د ناتود دفاع وزیرانو غونډه او دکابل ناهیلۍ
- لیکونکی ش.حصین
دناتودپوځي تړون بنسټ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د۱۹۴۹ کال داپریل په څلورمه په واشنګتن ډي سې کېیښو دل شو. دناتو دتړون زړه دهغه تړون پنځمه ماده جوړوي. ددغې مادې له مخې دناتو له غړو هیوادو څخه په هریوه تیری په ټولو تیری دی.دناتو تړون په پیل کې دامریکا او بروکسل داتحادیی( بریتانیا، فرانسې،هلند، بلژیک او لوکسامبرګ ترمنځ لاسلیک شو وروسته کانادا،ډنمارک ، آیسلند، ایتالیا نروژ او پرتګال ددغه تړون غړي شول، دشوروي اتحاد په رالویدو او دختيځې اروپا دنووهیوادو په را جوړیدوددغه تړون شمیره ۲۹ هیوادوته پورته شوه. دناتو دجوړیدو اړتیا هغه خیالي خطر و چې ویل کیدل ختیځ المان دمسکو په مرسته پر لویدیز المان دتیري خیال لري. ښايي په همدې خاطر و چې په ۱۹۵۰ کې جنرال ایزنهاور په اروپا کې دناتو قومانداني تر لاسه کړه. دشوروي اتحاد په را لویدو لویدیځې نړۍ دامریکا په مشرۍ ګلوبالیزم ،أآزاد بازار او پانګوالې دموکراسۍ دنړیوال کیدو لپاره مټې را ونغښتې او دخیال پراخه شو چې دنړۍ په یو قطبي کیدو دنړیوالې انګلو ساکسوني واکمنۍ دوران را رسیدلی دی.لویدیځ دامریکا او انګلیس په مشرۍ دنړۍ دلاندې کولولومړۍ آزموینې له افغانستان څخه را پیل او ورپسې يي عراق او لیبیا لاندې او ټوټې ټو ټې کړل او له دې سره سم ېې دسوريي را پرځولوته مخه کړه.
پر افغانستان پوځي یرغل په پیل کې په چټکه مخته لاړ خو ډیر ژر دغه خونړی یرغل له یوه سرسخت تاریخي واقعیت سره مخ شو اودماتې نښې ېې را څرګندې شوې. په دې خاطرامریکا او انګلیس دامنیت دشورا په مرسته دافغانستان جګړه وغزوله.امریکا، بریتانیا او فرانسه دیوه ائتلاف غړي وروسيي او چین پدې خوشحاله وو چې خپل لویدیځ سیالان په یوه اوږده نښته کې له پښو را وغورځوي،چین ښايي دنورو موخو په څنګ کې دنولسمې پیړۍ دورستیو شیبود کسات لټه کړي وي. هغه وخت نږدې ټولو اروپايي استعماري ځواکونه په یوه پراخه ائتلاف کې پر چین یرغل وکړ او دهغه هیواد په لاندې کولو سره ېې چین په خپلو وویشه اوټول بندرونه ېې ورنه راخپل او دچین دری سوه ملیوني نفوس ېې دتریاکو داعتیاد له لارې په سخته وځاپه.روسيي ته هم په افغانستان کې ماته نه جهاد اوجهادیانو بلکې نړیوال پانګوال ائتلاف ور په برخه کړه او دهغې ماتې کسات حتمي و.
