په نامه د خدائے چې مهربان او بخښونکے دے

کرکېچ

ډاکټر شېرزمان طائزے


کامل پښتو ادبي جرګه پبو سيمه، پبو،
تحصيل پبو، ض، لع نوښارپښتونخوا
پاکستان
٢٠٠٩ء

ټول حقوق د مصنف په حق کښې محفوظ دي



د کتاب نوم :    کـــــړ کـــېـــچ
ژانر:                     ناول
ليکوال:                 ډاکټر شېرزمان طائزے
وړومبنے ځل:       
 2009ء
بيه
غېر مجلد:         
   Rs 200-00
مجلد :                
   Rs 250-00


خؤرؤنکې کامل پښتو ادبي جرګه، پبو سيمه، پبو، تحصيل پبو، ضلع نوښار، پښتونخوا، پاکستان


خپـلې خبــرې

د دې ناول اصل محرک سېد فدا يونس صاحب دے –
سيد فدا يونس صاحب د خپل ژوند حالات – تهانے سے سفارت تک - مرتب کولو نو يوه ورځ ئ را ته ټېلېفون ؤکړو چې باچاخان کابل نه وزير داخله سردار عبدالرشيد خان صاحب ته يو خط ليکلے وۀ د هغې نقل راؤلېږه چې زۀ ئ خپل کتاب کښې خوندي کړم، ځکه چې دا يو څو کرښې خط تاريخي حيثيت لري! خط ما ؤ نۀ موندو خو په دې مطمئن ؤم چې د هغې يو نقل ما ګران پروفيسر جهانزېب نياز صاحب ته ورکړے وۀ –
دې لټون کښې ډېر خطونه، مضمونه، تبصرې، د اخبارونو ټوټې او نور داسې مواد مخې ته راغلۀ چې ما ترې نوره ګټه نۀ شوه ؤچتولے، نو هغو نه مې څوارلس پنځلس ټوکرۍ ډکې کړې او نمَسو ته مې ورکړې چې ؤئ سېزي –
دې دوران کښې دا مسوده په ګوتو راغله چې کال
1986ء کښې ليکلے شوې وه –
د عمر کمزوري او د رنځونو ملګرتيا مې سوچ په ځائے نۀ پرېږدي- څو واره مې دا مسوده واړوله راواړوله او اراده مې ؤکړه چې وئ سېزم خو زړۀ مې نۀ منله - آخر مجبور شوم، يوه ورځ مې پرې شرو ؤکړه او د ناول شکل ته مې واړوله –
خو دا اوس هغه قيصه نۀ ده چې ما
1986ء کښې د ډرامې په شکل کښې تياره کړې وه – دلته ما د loose plot اصول نه فائده واخسته- د پلاټ په ځائے مې قيصه خپلې مخې ته پرېښوه جې منطقې انجام ته ؤرسي– خو دې دوران کښې ځينې فني ستونزې رامينځ ته شوې چې د هغو اوارؤلو کښې فدا يونس صاحب ګټؤرې مشورې راکړې – د هغو په رڼا کښې قېصه کښې بدلون راتلل لازمي وو – سيد فدا يونس صاحب پوليس، فوج، انټے ليجنس، او سفارت کښې په اوچتو عهدو پاتې شوے دے، نو د دوئ رائے بے وټه او پخه ده –
په دې سوب دې قيصه کښې بدلون راغلے دے –
په هر حال... زما يو مقصد وۀ! ما پښتو کښې د جاسوسي، مهماتي او مافوق الفطرت او په طبقاقي نظام نالونو تاده اېښې ده نو غوښتل مې چې د سلسله وار جاسوسي ناولونو د رواج تاده هم کښېږدم– دې نه مخکښې ما د جاسوسي افسر حېدرزمان اؤړېدونکے کردار (overlapping character) ”غونډے“ او ”وادۀ ؤ نۀ شو! “ کښې متعارف کړے دے– دې ناول کښې حېدرزمان دريم مهم سر ته ئ رسوي –
د دې موقع نه په ګټه اخستلو غواړم چې د سېد فدا يونس صاحب او پروفېسر جهانزېب نياز صاحب شکريه ادا کړم جې زما ملا ئ ؤټپوله او زما حوصله ئ اوچته ؤساتله-
د زاهد الرحمان سېفي صاحب شکريه ادا کؤم چې د دې ناول مسوده ئ ؤ کتله او اصلاح د پاره ئ ضروري مشورې راکړې- دلته دا يادؤل ضروري ګڼم چې سېفي صاحب څۀ موده سنګاپور کښې تېره کړي دي نو د دوئ رائے ډېر اهميت لري -
ډاکټران محمد اسحاق خټک صاحب، نورالايمان صاحب او صديق الرحمان صاحب څۀ کم زيات اتو کالو راسې زما علاج ښۀ په اخلاص او مينه کوي!زۀ دوئ نه خوشال او مطمئن ئم او د دوئ شکريه ادا کؤل ضروري ګنم –
د خپلو ځامنو احمد رياض شاهد او فخرالزمان فخر او د دوئ د مور او ورسره د احمد رياض د ځوئے ايمل فاروق زمان او خپل بل يو نوَسي عمير عالم يادؤنه هم پکار ده چا چې دې دوران کښې زما د صحت خيال ساتلے دے- او ماد پاره ئ ضروري آسانتياوې برابر ساتلي-
کتاب خپل وکالت په خپله کوي – دا چې ستاسو لاس ته درغلو نو تاسو پخپله د دې کتاب د ارزښت اندازه لګؤلے شئي = د لوستوال خيال او رائے د ليکوال لارښؤنه کوي او د ادب د خېرازۍ سوب ګرځي -

ډاکټر شېرزمان طائزے
عثمان آباد، پبو، ښاريه او تحصيل پبو،
ضلغ نوښار، پښتونخوا، پاکستان
30 October 2009





