څــــــــــه بایـــــــــــد وکـــــــــړو؟
- لیکونکی ش. حصین
ما شاخهء خشکیم بهاران نشناسیم”
غمګین ګل سنګیم که باران نشناسیم
افتاده به صحرای توانسوز جدایی
نقش زکف پای سواران نشناسیم
این قصر نشینان نه یکی عقده ګشایند
در کاخ نعم سینه فګاران نشناسیم
در مذهب ما رشته ګسستن نه ثوابست
مرګست در آن لحظه که یاران نشناسیم
تا بر فګند شیوهء این دیر کهن را
یک مرد ازین باده ګساران نشناسیم
وختونه وختونه کیږي چې زما د نږدې ټولو لیکنو په وړاندې له دې پوښتنې سره مخ یم چې دحالاتو بیان څه دی ؟ دحالاتو دبدلون لاره دی وښودل شي . څه باید وکړو؟ دافغانستان داشغال لومړي وختونه وو. دالمان دایسن په ایالت کې مو یوه درنه خپل منځي ناسته درلودله . هملته مې دلومړي ځل لپاره دکاغذ پر مخ خپل آندونه ولیکل او غونډې ته مې وړاندې کړل.
په هغو یادونو کې یوه دپام وړ خبره داوه چې شورویانونږدې لس کاله پر افغانستان خپله پوځي اوشبکه يي واکمني وساتله ،امریکا او انګلیس له خپلو اروپايي ناتویی متحدینو سره لوړ مالي قدرت، پر مختللی تخنیکی توان او پیاوړی جنګي ماشین لري او ټولنه هم په سخته ځپل شویده نو دا تیری او اشغال به دوه لسیزې اوږد شي خو یوه ، دوه یا څو لسیزی تاریخ نه دی بلکې تاریخي شیبې دي او اوښتل ېې حتمي دي . په همدې خاطر زما وړاندیز داو چې موږ ته په کار نه دي چې داشغال په څنګ کې داشغال دمشروعیت لپاره داشغال په ترحم او بیمه کې ژوند خوښ کړو . دغه څه موږ له تاریخ او خپلو خلکو او اولسونو څخه جلا او یوه آرام مرګ ته مو ورباسي . ما داخبره کړې وه چې مبارزه تل دتعرض په معنی نه ده ، دقوتونو د نا انډولۍ په شرایطو کې هوښیارانه ،حساب شوی شاته تګ او دمبارزې له دوام سره سم مساعدو شرایطو ته سترګې په لاره پاتې کیدل هم دمبارزې منل شوي اصول دي. ما دا وړاندیز کړی وچې موږ درنه فکري، سیاسي او تشکیلاتي ماته خوړلې او دروا او ناروا تورونو تر سخت درانه بار لاندې یو او وطن هم اشغال دی،موږ قدرت له کیلو نه ښارونو ته را ټول کړو خو دقدرت لویدنې زموږ ډیر توان بیرته خپلو کلیو ته ورستون کړ او هلته ېې له خپلو خلکو او اولسونو سره دګډ ژوند چانس بیرته تر لاسه کړ. دغه کلیوته وتی بالقوه توان بیرته ښارونو ته دبیمي یا راجستر لپاره مه را غواړۍ . او ددویم ځل لپاره ېې دتاریخ له پوښتنې سره مه مخ کوۍ .اشغال به یو وخت دخلکو او اولسونو په ښکاره تاریخي توان را ولویږي ، زموږ په وطن او خلکو مینې انساني زیرمې به له اشغال نه وروسته په حالاتو کې دخپلو خلکو په څنګ خپل تاریخي نقش ولري او دبیا سیاسي سازماني ژوند لارې به ېې په رټه تړلې نه وي… له بده مرغه هغه وخت ډیروته اشغال په یوه ازلي او ابدي منل شوي برخلیک اوښتی و او همغسې چې په همغي غونډې کې زموږ دواکمنۍ دوخت یو واکمن را پورته شو او ځما څرګندونې ېې تاریخ وهلې او ماورای چپي نارې وګڼلې اودا شعار ېې ورکړ چې امریکا نو شوروي نه دی چې ماته وخوري . ما له درې څلورو تنو نورو ملګرو سره خپل سخت یواځیتوب ولید خو باور مو له لاسه ورنکړ له هغه وخته وروسته دسازماني هڅوپه څنګ کې څومره چې ماته یاد دي ما په هره لیکنه کې هڅه کړې چې دحالاتو له بیان سره سم له روانو حالاتو څخه دوتلو لاره هم هیره نه کړم.