واشنګټن ټایمز:
ټرمپ باید د افغانستان څخه پښې سپکي کړي

د واشنګټن ټایمز په نوم امریکایي ورځپاڼي د افغانستان په اړه په تازه خپره کړې مقاله کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د افغانستان نه ګټونکیدونکي جګړې ته د پای ټکی کښیږدي او ددغه هیواد څخه خپل سرتېري او پوځي سلاکاران راوباسي.
ورځپاڼه لیکي چې ډونالډ ټرمپ ته ۱۵ کلنه نه ګټونکیدونکي او د اساسي قانون خلاف جګړه په میراث پاته سوي، هرکال پر دغه جګړه ۱۲۸ میلیارده ډالر مصرفیږي چې د ورځي ۳۰۰ میلیون ډالره کیږي.
واشنګټن ټایمز لیکلي چې ډونالډ ټرمپ کولی سي د اساسي قانون په تعقیب سره چې ده یې د دفاع لپاره قسم خوړلی دی د افغانستان د جګړې څخه ځان بېغمه کړي، د امریکا اساسي قانون د جګړې په برخه کې د (لومړۍ او ۸۸ ماده، ۱۱ فقره) پر بنسټ د جګړې او سولې پریکړه د کانګرس غړو ته سپارل سوي.
ورځپاڼه وړاندي لیکي چې د کانګرس غړي به هیڅکله د طالبانو او القاعده په وړاندي د امریکا د متحده ایالاتو د ګوډاګي افغان حکومت د شریکي جګړې لپاره اجازه ورکړي، ورځپاڼه افغان حکومت ته په اشارې وایي چې د خرڅیدونکي ماشین د ناکاره کیدو په پرتله د یوه امریکایي مرګ ډیر خطرناک دی.
لکه څنګه چې د ډونالډ ټرمپ د اساسي قانون د لوړي اړتیا ده، ولسمشر ټرمپ باید د کانګرس څخه د ۳۰ ورځو په موده کې د خپل لاس پوڅي افغان حکومت د دښمنانو په وړاندي د جګړې د درولو اعلامیه وغواړي، ورځپاڼه لیکي د افغانستان څخه دي امریکایي ځواکونه، روزونکي او سلاکاران راویستل سي او د افغان وسلوال پوځ لپاره دي هرډول پوځي مرستي بندي سي.
واشنګټن ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان جګړه د ویټنام د جګړې په څېر نه ګټونکیدونکي جګړه ده، د ۱۶ کاله جګړې وروسته د جګړې د پای ته رسیدلو هیڅ څرک نه لګیږي، په افغانستان کې زموږ لاسپوڅی حکومت يو فاسد ، نالايقه ، قومي ، فرقه اي ، ظالم او ناخوښه حکومت دی، خيالي سرتېري ددغه هيواد په پوځ کې شتون لري ، نظام ته يوازي يوه ډله وفاداره ده نه ټوله ملت ، د مخدره موادو توليد زيات سوی دی ، انتخابات يې له درغليو ډک دي.
ورځپاڼه لیکي چې افغانان يوازي هغه وخت سره متحد کېږي کله چې ددوی پر هيواد کوم بهرنی يرغلګر يرغل وکړي، د مثال په توګه دوی درې ځله بریتانوي امپراتوري رد کړې او په ۱۹۷۹ میلادي کې یې د شوروي اتحاد ته ماته ورکړه.
روسیه او چین د افغان طالبانو مرسته کوي تر څو متحده ایالات کمزوري کړي، دوی د ویټنام د جګړې پر مهال د همدې موخي لپاره د شمالي ویټنام سره مرستي کولي او هغوی یې تقویه کول.
افغانستان د یوه امریکایي د هډوکو ارزښت هم نه لري، زموږ د وسلوالو پوځونو راوتل به متحده ایالات د هیڅ ګواښ سره مخ نه کړي، موږ د ویټنام څخه هم راووتلو خو هلته موږ ته یوازي د یرغل پېغور راپاتي سو نور مو هیڅ ترلاسه نه کړل.
ورځپاڼه لیکي که چېري ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په جګړه کې زموږ مداخله پای ته ورسوي نو نوموړۍ د نوبل د سولې د جایزې لایق دی نه لکه د بارک اوباما د ۲۰۰۹ میلادي کال د نوبل جایزه چې د سولې څخه یې مسخرې جوړي کړې.