بسم الله الرحمن الرحيم
(دإسلام لنډه پيژندنه)
الحمدلله رب العالمين، والصلاة والسلام على إمام المرسلين نبينا محمد وعلى آله وأصخابه أجمعين.
أمّا بعد: دإسلام معنى داده چي په كلكه ګواهي كول چي دالله تعالى څخه پرته بل هيڅوك په حقه دعبادت لايق نشته، او محمد –صلى الله عليه وسلم- دالله تعالى استاذي او پيغمبر دي. داسي
ګواهي چي په زړه باور او تصديق، په ژبه إقرار، او په أندامونو ددي ګواهي په مقتضى عمل وكري.
دإسلام دغه معنى دإيمان په شيږو أركانوا باندي باور، او ده إسلام په پنځه أركانو باندي عمل، او په دغه أركانوا كسي دإحسان په كولو سره سرته رسيري.
*إسلام دالله (جل جلاله) هغه آخري دين دي كوم چي ئي په خپل آخري پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم باندي راليږلي دي.
*إسلام هغه سپيڅلي دين دي چي الله (جل جلاله) پرته لدي له هيڅ چا څخه بل دين نه قبلوي، او الله (جل جلاله) دا سپيڅلي دين ډير أسان كرځولي دي هيڅ سختيا او مشقت ورپكي نه شته، الله (جل جلاله) ددي دين به منونكو (مسلمانانو) هغه څه ندي واجب كړي چي دوي ئي توان نه لري.
*إسلام هغه دين دي چي بنياد ئي دالله (جل جلاله) په وحدانيت (يووالي) ايښودل شوي دي، ښكاره نښه او شعار ئي رشتيا ويل دي، دار ومدار ئي په عدل او إنصاف دي، په حق ولاړدي .
*إسلام هغه مقدس لوي دين دي چي خلكو ته دهغي كارونو لارسوونه كوي حي د دووي ددنيا او آخرت ګټه ورپكي وي، او دهغه كارونو نه ئي داړوي او ويروي چي ددوي دين او دنيا ته ځيان رسوي.
*إسلام هغه دين دي چي پدي سره الله (جل جلاله) دخلكو خراب عقائد او أخلاق إصلاح كړل، او هم ئي ورله ددنيا او آخرت زندګي برابره كړه، او پدي إسلام سره ئي هغه بدبينه او جلا جلا زړونو او بيلو بيلو خواهيشاتو تر مينځ جوړښت او يووالي راوست، او د باطل دتياركوو نه ئي خلاص كړل، حق طرف ته ئي بلنه وركړه، او سمي لاري ته ئي برابر كرل.
*إسلام هغه مضبوط دين دي چي په خپلو ټولو أخبارو أو أحكامو كي نهايت رشتوني او محكم دي ، په څه چي ئي خبر وركړي دي هغه ټول رشتيا او حق دي، فيصلي ئي په عدل او إنصاف كړي دي، خوا دغه خبر وركول يا فيصلي كول په صحيح عقائدو پوري أړه لري، يا په نيكو أعمالو پوري، يا په خائسته أخلاقو پوري، اويا په لوړو آدابو پوري أړه لري.
*دإسلام دپيغام هدف دلاندني أمورو عملي كول دي:
1-خلكو باندي دهغوي خپل رب (پرورش كونكي) او خالق (پيداكونكي) پيژندل، چي دالله (جل جلاله) هغه خائسته نمونه وپيژني چي هغي كي ورسره همنامي نه شته، او دهغه لور او اوچت صفتونه وپيژني چي هغي كي ورسره بل مقابل نه شته، او دهغه هغه دحكمت نه دك كارونه وپيژني چي په هغي كي ورسره شريك او برخه دار نه شته، او دا وه پيژني چي يواځي همدغه الله (جل جلاله) دعبادت مستحق دي چي په عبادت كي بل اندول نه لري.
