دوکانداره
ژباړن : بابر امين زى
هغه يو ښکي دوکان ته ورننوت ، دوکان له ښيښو جوړ و او يوه نجلۍ پکې دوکانداره وه ، دهلک د ورننوتلو سره نجلۍ په مسکا وپوښتل .
- ستاسې سي ډي پکار ده ؟
هلک چې داډول مسکا هيڅ نه وه ليدلې دنجلۍ دښلا ترتاثير لاندې راغى ، په لړزېدلي غږ يې وويل :
- هو !! زما سي ډي پکار ده .
هلک يوه سي دي راپورته کړه هغې ورته وويل : پوښ کې يې درته بنده کړم؟ ، هلک هم غوښتل چې لږه شېبه نور وځنډېږي ؛ نو يې ورته وويل :
- بلې !! په پوښ کې يې واچوه .
هغه دميز ترشاه پناه شوه او سي ډي يې په پوښ کې واچوله ، هلک سي ډي واخيسته او کورته ولاړ ، له دې وروسته به هره ورځ هلک دسي ډي داخيستلو په بهانه دنجلۍ ديدن ته راتلو ، هرځل به يې چې سي ډي اخستله دوکانداره پنا کېدله او په پوښ کې به يې ورته سي ډي بندوله .
يوه ورځ هلک خپلې مورته وويل ،چې يوه نجلۍ ، مې خوښه شوې چې دسي ډي په دوکان کې کار کوي ، مور يې وويل، ورته ووايه چې مينه درسره لرم .
بله ورځ يې غوښتل دمور خبره ومني او دخپلې مينې اظهار وکړي، په سينه کې يې دزمري زړه واچاوه او غوښتل يې چې نن ورځ دوکاندارې ته دخپلې مينې اظهار وکړي ؛ خو هلته په ورتګ يې يواځې دومره وکړاى شول چې دهغې په ناپامۍ کې دهغې دميز په سر خپله دټلفون نومره کيږدي او خپله وتښتي .
په سبا نجلۍ وغوښتل چې ټلفون ورته وکړي ، ټلفون دهلک مو ر پورته کړ ، نجلۍ ځان وروپېژنده او دهلک پوښتنه يې وکړه .
مور يې سلګو په مخه کړه او په سلګيو، سلګيو کې يې دهلک دمړينې خبر ورکړ ، نجلۍ وسونګېده او سيده دهلک کورته راغله .
دهلک مور او نجلۍ چې ژړا پسې اخيستې وې ، دهلک کوټې ته يې سر ورښکاره کړ، نجلۍ په منډه دالمارۍ مخې ته ودرېده او هغه سيډيانې يې راواخستې ، اوله سي ډي يې خلاصه کړه هيڅ پرانيستل شوې نه وه بله يې پرانسته داهم هماغسې بنده وه چې لا پرانستل شوې نه وه ، درېيمه سي ډي يې پانستله او نجلۍ خپل ليکلى ليک ترې راووسته ، دهلک مور ته مخاطبه شوه او ويې ويل :
- ما په هره سي ډي کې يو ليک ورته ايښى خو ده يوه هم نه ده پرانستې .
په لاس کې نيولى ليک يې چې پکې ليکلي و ( له تاسره مينه لرم ) په اوښکو لوند شو .