د شاهکار ناولونو مصنف

شېرزمان غمژن وۀ او کۀ ډاکټر شېرزمان طائزے! د پښتو ناولونو په لړ کښې ساري نۀ لري – زۀ چې د پښتو د ايم اے زدۀ کؤنکے ؤم نو ما د پښتو څۀ ناولونه ؤلوستل چې هغو کښې د غمژن په نوم ”ګل خان، امانت او رحمان کورونه“ هم شامل وو – رحمان کورونه د پښتو وړومبنے ناول دے چې جاسوسي رنګ پرې ختلے دے خو وروستو د ډاکټر طائزي په نوم ”غونډے“ چاپ شو چې مکمل جاسوسي دے او حېدرزمان ئ په کښې د جاسوسي افسر په حيث معرفي کړے دے – ورپسې ”وادۀ ؤ نۀ شو“ او دې ناول ”کړکېچ“ کښې حېدرزمان د اؤړېدونکي کردار په حيث بئېل بئېل مهم کښې ښکاره کېږي- ډاکټر صاحب حېدرزمان د انګرېزۍ ژبې د جيمز بانډ د کردار په شان غوره کړے دے – حېدرزمان پښتنو کښې يو عام نوم دے - دې نه مونږ دا اندازه لګؤلے شو چې ډاکټر صاحب د خپلو ناولونو مرکزي کردار يو درون، سپېځلے، ديانتدار او فرض شناس پښتون ګڼي- په دې لحاظ ډاکټر طائزے پښتو کښې د جاسوسي، مهماتي او مافوق الفطرف ناولونو باني وۀ او اوس د جاسوسي ناولونو د سيريل باني هم شو–
دا کۀ ډاکټر صاحب د پاره اعزاز دے، نو پښتو ژبې د پاره هم انتهائ درنه پنګه ده –
”غونډے“ چې چاپ شو نو هغه وخت ځينو ملګرو دا خيال څرګند کړے وۀ چې دا پنځوس کاله آګاهو چاپ شوے دے – مطلب دا چې پنځوسو کالو کښې مشکله ده چې د پښتو ليکوال دې معيار ته ؤرسي! په دې موقع زۀ د دې ناول په هکله هم دا رائے لرم-
زۀ او اکثر ملګري دا فکر لري چې د ډاکټر طائزي د ناولونو موضوع دے ”پښتون او پښتونولي“، ژبه ئ پښتو ده خو سټائل ئ انګرېزي دے او معيار ئ عالمي دے-
پښتو او پښتونولۍ سره د ډاکټر طائزي صېب مينه دي نه څرګندېږي چې د عرفان، اسلم خان، شېربهادر خان او ماهرو غوندې د اوچتې پائ پښتانۀ د پښتو شعرونو ډرائنګ کښې لګوي او ياد ئ ساتي – او د شريف الدين غوندې منلے وکيل او د يو لوئ کارپورېشن منېجر د ملائېشيا او سنګاپور په جزيرو کښې د پښتو نغمو سره پخپله هم ګډېږي او د هغه ځائے د مختلفو نسلونو او مذهبونو نر ښځې هم ګډوي -
د ډاکټر صاحب د ناول کردارونه د بشري او فطري تقاضو سره سم روان دي – دې کردارونو نه بے موقعې او غېر معمولي واقعات نۀ پېښېږي – مطلب دا چې ډاکټر صاحب د کردارونو په رغؤڼه کښې د فطري غوښتنو او توازن خيال ساتي – د دوئ کردارونو کښې مافوق الفطرت زور او قوت نۀ وي او نۀ هر فن مولا وي، بلکې په فطري ډول خپل خپل منزل غوڅوي –
کړکېچ کښې د نورو ناولونو په نسبت منظر نګاري کمه ده- دې کښې suspense )ځنډ( ته زياته توجۀ ورکړے شوې ده- دې ناول کښې suspense دومره ژؤر دے چې لوستونکے لوستل شرو کړي نو پرېښودے ئ نۀ شي تر څو چې ختم کړے ئ نۀ وي -
زۀ د روزګار سلسله کښې څۀ موده سنګاپور کښې پاتې شوے ئم – ما چې دې ناول کښې د سنګاپور او ملائېشيا تاريخي او جغرافيائ پس منظر او د سياسي او سماجي حالاتو تجرئې ته فکر ؤکړو نو دا مې ؤمنله چې ډاکټر صاحب ناول هسې نۀ ليکي! مطالعه کوي او ډېر صحيح خدو خال پېش کوي –
د کړکېچ قيصه پېچېده ده خو ځائے په ځائے داسې پېوندکاري په کښې شوې ده چې لوستونکے شک او تردد کښې نۀ پرېږدي – زۀ به دلته د شريف الدين مثال ورکړم چې سنګاپور کښې د سکهـ په جامه کښې د سکهانو ګورو دے او ډانـس ماسټر دے – تر آخره لوستونکي ته دا د هندي فلمونو يو کيرکټر ښکاري چې هره لوبه کښې استاذ وي– خو په آخره کښې کله چې حېدرزمان ته حاجي عبدالرشيد د دۀ د وړوکوالي قيصه ؤکړي چې د فلانکي او ډينګړي د مور د ګډا پېښې به ئ کولې او څو څو واره ئ د فلانکي او ډينګړي د لاسه وهل هم خوړلي دي، نو لوستونکے قانع شي چې دا منصوعي نۀ دے بلکې پېدائشي لوبغاړے دے -
زۀ د ډاکټر طائزي صاحب شکريه ادا کؤم چې چاپ نه مخکښې ئ د ناول مسوده راکړه چې زۀ پکښې غلطيانې ؤلټوم، خو حقيفت دا دے چې ما لوستل شرو کړۀ، نو داسې ئ ځان سره يوړم چې غلطيانې پاتې شوې –
خو زۀ فکر کؤم چې دې کښې داسې غلطيانې نيشته چې د لوستونکي پام ؤنيسي –
زاهدالرحمان سېفي
پېښؤر
18 October 2009

 

١
د عرفان د بنګلې يو شين چمن کښې شوکت او عظمت – دوه په دوه – د کرکټ لوبه لګولې ده – عظمت غونډسکے وولي او شوکت ئ په بېټ وهي – غونډسکے په تاؤ کښې ځي د يوې کړکۍ شيشه ماتوي – د شيشې کړنګ سره شوکت په دواړو لاسونو بېټ ؤچتوي او يوه چغه ئ د خولې نه ؤځي ”چـهـکا“
عظمت پرې غږ کوي: ”د چهکا بچيه! شيشه دې ماته کړه! “
شوکت بې پروائ سره وائي:”د شيشې غم به انکل ګرين فلاور کوي؛ تۀ ورشه، بال راواخله! “
دې دوران کښې شين ګل رارسي، شيشې ته ګورې او غورېږي: ”خانانو بله شيشه ماته کړه؛ ورځه شين ګله، بابوګانو ته ئ بيا محتاجه کړې.... چې دا کوم خان ماته کړې ده! کۀ مادام بى بى پُښتنه ؤکړي نو زۀ به ورته څۀ وائم! “
شوکت:”انکل! شيشه مانه ماته شوې ده... نور دلته څوک دي؟ خو يو زۀ ئم او بل... “
شين ګل:”مور درنه زار...منم خان مې! تاسونه ماته شوې ده يا تاسو ماته کړې ده... يوه خبره ده.... “
عظمت ورته وائي:”شوکت جرم کړے دے او اقبال جرم هم کوي... هم دۀ ماته کړې ده.... نوره خوښه ستا! “
شين ګل د شيشې ټوټې ټولوي ـ شوکت پرې غږ کوي:”انکل، دا به بيا ټولې کړې... اوس مونږ لوبې ته پرېږده.... اخوا شه.... چرته خوږ نۀ شي! “
شين ګل:”ښۀ دې ووې مور درنه زار... دا هډوکي خو بانه غواړي- “
شين ګل په ملا لاس ږدي او روانېږي–
عظمت آواز کوي:”انکل! لږې اوبۀ راؤړه-“
شين ګل:”ډېرې اوبۀ ... د اوبو څۀ کمے دے –“
شين ګل روانېږي-
شوکت شين ګل نخښه کوي او ورو غوندې بال وهي– بال د شين ګل په ملا لګي– شين ګل په ټوپونو شي: ”وئ مورې! په رشتيا مې ملا ماته شوه...شيشه به بدله شي ... خو زما دا ملا! “
شوکت ورپورې ملنډې کوي:”تۀ اوبۀ راؤړه... ملا به دې هم بدله شي! “

