اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

دنښترویبلاګ اداره دنړۍ په مخ ټولومسلمانوخویندو او روڼو ته د الله تعالی ج د صابرې، مثمرې، خورا خورا مبارکې اوبرکتي میاشتې د راتلو له کبله د زړه له تله مبارکي وايي اوټولوته ددې مهمې فریضې په ترسره کولو کې  له خدای ج څخه توفیق غواړي.
خالق تعالی دې ټول بشریت ته ددې مباره کې میاشتې له مخې هدایت ورپه برخه او دنړۍ له مخې دا د کرکې اووحشت تور ټغر ورټول کړي.
نښتر ویبلاګ سږکال بیا له الله ج څخه مشکور دی، چې زرغونې څانګې به یې د قرآني انوارو په وړانګو بیا ځلانده او شېرازې شي.
هو!
سږکال هم زموږ ګران او محترم مشر ورورښاغلي ډاکترصاحب نثاراحمدصمدواصفي دتېرو کلونو په ډول د روژې مباره کې لپاره رنګینې تحفې برابرې کړې اولمړنۍ تحفه یې په لاندې ډول ستاسوقدرمنو خدمت ته وړاندې کوو.
له محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد واصفي څخه دنښترویبلاګ اداره تل منندویه ده او له تاسو ټولو درنو لوستونکو څخه هیله کوي، چې دمحترم ډاکترصاحب او درنې کورنۍ لپاره یې د اوږد اوسوکاله ژوند دعاوې وکړئ، الله ج دې ورته بې حده اجرونه ورپه برخه کړي، چې موږ ته هر وخت دحق لار راښيي. الله امین

 د قرآن سره مرکه 
( لومړۍ برخه )

درنو لوستونکو ، دغه خاصه لړۍ چی د « د قرآن سره مرکه » نومیږی ، د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دا زما د هغه کتاب ځینی انتخابي برخی دي چی اووه اته کاله مخکی می تهیه کړی او لیکلی دی خو تر اوسه چاپ سوی نه دی .
دلته د قرآنکریم څخه د حال په ژبه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . سوالونه انساني دي خو ځوابونه قرآني دي . نو هیله من یم چی د توجه او هڅېدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله ! نو دا تاسو او دا هم د دې لړۍ لومړۍ برخه ، والسلام .
ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد واصفی .
 