2-خلكو ته يواځي ديو الله (جل جلاله) –چي بل برخه دار نه لري- دعبادت بلنه وركول، دهغه څه په پوره كولو او عملي كولو سره چي الله (جل جلاله) په خپل كتاب، او دپيغمبر صلى الله عليه وسلم په سنتو كي ددوي لپاره دين ګرځولي دي، خوا هغه په نيكو كارونو باندي أمر كول وي، او يا د بدو كارونو څخه منع كول وي، په كوم كي چي ددوي ددنيا او آخرت نيكبختي او كاميابي وي.
3-خلكو ته ددوي دمرګ څخه روسته ددوي دحال او ځاي دورتګ يادونه كول، او دهغه څه يادونه كول چي دوي ورسره په خپلو قبرونو كي، او دقبرونو څخه دپورته كيدو په وخت كي، او دحساب په وخت كي مخامخ كيږي، او ددوي دورتك دځاي په باره كي يادونه وركول چي ددوي دخپلو عملونو مطابق يا به جنت وي او يابه د دوزخ أور وي ، كه عملونه ئي خه وي جزاء او بدله به ئي ښه وي، او كه عملونه ئي بد وي نو جزاء او بدله به ئي بده وي.
*دإسلام مُهم او ضروري قواعد په لاندني ټكو كي خلاصه كولاي شو:
أول: دإيمان بناوي (أركان):
(إيمان شيربناوي (أركان) لري):
*دإيمان لمړي بنا(ركن):په الله (جل جلاله) باندي إيمان لرل.
په الله (جل جلاله) باندي إيمان لرل لاندني أمورو ته مشتمل دي:
أ-دالله (جل جلاله) په ربوبيت باندي إيمان لرل، يعني دا پوره باور كول چي پالونكي پيداكوونكي، اختيار مند، دمخلوقاتو دټولو كارونو نظام چلوونكي، او په ټول عالم كي تصرف كوونكي يواځي يو الله (جل جلاله) دي.
ب-دالله (جل جلاله) په ألوهيت باندي إيمان لرل، يعني دا پوره باور كول چي يواځي الله (جل جلاله) په حقه سره معبود او دعبادت لايق دي، او دالله (جل جلاله) څخه پرته نور ټول معبودان باطل او په ناحقه دي.
ج-دالله (جل جلاله) په نومونو او صفتونو باندي إيمان لرل، يعني په دي باندي يوره باور كول حي الله (جل جلاله) لره خائستة نومونه، او دكمال والا اوچت صفتونه دي، لكه څرنګه چي ئي په قران كريم او أحاديثو كي ذكر شوي دي.
دإيمان دوهمه بنا(ركن): دالله (جل جلاله) په ملائكو (پريشتو) باندي إيمان لرل:
ملائك دالله (جل جلاله) عزتمند بندګان دي، الله (جل جلاله) پيدا كړي دي، أو هغوي يواځي ديو الله (جل جلاله) عبادت كوونكي او دهغه دحكم تابعدار دي. او هغوي لره الله (جل جلاله) په جلا جلا كارونو مكلف كړي دي، او ځيني ددغه ملائكو څخه چه په بيلو بيلو كارونو مكلف دي:
*جبريل (عليه السلام) چي دالله (جل جلاله) له طرفه په وحي راوړلو مكلف دي په هغه چاباندي چي دالله (جل جلاله) خوښه وي چي هغوي أنبياء او پيغمبران دي.
*بل ميكائيل (عليه السلام) چي په بارانونو او بوټو شنه كولو باندي مكلف دي.
*بل إسرافيل (عليه السلام) دي چي دشپيلي په پوكولو باندي مكلف دي، يوه شپيلي به دمخلوقاتو دمړه كولو په وخت كي وهي او بله شپيلي به ددوباره ژوندي كولو په وخت كي.
*بل ملك الموت (عليه السلام) دي چي دمرګ په وخت كي دروحونو په قبض كولو باندي مكلف دي.
