کـــــه زه د قطـــر امــــیر وای مــــــابــــــه. . .


محمـــدامین بســــمل


که زه د قطرامیر وای مابه له هرڅه لمړی د قطردځمکني تمامیت، ملي حاکمیت او ژرترژره د نړۍ د دوه قطبي کېدوعملي اقدام په خورا زړورتیا او بریالیتوب سره کړای وای هغه داسې چې:
ــ مابه فورأ اضطراري حالت اعلان او امریکايي پوځیان په ۴۸ساعتونو کې له قطره شړلي وای.
ــ مابه د اسلامي نړۍ هغو هیوادونو ته پوځي بلنه ورکړې وای کوم، چې د امریکا له لاسه ترستوني رسېدلي دي.
ــ ما به له روس او چین سره داسي  مهم امنیتي اواقتصادي تړونونه لاسلیک کړي وای چې قطر یې په رښتیني ډول راته ساتلی اوغښتلی کړای وای، باوري یم چې چین او روس به په پوره ایمانداري او دمتقابلو ګټو لپاره هم دا کارکړای وای.
ــ مابه په منځني ختیځ، اسیايي اواروپایي ملکونو په ځانګړي ډول ترکې اوجرمني غږ کړای وای چې راځئ په ګډه داخپلې ګټې سره وساتواوپه عین حال کې به مې ځینې غښتلي اروپايي هیوادونه د روسې په ګډون پخپلوکې پخلاینې او یو لوی پوځي اواقتصادي تړون ته هڅولي وای ترڅویکه تازه امریکاله دې تکبر څخه غورځېدلې او نړۍ فورأ دوه قطبي شوې وای.
ــ مابه د نړۍ په مخ ټولوهیوادونو ته دبشر دنجات اوانسانیت د استحکام په خاطر نه ستړي کېدونکي فعالیتونه کړي وای ترڅو د جګړو اواشغال تورټغرمو په ګډه ورټول کړای وای.
ــ مابه له پورتنیو لاس ته راوړنو سره جوخت په سولئیزه توګه د اسرائیلو اوفلسطینیانو ستونځه حل کړې وای ترڅو ترهه ختمه ، فلسطیني او اسرائیلي ماشومانوپخپلو کې بې له وېرې اوتبعضه لوبې سره کړې وای ځکه چې هغوی هم د ژوند، امن اومینې حق لري.
ــ مابه داسلامي نړۍ پېزواني اودغه عیاش مشران ټول بشریت ته بربنډ کړي وای، چې دادوی وو چې هم یې د اسلام مقدس دین وشرماوه، هم یې اسلامي نړۍ کمزورې او د ښکېلاکګرو په لمسون ترهګرخپاره کړل.
درنولوستونکو!
تقریبأ درۍ کاله مخکې ماپه یوه لیکنه کې ددریمې نړیوالې جګړې خبرداری ورکړی و دادی اوس یې عملأ وینو چې حالات دومره ترینګړي شوي چې هره لحظه د دریمې نړیوالې جګړې خطر احساسیږي.
ممکین تاسو ووایاست چې دخپل افغانستان غم وخوره نړۍ اوقطر څه کوې؟
هو!
مادګران افغانستان لپاره ډېرې نارې سورې کړې دي اولا کوم یې ماد آزادي اوبي بي سي رادیوګانو له لارې هر وخت اشغال محکوم کړی او لا څلور پنځه کاله د مخه کله چې د امریکا او افغانستان د امنیتي تړون لپاره پر له پسې تبلغات کېدل زه یې په مقابل کې کلک ولاړ او داجابرانه تړون مالا مخکې له مخکې رداوه اودهیواد دتباهي وسیله مې باله چې دادی اوس یې تاسو ټول پخپلو سترګو وینئ چې څه روان دي.
همدارازمې خپل قلم په هره برېښنايي رسنۍ کې ځلولی چې په نتېجه کې داشغال پلوولخوادطالب ټاپه هم راباندې لږېدلې خو مهمه نه ده وایي چې کاروان تېریږي سپي دې غپېږي.
زه له قطرسره کومه ځانګړې خواخوږي نه لرم خواحساس کوم، چې دعربو ددې سرشکونې له وجې به چې د پردیو په لمسون کیږي، سختې اونه جبرانېدونکې ستونځې راولاړې شي نوله همدې کبله په موږ ټولو فرض ده چې د حل لارې چارې یې ولټوو، خپل سیمه وال هیوادونه سره یو موټی او راغلي نا بللي له سیمې وباسو ځکه وایم چې که زه د قطرامیر وای مابه پاس ذکرشوي کارونه حتمأکول ځکه چې نړیوال عیني اوذهني شرایط راته مساعد ښکاري که نه یې منئ مهرباني وکړئ تاسې خو یو ځل دا لاندني لینکونه ټک وهئ:

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=56762

https://www.nunn.asia/97807

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21540