د امریکا تر ټولو ځواکمنه وسله کومه ده؟ 

western_media

ژباړه : جاوید علي خېل

د امریکایي میډیا مشهور ستوری او اکټر ټام ایډکنس وایي: بمونه، طیارې، ټانګونه او نور جنګي تخنیکي تجهیزات ټول د تروریزم خلاف جنګ کې دوهمه درجه اهمیت لري. د امریکا د ډیپو تر ټولو ویروونکې او ځواکمنه وسله امریکایي ( رسنۍ) دي.

کابل کې په ښاري ټکسي کې له یوه ځایه بل ځای ته تلم چې د ټکسي له راډیو څخه د حامد کرزي اونیزه وینا نشرېدله. کرزي د رسنیو پرمختګ او د بیان ازادي د خپلې دیارلس کلنې واکمنۍ تر ټولو ستره لاسته راوړنه ونوموله. یو سپین ږیری چې په موټر کې مې تر څنګ ناست وبې له ځنډه یې د کرزي په خبره داسې تبصره وکړه : پخوا به یې د خلکو خولو ته قلفونه لګول مګر د حاکمانو غوږونه به خلاص وو. مګر کرزي ډیره ساده او نوې لاره غوره کړه، خپلو او د کابینې غوږونو ته یې قلفونه واچول مګر د خلګو خولې یې ازادې پریښودې.

په تیره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې د رسنیو د بې سابقې ډیرښت په اړه ډیرې داسې ناویلې خبرې شته چې له خلګو پټې ساتل شوي. د پوڅکیو په شان ددې ناڅاپي راټوکیدلیو سلګونو نشریو، سمعي او بصري رسنیو چې امریکا یي تمویلوي ټول رازونه موندل سخت کار دی مګر دلته به په لنډو ددغسو رسنیو اړوند چې د امریکایي( رسنیز امپریالیزم) قوه کار تشکیلوي په اړه ځینې ناویلې خبرې راوسپړو.

امریکا د جنګي ابزارو ترڅنګ د اولسونو د محکومولو او اشغال لپاره له رسنیو هم د یوې اغیزناکې وسلې په حیث ډیره استفاده کوي.دغه هیواد چې په هرځای د حملې اراده لري نور ټولو لومړی د تبلیغاتي چینلونو په احداث او د (بیان ازادي، د مطبوعاتو ازادي، دموکراسي او داسې نورو) دروغجنو شعارونو څخه په استفاده هڅه کوي تر څو د مستهدفو ملتونو اذهان د خپل تجاوز او اشغال لپاره اماده کړي.چې له رسنیو دغه ډول جنګي استفاده اوس د امریکایانو لپاره د یوې مجربې، اغیزناکې او کم مصرفه لارې په حیث د مهم تاکتیک حیثیت لري.

امریکایان د څولسیزو له تجربو وروسته اوس دې نتیجې ته رسیدلي چې د خلکو د تحمیق او مغزمینځلو لپاره تر ټولو اغیزمنه وسیله رسنۍ دي. په همدې منظور (سي آی اې) په ۱۹۵۰ میلادي کال کې د ازادې اروپا راډیو تأسیس او تر وروستۍ کچې تمویل کړه چې تراوسه په افغانستان کې د ( ازادۍ راډیو) او په ګڼو نورو هیوادونو کې په نورو نومونو د امریکایي اهدافو لپاره رسنیزه جګړه پرمخ بیایي.

امریکایانو لومړی ځل په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د خلیج په جګړه کې د سي این این له خبري چینل څخه چې ۲۴ ساعته خپرونې یې درلودې د یوه بشپړجنګي ماشین په حیث استفاده وکړه. امریکایي پوځ ددې چینل له لارې د پرمختللې ټیکنالوژۍ او سټلایټ په مرسته د نړیوالو اذهان د خپلو فلتر شویو اوپه دقت طراحي شویو جنګي خبرونو او زهرجنو تبلیغاتو تر بمبار لاندې ونیول.ایریک مارګولس چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۲۱ مه یې په ټورنټو سټار کې د ( د جنګي وسلې په حیث د رسنیو استعمال) تر عنوان لاندې مقاله خپره کړې یو ځای لیکي:

واشنګټن په پام کې لري هغه بریالی پلان چې د خلیج په جنګ کې یې د جنګي خبرونو د انحصار، فلتر کولو او جنګي تبلیغاتو د طراحۍ په توسط د عراق په ضد کارولی و د افغانستان په جګړه کې هم عملي کړي. د خلیج په جنګ کې امریکا د جنګ خبرونه داسې کنټرول کړي وو چې تراوسه د امریکا په بمبارونو کې د وژل شویو عراقیانو له شمیر څخه نړۍ ناخبره ده او هغه غمیزه د یوه راز په حیث پټه پاته ده.

د ارتباطاتو په اوسني عصر کې رسنۍ هغه وسیلې دي چې پرته له اجازې هر کور ته داخلیږي د خلکو مغزونه او اذهان محاصره کوي، او په غیرارادي او عوام فریبانه ډول د هغوی فکر او لیدلوری په خپل طرف منحرفوي.

امریکایي لیکوال او د ټیلویزوني اعلاناتو متخصص ټوني شوارټز چې درسنیو د مؤثریت په اړه یې کتاب هم لیکلی دی وایي: یوه رسنۍ یوې واقعې ته د ملیونونو خلکو په متوجه کولو سره په همآهنګ شکل کولای شي د جنګ مسیر ته تغیر ورکړي، رسنۍ کولای شي یو ولسمشر یا پاچا رانسکور او د خلکو د خندا کړي.

د امریکا په ظاهرا ازادو رسنیو کې دروغ، ریا، سانسور او جعل په منظم او په نویو ابتکاري طریقو ترسره کیږي پروفیسر نورمن سالومن او ریس ارلیچ په خپل څیړنیز کتاب ( په عراق حمله، هغه څه چې خبري رسنیو تاسو ته ونه ویل) کې د یوه امریکایي خبریال چې په امریکایي رسنیو کې له سانسور څخه تر پوزې رسیدلی په نقل لیکي:

هر ځل چې د خبري ادارې مشرتابه ته پیشنهاد کوم چې د عراق په عامو خلکو د اقتصادي تحریمونو د وژونکو پایلو په اړه راپور تهیه کړم، مشران مې راته وایي دا خبرې اوس زړې شوي دي په داسې حال کې چې دوی خپله کله هم د عراقي رژیم د ظلم او فساد په اړه له تبلیغاتو څخه نه ستړي کیږي.

د یونایټډ پریس انټر نیشنل نامتو خبریال هلن توماس چې څو لسیزې یې له سپینې ماڼۍ څخه راپورونه ورکړي کله چې د عراق د جنګ ضد خوځښت سره یوځای شو نو په په (آیم آی ټي) پوهنتون کې د وینا په مهال یې اعتراف وکړ چې ( ما د امریکایي خبریال په حیث پنځوس کاله کیږي چې خپل ځان سانسور کړی یعني حقائق مې پټ کړي دي)

امریکا چې ځان (د آزادۍ زانګو) بولي عملا په یوه داسې هیواد بدله شوې چې یو فیصد میلیاردر اقلیت یې نوره ټوله ۹۹ فیصده ټولنه په خپل ګورت کې نیولې او د خپلو ګټو په خاطر نورو هیوادونو ته د جنګ او بربادۍ بدمرغۍ صادروي. کانیا دي المیدا په انتر پریس سرویس کې د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په ۲۱ لیکي: هغه هیواد چې په ۱۷۸۷ میلادي کې یې په خپل اساسي قانون کې تعهد کړی و چې نظام به یې د خلکو په توسط د خلکو لپاره وي اوس یې یوه فیصد پیسه دارو خلک د ولسواکۍ ټول اساسات او قوانین اغوا کړې دي.