د إيمان دريمه بنا (ركن): دالله (جل جلاله) په كتابونو باندي إيمان لرل:
الله (جل جلاله) په خپلو پيغمبرانو كتابونه راليږلي دي كوم كي چي دبندګانو لپاره لارښونه، او خير خواهي، او كاميابي ده. او مونږ ته ددغه كتابونو څخه لاندني كتابونه معلوم دي:
1-تورات: كوم چي الله (جل جلاله) په موسى (عليه السلام) راليږلي دي، اودا دبني إسرائلو په كتابونو كي غت كتاب دي.
2-إنجيل: كوم چي الله (جل جلاله) په عيسى (عليه السلام) راليږلي دي.
3-زبور:كوم چي الله(جل جلاله) داود (عليه السلام) ته وركړي ؤ.
4- دإبراهيم (عليه السلام) صحيفي.
5-قرآن كريم: دا هغه لوي كتاب دي چي الله (جل جلاله) په خپل آخري پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم_ باندي راليږلي دي، پدي سره الله (جل جلاله) مخكني ټول كتابونه منسوخ او ختم كړه، او ددي كتاب (قرآن كريم) ساتنه ئي خپل ځان ته وسپارله ددي لپاره چي دا قرآن كريم دقيامت دورځي پوري په ټول مخلوق باندي حجت اودليل پاتي شي.
د إيمان څلورمه بنا(ركن): دالله (جل جلاله) په پيغمبرانو إيمان لرل:
الله (جل جلاله) خپلو بندګانو ته پيغمبران راليږلي دي، چي أولني رسول(پيغمبر) نوح (عليه السلام) دي، او آخرني رسول محمد صلى الله عليه وسلم_ دي، او ټول پيغمبران دعيسى (عليه السلام) چي دمريم (عليها السلام) ځوي دي، او دعزير (عليه السلام) په شموليت دوي ټول بشر يعني بنيادمان دي، او دالله (جل جلاله) مخلوق دي، الله (جل جلاله) دوي ته دخپل ربوبيت دخصوصيتونو څخه هيڅ نه ؤو وركړي، بلكه هغوي دنورو بندګانو په شانته بندګان ؤو، الله (جل جلاله) په رسالت (وحي ليږلو) باندي مشرف او عزتمند كړي ؤ. او الله (جل جلاله) دمحمد صلى الله عليه وسلم_ په راليږلو سره دپيغمبري سلسله ختمه كړه، الله (جل جلاله) محمد صلى الله عليه وسلم_ ټولو خلكو ته پيغمبر راو ليږه، دهغه نه روسته بل پيغمبر نه شته.
د إيمان پنځمه بنا (ركن):دآخرت په ورځ باندي إيمان لرل:
دآخرت ورځ چي دقيامت ورځ ده، هغه ورځ ده چي دهغي نه روسته بله ورځ نه شته، پدغه ورځ به الله (جل جلاله) ټول خلك دقبرونو څخه ژوندي راپورته كوي، دهميشه زندګي لپاره يا دنعمتونو به كور كي چي جنت دي، او ياد دردناك عذاب په كور كي چي دوزخ دي.
دقيامت په ورځ باندي دإيمان لرلو معنى داده چي په هغه څه باندي چي دمرګ څخه روسته ورسره مخامخ كيږي كلك باور او تصديق وكړي، لكه په قبر كي سوال او جواب، يا په قبر كي نعمتونه، يا په قبر كي عذاب.
او هم په هغه څه باور وكړي چي دقبر څخه روسته ورسره مخامخ كيږي لكه دقبرونو نه راپورته كيدل، او دحشر ميدان ته غوڼديدل، او هلته حساب او كتاب كيدل، او بيا يا جنت ته تلل او يا دوزخ ته.
