- د لمانځه نه کولو حکم څه دی؟
- آیا سړی د لمانځه په (مطلقاً) نه کولو د اسلام له دايرې څخه وځي او کافر کېږي که نه؟
- که سړی د لمانځه د فرضيت نه منکر نه وي خو لمونځ نه کوي او یا سړی د لمانځه د فرضيت نه منکر وي او کوي يې هم نه، خو مسلمان ځان ته وايي، پدې دواړو حالاتو کې څه حکم دی؟
- آیا د لمونځ له نه کوونکي سره اوسېدل، پرې سلام اچول، جنازه يې کول يا يې د مسلمانانو په هديره کې خاورو ته سپارل جايز دي که نه؟
- د وژلو (اعدام) حد پرې جاري کېږي که نه؟
هيله ده چې اصلاح آنلاين پدې اړه د قرآن او احاديثو په رڼا کې بشپړ معلومات راکړي. ځکه چې ځينې وروڼه چې زما سره اوسېږي او پوره وخت مې ورسره تېر کړی او پېژنم يې چې مطلقاً د هېڅ وخت لمونځ نه کوي، په اسلامي اصولو بېخي برابر نه دي حتی اسلامي وينا چې د دوی د منافعو خلاف وي، پرې بده لګېږي. نور د هر شي وخت پېژني، د ډوډۍ خوړلو وخت، د سپورټ وخت، د خوب وخت،… خو لمونځ نه پېژني. تر دې چې ځانته ډېر هوښيار، پوه او اجتماعي هم وايي او پر ټولو ځان لوړ بولي. دا هم وايي چې څه چې اسراييل پر فلسطين کوي او يا امريکاييان بې ګناه انسانان په عراق او افغانستان کې وژني، دا ټول مسلمانانو په خپله په ځان کړي او دوی (یهود او نصارا) هېڅ ملامته نه دي. په ډېرې نرمۍ او حکمت سره څو څو ځل هم ورته د لمانځه او اسلامي اصولو اهميت ورپېژندل شوی. بيا هم دوی په خپله خبره ولاړ دي او وايي چې موږ د شهادت کلمه (لا اله الا الله، محمد الرسول الله) وايو او د پيغمبر (صل الله عليه وسّلم) حديث دی، چې چا د شهادت کلمه وويله نو جنت ته به داخلېږي. لنډه دا چې دوی ته اجتماعيات (د دوي په خپل نظر) تر اسلامي اصولو ډېر ارزښت لري، نور هر څه، چل، فرېب، دوکه،… د دوی په اجتماعياتو کې ډېر هم ښه جواز لري.
په هر حال، زما مقصد د دې پوښتنې څخه دا دی چې زموږ نور مسلمانان وروڼه د اصلاح انلاين له لارې د لمانځه د نه کولو پر حکم بشپړ پوه شي تر څو پرې خپله عمل وکړي او نورو ته يې ورسوي.
د ځواب په هيله
ځواب:
علیکم السلام و رحمة الله و برکاته!
ډیره ښه پوښتنه دې مطرح کړې ده، ځکه لمونځ چې په قرآني اصطلاح کې ورته (الصلاة) وایي او د اسلام دوهم رکن دی چې تر کلمې (لااله الاالله محمد رسول الله) او شهادتینو وروسته خورا اهمیت لري، د مؤمن معراج او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سترګو یخوالی دی، په هیڅ وخت کې لمونځ نه پریښودل کیږي که په ولاړه یې نشي کولی په ناسته به يې کوی او که په ناسته یې هم نشو کولی په اشاره به یې کوي ان چې د جنګ پر مهال به د (خوف) لمونځ کوي…..
مطلب دا چې په هیڅ حالت کې لمونځ نه پریښودل کیږي.
په دری کې یو ډیر ښه مقوله ده: (به کار بگو که نماز دارم و به نماز نگو که کاردارم)
د پخوانیو نیکانو څخه یو نیک بنده چې د زرګرۍ کسب یې درلود د هغه په سوانحو کې راځي چې کله به اذان کونکي وویل: الله اکبر الله اکبر… او ده مبارک به خپل څټک پورته کړی ؤ چې په زر پرې وټکوي نو د الله اکبر… په اوریدو به یې پورته کړی څټک کیښود او وبه ویل: چې ستا کار تمام شو زما اوس بل کار پیل شو او د لمانځه لپاره به یې تیاری نیوه.
لمونځ په عبادی لحاظ د سړي اړیکه خپل پروردګار سره برابروي خو د دې ترڅنګ نورې هم ډیرې ګټې او فایدې لري چې امام ابن القیم رحمة الله علیه پدې اړه داسې فرمایي: (الصلاة: مجلبة للرزق، خافظة للصحة، دافعة للاذی، طاردة للادواء، مقویة للقلب، مبیضة للوجه، مفرحة للنفس، مذهبة للکسل، منشطة للجوارج، ممدة للقوی، شارحة للصدر)-
د هغه خواږه الفاظ مې راوړل چې دوستان ترې خوند واخلي- یعنې: لمونځ رزق جلبوي، صحت ساتي، اذیت اوضرر دفعه کوي، مرضونه شړي، زړه پیاوړی کوي، مخ سپینوي، نفس او روان خوشحالوي، کسالت او سستي لیرې کوي، اندامونه فعال ساتي، له قوت سره مرسته او کومک کوي او سینه پراخوي.