خو ما په خپلو آندونو چې تک تنها هم نه وم دیوه ملګري په خبره خپل ملګري دوزخ ته را غوښتل په داسې حال کې چې اشغال ورته دجنت ټغر خور کړی و.اوږده زمانه تیره شوه . موږ پیړي شاته ولویدو اوس مو را پاڅیدنه دپیړۍ حوصله غواړي. موږ تیر ورټل ، نن ته مو سجده کیښوده او سبا مو په رټه هیر کړ اوس هم ستونزه داده چې زموږ ډیر لوستونکي دپخواني عادت له مخې دڅه باید وکړو له پوښتنې څخه داسې یو ې پراخه معجزه يي مرامي تګلارې ته سترګې په لاره دي چې دهیواد ، خلکو او اولسونو دپیړیو دردونه ،هیلې او آرمانونه داسې په ځان کې را ونغاړي چې دپیړیو غوټې دورځو اومیاشتو په اوږدو کې را وسپړل شي او ټولو سیاسي،اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي هیلو او آرمانونو ته ژمنه شوي ځوابونه هغه هم دټولو داقناع وړځوابونه ولري. دغه کار له کوډو او معجزو پرته ناشونی دی .داهیلې او غوښتنې خو ښکلې،په زړونو ناستې او منلې بریښي خو که په کتابي او کتابچه ېې تګلارو په تیره بیا په هغو تګلارو چې له حکومتي دندو څخه څه زیات توپیرهم نه لري وطن جوړیدی نو موږ به دنیکمرغي ، پرمختګ ، دموکراسۍ او ټولنیز عدالت آرمانونه ډیر پخوا منزل ته رسولي وای.یوه ښکاره او دتاریخي اعتبار در لودونکې تجربه: دافغانستان په سیاسي سازماني خوځښتونو کې هیڅ ګوند او سازمان دافغانستان دخلکو ددموکراتیګ ګوند په شان ترډیره په علمي اساساتو ولاړه تګلاره نه درلودله.خو حالاتو وښوده چې آن دګوند دواکمنۍ په اوږدو کې دهغې تګلاري دعملي کولو جوګه نه شوو او داځکه چې دهیواد، سیمي اونړۍ پیژندنه اودپيښو او بهیرونو داټکل توان مو یا نه و او یاهم دومره کمزوری وچې دې ته ېې اړکړو چې تل دپیښو شاته هغه هم تر ډیره دنورو په اشارو ګامونه اوچت کړو. دبیلګې په توګه په همغې علمي تګلاره کې تر هرڅه دمخه دهیواد دخپلواکۍ، ځمکنۍ سلامتیا او ملي واکمنۍ غوښتنې په لومړیتوب کې وې خو پټو او ښکاره فکري او سیاسي ایدیالوژیکو تړلتیاوو او ورسره یوه ښکاره اقتصادي جبر هغه لوري ته وخوځولو چې ټول ملي لومړیتوبونه مو هیرکړل او په پای کې هیواد تر سختو آرماني او انقلابي شعارونو او باورونو لاندې په ښکاره اشغال ته ور ولوید. یوه لسیزه مو په اشغال سترګې پټې کړې او هغه مو دپردو له لوري دبهشتي ژمنودتر سره کیدو لاره وګڼله . په پای کې داسې ولویدو چې تر ننه مو دبیا را پاڅیدنې لاره ونه موندله. خو نن له کوم وضعیت سره مخ یو؟ په دې برخه کې زما خبرې چې ترخې به هم وي هغوخپلو ګوندونو، سیاسي سازمانونواو تیرو ملګرو ته نه دي چې روان اشغال ته ېې څه دپاسه یوه نیمه لسیزه دمشروعیت ورکولو هڅې کړې او اوس هم په ډاګه وايي چې وطن اشغال نه دی او دا یو «نړیوال پیوستون » دي او په همدې خاطرله همدې تش په نوم نړیوال پیوستون سره غاړه غړۍ او ورسره بیمه دي او وکړه مکړه ېې هم دیوناما په اراده چلیږي.