ترمپ: امریکایی ناسیونالیزم که د زور پوځي ګلوبالیزم؟
- لیکونکی ش.حصین
مشران دې خدای نه لیوني کوي د لیونود کړو وړواټکل د پیاوړو اروا پوهانو له توانه هم وتلی وي. په ټولنیزو ستونزمنو بهیرونو کې ټولنه دې ته اړ کیږي چې خپل اصل ته را وګرځي، ملي توب ته لیواله شي او په هغو پسې لاړه شي چې ستونزو د لیونتوب کچې ته رسولي دي. د راولاړ شوی ناسیونالیزم د یاغي لیونتوب اټکل شونی نه دی، بری ېې هم د تیرو نړول او د نوو په نیمه لاره کې پاتې کیدل دي. داغوښتنه نه بلکې یو جبر دی چې زاړه به اوړي او د نوو جوړښت به له پوښتنې سره مخ وي. متحده ایالات د پانګوالې نړۍ په سرکې د نړۍ ستر اقتصادي، پوځي، تخنیکي ، علمي او مالي قدرت دی. دغه لوړ توان او طاقت ته رسیدو څو پیړۍ وهلي.اوس ېې د لویدو نښې را څرګندې او ځغم ېې هم ټولنې ته دروند کار دی.یو یا څو تنه به د زړو نړولو او د نوو رغولو ته ژمنې ورکړي خو تر سره کول ېې زمان غواړي او په آسانه ډیر شوني نه بریښي ځکه د زړو ټینګ مقاومت او د نوو لړزیدلې پښې یواځې له اټکله وتی کړکیچ چاغولی شي نه څه نور.په پانګوال نظام کې د پیښو او بهیرونو تګ لوری هم دولتونه یا حکومتونه نه ټاکي بلکې د پردې شاته داسې واکمن ځواکونه د پيښو او بهیرونو لوری ټاکي چې پیژندنه ېې ستونزمنه ده.
په ښکاره خو دولتونه او حکومتونه د همدې پټو بانکي لاسونواجرایی متخصیصین دي نه نورڅه. وايي دونالد ترمپ د امریکا خلکو نه دی ټاکلی بلکې د بریښنايي ټاکنو ډلو ټاکلی دی. د ټاکنو دغه بریښنايي ټولنې په کومو پټو لاسونو پورې اړه لري او څه غواړي دا هم نا څرګنده خبره ده. په هر صورت ښکاره خبره دا ده چې لویدیز د سړې جګړې وړلو دې خیال ته ورساوه چې د نړیوالې واکمنۍ پیر ېې را رسیدلی دی. همدې خیال په لیونۍ منډه دې ته ورټیل واهه چې له کورنیو ستونزو پښه واړوي او د هیوادونو او اولسونو په لاندې کولو سره د نړۍ ترځمکې لاندې او باندې زیرمو ته ځان ورسوي او له همدې لارې کورنۍ ستونزې هم کابو او د نړۍ واکمنې هم تر لاسه کړي. دا لوبه لویدیځ ته درنه او په داسې بیه واووښته چې خیالونه او خوبونه ېې ور ګډوډ اوکورنۍ ستونزې ېې د نظامونو د لویدو تر کچې ور وپړسولې. دغه حالت په ټوله پانګه واله نړۍ کې یو یاغي له اټکله وتی ناسیونالیزم را وپاراوه. دغې پارونې په امریکایی ټولنه کې داسې څوک واک ته راوست چې د کړو خو ېې لا څه څرک نشته خو د ویناوو او څرګندونولړۍ ېې په بیلو بیلو لارو روانې دي.