امریکا او ناتوپر افغانستان تر یرغل وروسته داروپايي ائتلاف خبره توده کړه.اروپا په دوو نړیوالو جګړو کې سخته تحقیر شوې اوله استعمار نه په را لرې کیدو دبحرانونو په لور روانه وه.دنفتو او ګازو نږدې ټولې زیرمې دامریکایی کمپنیو پلاس کې وې.اروپا دنوي ائتلاف له مخې په دې تمه وه چې امریکايي و انګلیسې کمپنۍ به ډیر ژر دلاندې کیدونکو زیرمو په ویش کې ددوي دتیلو رګونه هم ډک کړې . په همدې خاطر دملګرو ملتونو د«سوله ساتو» ځواکونو (آیساف) لویه برخه له اروپا څخه را جوړه شوه او ناتو هم دامریکا تر مشرۍ لاندې له اروپايي ائتلاف څځه قوت اخیست. دافغانستان له اشغال نه لا پنځه شپږ کاله نه وتیر چې له امریکا سره داروپايي ائتلاف هیلې را ولویدي او دائتلاف یو لنډ طلایی فصل په لویدو شو.۲۰۰۶میلادي کال آیساف خپل ځای ناتو ته ور خوشې کړ او دناتو قومانداني همغه دلوړ پوړو امریکایی جنرالانو قومانداني وه.اروپا له انګلیس نه پرته ډیر ژر دې ته ورسیده چې دانګلوساکسونې جهان بادارۍ په نشه کې ېې خپل اقتصاد، سیاسي توان،دموکراتیک شخصیت له لاسه ورکړی اونړیواله کرکه ېې را خپله کړیده. له اروپايي اتحاد څخه دبریتانیا دوتلو هڅې پاتې ارو پاته وښوده چې دا هرڅه ددې لپآره کیږي چې اروپا دامریکا تر مشرۍ لاندې خپل ائتلاف دامریکا او انګلیس په ګټه وساتې. حالاتو وښوده چې امریکایی پوځي ، شبکه يي او اقتصادي پراخیدونکې ماتې امریکایی اولسونه دې ته اړ کړل چې یو ډول امریکایی ناسیونالیزم چې دانګلو ساکسوني فاشیزم پیلامه ده زور واخلي او اروپا نوره هم له خپلې راتلونکې څخه ناهیلې کړي.دترمپ او دهغه دډلې ډراماتیک بری د همدې خبرې ښکارندوی و.امریکایی ناسیونالیزم یا انګلو ساکسوني لويي غوښتنې داروپا لپاره دځغم وړ نه دي نو ځکه دامریکا اواروپا ائتلاف په چټکه په لویدو ده.له دې سره سم ترومپ او ټیم ېې همغسې چې دژوند دچاپیریال په هکله دپاریس له پریکړې په شا شو، ملګري ملتونه ېې هم په اقتصادي ستونزووګواښل او ناتو ېې هم یوه لویدونکی مړ ژوانده سازمان وګاڼه. په دې خاطر تر امریکایی لوړ پوړو دناتو مشران ډیرپه دې لټه کې شول چې خپل نقش را اوچت او دامریکا ملاتړ وساتي.په تیرو څو میاشتوکې دناتو سرمنشي ستولنبرګ دامریکا ددفاع وزارت، لویو دیپلوماتانو او دسیا له مشرانو څخه زیا ت په ټوله اروپا کې کور په کور وګرځید څو افغانستان ته دنوو پوځیانو یو لویه ډله را جوړه کړي او دخپلې حتمې ماتې مخه ډب کړي.