زما مخاطب دافغانستان خلک او اولسونه او دهغوی هغه اصیل وطنپال بچیان دي چې دهیواد خپلواکي ، ځمکنۍ سلامتیا، ملي یوالی او ملي واکمني ورته دلومړیتوب درلودونکي آرمانونه دي. هغوی چې اشغال مقدس، مشروع او بې بدیله ګڼي لاره ېې ښکاره ده .په دې لاره کې ېې یوه نیمه لسیزه ګامونه اخیستي . روښانفکر دخپلې یوې تیروتنې داعتراف میړانه نه لري نود او ه لسو کلونو په پرله پسې تیروتنه به څنګه داعتراف میړانه تر لاسه کړي. دوی اشغال ته مخ او خپل تاریخ او دخپلو اولسونو ملي تاریخي کرکتر اوهویت ته شا اړولې ده.دغه نږدې دوه لسیزې واټن په آسانه نه وهل کیږي.په همدې خاطر تیرو اوراونو تیروتنو او کمزوریو دې ته را وستي یوچې دڅه باید وکړو پوښتنه ېې ډیره درنه کړیده .څه باید وکړ؟ یوښکاره دملي تاریخي اعتبار خبره خو داده چې باید خپلو خلکو اولسونو او هغوی ته مخه کړو چې اشغال دهیواد دټولو بدمرغیو، اوښکو او وینو اصلي عامل ګڼي، نه هغوی ته چې داشغال له ترحمه نشي وتلی،په خپلو خلکو اواولسونو باور نه لري او په همدې خاطر داشغال بدیل نشي موندلی. دهیواد په تاریخ کې دا لومړی ځل نه دی چې زموږ خلک له داسې یوه حالت سره مخ کیږي. لرې نه ، په دوو استعماري تیریو او تاړاکونو کې او همداشان دسرو لښکروپه واکمنۍ کې هغوی چې له استعمار ، اشغال او دهغوی پلاس ناستو واکمنیو سره غاړه غړۍ ووټول منطق ېې همدا وچې که انګریز او کینول شوي واکمن ېې لاړل او یا دسرو لښکرو شتون نه وو نو دا وطن به نور نه وي.دا له اشغال او واکمنیو سره په ګټو کې دشریکو افرادو او ډلوتبلیغات وو خو خلکو او اولسونو بیا دغه باور نه درلود ځکه چې هغوی دخپل وطن او خپل تاریخ اصلي وارثان وو. هغوی پر خپل قوت او مقاومت پوهیدل او په خپلو بریو بې باوره نه وو او خپل باورونه ېې له خپلو نغریو اخیستي وو.ښايي یوشمیر داخبره وکړي چې نو که دانګریزي استعمار نه وروسته دا وطن پاتې شو خو له شوروي اشغال وروسته خو واقعاً وطن له تاریخي لویدنې سره مخ شو. ددې خبرې ظاهري بڼه منطق ته نږدې بریښي خو که دې ته فکر وشي چې دسرو لښکرو په وتلو اشغال پای ته ونه رسید بلکې هغه اشغال له وتلو مخکې له خپل نړیوال سیال سره په جوړه روغه یوه بل با الواسطه اشغال ته ځای خالي کړ.داسمه ده چې یوه لنډه موده امریکا ،انګلیس او متحدین ېې مخامخ دشوروي اشغال په ټغر را ښکاره نه شول خو هغه تنظیمي او غیر تنظیمي روزل شوي تړلي ډلې ېې پر حالاتو واکمنې کړلې چې دمخامخ اشغال لاره ېې ورته صافوله. لویدیځ دخپلو روزل شوو بنسټپالو په ماهیت ښه خبر وو. دهغوی وطن پلورنه، ملي ضد معاملې ټولې دوی پخپله ورته پلان کړې وي . دغلو ، لوټمارو ، وطن پلورونکو معامله ګرو دغه په مرګ او وژنو معتادین چې دفساد لړې ېې هم نورې دخلکو اواولسونو دځغم وړ نه وې زموږ خلک او اولسونه دیوه آګاه مخکښ دنه شتون په حالت کې په داسې خوځښت را ټول کړل چې اراده ېې له ټولو بهرنیوجبری یا اختیاري تړاوونو سره سره وطنپاله او استقلال خوښوونکې وه خو کړنې ېې له زمانې حالاتو سره په سخت ټکر کې وې . دغه حالت دتیرې او تجاوز تبرونو ته نوي لاستي ورکړل. او هیوادېې په روان ناتارکې راښکیل کړ.