دونالد ترمپ د همدې نوو هڅود مخ څیره، وايي:«امریکا امریکائیانو ته را ګرځوم»،« واک له نن څخه خلکوته ورلیږدول کیږي»،« امریکا له سره جوړوم»، « امریکا له همدا نن څخه جوړه ده»… دا خبرې په احساساتو ولاړې ،پاروونکې او خلکو ته خیالی امید ورکونکې دي . عملی کول ېې د خبرو په شان آسانه نه دي . امریکا یوه نا متجانسه ټولنه ده. هلته د بیوزلۍ او شتمنتوب پولې د پیړیو په اوږدو کې پخې شوي دي، هلته سره پوستان په جنوساید کې خوړل شوي خو د سپینو او تورو پولې سختې او زړه ېې له چاودنو ډک دی. هلته د کډوالو او اصلي اوسیدونکو ژورې کرکې واکمني کوي، هلته د اسلام او نورو ادیانو د توپیري دریځونو څپې ډیرې درنې دي، هلته بیکاري او له جګړه ییز خوځښت نه پرته ، د نورمالو اقتصادي بهیرونو چینې وچې شویدي . د دې ټولو ستونزو اړول یواځې په دې چې امریکا د امریکائیانو ده، اسلامې بنسټپآلنه به وهل کیږي، د کډوالو په وړاندې به دیوالونه را پورته کیږي… څه آسانه خبرې نه دي. دا هر څه د بري پر ځای د ستونزو چاغیدو اوچاویدوته مخه ورکولی شي.ترمپ په خبرو او ژمنو کې خپل طبقاني لوړ واکمن موقعیت هم داسې له پامه غورځوي چې یو ډول نوی چپ هویت ښيي. کله چې تور اوباما واګې تر لاسه کړې نو ډیرې تودې ژمنې ېې امریکايي ټولنې ته ورکړې . د هغه ژمنې په پیل کې په سوسیالیستي لوالتیا تعبیراو ډیر ژرېې ژبه اوعمل ورواړاوه. ترمپ هم له لږو ستونزو سره مخ نه دی. یواځې دموکراتان او ویریدلي جمهوري غوښتونکې ېې مخې ته خنډ نه دي ، نوو نا تعریف شوو اقتصادي پانګونو ته د کمپنیو را غوښتنه د امریکايي ټولنې د ښځو آزادي، د تور پوستو تاریخي غوښتنې ، د کډوال څنډڼه او د اسلامي احساتو را پرځونه، د مکسیکویی کډوالو په وړاندې د دیوالونو اوچتول او امریکا ته د کډوالود ورتګ پولې تړل د لږو کړکیچونو د را پارونې لاملونه نه دي.وايي چې ترمپ د اشرف غني شاګرد را وتی دی. د هغه استاد په کورني او بهرني سیاست کې همداسې خامې لږ نه درلودلې. ژمنه ېې کړې وه چې په سلو ورځو کې آزموینه رانه واخلی که ناکام وم له واکه مې را کوز کړي . سل نه درې سوه ورځې تیرې شوې ، نه ښونکی و نه ممتحن او نه ممیز بس خپله ېې له ځانه آزموینه واخیسته او ځان ېې مشروط اعلان کړ،درې څلور سوه ورځې نورې تیرې شوې د مشروطیت آزموینه ېې هم په بډه ووهله. اوس نو د دغه استاد شاګرد به څه کوي .د کار اوعمل توان لري که خپله ناکامي او مشروطیت په بډو وهي او هسې د قدرت ورځې شماري. دا به زمان وښيي.