په امریکایي رسنیو کې د جنګ ضد خوځښتونو لکه د وال سټریټ غورځنګ چې په تظاهراتو کې په ملیونو انسانان ګډون کوي، دغه راز د نړیوالتوب او نورو امریکایي پدیدو په خلاف د راپاڅیدونکو اعتراضاتو په اړه هیڅ هم نه راځي او که کله کوم خبر راځي نو دغه پراخ ولسي خوځښتونه د څو اوباشانو د ډلې په حیث معرفي کوي ترڅو یې نړۍ ته بې ارزښته وښيي.

د امریکا پیژندل شوی متفکر پروفیسر نوام چامسکي چې د امریکایي مطبوعاتو په تبلیغاتي روش یې ژور تحقیقات کړي په خپله یوه مقاله کې د اوسنیو امریکایي رسنیو یو اصلي تبلیغاتي چال داسې تشریح کوي هغه څه چې اوس د افغانستان په رسنیو کې هم ډیره استفاده ترې کیږي. هغه لیکلي:

د رسنیو په توسط د ټولنې د رهبرۍ یو اساسي رائج عنصر دادی چې د خلکو عامه توجه له اساسي مشکلاتو او مهمو سیاسي او اقتصادي تصمیمونو څخه د کم اهمیته او بوختوونکو خبرونو او اطلاعاتو په واسطه واړول شي، په دې طریقه د عامو اذهانو تحریف او ګمراه کول ځکه مهم دي چې له خلکو څخه د بیلابیلو علومو، اقتصادیاتو، ارواپوهنې، نیوروبیولوژي او نورو برخو کې د مهمو معلوماتو د حاصلولو امکان سلب کیږي.

په اوسنۍ نړۍ کې لویې خبرې ادارې هم د هغو کسانو په واک کې دي چې د لویو اقتصادونو، انحصاري شرکتونو او د وسله سازۍ او نفتي نړیوالو شرکتونو مالکان دي. هغوی د پراخو سرمایو، ماډرنو تجهیزاتو او پرمختللو سټلایټي وسائلو نه په استفاده د مجربو او ځیرکو کارمندانو په استخدام سره هڅه کوي نړیوال جریانات د خپل ګټو سره په تطابق کې دنیاوالو ته وړاندې کړي په دې ډول دوی خصوصا په غریبو هیوادونو کې تر ډیره حده په اطلاعاتو کنټرول موندلی.

څیړونکی نورمن سالومن د نړیوالو رسنیو په اړه کتاب لیکلی چې نوم یي دی( تاسو تل دروغ ویلي) نوموړی په دې کتاب کې لیکي: شپږ امریکایي شرکتونه د امریکا د رسنیو مالکیت لري دوی د اطلاعاتو یو سنګین حجم په خپل ګورت کې ساتلی او خلکو ته یوازې هغه او په داسې ډول اطلاعات رسوي چې د دوی له اقتصادي ګټو سره همغاړي وي د نړیوالتوب په دې عصر کې دغه کنټرولیدونکي رسنۍ یوازې په امریکا پورې محدودې نه دي بلکې د نړۍ په لراوبر کې د اطلاعاتو په مبادله خپل اغیز لري.tolo mohsini

ددې شپږو شرکتونو له جملې یو هم د ( نیوز کارپوریشن) شرکت دی چې مالک یي یهودي سرمایه دار رابرت مرډاک دی. نوموړی چې اوس د رسنیو نړیوال امپراطور بلل کیږي د نړۍ په لراوبر کې ګڼ شمیر مشهور ټیلویزوني چینلونه، راډیوګانې، ورځپاڼې او نوم لرونکې مجلې یې په ملکیت کې دي.نوموړی په نړیواله کچه په وسیعه پیمانه اطلاعاتو باندې انحصار لري او رسنیز چلند یې داسې طراحي کړی چې د نړیوالو شرکتونو او د هغوی د حلیفو متجاوزو دولتونو ګټې تامینوي.