اوس نو څه پکار دي؟
لومړی: ټولنیزي غوښتنې ، هیلې او آرمانونه ټول دارزښت وړ دي. همدغو غوښتنو ، هیلو او آرمانوته رسیدل هغه وخت شوني دي چې دلومړیتوب حق در لودونکې غوښتنې ، هیلې او آرمانونه په نښه او په فکري او عملي ډګر کې ګډ کار ورته وشي. که منو چې وطن اشغال دی ، داشغال دوام دوطن تاریخي لویدنه ده ، اشغال هیڅکله هم داولسونو له کرکې خلاصون نه لري،جګړه زموږ پر خلکو اواولسونوتپل شویده، خلک او اولسونه داشغال په وړاندې ګونډې نشي وهلی،داشغال ددوام منل ورته دمرییتوب منل دي نو راځۍ چې له خپلو خلکو او اولسونو سره داشغال په وړاندې همغږي شو.اودا ویره چې طالبي ټاپه به وخورو دزمان په اعتبار له ځانه لرې کړو،نه موږ طالب کیدای شو او نه طالب دې ته اړ دی چې زموږ نا پیدا لارې غوره کړي . مبارزه او زمان به دهریوه داستقلالیت ضمانت وکړي .دغه څه به موږته سیاسي، ټولنیز تاریخي دریځ را په برخه کړي، لاره به مو خپلو خلکو او اولسونو ته ورلنډه کړي، دلرې اونږدې ګاونډیوناروا نفوذ او لاسوهنې به دمبارزې په اوږدو کې شنډې شي، همدغه څه به دوحدتونو ، پیوستونونو او ائتلافونو په پیا وړي دلیل بدل شي، همدغه وحدتونه ، پیوستونونه او ائتلافونه به داشغال دبدیل لارې را په ګوتو کړي او هغه ویره به رانه واخلي چې که اشغال نه وو نو وطن به نه وي. داشغال په وړاندې همغږي به لارې روښانه کړي : هغوی چې له اشغال سره دي او هغوی چې داشغال په وړاندې ېې خپل تاریخ ته مخه کړې. دخپلو ښکاره لارو څښتنان به شي.پوښتنه داده چې داکار له کوم ځایه پیل کیدونکی دی؟ که زموږ سیاسي ټولنیزمتشکل خوځښتونه له تیرو تیروتنو او ناروا دریځونو سره سره همدا اوس چې ډیره ناوخته هم ده خپل حساب له اشغال نه بیل او خپلو خلکو ته راوګرځې لارې به ډیرې لنډې شي. پوهیږو چې فردې هڅې یو عمر غواړي چې له باالقوه حالت څخه با الفعل حالت ته راووځي.هغه څه چې متشکل قوتونه ېې دخپلو وطنپالو ژمنو په نوي کولو ترسره کولی شي، دتیتو پرکو افرادو او شخصیتونو لپاره درانه بریښي . خو که موجود متشکل( وطنپال ، دموکرات او ټولنیز عدالت ته ژمن) ګوندونه او سازمانونه ددې توان پیدانکړي چې داشغال له ډک دسترخوان څخه را پورته شي نو همدا تیت او پرک با القوه قوت به دې ته اړ وي چې دیوه لوی جوړښت په لور خپلو هڅو ته زور ورکړي او خپلو خلکو او اولسونوته ځان ور ورسوي. داکار دروانو امکاناتو په شتون کې ناشونی نه دی . دبیلګې په توګه له همدې نن څخه ډیر نه، سل تنه دهمدې رسنیو او مجازي دنیا له امکاناتو څخه په ګټه اخیستو داشغال ضد غږ را اوچت کړی .