سَلام‌ عَلیکَ ، سلامتی دی وی پر تا (۱) ‌
سَلام لکَ ، سلامتی دی وی درباندی  (۲)
پوښتنه : که لطفأ خپل ځان را وپیژنې ؟
ځواب : زه د الله کتاب یم (۳) ، نوم می قرآن دی (۴) .
پوښتنه : خو ما داسی هم اورېدلي دي چی ته د قرآن څخه علاوه نور نومونه او صفتونه هم لرې ، آیا خپل دغسی څو اسمونه او صفات را ښوولای سې ؟
ځواب : هو ، زه ډیر نومونه او صفتونه لرم چی د بیلګې په توګه به ځینی دروښیم :
کتاب  (۵) ، رحمت (۶) ، حکمت (۷) ، حدیث (۸) ، هُدا یعنی هدایت (۹) ، فرقان یعنی د حق او باطل بېلوونکی (۱۰) ، مُبین یعنی ښکاره دلیل (۱۱) ، ایمان (۱۲) ، کریم یعنی لوی (۱۳) ، کلام (۱۴) ، عدل (۱۵) ، برهان (۱۶) ، نور (۱۷) ، شفا (۱۸) ، موعظت یعنی نصیحت (۱۹) ، ذکر (۲۰) ، مبارک (۲۱) ، حکیم (۲۲) ، مُهیمین یعنی ساتونکی (۲۳) ، منیر (۲۴) ، مصدق یعنی تصدیق کونکی ، د پیش ګویانو مصداق (۲۵) ، حبل الله یعنی د الله رسۍ (۲۶) ، بهترین کلام (۲۷) ، تنزیل یعنی نازل سوی (۲۸) ، علم (۲۹) ، نعمت (۳۰) ، حق (۳۱) ، هادی
(۳۲) ، عجب (۳۳) ، تذکره یعنی یادونه (۳۴) ، عُروة الوثقی یعنی ټینګه رسۍ (۳۵) ، صِدق یعنی رښتیا (۳۶) ، امر (۳۷) ، بُشری یعنی زیری ورکونکی (۳۸) ، عزیز (۳۹) ، بلاغ یعنی پیغام (۴۰) ، قصص یعنی بیان ، قصې (۴۱) ، صراط ، یعنی لاره (۴۲) ، عظیم (۴۳) ، بشیر یعنی زیری ورکوونکی (۴۴) ، نذیر یعنی خبردارﺉ ورکونکی (۴۵) ، مجید یعنی سترتیا لرونکی (۴۶) ، حُکم یعنی فیصله (۴۷)....
پوښتنه : دا خو ډیر په زړه پوری معلومات وو . آیا راته ویلای سې چی ته د چا تألیف یا کلام یې ؟
ځواب : زه د الله تعالی کلام یم (۴۸) .
پوښتنه : دا صحیح ده چی الله نازل کړی یې ، نو مځکی یا دغه دنیا ته چا راوړﺉ یې ؟
ځواب : د الله په امر یوې ملایکې راوړی یم چی جبریل نومیږی (۴۹) .
پوښتنه : پر مځکه دی چا ته تشریف راووړ ، یعنی جبریل (ع) چا ته ورتسلیم کولې ؟
ځواب : زه محمد (ص) ته راوړل کېدلم ، یعنی د هغه پر مبارک زړه را نازل کېدلم (۵۰) .
پوښتنه : اوس به یوه بله مسأله مطرح کړم او هغه دا چی ته کله دغه دنیا ته را نازل سوې ؟
ځواب : زما د نازل کېدو پیل د روژې د مبارکی میاشتی په یوه شپه کی وسو چی لیلة القدر نومیږی (۵۱) .
پوښتنه : لطفأ راته ووایه چی ته چیری نازل سوی یې ؟
ځواب : زما نزول په مکه کی پیل سوی دی (۵۲) .
پوښتنه : آیا صرف په همدې مکه او د هغې په مربوطاتو کی نازل سوی یې او که په نورو ځایو کی هم را نازل سوی یې ؟
ځواب : زه د مکې څخه علاوه په مدینه او د هغه په مربوطاتو کی هم نازل سوی یم (۵۳) .