د إيمان شيږمه بنا (ركن): په تقدير باندي إيمان لرل:
په تقدير باندي دإيمان لرلو معنى داده چي پدي خبره پوره باور او تصديق وكړي چي الله (جل جلاله) ټول كائنات –يعني هغه څه چي كيدونكي دي- أندازه كړي دي، او ټول مخلوقات ئي دخپل مخكني علم او دخپل حكمت دغوښتني مطابق پيداكړي دي، له دي كبله ټول كائنات او مخلوقات الله (جل جلاله) ته په خپل أزلي علم سره معلوم دي، او دهغه سره په لوح محفوظ كي ليكلي دي، او الله (جل جلاله) ددي ټولو كائناتو پيداكول غوښتل، نو ټول ئي پيدا كړل، هيڅ شي هم ددي مخلوقاتو او كائناتو نه كيداي نه شي مګر دالله (جل جلاله) په إراده او كړنه او پيدائش سره به كيري.
دوهم: دإسلام بناوي (أركان):
دإسلام أساس او بنياد په پنځه بناؤو (أركانو) باندي دي، يو إنسان تر هغه پوري په رشتيا مسلمان نه شي كيداي ترڅو چي ئي په دغه أركانو إيمان نه وي راوړي، او په صحيح توګه ئي نه وي آداء كړي، هغه أركان دادي:
د اسلام لمړي بنا(ركن): كلمه شهادت ويل (لا إله إلاّ الله محمد رسول الله).
يه رشتيا سره ددي كلمي ګواهي وركول دإسلام كلي
(كونجي) أو هغه بنياد دي چي إسلام پري ولاړ دي.
*د (لاإله إلاّ الله) معنى داده چي: نه شته لايق او مستحق دعبادت په حقه سره پرته دالله (جل جلاله) څخه بل هيڅوك، يواځي يو الله (جل جلاله) په حقه سره دعبادت لايق دي، او نور ټول هغه څه چي پرته دالله (جل جلاله) څخه دهغي عبادت كيدائي شي باطل او به ناحقه دي. د(إله) معنى (معبود) يعني دعبادت مستحق.
*او د(محمد رسول الله) معنى داده چي: دمحمد صلى الله عليه وسلم په ټولو خبرو او ويناو باندي پوره تصديق او باور كول، او دهغه دټولو حكمونو –په كومو ئي چي أمر كړي دي- تابعداري كول، او دهغه څه نه ځان ساتل دكوم څخه ئي چي منع او رټنه كړيده، او دالله (جل جلاله) عبادت يواځي په هغه طريقه كول چي محمد صلى الله عليه وسلم پري راتګ كړي دي او هغه ئي دين ګرځولي.
د اسلام دوهمه بنا (ركن): لمونح كول:
الله (جل جلاله) په شپه او ورځ كي پنځه وخته پنځه لمونحونه فرض كړيدي، ددي لپاره چي بندګان ددي لمونځونو په كولو سره يو خو دالله (جل جلاله) حق أدا كړي، او بل دالله (جل جلاله) دنعمتونو شكر أدا كړي.
او هم دا لمونځونه دمسلمان بنده او دهغه درب په مينځ كي قوي رابطه او تړون دي، په لمانځه كي دالله سره پټـي پټـي خبري كوي، دهغه نه غوښتني كوي.
او بل ئي ددي لپاره دا لمونځونه فرض كړي دي چي مسلمان بنده لره دهر ناوړه او ناروا كارونو څخه منع كړي.
أو الله (جل جلاله) په لمانځه باندي ددين خير، دإيمان صحيح والي، او په دنيا او آخرت كي دالله تعالى ثوابونه مرتب كړي دي، او هم په لمانځه سره بنده ته هغه بدني او نفسي راحت حاصليږي كوم چي ده لره په دنيا او آخرت كي دخوشحالي سبب ګرځي.
د اسلام دريمه بنا (ركن): زكات وركول:
زكات يو صدقه ده چي هر كال به ئي هغه څوك وركوي چي پري واجب شي، او دابه مستحقو كسانو ته چي فقيران او مسكينان او يانور هغه كسان چي دزكات وركول ورته جائز دي وركوي.