٢
شين ګل ډرائنګ روم نه آئ ايس کارپوريشن ته ټېلېفون کوي– سيدجان ريسيور اوچتوي: ”آئ ايس کارپورېشن! “
”هلو.... څوک خبرې کے؟“ شين ګل په زوره غږ کوي –
سېد جان د شين ګل آواز پېژني:”ستا تابعدار... سيد جان اکاؤټنټ صېب...خدمت وايه! “
”سيد جان بابو صېب! ته ئ؟ “
”هو؛ زۀ ئم سېد جان بابو صېب... حکم کوه؟ “
دفتر کښې سېد جان سره ناست کريم خان پوښتنه کوي ”څوک دے؟“
سېد جان )د ټوقو په انداز کښې(:”آواز خو د شين ګل معلومېږي! “
”سېد جان بابو صېب رښتيا وائي، زۀ شين ګل خبرې کوم... زما ملا ماته شوې ده، څوک راؤلېږه چې بدله ئ کړي!“
سېد جان له خندا ورځي، خو کوشش کوي چې ځان قابو کړي: نو هسپتال ته ولې نۀ ځې؟
”ائے هئے... بابو صېب، مور درنه زار...زۀ د دې کور نه خوځېدے شم... تۀ چې مې هسپتال ته لېږي نو دا بنګله دې روغه نۀ ده خوښه.... “
سېد جان ورته د همدردۍ لهجه کښې وائي:”نو ستا د ملا علاج خو ما سره نيشته-“
شين ګل په چغو شي:”ائے ... هئے.... بيا دې راياده کړه! “
”دا څۀ ائے هئے دې جوړ کړي دي... زما خو درته زړۀ خراب شو... “
”مور درنه زار بابو صېب! ملا مې ټوک ټوک ده! “
”نو څۀ خدمت ؤکړم... هسپتال ته ځې نه... او دلته دې علاج کېږي نا.... “
”بيا وائي هسپتال ته لاړ شه... چې په دې سړي څۀ چل شوے دے؟“
دفتر کښې کريم خان په سېد جان آواز کوي:”بس ئ کړه سېد جانه...په ټېلېفون څوک د آدم خان درخاني قېصې نۀ کوي ... چې ډېر دې پرې زړۀ خوږېږي نو پوښتنې له ئ ورشه! “
”دا څوک نصيحت خان درته لګيا دے؟“
سېد جان جواب ورکوي:”ستا يار کريم خان دے!“
”ښه... کريم خان بابو صېب دے... زما سلام ورته وايه- “
سېد جان په اشاره کريم خان ته د شين ګل سلام وائي او هغه ورته ورو غوندې وائي چې زما سلام ورته وايه-
سېد جان:”ؤمې وې ورته...هغه هم سلام وائي...نور خدمت؟“
”مور درنه زار سېد جان بابو صېب... خدائے دې نور مۀ بدرنګوه!“
شين ګل خپل چرُت کښې لګيا وۀ او ريسيور ئ کښېخو- هلته سېد جان له غصه ورغله، ريسيور ته ئ ؤکتل، بېتوله کنځل ئ د خولې نه ؤوتل، او ځان سره ئ ؤوئېل: ”ولې دا اوس درته بدرنګ ښکارم! “ او په تاؤ کښې ئ ريسيور کښېخو-
بنګله کښې شامدام ډرائنګ روم ته راننؤځي او په شين ګل غږ کوي: کشر خان بيا شيشه ماته کړې ده- چاته دا پاتې مړے)ټېلېفون ته اشاره کوي) ؤکه چې...
شين ګل ته شيشه ورياده شي او وارخطائ کښې په ټېلېفون ورحمله شي – ډائل تاووي او هېلو هېلو کوي – دفتر کښې کريم خان ريسيور ؤچتوي: ”آئ ايس کارپورېشن! “
شين ګل:”هېلو؛ څوک خبرې کے؟“
”کريم خان ئم... خېر دې وي شين ګله! څۀ وار خطا شانې ئې!“
”کريم خان بابو صېب مور درنه زار، کشر خان بله شيشه ماته کړې ده...څوک راؤلېږه چې بدله ئ کړي“
کريم خان: ”در به شي-“
ريسيور کېږدي، خاندي او سېد جان ته مخ اړوي: ”دعا دې قبوله شوه... “
سېد جان حېران شي: ” د څۀ دعا! “
”تا نۀ وې چې د چايو پېسې مې هم جېب کښې نيشته! “
”په خدائے کۀ وي... کۀ يقين دې نۀ راځي نو تالاشي مې اخستلے شې-“
کريم خان: ” تالاشۍ ته ضرورت نيشته... ترکاڼ ؤلېږه چې شيشه بدله کړي- “
سېد جان موسکے شي او په مېز پرتې ټلۍ ته لاس وراوږد کړي-ګل شاه خان کمرې ته راننؤځي: ”حکم کوه صېب! “
”اول خو د چايو ؤوايه... ښې سټرانګ چائے.... ورسره سموسې.... ګرمې ګرمې.... او بيا.... “
کريم خان ئ خبره پوره کوي: ”د خان بنګلې ته ترکاڼ ؤلېږه چې شيشه بدله کړي.... “

٣
آئ عرفان او ايس ثريا
آئ ايس کارپورېشن يا آئ ايس سي د عرفان د خور وور کاروبار يوه کوچنۍ شان برخه ده چې ثريا ته ئ پرېښې ده او ثريا ځان د هغې مالکه ګڼي –
ثريا سوشل ورکر ده – د ټولنيزو چارو او خېر ښېګړو غونډو او ميټنګونو ته ځان رسوي او هرې غونډه کښې د څۀ نا څۀ چندې ورکؤلو اعلان کؤي –
ميډيا خوشاله ساتي چې د دې نقل و حرکت او بيانونه په ښه توګه خوروي – د هغې دفتر کښې اخبارونو رسالو نه د هغې باره کښې مواد تراشلے شي او فائلونو کښې کښېخودلے شي– ټېلېوېژن سنټرونو کښې پروګرامونو نه د هغو ټوټو بئېل سي ډي يا ډي وي ډي (DVD) جوړؤلے شي چې د دې شکل په کښې ښکاري –
ټولنيزو چارو د پاره ئ ځان له بئېل دفتر جوړ کړے دے – هغې کښې نورې عملې سره د هغې سېکتره نجمه هم ده چې ثريا سره د خپلولۍ او د دې د سخاوت نه ښه فائده اوچتوي –
دفتر د شوکت په نوم پلازا کښې په وړومبي پوړ دے – دفتر د پاره دوه مکمل سوئيټس نيولے شوي دي – د يو سويټ يوې لويه کمره کښې د ثريا دفتر دے؛ ورسره بله کمره نجمه نيولې ده او يوه کمره ملاقاتيانو د پاره ده –
د دوئم سوئيټ يوه کمره کښې سپرنټنډنټ او ورسره څلور بابوګان، يو قاصد او يو څوکېدار دے – يوه کمره کښې ريکارډ ساتلے شي- او درېمه کمره کښې قاصد او څوکېدار ووسې - دوئ د پلازې حساب کتاب هم ساتي او د ثريا د مصروفياتو او علاقه کښې د ټولنيزو، ادبي او فلاحي ادارو رېکارډ هم ساتي- د ثريا ملاقات د پاره چې څوک وخت غواړي نو سپرنټنډنټ د هغۀ او د هغۀ د ادارې په هکله يو مختصر نوټ ثريا د پاره تياروي چې هغه هغې ځائے ته تګ مناسب ګڼي کۀ نه! ثريا د هغې په رڼا کښې ملاقاتيانو سره خبرې کوي –
د آرټسټ پروموټرز جنرل سکرټري نثار له خوا خط راغلو چې د هغې اېسوسيئېشن صدر جاوېد ثريا سره ليدل غواړي – سپرنټنډنټ هغې سره يو نوټ برابر کړو چې ” جاوېد او نثار دواړه ټي وي سنټر کښې بدنام دي او يو پروډيوسر هم ورله کار نۀ ورکوي– دې اېسوسيئېشن سره څلور پنځۀ نور هغه آرټسټان دي چې د بلېک مېلنګ په وجه ورنه اکثر ملګري ډډه کوي! “
ثريا هغه نوټ ؤلوستو او هغو له ئ د ملاقات وخت ورکړو –
څنګه چې ثريا غوښتل دا خبره د ټي وي جنرل منېجر ته ؤرسېدۀ - هغه راغلو او دې سره ئ ملاقات ؤکړو -
جاوېد او نثار په ټاکلي وخت راغلۀ – ملاقات ؤشو، خو ثريا د هغو پروګرام کښې حاضري ورکولو نه بخښنه ؤغوښته –