وخت به وښيي چې دغه را اوچت شوی آواز داشغال ډپښوپه لړزولو او دیوه لوی وطنپا ل خوځښت په را جوړولو کې ستر نقش لوبولی شي.داستقلال ویبپاڼه داشغال پر ضد دقلمي مبارزې په یوه پاخه سنګر اوښتلی شي.دغه ویبپاڼه همدا اوس په څلیریشت ساعتونو کې نږدې پنځه زره لیدونکي لري . که هره ورځ داشغال پر خلاف داشغال ضد مبارزینو دوه یا درې څیړنیزې لیکنې ولرو دا دوخت نه چې دپیړیو سکوت ماتولی شي او له همدې لارې موږ خپل توان او طاقت پیژندلی شو.
دویم: راځۍ داشغال په دوام کې دخیالي، خیراتي او نه ترسره کیدونکې سولې باورونه له ځانه لرې کړو. دنړي تاریخ کله هم نه دي ښودلې چې داشغال او ضد اشغال ترمنځ دې داشغال په دوام کې سوله تر سره شوي وي. زموږ په خپل تاریخ کې هم نه له انکریزي اشغال سره داشغال ددوام په شرط سوله شوې نه له شوروي اشغال سره داشغال په دوام کې سوله ممکنه اود لید وړ وه. دجګړې دیوه لوري ماته او دبل لوري بری ددو لورو ترمنځ دسولې معنی نه لري .یا به اشغال ماته خوري او پښې به سپکوي او یا به اولسونه دجنوساید په برخلیک اخته او له تاریخ نه لویږي. بله لاره نشته. په همدې خاطر داشغال په دوام کې داولسونو لپاره جګړه یو نه اووښتونکی برخلیک دی. داشغال په دوام کې داشغال پلاس کینولې واکمنۍ داشغال دارادې تمثیل کوونکې برخه ده. داشغال په دوام کې ماورای اشغال واکمني شتون نشي موندلی. په همدې خاطر له دغې واکمنۍ سره سوله له اشغال سره داشغال ددوام په خاطر یوه شرموونکې او نه پایدونکې سوله ده. دغه سوله دماتې اوتسلیم په معنی ده.اشغال به دوام کوي ، ملي ضد معاملې،لوټ ، تالان ، فتنې او فسادبه دټولنیز ژوند منل شوي اخلاق وي.په دغو شان حالاتو کې دکینول شوې واکمنۍ دسولې غوښتنې داشغال ددوام او داشغال ضد مقاومت دتسلیم غوښتنې دي. دغه واکمنۍ په سپین سترګۍ ځان د افغانستان واکمن او اشغال ضد خوځښت هغه پردي څه ګڼې چې باید له حقارته ډک تسلیم ته غاړه کیږدي . که دغې واکمنۍ دیوې پراخه دملي اعتبار او پایښت لرونکې سولې غوښتنه درلودلی نو لومړی خو ېې باید په یو اخیزه توګه دخلکو او اولسونو دملي ارادې خلاف په لیونۍ بیړه له امریکا سره هغه امنیتی تړون نه وای لاسلیک کړی چې هیڅ ډول زماني محدویت نه پیژنې. له دې نه بښوونکې تیروتنې سره سره دغه واکمني ددې توان اواراده لري چې داشغال لپاره زماني محدویت وټاکي؟ نه هیڅکله هم نه. په دغه حالت کې دسولې نارې سورې هسې دځان او اولسونو تیر ایستنه ده، نه نور څه.