(۱) : سورهً مریم ، آیت ۴۷ . (۲) : سورهً الواقعه ، آیت ۹۱ . (۳) : البقره : ۲ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ الحجر : ۱ ؛ النمل : ۱ . (۴) : الانعام : ۱۹ ؛ یونس : ۳۷ ؛ یوسف : ۳ ؛ الاسراء ( بنی اسرایًل ) : ۹ . (۵) : البقره : ۲ ؛ النسأ : ۲۹ ؛ فاطر : ۱۰۵ . (۶) : الانعام : ۱۵۷ ؛ الاعراف : ۵۲ ، ۲۰۳ ؛ یونس : ۵۷ ؛ یوسف : ۱۱۱ ؛ النحل : ۶۴ ، ۸۹ . (۷) : الاسرأ : ۳۹ ؛ الاحزاب : ۳۴ (۸) : النجم : ۵۹ ـ ۶۰ ؛ الکهف : ۶ ؛ الطور : ۳۴ . (۹) : البقره : ۲ ، ۹۷ ، ۱۸۵ ؛ آل عمران : ۱۳۸ ؛ المایًده : ۴۶ ؛ الانعام : ۱۵۷ ؛ القصص : ۴۳ . (۱۰) : البقره : ۱۸۵ ؛ آل عمران : ۴ ؛ الفرقان : ۱ . (۱۱) : المایًده : ۱۵ ؛ یوسف : ۱ ؛ الحجر : ۱ ؛ الشعرأ : ۲ ؛ النمل : ۱ . (۱۲) : آل عمران : ۱۹۳ . (۱۳) : الواقعه : ۷۷ . (۱۴) : التوبه : ۶ ؛ الفتح : ۱۵ . (۱۵) : الانعام : ۱۱۵ . (۱۶) : النسأ : ۱۷۴ . (۱۷) : النسأ : ۱۷۴ ؛ المایًده : ۱۵ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ؛ الشوری : ۵۲ ؛ التغابُن : ۸ . (۱۸) : یونس : ۵۷ ؛ الاسرأ : ۸۲ ؛ حم السجده : ۴۴ . (۱۹) : آل عمران : ۱۳۸ ؛ المایًده : ۴۶ ؛ یونس : ۵۷ ؛ هود : ۱۲۰ ؛ النور : ۳۴ . (۲۰) : الحجر : ۹ ؛ النحل : ۴۴ ؛ الانبیأ : ۵۰ ؛ یوسف : ۱۰۴ ؛ الطلاق : ۱۰ . (۲۱) : الانعام : ۹۲ ، ۱۵۵ ؛ الانبیأ : ۵۰ ؛ ص : ۲۹ . (۲۲) : آل عمران : ۵۸ ؛ یونس : ۱ ؛ لقمان : ۲ ؛ الزخرف : ۴ . (۲۳) : المایًده : ۴۸ . (۲۴) : الاحزاب : ۴۶ . (۲۵) : البقره : ۴۱ ، ۸۹ ، ۹۷ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ آل عمران : ۳ ؛ یس : ۲ ؛ الاحقاف : ۱۲ ، ۳۰ . (۲۶) : آل عمران : ۱۰۳ . (۲۷) : الزمر : ۲۳ . (۲۸) : الشعرأ : ۱۹۲ ؛ یس : ۵ ؛ الواقعه : ۸۰ . (۲۹) : البقره : ۱۲۰ ؛ آل عمران : ۶۱ ؛ الرعد : ۳۷ . (۳۰) : الاضحی : ۱۱ . (۳۱) : البقره : ۲۶ ، ۹۱ ؛ المایًده : ۸۴ ؛ الانعام : ۶۶ ؛ الانفال : ۶ ؛ القصص : ۵۳ . (۳۲) : الاسرأ : ۹ ؛ الاحقاف : ۳۰ ؛ الجن : ۲ . (۳۳) : الجن : ۱ . (۳۴) : الحاقه : ۴۸ ؛ المدثر : ۴۹ ، ۵۴ ؛ الدهر : ۲۹ ؛ المزمل : ۱۹ ؛ طه : ۳ . (۳۵) : البقره : ۲۵۶ . (۳۶) : الزمر : ۳۲ . (۳۷) : الطلاق : ۵ . (۳۸) : البقره : ۹۷ ؛ النحل : ۸۹ ، ۱۰۲ ؛ النمل : ۲ ؛ الاحقاف : ۱۲.(۳۹) : حم السجده : ۴۱ . (۴۰) : ابراهیم : ۵۲ ؛ الانبیأ : ۱۰۶ . (۴۱) : آل عمران : ۶۲ . (۴۲) : الفاتحه : ۶ . (۴۳) : الحجر : ۸۷ . (۴۴) : حم السجده : ۴ . (۴۵) : حم السجده : ۴ ؛ الفرقان :۱ ؛ النجم : ۵۶ . (۴۶) : ق : ۱ ؛ البروج : ۲۱ . (۴۷) : الرعد : ۳۷ . (۴۸) : التوبه : ۶ ؛ الزمر : ۲۳ ؛ الفتح : ۱۵ . (۴۹) : البقره : ۹۷ ؛ النحل : ۱۰۲ ؛ الشعرا : ۱۹۳ . (۵۰) : محمد : ۲ ؛ البقره : ۹۷ ؛ آل عمران : ۳ ؛ الاعراف : ۲ ؛ النحل : ۴۴ . (۵۱) : البقره : ۱۸۵ ؛ الدخان : ۳ ؛ القدر : ۱ . (۵۲) : الانعام : ۹۲ . (۵۳) : التوبه : ۱۰۸ ؛ آل عمران : ۱۲۳ ، ۱۴۰ ، ۱۴۲ ؛ الاحزاب : ۲۲ ؛ البقره : ۱۴۴ ، ۱۹۸؛ الحج : ۲۷ ـ ۲۸ ؛ الفتح : ۱۰ .
 
یادونه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د مسنجر یا ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com ، والسلام .