٤
د عرفان پارټنرز کښې يو شېربهادرخان دے – هغۀ سره ښځه روغه ده، نو کار سره سره د دوئ کور کښې سکون دے – عرفان د دوئ ژوند ته پسخېږي– شېر بهادرخان خو به ډېر نۀ ورتلو، ولې چې د عرفان پته نۀ لګېده = خو عرفان - کله به چې ضرورت پېښ شو يا به ستومانه شو - د شېر بهادرخان کور ته به ورغلو –
د شېر بهادرخان ډرائنګ روم کښې په يو ګوټ کښې يو مېز باندې يو قيمتي چوکاټ کښې د رحمان بابا او بل ګوټ کښې هم هغه شان قيمتي چوکاټ کښې د خوشحال خان خټک ښائسته تصويرونه لګېدلي دي – هر يو سره يوې خوا ته او بلې خوا ته په مېزونو هم هغه شان قيمتي چوکاټونو کښې د هغوئ شعرونه په ښکلي خط کښې ليکلے شوي دي –
عرفان به چې ډرائنګ روم ته ننوتو نو اول نظر به ئ د رحمان بابا او خوشحال خان په تصويرونو اچولو او بيا به يو څو لحظې ولاړ وۀ شعرونه به ئ لوستل – آخر کښې به ئ دا شعر وئېلو:
خوب خنــدا په بې غمۍ کــېــږي رحـمــانَ
هر چې تا غوندې غمژن وي، څۀ به خوب کا
د دۀ د خولې نه دا شعر څو واره شېر بهادرخان او ماهرو اؤرېدلے وۀ – ماهرو خو يو ځلې اراده کړې وه چې دا شعر هم داسې يو چوکاټ کښې ؤلګوي، خو شېربهادرخان منع کړې وه چې دا شعر هغه په ښۀ زړۀ نۀ وائي– په دې ښځې خاوند له خاموشي پکار ده –
عرفان او شېر بهادرخان به چې هر کله او هر ځائے يو ځائے شو نو ګېلې مانې او د تلي وخت خبرې به ئ کولې– ماهرو به چې مينځ ته راغله نو خبرې به ئ لا خوندؤرې شوې –
عرفان چې د ډرائنګ روم په درشله قدم کښېخو او د رحمان بابا او خوشحال خان تصويرونو ته زېر شو نو شېر بهادرخان ورته هرکلي ته ولاړ وۀ – خو تر هغې دواړو يو بل ته څۀ نۀ وئېل، تر څو چې عرفان شعرونه لوستي نۀ وو او ورسره ئ دا شعر وئېلے نۀ وۀ
خوب خندا په بې غمۍ کــېــږي رحمانَ
چې په زړۀ ئ د يار غــم، څــۀ به خـــوب کا
د شېربهادرخان د خولې نه ؤختل:شعر درنه غلط شو!
”مطلب ئ يو دے!“
او بيا دواړو لاسونه ورکړۀ ورغاړه وتل– شېربهادرخان ؤئې: ” ډېره موده پس دې پېښه ؤ نۀ کړۀ! “
”تۀ کوم سحر ماښام راروان ئې!“
دوئ کښېناستل چې ماهرو پتنوس په لاس راغله، عرفان ته ئ ستړي مشي ؤوئې او پتنوس ئ کښېخو- درې واړه صوفو کښې کښېناستل – يوه کښې شېربهادرخان او ماهرو او په بله کښې عرفان – هر يو پتنوس نه يو ګلاس اوچت کړو– يو جګ کښې اوبه وې او بل کښې شربت – عرفان خو اول نيم ګلاس اوبۀ ؤڅښکلې او بيا ئ ګلاس شربت نه ډک کړو، وئيلې: ”شېربهادر خانه! زۀ چې د دنيا کوم ګوټ کښې سافټ ډرنک راغواړم نو ماته د مارو خور د لاس شربت ياد شي.... خو دا راته ووايه چې هغه ورېره مې نۀ ښکاري! “
شېربهادرخان: ” ستا دا خور هغه مصروفه ساتي! “
عرفان: ” مارو خور... خوښه دې نۀ ده چې زمونږ دا دوستي په خپلولۍ بدله شي! “
شېر بهادرخان فکر من شان ماهرو ته ګوري- ماهرو موسکۍ شان خو سنجيده انداز کښې وائي: ” عرفان ورور! تجويز ښۀ دے...خو! “
عرفان )موسکے(: ” خو.... په دې خو دې پوئ نۀ شوم! “
ماهرو: ” خفه کېږئي مه... خبره ښه ده خو وخت نه مخکښې ده ... هلک او جينۍ دواړه واړه دي ... کۀ مونږ خپلو کښې خبره پخه کړه او سبا ئ سر ته نۀ شو رسولے... نو.... “
عرفان: ” زۀ دې commitment ته تيار ئم! “
ماهرو: ” زما په خيال خو دې نه ښه بله رشته نۀ شي کېدے، خو داسې وعدې نه مخکښې سوچ پکار دے! “
عرفان: ” ستا او د شېربهادرخان خويونه بدل نۀ شو- زما هره فېصله پخه او هر عمل زړؤر وي... ما خبره ؤکړه... تاسو ئ کوئي کنه، خوښه ستاسو! “
شېربهادرخان موسکے شو: ” چې تا فېصله کړې ده نو مونږ په کښې څۀ ؤئېلے شو! “

٥
ثريا د کور نه وتو د پاره تياره ده چې شين ګل راننؤځي: ”مادام بي بي! بهر څوک مېلمه دے...وئي زۀ عبدالمنان خان ئم!“
ثريا تردده شان شي خو څنګه چې دهغې عمل دے د مخ په آثارو داسې بدلون راولي چې مخاطب پرې دوکه خوړے شي-
شين ګل ورته زېر وۀ - د دې په مخ کله موسکا خوره شوه خو د هغې شاته د تردد احـساس برېښېدو-
کله چې ثريا ورته اشاره ؤکړه چې رائېوله.... نو د هغۀ په مخ هم د لباسي موسکا چپه خوره شوه، او سړے ئ ښۀ په جې جان راوستو –
سړي را تلو سره په ډېرې بے تکلفۍ په ثريا آواز ؤکړو:"د ترور لورې ډېره موده پس مو ملاقات ؤشو! "
ثريا شين ګل ته اشاره ؤکړه چې چائے راؤړي – هغه چايو د پاره لاړو او دا دواړه مخ په مخ کښېناستۀ-
” ښه د ترور لورې! تا چې دانوم بدل کړو نو خدائے شته په ما ښۀ ؤ نۀ لګېدو... ما وې ګوره دا بدر جمال څومره ښۀ نوم دے او دې هېڅ بے هېڅه دا پرېښو او ثريا نوم ئ کښېخو... خو اوس سوچ کوم چې داسې ماحول کښې او ستا سټېټس سره واقعي دا بدرۍ نوم ښۀ نۀ لګي! “
ثريا ورته غوږ اېښے دے او د تحمل مظاهره کوي –
” هر خوئ دې بدل شوے دے خو دا ښه ده چې خپل خپلوان دې نۀ دې هېر کړي! “
شين ګل د چايو پتنوس راؤړي په مېز ئ کښېږدي- ثريا ورته اشاره کوي، هغه واپس ځي – خو دې دوران کښې ئ د منان د خولې نه څۀ واؤرېدل لکه:
”هر چا سره دې ښېګره کړې ده ... خو يو زۀ دې هېر کړے ئم.... خېر زۀ خو طمعه لرم چې ما له به هم څۀ کار ؤګورې!“
شين ګل لاړو او منان ځان له چائے جوړې کړې او ګوټلې ئ – ثريا ترې پوښتنه ؤکړه: ” ستا تعليم څۀ دے؟ “
منان: ” دې چايو ډېر خوند راکړو... هن... تعليم.... ما د ايم اے انګلش سرټېفېکېټ اخستے دے! “
ثريا: ” ايم اے دې کړے دے که سرټېفېکېټ دې اخستے دے! “
منان ځان ته بله پيالۍ چائے جوړوي: ” ؤئېلے مې دے خو پاس کړے مې نۀ دے... البته سرټېفېکېټ مې اصلي دے! “
ثريا: ” آ څنګه! “
منان: ” زمونږ آ کليوال سرفراز چې اېجوکېشن ډپارټمنټ کښې بابو دے... هغه زر روپۍ اخلي او سرټېفېکېټ جوړوي... ښۀ مکمل او اصلي، چې افسرانو پرې دستخطونه کړي وي ! “
” ستا خو نوکري شته کنه! “
” هغه څۀ نوکري وه! هغه ما پرښې ده! “
منان يو پرائېوېټ فرم سره کار کولو- جوارۍ کښې ئ پېسې بئېلې او د فرم حساب ئ نۀ شو پوره کولے- د فرم واکدارانو ورسره دا ښۀ ؤکړۀ چې پوليس له ئ ور نۀ کړو، خو د فرم نه ئ ؤوېستو-
ثريا: ” نو تۀ څنګه نوکري غواړې! “
”هر قسم چې وې خو سرکاري! خبرې د سرکاري نوکرۍ کوه چې يو ځل دې نوم ؤليکلے شي نو بيا ټول عمر ئ خوره څوک ئ پُښتنه نۀ کوي... زمونږ کلي کښې ګورې نه، بابو دے کۀ لائن مېن...هر يو خپلې هټۍ ته ناست دے او مياشت په مياشت ځي دستخط کوي او تنخوا جېب ته اچوي! “
”داسې نوکري چې وي، نو زۀ به چاته ؤوائم... اوس خو نۀ ئم خبر چې داسې نوکرۍ چرته شته! تۀ معلومات کوه چې پته درته ؤلګي نو ماته ؤوايه! “
”د ترور لورې! نوکرۍ ډېرې خو پېسې غواړي-د هرې نوکرۍ خپله بيه ده- تېرو ورځو کښې د لائن مېن په يوې وېکنسۍ برتي کېدله– هغې د پاره بولې ؤلګېده او جبارے په پنځوس زره لاړو برتې شو-اوس په کور ناست خپله رکشه چلوي او تنخوا خلي! “
”زۀ به ګورم خو ته هم خيال ساته! که هغه وخت دې ماته ؤوئېلے وے نو ما به چاته وېنا کړے وے!“
”د ترور لورې! يو بل کار ؤکړه - تر څو چې داسې نوکري نۀ وي نو خپل دفتر کښې راله ځائے راکړه – ستاسو منېجر په چوټۍ دے د هغۀ تر راتلو به هلته کار کوم! “
ثريا خپل دفتر ته ټېلېفون ؤکړو او سېد جان ته ئ ؤوئېل چې منان خان درځي د شرېف الدين د چوټۍ دوران کښې به منېجر وي- تعاون ورسره کوئي –
کله چې منان رخـصت شو او دروازې نه وتو نو شين ګل ورته مخه ښې د پاره ولاړ وۀ – منان ځان سره غورېدو: ”دے به رانه واپس دې دفتر ته رانۀ شي... “

