فقيد جميل الرحمن

قربان شوي له وطن او له اسلامه

اي فقيد جميل الرحمن اي فقيد جميل الرحمن

 دکونړ په سردروکي

په کوڅو او په حجروکي

په جومات او په ديرو کي

ددعوت جنډه دى پورته تراسمانه

اي فقيد جميل الرحمن اي فقيد جميل الرحمن

تر شروع چي کړو برباد

دښمن دې کړو برباده

کونړ دې کړو ازاد

داسلامي امارت ته شوى قهرمانه

اي فقيد جميل الرحمن اي فقيد جميل الرحمن

تا لرل لوى ارمانونه

خپل وطن ته پلانوته

پاک اسلام ته خدمتونه

ستا يو عزم ؤ په زړه کي له پخوا نه

اي فقيد جميل الرحمن اي فقيد جميل الرحمن

دمظلومو خدمتګار وي

ته صادقه ډير هوښيار وي

يو زيرک سياست مدار وي

دښمن دى ويرولى ؤ په برم او ميړانه

اي فقيد جميل الرحمن اي فقيد جميل الرحمن

عمر پاڅون