دروان کال دجون په ۲۹ په بروسلز کې دناتو ددفاع وزیرانو غونډه پداسې حال کې جوړه شوه چې دناتوددفاع وزیرانو یو دپام وړ برخې په غونډه کې ګډون ونه کړ.دا غونډه پداسې حالاتو کې جوړه شوه چې آن نړیوالې میدیا ېې په جوړیدو، پریکړو او ګټور توب خوله پټه وساتله. ستولنبرګ له غونډې نه مخکې او دغونډې په پیل کې ډیره سینه ووهله چې دناتو پنځلسو هیوادوافغانستان دپوځیانو دلیګلو ژمنه کړې او په غونډې کې به نورې ژمنې هم تر لاسه شي. دغونډی بهیر وښوده چې له انګلیس او امریکا پرته هیڅ بل هیواد افغانستان ته نورو پوځیانو دلیږلوژمنه ونه کړه.دانګلیس ددفاع وزیر مایکل فالون یواځې دسلو نورو پوځیانو دلیږلو ژمنه وکړه.، استرالیا پخوا د۳۰ تنو دلیږلو غږ کړی و. المان له دې خبرې سره هیځ ډول لیوالتیا ونه ښوده او دکانادا خو په رټه افغانستان دبیا ورګرځید خبره رد کړه.داسې ښکارې چې یواځې داروپای شرقي هغو نوو ناتویی غړو چې واکمنۍ ېې دامریکا په نقدي رشوتونو چلیږي ، دې ته چمتو شوي وي چې هر یو شل ودیرش اوپنځوس نووپوځیانو ژمنه منلي وې . دناتو ددفاع وزیرانو دغونډې بهیر همدغه څه هم را برسیره نشو کړای. ښکاری چې ناتو دویش او لویدو په حال کې په سخت رنځ اخته ده. دامریکاددفاع وزیر جیمس ماتیس سره دستولنبرګ خوله په خوله کیده خپله ښېې چې دناتو او امریکا اړیکې هم سختې ټکنۍ دي. جیمس ماتیس په دې ټینګار کاوه چې په ۲۰۱۴ کال کې دافغانستان له جګړې پر شا کیدل یوه تیر وتنه وه خو دناتو سرمنشي هغه پر ځای پریکړه بولي او جګړې ته بیرته ورګرځیدل یوه تیروتنه بولي.
له معمول سره سم په داشان غونډو کې به له افغانستان سره دمالي او تخنیکي مرستوښکاره او ټاکلې ژمنې کیدې او له هغو سره سم به په اشغال کینولي واکمنۍ څه شرطونه هم ایښودل کیدل خو دبروسلز په غونډه کې نه دمالي، اقتصادي او تخنیکې مرستو ژمنې وې او نه هم په اشغالې واکمنۍ دکوم قید وشرط خبره را مخته شوه.تش دا هوایی اوبې تومنې خبرې تکرار شوې چې موږ افغانستان يواځې نه پریږدو، امنیتي ځواکونو ته ېې مشورې ورکوو، روزو يي او تخنیکي پیاوړتیا ته ېې پاملرنه کوو. دا ډول هوايي ډزې پخوا هم ډیرې او لږ په رنګ او خوند کې شویدي خو داځل نه درنګ څه ښکاریده اونه دخوند. په دې توګه دناتوددفاع وزیرانو غونډه یوه ناکامه غونډه وه او دکابل پردو کینولې واکمنۍ ته ېې له نا هیلیو پرته هیڅ نه در لودل.دکابل دوه سرې واکمني چې له سختو نوو غوړیدونکو ستونزو سره مخ ده او مالي پانګې ېې هم په وچیدو دي په دې تمه وه چې که ترمپ ېې غږ وانه ورید نو ناتو خوبه څه میړانه ورسره وکړي چې هغه هم ونه شوه. دپام وړ خبره داده چې پخوابه دغه شان غونډو دکابل اونړۍ درسنیو لپآره دهفتو هفتو خواړه برابرول خو داځل هرڅه په پټه کې ساتل شوي .ومې غوښتل چې دناتو دنوموړې غونډې په هکله څه نوي تر لاسه کړم ،بي بي سي.المان غږ، امریکا غږ،رویترز، فرانسپرس،سپوتنیک، پرس ټې وې ، فارس نیوز او ګوګل مې لټ په لټ کړ ل خو یوه تازه خبر مې تر لاسه نه شو او داځکه چې غونډه دناتو دغړو هیوادو تر منځ دسختو نانندریو یو مجموعه وه اونړیوالې میډیا هم دلویدیځ درسوايي دپټولو په خاطر خپلې خولې ګنډلې وساتلې.اوس نو که په ارګ کې جان کیري کینولې پنځوس پنځوس سلنه واکمني لږ هوښیاري ولري باید په حالاتو له امریکا او ناتو پرته نوې کتنه وکړي.که داسې نه شي چې تمه ېې هم نه کیږي. نواشغال او کینولې واکمني به ېې له تاریخي لویدو پرته بله برخه ونه لري.