٦
د عرفان بنګله په پنځۀ کناله کښې خوره ده – په کښې ډېرې کمرې او چمنونه دې – خو دې بنګله کښې د عرفان بېډ روم او د ثريا بېډ روم ته د شين ګل، خيال جانې او شامدام نه بغېر بل څوک نۀ شي ورننوتے – هغوئ هم هغه وخت دننه ورځي چې د کمرې مالک يا مېرمن کمره کښې وي- نور نوکران ډېر دي – هر چا ته خپل خپل کار سپارلے شوے دے – او د بنګلې خپل ناظر دے- خو شين ګل پکښې خاص دے –
منان لاړو او ثريا هم د کور نه ؤوته - شين ګل عرفان خبر کړو چې زۀ درځم – هغۀ اجازت ورکړو –
شين ګل د کوره ؤوتو - بس سټاپ نه يو څو قدمه ورتېر شو– هلته ؤدرېدو او موټر ورسره برېک ؤوهلو دے په کښې سور شو – د عرفان لوئ صفا سوتره دفتر ته ننوتو او د عرفان په اشاره مخامخ په کرسۍ کښېناستو – نائب قاصد چائې راؤړې او ؤوتو- شين ګل عرفان ته د منان او د ثريا د ملاقات تفصيل بيان کړو – په داسې وخت او داسې خبر کښې شين ګل د خپل طرف نه کمے زياتے نۀ کولو، خو دلته لګيا وۀ: ”خان! دې موشادې ته ئ چې ما ؤکتل نو دې زړۀ راته ؤئېل چې يوه داسې تتوړه ترې تېره کړه چې تر مادام بي بي رسي نو د پېژندګلو د کوره ؤتے وي – خو بيا راته زړۀ ؤئېل چې د مادام بي بي څوک خپل به وي ځان له به څۀ له کار ګوري… خان هغه خپل ؤختل… نوکري ئ غوښته … او چې د کوره وتو نو ؤئېلې ”دے به رانه دې دفتر ته واپس رانۀ شي!“
عرفان سوچ کښې وۀ – شين ګل چې خبره ختمه کړه او چائے ئ ؤګوټلې نو عرفان رخصت ورکړو– هم هغه موټر کښې بنګلې سره نزدې بازار کښې کوز شو او څۀ سبزي ئ واخسته او بنګلې ته ننوتو –
عرفان څۀ وخت سوچ نه پس آئي ايس کارپورېشن ته ټېلېفون ؤکړو- هلته سېد جان اوچت کړو – عرفان پوښتنه ؤکړه: ”منېجر صېب څۀ شو؟ “
سېد جان: ”سرجې! هغه خو پرونه راسې په چوټۍ دے-“
”د هغۀ په ځائے څوک کار کوي؟ “
”سرجي! مېډم څوک رالېږلے دے، خو لا دفتر ته نۀ دے راغلے!“
ټېلېفون بند شو-
عرفان يوې لوزنامې جوړولو د پاره اسلم خان اېډوکېټ راغوښتے وۀ خو هغۀ ته ئې ټېلېفون ؤکړو چې بلې ورځ ته راشي –عرفان رېسيور کښېخو او بيا ئ اوچت کړو لکه خوب ؤړے وي– هم په داسې حالت کښې ئ نمبر ووهلو او ظفر ته ؤوې چې فوراً دفتر ته راشه –
ظفر راؤرسېدو چې عرفان ته ئ ؤکتل نو وار خطا غوندې شو خو حوصله ئ ټينګه کړه – مخامخ کرسۍ کښې کښېناستو- عرفان ورته ؤوې: ” شريف الدين ؤلټوه او خپل کور نه ئ لرې ؤ ساته- هوټل کښې ورله کمره ؤنيسه او پاسپورټ ورله جوړ کړه چې سنګاپور ته لاړ شي! “
ظفر ښه ؤکړۀ او دفتر نۀ ووتو-شريف الدين خپل ارهټ کښې وۀ هلته نه ئ موټر کښې کښېنولو چې کور خبر ورکړي چې”زما پُښتنه که چا کوله، ورته وائي چې کراچۍ ته تلے دے!“ - بيا ئ يو هوټل ته بوتلو او هلته ئ خبر کړو چې عرفان خان د هغۀ باره کښې څۀ حکم کړے دے! څنګه چې ظفر حېران وۀ داسې شريف الدين هم حېران شو!