د لمانځه نه كولو حكم
نو لدې مقدمې وروسته راځو د لمونځ نه کولو حکم بیانوو:
(عن ابن مسعود رضي الله تعالى عنه: أن رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم قال: (لا يحل دم امرئ مسلم يشهد أن لا إله إلا الله وأني رسول الله إلا بإحدى ثلاث: الثيب الزاني، والنفس بالنفس، والتارك لدينه المفارق للجماعة ) متفق عليه- شرح الاربعین النووینة
د لمونځ پریښودل پدې قول د رسول الله صلی الله علیه وسلم (التارک لدینه) کې داخل دی او اکثرو امامانو پدې اجماع کړې ده چې چا لمونځ پریښود وژل کیږي به خو په تفصیلاتو کې سره مختلف دي نو درې امامان رحمهم الله وایی:
درې ورځې مهلت به ورکړ شي او ولی الامر به ورته د لمانځه امر وکړي که لمونځ یې وکړ او توبه یې وکړه نو الحمدلله، او که یې ونه کړ نو څټ به یې ووهل شي، احمد رحمه الله وایي: تر هغه دې نه وژل کیږي تر څو د یوه لمانځه وخت ونه وځي نو که لمونځ یې وکړ ډیر ښه او که یې ونه کړ ودې وژل شي، ابوحنیفه رحمه الله وایي: تنګی به پرې راوستل شي، بندي دې شي او خوراک دې نه ورکوي تر څو چې مړ شي، نو اتفاق یې پدې کې دی که په نه کولو او ترک یې اصرار درلود باید مړ شي.
د درې امامانو (مالک، شافعی او ابوحنیفه رحمهم الله دا مذهب دی چې د تارک الصلاة وژنه د الله تعالی له حدودو څخه یو حد دی، او امام احمد رحمه الله وایي: چې تارک الصلاة به د ردت او کفر له امله وژل کیږي. (شرح الأربعين النووية: عطية بن محمد سالم (المتوفى: 1420هـ)جزء38ص6)
او پدې حدیث کې (مروا أولادكم بالصلاة وهم أبناء سبع سنين واضربوهم عليها وهم أبناء عشر وفرقوا بينهم في المضاجع) چې راغلی دي: خپلو اولادونو ته د اوو کلو پرمهال د لمانځه امر وکړﺉ او چې لسو کلو ته ورسیدل پر لمانځه نه کولو یې ووهئ او بسترې یې سره جدا کړﺉ، ځکه د لمانځه ډیر اهمیت دی او د جزا او عقوبت د تغلیظ او سختولو څخه معلومیږي چې په هیڅ ډول یې پریښودل روا ندي.
په فقه حنفي کې داسې دي: (حكم تارك الصلاة:1 – إن جحد فرضيتها فهو كافر له حكم المرتد فيقتل إن أصر (یعنې د لمانځه د پریښودونکی حکم:
۱- که له فرضیت نه یې انکار کاوه نو هغه کافر دی، د مرتد حکم اخلی که په دې خبره یې اصرار او ټینګار کاوه وژل کیږي به.
۲- إن تركها تهاونا فهو فاسق يسجن ويضيق عليه حتى يؤديها وقيل يضرب حتى يسيل منه الدم وفي بقية المذاهب يقتل (او که د سستۍ له امله یې پریښود نو دی فاسق دی بندي به شي او تنګي دې پرې راوستل شي تر دې چې د لمانځه کولو ته اماده شي او څوک وايي: چې و دې وهل شي چې وینه ترې روانه شي او په نورو مذاهبو کې وژل کیږي)
۳- أما تارك أداء الصلاة في الوقت آثم) (اما په خپل وخت کې یې د ادا پریښودونکی ګناهګار دی) فقه العبادات- حنفی ج۱ص۱۰۴
او د لمانځه پریښودل له کبایرو څخه دي چې د مسلمان لپاره تری ځان ساتل پکار دي.
د دعوت اسلوب او طریقه چې ورسره کارول شوي ده او موعظه حسنه ورباندی اغیز ندی کړی د دعوت اجر ان شاء الله ثابت دی، ځکه په صرف دعوت د بلونکي لپاره اجرثابتیږي، نو لدې وروسته ورسره دا حکمت پکار دی چې څوک چې پرده اغیز لري په غیر مستقیم ډول هغه د لمانځه پابندۍ ته تشویق کړي کیدای شي چې الله تعالی ورته هدایت وکړي.
دا چې یو شمیر خلک له لمانځه سره علاقه نه لري پدې کې زمونږ ټول مؤثر وکړي او جهتونه مسئولیت لري له مور پلار نه نیولی تر د جومات امام پورې او نور چاپیریال ټول مسئولیت لري الله جل جلاله دې وکړي چې مونږ خپل مسئولیت ته متوجه شو او لږ ځان وکړوو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سوز چې د خپل امت لپاره یې درلود هغه په ځانونو کې پیدا کړو، بیا به حتما کارکیږي. په پای کې ورته د خوږ نبی صلی الله علیه وسلم دغه حدیث ډالۍ کوم:
(عن عبد الله بن عمرو بن العاص قال ذكر رسول الله صلى الله عليه وسلم الصلاة يوما فقال من حافظ عليها كانت له نورا وبرهانا ونجاة يوم القيامة ومن لم يحافظ عليها لم تكن له نورا ولا برهانا ولا نجاة وكان يوم القيامة مع فرعون وقارون وهامان وأبي…)شرح مشکل الاثار – الطحاوي ج۸ص۴۲
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنهما نه روایت دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ لمونځ یاد کړ او وې فرمایل: څوک چې د لمانځه پاپندي کوي نو د ده لپاره به رڼا، برهان او خلاصون وي د قیامت په ورځ او څوک یې پروا نه لري نو د قیامت په ورځ به نور، برهان او خلاصون ونه لري او د فرعون، قارون، هامان او ابی سره به وي… الله تعالی مو دې د هغوی له ملګرتیا نه وساتي. آمین
راليږونکي :- صديق الله صديقي
دځلا ويبلاک نه په منني