زكات چه هغه غريب سړي واجب ندي چي دهغه مال او شتمني دزكات نصاب ته نه وي رسيدلي، بلكه الله (جل جلاله) زكات په شتمنو او مالدارانو باندي واجب كړي دي، ددي لپاره چي ددوي دين او إسلام ورباندي پوره او مكمل شي، ددوي په أحوالو او أخلاقو كي إصلاح او زيادت حاصل شي، ددوي او ددوي دمالونو څخه أفتونه او مصيبتونه بچ كړي، او دوي د ګناهونو څخه پاك كړي.
او هم ددي لپاره چي شتمن او مالداران دخپلو بي وځله او غريبو خلكو سره مرسته او خيګڼه وكړي، او نور رنګ رنګ دخيګڼي كارونه ورباندي تر سره كړي. او دا زكات -ددغه فائدو سره سره- دهغه مال په نسبت چي الله (جل جلاله) شتمنو او مالدارو ته وركړي دي، ډيره لوړه برخه او حصه ده.
د اسلام څلورمه بنا (ركن): روژه نيول:
درمضان المبارك دمياشتي –چي دقمري مياشتو په حساب نهمه مياشت ده- روژه نيول، پدي مياشت كي ټول مسلمانان په ګډه سره دورځي دسبا ختلو نه تر لمر ډوبيدو پوري خپل ټول أصلي شهوتونه او خواهشات: خوراك، څښاك، او كوروالي پوره كول پريدي. الله (جل جلاله) ورته ددي په بدل كي دخپلي بښني او مهرباني له لوري ددوي دين او إيمان پوره كوي، ګناهونه ورته بخي، او درجي ورته بلندوي، او ددي نه علاوه ورته ددنيا او آخرت هغه لوي خير او نعمتونه وركوي كوم چي الله (جل جلاله) دروژي په نيولو سره ټرلي دي.
د اسلام پنځمه بنا (ركن): حج كول:
حج: په خاص وقت كي دبيت الله (كعبي شريفي) دورتګ قصد او إراده كول، دالله (جل جلاله) دپاره ديو خاص عبادت دأدا كولو په خاطر، لكه څرنګه چي دهغي وضاحت دإسلام به دين كي شويدي.
حج الله (جل جلاله) په عمر كي يو ځل په توان لرونكو باندي فرض كړيدي.
*په حج كي مسلمانان دځمكي په هغه غوره برخه كي
–چي مكه شريفه ده- راټوليږي، ديو رب عبادت كوي، او يو رنګ جامي (احرامونه) اچوي، دمشر او كشر، شتمن او بي وځله، سپين او تور تر مينځ هيڅ توپير نه وي، ټول يو شان دحج ټاكلي مراسم أدا كوي، چي ددغه مراسمو نه لوي او غټ مراسم: دعرفات په ميدان كسي ودريدل، دكعبي شريفي نه
–چي دمسلمانانو قبله ده- طواف كول، دصفا او مروه ترمينځ منډي وهل دي.
او په حج كي نوري ډيري زياتي ديني او دنيوي ګټـي دي چي دهغي شميرل او راګيرول ممكن ندي.
دريم: إحسان كول:
إحسان دي ته وائي: چي دإيمان او إسلام په رڼا كي ته دالله (جل جلاله) داسي عبادت وكړي لكه چي ته الله (جل جلاله) لره ويني، كه ته الله (جل جلاله) لره نه ويني نو هغه خو تا ويني. معنى داچي ته په زړه كي دا راولي چي ته دالله (جل جلاله) په وړاندي ولاړ ئي او دهغه عبادت كوي. او دغه عبادت به دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دسنتو مطابق كوي، او مخالفت به ئي نه كوي. او ټول هغه څه چه مخكي بيان شول دغي ته دإسلام دين ويلي شي.
