دکنړونو ولايت د مهمو اولسواليو څخه يوهم و ټپور اولسوايی ده 

محترمو هيواد والو اود کنړ مينه والو سلا مونه اوښي چاری دلوی خدای ج دژوند په ټولو
برخو کی برياليتوب غواړم اوالله ج دی زمونږ په زړونو کی داسلام او وطن محبت پيدا کړی ٠دنړی په سطحه هيڅوک پيدانکړی چی دبل چادخوښی په خاطر دی خپل ورور وژنی او خپل وطن دی څو کلدارو په مقابل خرڅ اوښونځي وسوزی اوماشومانان مړه کړی٠ورونو غواړم وټهپور اولسوالی په برخه معلومات درسره شريک کړم٠
وټپور اولسوالی دکنړ دمرکزاسعداباد لس کيلومتری موقيعت لری اوداسعداباد د چهغان غونډي لاندی ښي خوا سرک اسمار طرف ته اوچپ خوا سرک يی پيچ دري په طرف
چی وټه پور اولسوالی د پيچ دري ،کټار اوګمبيردرو په خوله کی پراته اولسوالی ده او
دغه اولسوالی ته استراتيژيکی موقيعت ورکړی دی دنوموړي اولسوالی مرکز وټه پوردی
دا اولسوالي دګڼو کليو په منځ کی پراته ده،لکه شاميرکوټ،ډونګل،کيمکام، شړولو کلی ،پوری کلی، شاهی باغ غاړه ، کټار قلعه، ځيټک، خونانو کلی ،ياغونډی کلی ،دشينګام کلی د شنيګا م غونډ ی کلی ، سيمتام کلی ، ملکانه ، درګي پنجيګل ، دسين نه هغی غاړی ته ډاک ، کرمول ، لودم ، کاکلو لو کورونه ، قمچی ، دا نژ دی کلي دی
په دی اولسوالی کی خلک پښتو ګوجری ، نورستانی ژبو باندی خبري کوی دوی حلکو اقتصادی وضعه متوسط ده ،زراعت غنم وريجي ، جوار هندوانی ، اوداسی
نور دی دسيواد کچه متوسط ده اود اخلی جنکونو ددی سيمي حلکو په ژوند باندی ډيری منفی اثرات اچولی دی د اولسوالی تعمير په اساسی توګه جوړی شوی دی
چی دحلکو ټولی ورځنی کارونه اسان کړی دی داولسوالی دتعلم اوتر بيه په برخه
په محلاتو کی په عصری توګه مکتبونه جوړ شوی دی ، جنکی او هلکان ، مکتبونو
ته ځی ، ددی اولسوالی دحلکو دژوند سطحه د کنړ دنو رو اولسواليو په پرتله لږ ښه
دی دی اولسوالی ډير کورنی په امريکا ، استراليا ، اروپا هيوادونو جر منی ، هلند
ډنمارک ، سويدن ، بلجم ، اطريش ، روسيه ، ناروی ، انګليستان ، او داسی نورو هيوادونو کی ژوند کوی دد ی ټولو افتحار وړ شحص محترم غلام رسول همت
چی په غلا م پا چا ، شهرت لری نوموړی دټولو وټه پورو سره ډير کومکونه کړی
چی دټولو په نمايند ه کی تری مننه کوو ٠
بل دوټه پور اولسوالی محتر م اولسوال مسافر خان مشواڼی ، او محتر سکندر خان
د څارندوی قوماندان ټول مسولينو هلی ځلی د قدر وړ دی او ددوی نور لا زيا ت
بر ياليتو بونه دلو ی ج نه هميشه لپاره غواړم په درنا وی ٠
ګل محمد فقير زی دکنړ ولايت د وټپور اولسوالی د شنيګام دکلی نه ٠