٧
خيال جانه باورچې خانه کښې سبزي پرې کوي او ځان سره ګوڼېږي – شين ګل راځې او وروستو نه ئ په سترګو لاسونه کېږدې – خيال جانه له وېرې چاړۀ په لاس ټوپ شان وهي او د خولې نه ئ ”وئي“ چغه ووځي– شين ګل د هغې لاس کښې چاړۀ ته ګوري نو وېره پرې راشي - آواز پرې ؤکړي: ”چاړۀ ته دې خيال کوه!” او سترګې ورله خلاصوي – خيال جانه په زړۀ لاس کېږدې: ”زما خو هم دغه زړۀ وۀ!“
شين ګل نېغ شان شي: ”مور درنه زار... ما ستا زړۀ کتو! “
خيال جانه په خندا شي: ”ما ته هم ستا زړۀ معلوم شو! او... “
او بيا چې خيال جانه خپل کار ته مخه اړوي نو پُښتنه کوي: ” څۀ شوې دي چې داسې وار دې خطا شوے دے؟ “
شين ګل ځان ته ګوري: ”زۀ خو سم دم ئم... زما خو وار نۀ دے خطا شوے ... چا درته ؤوې چې ګنې زۀ وار خطا ئمه! “
خيال جانه چاړۀ ورته نيسي: ”چا راته ؤئېلې نۀ دي...ستا دا موشاده حال وائي! “
”ښا، نو تۀ اوس زما موشادې ته ګورې... زما په موشاده څۀ شوي دي... زۀ خو اوس هم ډېرو بې وطنه شهزادګانو نه ښۀ ئم... لکه ته چې راته )خوله ورانه شان کړي( د ډېرو ښاپېرو نه ښائسته ښکاري! “
خيال جانه موسکۍ شي ”حال دې راته ؤنۀ وې!“
”هن؛ حال درته وېم، خو چې بل بنيادم درنه خبر نۀ شي! “
”دا زۀ درته ډنډورچې ښکارم! “
”ډنډورچې نۀ ئ خو مور درنه زار، د ښځو خوله کښې خبره نۀ ټينګېږي! “
”نو مۀ ئ وايه... “
” وئېمه درته- خفه کېږه مه - چې دا چل درته چا ښولے دے چې په نۀ څۀ خبره بوټه شې! هن... خبره مې دا کوله چې هغه شريف منېجر صېب نۀ دے ... هغۀ خو د دفتر نه پنځوس لکهه روپۍ غېبې کړي دي او پخپله ورپسې هم غېب شوے دے...“
د خيال جانې سترګې د حېرته ارتېږي ”پنځوس لکهه... دې څوانيمرګ ته دا زړۀ څۀ وې! خپل ټول عمر ئ خراب کړو... دے څۀ وائي چې ګنې خان نه به چرته ځان پټ کړم... زمونږ د خان خو د دنيا هر ګوټ ته لاس رسي...کۀ په لاس ورغلے نو ... “
”بس... سا واخله! “
څۀ وخت پس منان دفتر نه ثريا ته ټېلېفون کوي او ورته وائي: “د ترورۍ لوري... تا خو ځان نه د ګوړې چکۍ جوړه کړې ده هر خوا درنه ماشې مېږي تاؤ دې خورې دي... هغه شريف خو دې کارپورېشن له ستن وهلې ده! “
ثريا: ”څۀ شوي دي؟ “
منان: ”ما وې، تۀ به خبرئ!هغۀ خو پنځوس لکهه روپۍ اوړي دي! “
ثريا حېرانه شي... ”دا درته چا ؤوې؟“
منان: ”بهرنغارې غَږېږي او ته د هاتهي غوږ کښې اوده ئ! “
ثريا هم هغه وخت په ټېلېفون عرفان خبروي او عرفان ترې پُښتنه کوي چې څنګه خبر شوې؟ ثريا ورته وائي چې دې نوي منېجر خبر کړې يم... عرفان ريسيور کېږدي او ځان سره وائي: ”دې نوې منېجر خبر کړې ده! “

٨
خبر وزرې وکړې- سحر ټولو قومي او مقامي اخبارونو خور کړو– خبر يو وۀ خو د لوستونکي نظر راښکلو د پاره سب اېډېټرانو په کښې خپل خپل هنر پېرلے وۀ –
خبر څۀ داسې وۀ:
آئ ايس کارپورېشن کښې د لکهونو روپو غبن
شريف الدين لس کاله د کارپورېشن منېجر وۀ
د شريف الدين د چوټۍ دوران کښې چې کوم نوے منېجر مقرر شو، هغه په دوو ورځو کښې غبن برڅېره کړو
تحقيقات روان دي چې دې لسو کالو کښې شريف الدين نور څومره غبن به کړے وي –
نوے منېجر عبدالمنان خان د د ې خبرې تصديق کوي؛ ميډم ثريا هم ترديد نۀ کوي – البته عرفان احمد خان سره رابطه نۀ ده پېدا شوې-
د شرېف الدين پته نۀ لګي- د ځينو ذريعو مطابق کراچۍ ته تلے دے - د هغۀ د کور خلق هم وائي چې يو سړے ورپسې راغلو، هغۀ سره ؤوتو او بيا کور ته راننوتو او دومره ئ ؤوئېل چې زۀ کراچۍ ته ځم = خو هغې نه پس ئ کور سره رابطه نۀ ده ساتلې –
د شريف الدين ښځه وائي چې هغې هېڅ کله د هغۀ د لاسه داسې غلط کار نۀ دے لېدلے – د کور مالت خلق هم د شريف الدين د کړو وړو باره کښې ښه رائے لري–
البته يوه ذريعه چې نوم ښئيل مناسب نۀ ګني وائي چې شريف الدين څو کالو راسې کراچۍ کښې چا سره کاروبار کښې شريک شوے وۀ – کارو بار ښۀ روان وۀ – شريف الدين به کارپورېشن نه پېسې وېستې او هلته به ئ لګولې، د هغې ګټې نه به ئ هغه رقم واپس کارپورېشن ته رسولو– خو تېرو ړندو هنګاموکښې د هغوئ ګودامونو او د پټرولو پمپ اور واخستو- ټول مال ؤسوزېدو او د شريف الدين شريکوال هم مړ شو– کراچۍ کښې ځينې ميشته کاروباري خلقو په شريف الدين او د هغۀ شريکوال باندې دعوىْ کړې ده چې د هغوئ څۀ د پاسه يو کروړ روپۍ دوئ سره بند دې–

٩
حېدرزمان دفتر کښې اخبارونه مخې ته اېښې دي، مخامخ دېوال ته ئ سترګې بقې نيولي دي او په ګوتو شمېر کوي– ډپټي انسکټر جنرل پوليس )کرائمز برانچ( منظور عالم دفتر ته ننؤځې او د حېدر زمان مخې ته کښېني– هغه وخت ورته د حېدرزمان خيال شي، ؤدرېږي او سلام ؤکړي – منظور عالم موسکے شي او اشاره ؤکړي چې کښېنه –
منظورعالم: ”زۀ پوئ شوم چې تاسو به نن دې اخبارونو پسې ئې! څۀ خاص نکته دې په کښې ؤمونده کنه! “
حېدرزمان: ”سر! نکتې ډېرې...خو خپلو کښې ئ جوړ نۀ راځي! “
منظورعالم: ”نو وخت پرې څۀ له خرابوئي... چا رپورټ خو نه دے درج کړے چې پُښتنه به ئ ؤ شي! “
حېدرزمان: ”سر! رپورټ درج دے-“
منظورعالم :” چا درج کړے دے؟“
حېدرزمان )راښکلې لهجه کښې( ”عبدالمنان خان! “
منظورعالم : ”عرفان او ثريا څۀ وائي! “
حېدرزمان: ”سر! ثريا خو هر څۀ چې وائي، خو د عرفان رويه راته مشکوکه ښکاري... “
بله دا چې
يو څو ورځې مخکښې کراچۍ کښې د صوابۍ د يو اوسېدونکي شريف خان د پټرولو پمپ ته چا اور اچولے وۀ– يو جلوس ؤتے وۀ، چې پمپ ته نزدې شو نو شريف خان خپل سړي پمپ نه ؤوېستل– هغه وخت د هغۀ ځوئے معظم چې په کېمره مېن مشهور دے د جلوس تصويرونه وېستل– هغې جلوس نه دوه هلکان بئېل شو او پمپ ته ئ اور واچولو– جلوس چې تېر شو او فائر برېګېډ راغلو اور ئ مړ کولو نو شريف خان د هغې جلوس فلم ته ناست کښېناستو او هغه دوه هلکان ئ په ګوته کړۀ- د هغو کورونه ئ معلوم کړۀ-
هم په هغه شپه د هغۀ سړي هغو کورونو ته ورغلل د هغو کورونو دروازې ئ ماتې کړې، هلکان ئ پاسؤل او د خپلو خپلوانو مخکښې ئ پرې د خاؤرو تېل واچول او تېلے ئ ورته کړو– هغه سړي هغه علاقه کښې د تر هغې موجود وو چې پوليس راغلو، فائر برېېګېډ راغلو او اور ئ مړ کړو – خو د دواړو کورونو لوئ واړۀ سؤزېدلي وو –
دلته چې پوليس او فائر برېګېډ په خپل خپل کار بوخت وو، نو شريف خان د هغو هلکانو د ډلې مشر ته په ټېلېفون خبر ورکړو چې ورشه د خپلو ”باتورانو“ حال دې ؤګوره- او ورسره ئ دړکه ورکړه چې سبا ماسپخين څلور بجو پورې د پمپ تاوان پنڅوس لکهه روپۍ راؤرسوه کنئې....
” سر! دې نني خبر کښې ماته کراچۍ کښې د شريف الدين د کاروباردا پېوند ناجاڼه شان ښکاري! “
منظورعالم: ” ستاسو خبرو نه معلومېږي چې آئ اېس سي کښې څۀ کېچړے پښېږي! “
حېدرزمان: ”سر!خبره داده چې د دې کارپورېشن حساب کښې پنځوس لکهه روپۍ څۀ اهميت نۀ لري! نۀ پوهېږم چې دا خبر د کوم ځائے نه روان شوے دے او مقصد ئ څۀ دے؟ ما ته خو دا د يوې فتنې زړے ښکاري! “

