتو صفا شي، خرابيږي. که يو معياري او مناسب لغات وي استعمال يې ښه وي لکه پوهنتون او روغتون. علامه صاحب زياته کړه سره له دې چې ډېرې املايي غلطۍ هم لري زه يې د تاييد وړ بولم او مبارکي ورته ورکوم ډېر ښه ښه ليکوالان داسې ليکنه نه شي کولې.
ښاغلي گوهر وويل که څۀ هم املايي غلطۍ لري خو بيا هم ليکنه ډېره په زړه پورې ده او د ډرامې شکل لري. د غونډې په دوهمه برخه کې آزاده مشاعره وشوه چې په کې حاجي گل آغاز شهاباز، قاري محمد اياز جانباز، استاذ تحسين الله تحسين، علامه عبدالستار محمدي، سميع الحق علي خېل، صفي الله ثمر، عماد الدين دوران ، سيد هيبت افريدى، محمد اکرم، عبدالرحيم هلال، پوهنمل زاهدي احمدزي او رياض الله زغم گډون درلود.
ښاغلي پوهنمل زاهدي احمدزي په آزاده مشاعره کې حماسي بگتۍ وويله او گډون والو ته يې د بگتۍ پوره تعريف او ډولونه په ښه شان بيان کړل او په ټولو شاعرانو يې غږ وکړ چې بگتۍ د پښتو شعر د يو زوړ صنف دى. په ځاى د دې چې نوي شاعران هايکو ته بډې وهلي چې دا د جاپانيانو څخه راغلى صنف دى د پښتو ٣٥ صنفونه دي چې دا ټول مونږ ته راژوندي کول پکار دي.
پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به قاري محمد آياز جانباز خپل اثر کره کتنې ته وړاندې کوي. غونډه د علامه عبدالستار محمدي لخوا په دعاييه کلام پاى ته ورسيده.
والسلام عليکم
و من الله التوفيق.