دریم : ډیر داشغال په لاسته راوړنو داشغال ددوام په خاطر ټینګار کوي چې دا تر ډیره یو شرموونکی دریځ دی. هر اشغال دخپلو جنایاتو او داولسونو دتیر ایستنې او خپلو ګوډاګیانو ته دیوڅه رنګ ورکولو په خاطر یو څه کړنې تر سره کوي. داکړنې لږې وې که ډیرې هغه ېې چې دساتنې ارزښت لري باید دساتنې لارې چارې ېې له پامه ونه غورځول شي خو باید وګورو چې څه ته لاسته راوړنې وایو.څو دیوالونو او سرکونو ته،څو ننداره یزو رسنیو اویوبې کیفیته پړسول شوي معارف ته او څوپه دولتي چوکاټ کې روزل شوو تکنوکراتانو ته لاسته راوړنې وایو؟او که اوس هم دصادراتي دموکراسۍ ډولونه غږوو او دآزاد بازار سندرې دبشر له حقوقو او عسکري ګلوبالیزم سره را نغاړو؟آیا کله مو فکر کړیدی چې دا لاسته راوړنې په کومه بیه راته لویدلي؟ خپلواکې مو له لاسه وتې، ځمکه او آسمان مو پردو نیولی، واکمن مو دپردو په مخامخ ټاکنه دقدرت په ګدیو کینول کیږي.دټولنې اخلاق ، فرهنک او باورونه مو زوال ته رسول شوي، انساني شخصیت مو مسخ شویدی.له زرموندنې ، واک ته رسیدنې او په فساد کې له مستۍ پرته نور څه نه لرو. ددې لړو اولړیو دوام په کومه بیه راته لویږي؟فکر وکړۍ که لس شل کاله یا دځینو په خبره دا اشغال نیمه پیړۍ عمر وکړې میراث به ېې موږته څه وي؟ آیا داشغال په دوام کې په اشغال پورې تړلي خوځښتونه دټولنې تاریخي ژغورنې ته رسیدلی شي؟ نه هیڅکله هم نه.
څلورم: داخبره چې که اشغال ختم شونو «نظام» به هم ختمیږي او دا دځغم وړ نه ده ، دهغوی خبره ده چې تاریخ دخپل دریځ او ګټو په خاطر له پښو را ځړوي. څه وکړو دټول بشریت په تاریخ کې داشغال ختم دهغو نظامونو طبعی ختم دی چې اشغال را جوړ کړیدي.دانګریزانو په لومړۍ تیښته دښاه شجاع آرګا وبارګاه را ولویده ، دیعقوبخان د«نظام » برخلیک هم همغه شو،دشورویانو په وتلو دکارمل نجیب د«نظام » برخلیک هم په لږ توپیر څه نور نه و.داسمه ده چې زموږ دزمانې روښانفکري خوځښتونه یوڅه بل شان دي او هغه داچې دباد له څپو سره سم خوځي او هره ورځ دورځې په نرخ دځان بدلولو اوچت مهارت لري . همدا خبره ده چې ډیر چپ مو له بنسټپالترینو سره همغږي او دمعاملو، لوټ او فساد په دسترخوان کې ورشریک پاتې کیږي .دپاکستان له لمنې راوتي تنظیمونه او دلوټ ، تالان اوفساد ملیشي او په راوروسته کې دحامد کرزي او اشرف غني دنظامونو غوښینه برخه تر ټولو زیاته دپخوانیو چپیانو وه او ده. داپه سیاست کې هوښیاري ښودل شوې خودې ته فکر نه دی شوی چې همدغو اووښتو او له حالاتو سره جوړو روښانفکرانو دخلکو او اولسونو په وړاندې درښانفکري مخکښتوب جنازې اخیستي دي او پیړۍ پکاردي چې دا له لاسه تللی اعتبار بیرته تر لاسه شي.