١٠
عرفان خپل دفتر کښې ناست دے - اسلم خان راځي – د هغۀ منشي شريف خان پرسنل اسسټنټ سره د هغۀ کمره کښې کښېني او اسلم خان دننه ورځي – دعا سلام نه پس چې عرفان په خپله کرسۍ کښېناستو اواسلم خان ورته مخامخ ، نو وړومبے سوال اسلم خان د کارپورېشن د غبن باره کښې ؤکړو-
عرفان چې د سترګو لاندې اسلم خان ته کتل پُښتنه ؤکړه ”ستا څۀ خيال دے؟“
”زۀ په کښې څه ؤئېلے شم! خو آبله ورځ چې تاسو ماسره ملاقات منسوخ کړونوماته څۀ شک پېدا شو چې څۀ به وي چې زمونږ ملاقات کښې خنډ شو-“
”اسلم خانَ! ته چې راتلې نو ماوې چې دے به هم دې نه بحث شرو کوي! دې نه مخکښې اول شېربهادرخان راغلے وۀ- ورپسې يو بل سړے راغلو چې ځان ئ “محمود” معرفي کړو او وئېلې چې زۀ حېدرزمان رالېږلے ئم! ما هغه مخکښې نۀ وو ليدلے نو حېدرزمان ته مې رِنګ ؤکړو او هغوئ تصديق ؤکړو-“
اسلم خان وې: ”زۀ ميجرمحمود پېژنم- سګنل کور کښې مېجر وۀ – هغې نه انټے ليجنس بيوريو ته بدل شو - دلته څۀ وخت اسسټنټ ډائرکټر وۀ – بيا څۀ موده په سفارتي عهدو پاتې شوے دے– “
”محمود صېب ډېره شېبه ناست وۀ- ما ؤ منله چې انټے لېجنس د پاره داسې سړے پکار دے! زۀ په دې معامله لا پخپله دومره نۀ ئم پوئ چې تا سره پرې خبرې ؤکړم – ما د شريف الدين د کور نه معلومات کړي دي: هغوئ وائي چې هغه څۀ کار پسې کراچۍ ته تلے دے، هغه چې واپس شي نو پته به لګي!”
”او کۀ رانغلو! “
”نو بيا به څۀ نورې چارې لټوؤ! خوپه دې وخت زۀ دې کښې څۀ ؤئېل نۀ غواړم-“
اسلم خان: ”د کراچۍ خبره خو اخباروالاؤ هم کړې ده،خو هغوئ ورله څۀ بل بل شان رنګونه ورکړے دے!“
عرفان موسکے شي: ”اخبار والا خو پرېږده، هغوئي خو خبر پسې ګرځي نا خبر جوړوي- دا خبره به پرېږدو... هغه لوزنامه ؤشوه! “
اسلم خان: ”هغې کښې آئ يو بلډرز (I.U. Builders) د يو څو نکتو وضاحت غوښتو– هغو کښې څه خاص خبره نۀ وه – هغه ورسره ظفر سپينه کړه او لوزنامه ؤشوه- خو ما اؤرېدلي دي چې دې کښې شېر بهادرخان هم بولي ورکړې وه! “
”هغه زورؤر سړے دے- چې تا دا ټهيکه غوښته نو ما ته به دې وئېلے وے، ما به بولي نۀ وے ورکړے ... زۀ خبر شوم خو هم په هغه ورځ!“
”دا ټوقه شېر بهادرخان سره هم شوې ده-هغه هم نۀ وۀ خبر چې ستاسو د طرفه بولي ورکړے شوې ده-“
عرفان: ”شېربهادرخان ګرم نۀ دے– ما دې ټهېکه کښې خپل، د ظفر يا د فرم د بل چا نوم راوستل نۀ غوښتل-“


عرفان د بنګلې خوا کښې خادمانو له پنځۀ پنځۀ مرلې کورونه جوړ کړي دې – د بنګلې لوئ دروازې سره يوې خوا ته د ناظر دفتر دے – ورسره د شين ګل او شامدام بئېل بئېل اووه اووه مرلې کورونه دي – د شين ګل خپل نوم شېر محمد دے – لسم پاس دے – پلار ئ د عرفان د پلار غوره خادمانو کښې وۀ- عرفان په دۀ ډېر پام ساتي-
شامدام وادۀ نۀ دے کړے– هغه له چې مور پلار په شپږ زره ولور کښې کومه جينۍ غوښتې وه هغه بل ځائے واده شوه ولې چې د دۀ مور پلار په داسې وخت کښې مړ شو چې د دۀ لا شونډه شنه نه وه! ولور د پاره پېسې پوره کول خو يو خوا هغه خپل ځان نۀ شو ساتلے– شين ګل ځان ته نزدې کړو او ځائے ئ ورکړو-
د بنګلې ډرائنګ روم کښې شامدام او شين ګل په صوفو ناست دي او خيال جانه ورله کِچن کښې چائے جوړوي- عرفان، ثريا، شوکت آو عظمت چې بهر وي نو بنګله د شين ګل وي-
خيال جانه راځي پتنوس په مېز کېږدي، هر يو ته پيالۍ مخې ته، او هرې پيالۍ کښې يشېدلې چائے اچوي او بيا کاشوغه اخلي چې چينې ورکښې ګډ کړي – شامدام نه پُښتنه کوي: ”شاه محمودخانَ! تاته څومره چيني! “
شين ګل خاندي: ”مور درنه زار، دے شاه محمود خان ځۀ پېژني! شامدام ورته وايه-“
شامدام: ”بابي! دا پُښتنه مۀ کوه خو وراچوه چې څومره پيالۍ مني! چائے چې خوږې نۀ وي نو هغه هم څۀ چائے وئ! “
شين ګل: ”آخر څومره؟ “
شامدام: ”چې ډکے په کښې نېغ ؤدرېږيدے شي! “
شين ګل مخ داسې ګونجې کړي لکه زړۀ ئ راډک شوے وي او څرخؤل غواړي – يو دوه اوچې باکۍ هم کوي – سترګې ئ نوژنې شي - کوشش کوي چې ځان راټول کړي خو نۀ راټولېږي – شامدام ورته برند برند ګوري، آخر ئ په اوږه لاس کېږدي: ”اے شين ګل کاکا! دا څه درباندې ؤشو، زما خو دې زړۀ خولې له راوستو! “
شين ګل سترګې په ګوتو پاکوي او وائي: ”شامدامه؛ مور در نه زار! چرې په خپل کور دې هم دومره خوږې خښکلي دي کۀ ما نېستۍ ته کښېنوې! “
شامدام خاندي، دواړه ښپې اوچتوي او صوفې د پاسه پتلۍ غزوي– خيال جانې نه چينې پاتې شي او ورسره کرسۍ کښې کښېني– شين ګل پُښتنه کوي: ”شامدامه؛ دا څۀ پورې دې ؤخندل! مونږ هم لږ پوئ کړۀ که د خندا خبره وي چې مونږ هم دسره ؤخاندو! “
شامدام: ”زما کور کوم دے چې د چينو او ګوړې حـسابونه به کوم! “
شين ګل: ”وئي د مېرې غزه )خيال جانې ته( خيال جانې ته هم لږ ؤخانده چې په ما دا خندا ؤلګي! “
خيال جانه غلې ناسته ده لکه د دوئ خبرو ته سوچ ؤړې وي – د شين ګل غږ سره ناساپه په ژړا شي...
شين ګل او شامدام دواړه ورته ورټېټېږي او غبرګ آوازونو کښې وائي: ”دا په څۀ؟ “
خيال جانه: ”دا د خندا خبره ده چې په ويړه دنيا کښې خپله يوه جونګړه هم نۀ لرلو! “