ترامپ امریکا د دفاعي نوو توغندیو د سیستم په لګولو له ګواښونو خوندي ساتي،اتومي پیاوړتیا ته ځان ژمن ښيي،ناتو په مصرف رسیدلی طاقت بولي، د اروپا يي اتحاد د پاشل کیدوهیله من دی، ملګري ملتونه یو اضافي بار بولي ،ایران او شمالي کوریا په جګړه او راکټي ګوزارونو ګواښي، د چین یوالی نه مني او پر چین د خپلو اقتصادي غوښتنو تپل غواړي، له شمالي کوریا سره د چین اړیکې تر پوځې ګواښ لاندې نیسي، خپل سفارت له تل ابیب څځه بیت المقدس ته رالیږدوي، د اسرائیلو او سعودي وهابیت ملاتړ ته ېې مټې رانغښتي، هند ېې له یاده ویستلی او جاپان ډیر لږ په خوله راوړي، له روسيي سره د اړیکو سمول د اتومې زیرموپه را کمولو پورې تړي. د دې ټولوژمنو تر سره کول نړۍ چیرته بیایی. د ایران ځپل، د چین ګواښل ، اسرائیلوته ډډه ورکول او له روسیی سره دوستي دا مګر شونې ده؟ امریکا د اروپايي اتحاد په ائتلاف کې نړیوال ځواک و،که دا ائتلاف ړنګ شي ، امریکا نور نه نړیوال ځواک دی او نه د نړیوالو پيښو دروند بار په غاړه اخیستی شي. همدا اوس د برجام په مسأ له کې اروپایی یوالی د ایران په څنګ کې ولاړ دی. د برجام په ړنګولو د ایران اوسیمې منابعو او بازار ته د اروپا د ور رسیدو لاره تړي . د دغې لارې تړل اروپايي اتحاد له پښو غورځوي او دا په خپله د نړیوالو ټکرونو درنه غوټه بیرته اروپا ته راګرځوي. اروپا له هغه ناسیونالیزم څخه چې فاشیزم او ملیتاریزم ېې را وزیږاوه سخته ویره لري . امریکايي ناسیونالیزم د اروپايي ناسیونالیزم د هڅونې مرستندوی ګرځي .همدا هم د امریکایی او اروپايي ائتلاف مزي شلوي. په دغسې حالاتو کې که د ترمپ ناسیونالیستي ډوله هڅې د امریکا په څلورو دیوالو کې را ګیر پاتې شي نړیوال اغیز ېې را لویږي او د پیل شوي ګلوبالیزم ټغر ور ټولیږي او که د پخوا په شان هغه په نوو متضادو دریځونو د پوځي ګلوبالیزم لاره وهي نو متحد خوېې نشته او که په یواځېتوب کې ځغلي نوهم به د امریکا جوړونه ورنه پاتې وي او هم به په هغو ناکامو هڅو کې ورښکیل وي چې پرون د پانګوالې نړۍ په لوی ائتلاف کې هم تر سره نه شوې. د اروپایی اتحاد په وړاندې د ترمپ سړه پاملرنه تر ټولو مخکې آسیاته د ورتیریدو پولې ړنګوي . اروپا به آسیا ته په ورنږدې کیدوټولې هغه هڅې دښمنانه وګڼې کومې چې د ترمپ سیاستونه ېې را مخ ته کوي. ترمپ په انګلوساکسوني ائتلاف کې چې د تیر ګلوبالیزم مخکښ ګڼل کیده یواځې له بریتانیا څخه یادونې کوي ، استرالیا او کا ناډا او آن نیوزیلند ېې په کاري تګلارو کې نه ښکاري . دا ښيي چې په نړیوال ډګر کې یواځې په بریتانیا حساب کوي او د آسیا په سیمه ییزو پیښو کې ېې اسرائیل او سعودي په نښه کړیدي. د افریقا او لاتینې امریکا په وړاندې هم اعلان شوی سیاست نه لري ، مصر ېې له ټول طاقت سره له سترګو غورځولی او ترکیی ته هم ښايي څه پټې اشارې ولري. د ناتو مالي لګښت د بار راکمول غواړي ، دغه بار په اروپا راځي ، اروپا د ابار نشي وړلی. همدا شان د ملګرو ملتونو د لګښت له ځانه کمول غواړي ، اروپا د دغه باروړلو توان هم نه لري. که ناتو بې ډودۍ پاتې او خپل زوال وویني دا به بشریت ته یو ښه زیری وي خوکه ملګري ملتونه د جامعهء ملل په برخلیک اخته شي نو د بشریت د راتلونکې اټکل به نور هم ګران شي. آیا ترمپ او ډله به ېې چې ډیر تند پلویان ېې هم را ټول کړي له دې ټولو ستونزو را ووتی شي؟ دابه زمان وښيي.