پنځم- اوس پوښتنه داده چې آیا له اشغال سره غاړه غړي ګوندونه، سازمانونه ، افراد اوشخصیتونه داشغال په دوام کې خپلو اولسونو ته په دې شرط ورګرځیدلی شي چې هم ېې داشغال په دسترخوان غوړې مړۍ خوندي وي او هم دخلکو او اولسونو ملاتړ تر لاسه کړي؟ نه هیڅکله هم نه.نو بیا وایو چې څه باید وکړو؟
ځواب روښانه دی:
باید داشغال په وړاندې خپل دریځ روښانه کړو.یو تاریخي انتخاب : اشغال یا دخپلو خلکو او اولسونو اشغال ضد موجود واقعیت.
باید د اشغال دپای ته رسیدو غوښتننې ته تر ټولو نورو هیلو او آرمانونو نه دلومړیتوب حق ورکړو.
باید دخپلواکۍ ،ځمکنۍ سلامتیا او دخلکو او اولسونو په اراده را جوړیونکې واکمنې تر تر ټولو نورو غوښتنو او آرمانونو دلومړیتوب حق ولري.
باید همدغه غوښتنې له خپلو خلکو او اولسونو سره شریکې کړو او له ټولو هغو خوځښتونو څخه چې په کوچنیو یا لویو کچو سیاسي سازماني جوړښتونه لري په ګډه غوښتنه وکړو چې له اشغال نه را جلا او خپلو خلکو اواولسونو ته مخه کړي.
باید په ګډه هغه لورته وخوځو چې داشغال په لویدو دسیاسي ټولنیز ژوند بهیرونه خپل ملي بستر ته را وکرځي.
باید هغه ویره شاته ووهو چې : که اشغال ختم شو نودیوې خطر ناکې وروسته پاتې دودیزې بنسټپالنې ښکار به شو.دغه ویره بې له شکه دپام وړ ده خو له دې ویرې نه اشغال ته پناه وړل خطر ناکه تاریخي لویدنه ده.
باید په خپلو خلکو او اولسونو باور ولرو چې دخپلو بدو دایل کولو تاریخي توان او تجربه لري.خلکو او اولسونو ته دټولنې دمخکښو ځواکونو ورګرځیدل په خپله هم دخپلو بدو دماتولو لاره پرانیزي.ویره واقعی ده خو له دې ویرې نه داشغال لمنې ته ورلویدل دا ویره نوره هم پړسوي او داوږده عمر له اشغال وروسته ددې ویرې شاته وهل ناشونې کیږي.
باید داشغال پر خلاف را پاڅیدلی او بري ته نږدې مقاومت دخپلو خلکو او اولسونودملي تاریخي کرکتر نښې وګڼو نه دپردو جاسوسي شبکو اتلولي. دا زموږ اولسونه وو چې دخپل سر اومال په بیه ېې دنړی تر ټولو لوی زبر ځواک له خپلو ټولو متحدینو سره په ګونډو کولوته را نږدې کړ.
باید دداعش ، القاعدې او نورو پردو جوړ کړو ډلو په وحشیانه بشري ضد کړنو دخپلو خلکو او اولسونو اشغال ضد روامقاومت تورن نه کړو.
باید داشغال دا راکړې ویره چې که روان اشغال نه ونو ګاونډیان به مو وخوري له خپلو ذهنونو وباسو. زموږ اولسونه چې د زاړه استعمار او دپانګوالې ددغه درانه په معاصر تخنیک سمبال تر ټولو پیاوړی جنګي ماشین پښې ور ولړزولې . دابه کوم احمق ګاونډی وي چې دامپراطوریو ددې پیژندل شوې هدیرې دنیولوخیال به پالي.له هیچا څخه پټه نه ده چې دا دپرله پسې اشغال او اشغال کینولو واکمنیو پټې معاملې دي چې زموږ جغرافیايي پولې ېې له پوښتنې سره مخ کړیدي. همدا چې اشغال ولویږي او زموږ دخلکو اواولسونو دیوالي غږ را اوچت شې ټولې پردو جوې کړې دروازي او دیوالونه به دملي نوو امکاناتو په رڼا کې را ونړیږي.