١٢
شوکت او عظمت چرته لوبې له تلي وو– د مېچ په دوران کښې تماشبينو کښې جګړه ؤنښته – لوبه ختمه شوه او هر چا مېدان نه ښپې وېستې – شوکت او عظمت هم خپل موټر ته ختلي نېغ کور ته راغلي دي– دلته ډرائنګ روم کښې ورته د لوږې احساس ؤشو، نو پاسېدل کِچن نه ننوتۀ او لټون ئ شرو کړۀ -
په دروازه چا شين ګل ته ؤوې چې خانان دې راغلي دي! هغۀ ټوقه ؤګنله ؤئېلې: ”هغوئ تپاڼې اخستې دې، لوبې ته تلي دي... دوه درې کړي ئ چې نۀ وې وهلي نو کور ته نۀ راځي... او... ځان پوئ که... “
خيال جانې د کور مخې ته د باغ نه يو څو ډکي پودينه شوکولې ده په خپل چُرت او چال کِچن ته روانه ده –
عظمت يوه کرسۍ راښکلې ده، هغې د پاسه ولاړ دے چې برني تاخونه ؤګوري- د هغۀ لاس ته يوه پيالۍ راغلې ده - هغه ئ په لاس کښې ده چې کرسۍ بېتوله شي او په خوځېدو شي– عظمت ځان ټينګولو خو خوند ئ ؤ نۀ کړو او لاندې ئ ټوپ کړو– دے خو نېغ ؤدرېدو خو پيالۍ درشله کښې د خيال جانې ښپو کښې پرېوته –
خيال جانې پودينه په موټي کښې نيولې، موټے سينې له راواچولو او د خولې نه ئ ؤختل: ”ما کونډه کړې خدايه! دا خو د سېټ پيالۍ!“
وروستو پرې شين ګل آواز ؤکړو: ”مور درنه زار خيال جانې؛ ځان ته داسې په خرت خېرې مۀ کوه- کۀ خېرې کے، نو ماته کوه چې شين ګله خدائے دې کونډ کړه! “
شوکت د کِچن يو ګوټ نه غږ کوي: ”پيالۍ څنګه خپله مېرمن پېژي، نېغه د هغې ښپو کښې پرېوته او خپل فرياد ئ ورته ؤکړو...دا ښه ده چې خيال جان انټې په موقعه راغله کنئ دا فېصله چيف جسټس هم نۀ شوه کؤلے چې دا پيالۍ د چا د لاسه ماته شوې ده! “
بلې خوا ته عظمت ښپه په ښپې اړولې د خيال جانې او شين ګل اېرو ته نوکونه ټکوي-
خيال جانه شين ګل ته مخ ګرځوي او لکه غصه په هغۀ ؤباسي... ”تم راؤ رسېدې!“
شين ګل خاندي: ”او کنه مور درنه زار، ما وې کۀ څۀ ښه بده وې نو په خانانو خو غصه کؤلے نۀ شي، نو ځه تۀ ورشه شين ګله، چې په تا زړۀ تش کړي-آخر د عمر ملګرې څۀ تۀ وائي! “
شوکت او عظمت دواړه لاسونه وهي ”شين ګل انکل زنده باد!“ او بيا شوکت په خېټه لاس وهي او خيال جانې ته وائي ”انټي! بېلي اِز بائټنګ (Belly is biting!) “
شين ګل ”پوئ شوم خيال جانې-خېټې پرې چک لګولے دے!“
خيال جانه: ”نو دا زۀ کسۍ له تلې ؤم، ماته مو ټلۍ نۀ وهله! “
شين ګل: ”واړۀ دې... شهزادګان دي... دوئ چې څۀ کوي، ښۀ ورسره ښکاري... تۀ ورځه آ دغه اغه دغه کړه او زۀ دا دغه ورته کېږدم! )شوکت او عظمت ته( ځئي خانانو، تاسو ډائننګ روم ته ورځئي!“
شوکت او عظمت مېز ته کښېني- شين ګل ورته سلاد او رائته کښېږدي او کِچن ته ننؤځي- شوکت او عظمت هغو تالو ته ګوري او حېران پاتې کېږي- دا وو چرته! دې کښې شين ګل ورته يوه ډونګه کښې آملېټ او ورسره روټۍ راؤړي – شوکت او عظمت مخې ته پلېڼونه سم کړي دي او سلاد او رائتې باندې ئ شرو کړې ده –
شوکت ډونګه ځان ته راکاږي او پُښتنه کوي: ”انکل! دا چرته وو؟ “
شين ګل نېغ شي: ”مور درنه زار خان مې! هر څۀ هم دلته وو خو سړے چې اوږے وي کنه، نو د هغۀ نظر ئ نۀ لږي! “
شوکت او عظمت يو بل ته ګوري او موسکي شي – عظمت خوله راټوله کړي: ”تهېنک يو انکل؛ خو اوس د اوبو غم کوه“
شين ګل: ”يس سر! دا دومره خو اوس لخېره مونږ هم په انګرېزۍ پوهېږو! “
شين ګل چې د کِچن په درشل ښپه کېږدي نوؤدرېږي– خيال جانې فرش پاک کړے دے او د پيالۍ ټوټې ئ راټولې کړي مخامخ بمبې سره په غاړه په تخته ئ اېښي دي او دې په کرسۍ اډاڼه وهلې ده ګوري ورته-
شين ګل )ژړغوني آواز کښې( ”اے خيال جانې! دا ولې؟ زما خو دې زړۀ ؤبرېښولو! “
خيال جانه مخ وراړوي: ”دې پيالۍ ته ګورم! “
شين ګل: ”مور درنه زار... دې يوې پيالۍ دومره خفه کېږي! سر سلامت ټوپۍ ډېرې! زۀ به درله د يوې په ځائے شپږ پيالۍ راؤړم! “
”دا د سېټ پيالۍ وه- چې دا ماته شوه نو روغ سېټ مې کنډم شو- د دې کۀ پُښتنه ؤشي نو زۀ به څۀ جواب ورکوم؟ “
شين ګل: ”مور درنه زار! سېټ خېر دے خو چۀ څټ کنډم نۀ شي! “
”خېر په څۀ دے؟ کۀ څوک پُښتنه ؤکړي نو! “
”دې کور کښې لويه شوې خو د دې کور په موسم پوئ نۀ شو! تۀ د پْښتنې غم کے! دې کور کښې چا د چا نه او د څۀ شي پُښتنه کړے ده چې تا نه به د يوې پيالۍ پْښتنه ؤشي! “

١٣
اسلم خان تهري پيس سوټ اغوستے، ټائ تړلې او بريف کېس لاس کښې د شېر بهادرخان کور ته راځې- شېر بهادرخان ورته ستړي مشي وائي او ډرائنګ روم ته ځي &nda