امریکا د شوروي په څېر سقوط کوي
يوهان ګلټونگ
- لیکونکی رحمت چوپان
"دوستانو مهمه وړاند وينه ده ، که ځه هم اوږده ده ولي لوستل يي ستاسو ټولو لپاره ډير مهم گڼم ".
د سولې نوبل جایزې نوماند او نارویژي ټولنپوه «یوهان ګلټونګ» وايي چې د امریکا قوت مخ په ځوړ روان دی او د ډونالډ ټرمپ په ولسمشرۍ کې به د امریکا اوسنی نړیوال ځواک اوبه شي.
یوهان ګلټونګ په نړۍ کې د مختلفو سترو تحولاتو په اړه مخکې له مخکې وړاندوینې کړي دي چې بیا سمې ختلي دي. نوموړی هغه شخص دی چې د شوروي اتحاد د راپرځېدو وړاندوینه یې هم کړې وه.
ګلټونګ په ۲۰۰۰م کال کې ويلي و چې «امریکايي امپراتوري» به د ۲۵ کلونو په اوږدو کې سقوط وکړي. خو کله چې جورج بوش د امریکا انتخابات وګټل، نو ګلټونګ د جورج بوش افراطي پوځي پالیسیو ته په کتو دغه موده پنځه کاله نوره هم رامخکې او د امریکا نړیوال استکبار عمر یې ۲۰ کاله تخمین کړ.
برتانوي کالم لیکونکی او ژورنالیست «نفیز احمد» وايي چې په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته مې وغوښتل چې د یوهان ګلټونګ نظر واخلم چې اوس د امریکا راتلونکي ته په کومه سترګه ګوري. نوموړی د ګلټونګ په حواله وايي چې د ټرمپ له راتګ سره دا احتمال نور هم زیات شوی چې په نړۍ کې به د امریکا ځواک تر ټاکلي مودې مخکې د پای ټکی ومومي.
یوهان ګلټونګ وايي چې د امریکا د زوال وړاندوینه یې په بدبینۍ ولاړه نه ده بلکې د «امریکايي امپراتورۍ» راپرځېدل لکه د شوروي امپراتورۍ په شان هرومرو او خامخا پېښدونکي دي او د امریکا متحده ایالاتو پرځای به د «امریکا جمهوریت» رامینځته شي.
دا چې امریکا به څرنګه زوال کوي، ګلټونګ یې په ځواب کې وايي چې د امریکا زوال به له دې څخه پیل شي چې د نړۍ په هیوادونو به یې اغیز کمرنګه شي او هیڅوک به نه غواړي چې د امریکا د ګټو لپاره جګړه وکړي.
یوهان ګلټونګ د ناټو او امریکا ترمینځ وروستیو خوابدیو ته په اشارې د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې ذکر کوي چې ویلي یې و که چېرې د امریکا ایتلافي هیوادونه په سمه توګه کار نه کوي نو دی به د ناټو سازمان په منحل کیدو خوشاله وي.
د هغه په باور امریکا به د جګړې په میدان کې یوازې پاتې کیږي او د شمالي اروپا هیوادونه چې لا هم په جګړه کې د امریکا ترڅنګ ولاړ دي، تر ۲۰۲۰ کال وروسته به یې له امریکا څخه لاس اخیستی وي.
ګلټونګ زیاتوي چې د نړۍ له هیوادونو څخه د امریکا منزوي کیدل د امریکا د نړیوال استکبار د راپرځیدلو معنی لري.
د هغه په نظر، سربېره پر دې چې په نړۍ کې به د امریکا استکبار راولویږي د امریکا په داخل کې به هم ملي یووالي کلکه ضربه وویني او سپین پوستي، تور پوستي، اصلي امریکايان او اقلیتونه به د امریکا له اوسني نظام څخه د وتلو غږ پورته کړي.
یوهان ګلټونګ په ټولنپوهنه او ریاضي علومو کې دکتوراوې اخیستي دي او د (هاوايي) او د (سولې د ټینګښت) پوهنتونو استاذ دی. نوموړی د سولې او جګړې په برخو کې د ژورو علمي او تخصصي تحقیقاتو د «بنسټ ایښودونکي پلار» په نامه یادیږي.
د سولې چارو د څیړنې اروپايي پوهنتون اداري رئيس «دیتریچ فیچر» وايي چې کله چې یوهان ګلټونګ د شوروي اتحاد د سقوط وړاندوینه کړې وه ډیرو لږو خلکو ته د منلو وړ وه، خو زیاتوي چې مونږ ولیدل د ګلټونګ له مشخص تخمین دوه میاشتې مخکې شوروي اتحاد راوپرځېد.
په ۱۹۷۸م کال د ایراني انقلاب، په ۱۹۸۹م کال په چین کې د تیانمن پاڅون، په ۱۹۸۷، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ کې د اقتصادي بحرانونو، او د سپتمر یوولسمې بریدونه د نړۍ په کچه هغه لویې پېښې دي، چې یوهان ګلټونګ یې مخکې له مخکې وړاندوینې کړي او ټولې سمې ختلي دي.