که د افغانستان په کچه ووایو د سعد محسني ( موبي ګروپ) چې د طلوع، طلوع نیوز او لمر ټیلویزیونونو، د اراکوزیا او ارمان راډیوګانو او دغه راز د کابورا پروډکشن ملکیت لري د افغانستان په سطحه له مهمو رسنیزو ادارو څخه شمیرل کیږي چې پنځوس فیصده د ټیلویزون لیدونکي یې جلب کړي دي. موبي ګروپ له نیوز کارپوریشن سره ژورې اړیکي لري او ویل کیږي چې رابرټ مرداک په موبي ګروپ کې دیرش فیصده ونډه لري. له همدې امله خو طلوع د بلې هرې رسنۍ په نسبت د امریکا ګټو ته وفادار دی او د امریکا په تبلیغاتي لوډسپیکر بدل شوی دی چې له همدې امله خو ورسره د امریکا د مرستو اداره ( یو ایس ایډ) هم هر کال په ملیونونو ډالره مرسته کوي چې په مقابل کې یې طلوع نیوز او د موبي ګروپ نورې رسنۍ خپل خپرونې داسې طراحي کوي تر څو د خلکو اذهان د امریکایي تجاوز په زغملو او د امریکایي رنګ په منلو قانع کړي.

امریکایي تبلیغاتي ستراتیژیستانو په دې ژورې څیړنې کړي دي چې څرنګه کولای شي تر اشغال لاندې خلک په خپلو شیطاني نیرنګونو کې ښکیل او د خپل ګټو لپاره وکاروي. کورټ لوین چې ارواپوه او تیوریسن دی په دې اړه په خپل کتاب کې لیکلي: د خلکو د ملي روحیې د ماتولو لپاره یو مهم اساسي تاکتیک دادی چې هغوی همیشه د روان وضعیت په اړه په بې باوره او مخدوشه فضاء کې وساتل شي. په افغانستان کې هم امریکایان د سي آی اې د دې مشهور تیوریسن له تیوریو څخه کار اخلي هغوی د تبلیغاتي رسنیو، کرایي صاحب نظرانو او ضد و نقیض خبرونو په توسط هڅه کوي خلک له آینده څخه په رعب او د اوس په اړه په ناباوره فضاء کې وساتي.چې دې وضعیت د امریکا د اشغالګرانو پروګرامونو د تعمیل لپاره زمینه برابره کړې او خلک یې ټول د رسنیزو اطلاعاتو په توسط په بیلابیلو جنجالونو او تشویشونو بوخت ساتلي.

ځیني خلک فکر کوي چې امریکا واقعا د بیان د ازادۍ او د اطلاعاتو د پراخۍ یو مدافع او ترویجوونکی هیواد دی په داسې حال کې چې څیړنو ثابته کړې چې خپله د امریکا عام خلک د نړۍ په سطحه تر ټولو ناخبره او له جهاني وقائعو څخه ناآګاه خلک دي. امریکایي رسنیو هغوی په کم ارزښتو داخلي مسائلو او تفریحي خبرونو مصروف ساتلي او د نړۍ په اړه بشپړ ناخبره دي. په امریکا کې د رسنیز کنټرول او عامه ناخبرۍ ګراف دومره لوړ دی چې مشهور لیکوال ایلیام لدرر په دې موضوع کتاب لیکلی چې نوم یي دی( د پسونو ټولنه ) چې په دې سره یي د امریکایي عامه خلکو ناخبرۍ ته اشاره کړې.

نو کوم هیواد چې د خپلو خلکو لپاره د بیان او مطبوعاتو ازادي په رسمیت نه پیژني او غواړي خپل خلک په تیاره کې وساتی تر څو یې په پټو سترګو په هره لار روان کړای شي. هغه هیواد به د بل اولس لپاره څرنګه د بیان د ازادۍ حق په رسمیت وپيژني.

معلومه خبره ده چې د بیان د ازدۍ او مطبوعاتي فعالیت تر عنوان لاندې امریکایان په افغانستان کې د نورو اهدافو په تعقیب پسې دي او په دې توګه غواړي له خپلو پراخو رسنیزو امکاناتو څخه د خلکو د محکومیت لپاره د اغیزناکې وسلې په حیث استفاده وکړي.