*ښكاره او معلومه خبره ده چي إسلام دمسمانانو إنفرادي او اجتماعي زندګي په هغه طريقه منظمه او ترتيب كړي ده چي دهغوي ددنيا او آخرت نيكبختي او كاميابي ورپكي ده، له دي كبله الله (جل جلاله) دمسلمانانو لپاره نكاح (واده) په شرعي طريقه حلال او جائز كړي دي او ټينګار ئي پري كړي دي،او زنا، لواطت، او نور ټول ناوره او دفحاشي كارونه ئي حرام كړي دي. صله رحمي –خپلولي- او په بي وڅله او بيچاره خلكو باندي مهرباني او دهغوي پالنه ئي واجب كړيده. همدارنګه هر خائسته او ښه أخلاق كول ئي واجب كړي، او ټينګار ئي پري كړي دي، او هر رنګ بد او بيكاره أخلاق ئي حرام كړي او ډارنه ئي تري وركړي ده.
*همدارنګه إسلام ددي خبري خيال او لحاظ هم ساتلي دي چي ټول خلك ددين إسلام په عملي كولو، او دنورو خلكو دحقونو په خيال ساتلو كي يو شان ندي، بلكه توپير لري، لدي كبله الله (جل جلاله) ځيني ويرونكي او منع كونكي سزاګاني دځيني هغه تيريو په مقابل كي مقرر كړيدي كوم چي دالله (جل جلاله) دحق پوري اړه لري، لكه دمرتد كيدلو (خپل دين پريخودلو) سزا، دزنا كولو سزا، دشراب څښلو سزا، او دارنګه دنورو بدو او ناوره كارنو سزاګاني.
*لكه څرنګه چي إسلام يو ځاي نوري ويرونكي او منعه كونكي سزاګاني دټولو هغو تيريو په مقابل كي مقرر كړي دي كوم چي دخلكو په حقونو باندي تر سره كيږي، لكه دهغوي په وينو او مالونو او أبرو باندي تيري كول.
د دغي سزاګانو ځيني دا دي: دبي حقه وژني سزا، دغلا كولو سزا، په ياك دامنه خلكو او ښځو باندي دبد نامي لګولو سزا، بي حقه ديو چا وهلو، او ياورته تكليف رسولو، او يا دچا بي حقه مال أخستلو سزاګاني.
دغه ټولي ذكر شوي سزاګاني داسي سزاګاني دي چي هره سزا دخپل جرم سره په غير دكمي او زياتي نه مناسب او برابره ده.
دارنګه إسلام درعيت علاقه او رابطه دهغوي دحاكمانو او أميرانو سره منظمه كړي او په چوكاټ كي ئي بنده كړيده.
يه رعيت ئي دهغوي دأميرانو او حاكمانو تابعداري په هغه كارونو كي واجب كړي ده كوم كي چي ناروا او دالله (جل جلاله) دحكم خلاف نه وي. او هم ئي په رعيت باندي دخپلو أميرانو او حاكمانو په خلاف پاڅون او بغاوت حرام كړيدي، ځكه چي ددغه ناروا پاڅون او بغاوت په وجه دير زيات عام او خاص فسادونه راپيداكيږي.
*او په آخر كي دا ويلي شو چي: يواځني دإسلام دين دي چي دبنده او دهغه درب په مينځ كي، او دإنسان او دهغه دټولني په مينځ كي په ټولو أرخونو دزندګي كي دټينګي او صحيح علاقي او رابطي جوړولو او نيك عمل كولو ضامن دي. هيڅ كوم دخير كار نه شته –خوا هغه أخلاقو پوري اړه لري، يا معاملاتو پوري- مګر إسلام خلكو ته دهغي ښودنه كړيده، او دهغي په كولو ئي ټينګار كړي دي، او دهر بد أو ناروا كارونو –خوا هغه أخلاقو پوري اړه لري يا معاملاتو پوري- څخه ئي خلك دارولي دي او دهغي دكولو څخه ئي منع كريدي.
داټول هر څه چي ذكر شول پدي ښكاره دلالت كوي چي دإسلام دين په خپلو ټولو أړخونو كي كامل او خائسته دين دي.
((التعريف الموجز بالإسلام))
والحمد لله رب العالمين
کونړ افغانستان
*********