افغان لیکوال او سیاسي شنونکی ښاغلی نظر محمد مطمئن د کابل استخباراتو ونیو

نظرمحمد مطمئن لیکوال او سیاسي شنونکی

نوموړی نن ماښام ناوخته په کابل ښار کې قمبر څلورلارې ته څیرمه نیول شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې لیکوالان او څیړونکي د دولت لخوا د نیول کیدو له ګواښ سره مخ کیږي. د روان میلادي کال په می میاشت کې د سیاسي چارو شننونکی قاضي محمد حسن حقیار هم نیول شوی و، خو له درې ورځني بند وروسته په دې شرط خوشې شو چې بیا به په رسنیو کې خپل نظر نه څرګندوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی به یې په څه تور نیولی وي، خو هماغه مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یک تلویزون په آماج پروګرام کې ښاغلي مطمئن ته ګواښ کړی و چې له «خپل غلط تحلیل» څخه دې وګرځي او که نه د حقیار په برخلیک به اخته شي.

نظرمحمد مطمئن د افغانستان په رسنیو کې یو له هغو فعالو ځوانانو څخه دی چې د بیان ازادي د قانون څخه په استفادې په هیواد کې د سولي لپاره اواز اوچتوي او په ځانګړي ډول د طالبانو سره د سولي په اړه او د جګړو د ختمولو په اړه پراخه مطالعه او ځانګړی نظریات لري.

نوموړی په کابل کې د ملي امنیت له لوري تر کنټرول لاندي تلویزونونو کې یو د هغو کسانو څخه بلل کیږي چې د سولي په اړه د حکومتي لیدلوري سره موافق نه دی او حکومتي چارواکي په دې تورنوي چې د سولي پر ځای خپلي ګټي په جګړه کې ویني، ځکه د سولي په وړاندي خنډونه ایجادوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي مطمئن د نیول کیدو له خبر سره جوخت د ګډحکومت په وړاندي سخت غبرګونونه را پارېدلي او د حکومت له لوري د بیان ازادي دعوا تر پوښتني لاندي نیول شوې.

د کابل پوهنتون استاذ ډاکټر فیض محمد ځلاند د نظر محمد مطمئن نیونه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې «که ارګخیل د ولس د غږ بندول غواړي، ارګ دې پریږدي، بله لار یې نسته».

تر اوسه ملي امنیت په رسمي ډول د ښاغلي مطمئن نیول کیدل نه دي تایید کړي.

 دپورتني خبر په رارسېدو سره په جرمني کې موږ بایرن مېشتو افغانانو یوه بېړنۍ غونډه په

 لاندې ډول تنظیم کړه:

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانوشدیده اعلامیه


په خورا تاثف سره مو خبر واخیست، چې په سوله او رښتینولي مین لیکوال اوسیاسي شنونکی ښاغلی نظرمحمدمطمئن دکابل استخباراتو نیولی دی.
له پورتني خبر سره سم زموږ ملګري بې له ځنډه په تیاره ماښام سره راغونډ شول او د ښاغلي مطمئن دخلاصون په موخه مو د یوې اعلامې په ترځ کې دا لاندې غوښتنې راټولې کړې:
۱ــ بې له قید اوشرطه باید د کابل اداره ښاغلی مطمئن راخلاص کړي.
۲ــ که ښاغلی مطمئن راخلاص نه شي موږ به په ټوله اروپا کې لاریونونه تنظیم کړو.
۳ــ که ښاغلي مطمئن ته شکنجه ورکړل شوه موږ به کوڅه په کوڅه اروپایانو ته ووایو، چې هغه ستاسو مالیات چې افغانستان ته یې شرمېدلې او سیمبولیکه دیموکراسي ورسوله، نن راشئ دبیان آزادي وګورئ.
۴ــ موږ له ټولوافغان روڼ اندو، لیکوالانو، شاعرانو اومخوروڅخه هیله کوو، چې خاموش پاته نه شي او که نه نو سبا ستاسو وار هم راځي او یو یو به زندان ته کشوي.

۵ــ دبازانو په چم کې د ټپوسانو ښکار لویه بې ننګي ده، راځئ د آزادۍ سورسترګی باز ښاغلی مطمئن په ګډه راخلاص کړو.


دبایرن مېشتو افغانانو په استازیتوب
محمد امین بسمل

ښاغلی نظرمحمد مطمئن د څلور ساعته بند وروسته بیرته خوشی شو

nazar mohammad

 په ټولنیزو پاڼو کې د لیکوال او څیړونکي نظرمحمد مطمئن په نیونې د سختو نیوکو وروسته نوموړی د ملي امنیت لخوا بیرته راخوشې شو.

ښاغلی مطمئن په داسې حال کې راخوشې کیږي چې د څو ساعته بند په موده کې يې زرګونو مینه والو د نیول کیدو پر خلاف غږ پورته کړ او د پراخو لاریونو ګواښ يې وکړ.

تر اوسه معلومه نه ده چې د ګډحکومت د ملي امنیت ادارې په کوم تور نوموړی نیولی و، خو تر دې وړاندې هغه ته د کورنیو چارو وزارت ویاند لخوا ګواښ شوی و چې د «غلط تحلیل» له لاسه به زندان ته واچول شي.

تر دې وړاندې هم شننونکي او د قلم خاوندان د ورته برخلیک او ګواښ سره مخ شوي چې د د دولت د بیان ازادۍ ادعاوې یې تر کلکو پوښتنې لاندې راوستي.

نظرمحمد مطمئن:

وراره مي لا نه دی خوشي شوی

له بند څخه د راخوشي کیدو وروسته د نظرمحمد مطمئن او ملګرو یې تازه انځور

لیکوال او په هیواد کې د سولي لپاره فعال نظرمحمد مطمئن د بند څخه د راخوشي کیدو وروسته په یوه پيغام کې د خپلو مینه والو څخه مننه کړې چې تېره شپه یې تر نیولو کیدو وروسته دده په اړه غبرګون ښودلی وو، خو زیاته یې کړه چې لا یې وراره په بند کې دی.

نوموړي وویل «چې د زراعت پوهنځي څخه دوه میاشتي مخکې فارغ او په کابل کې د انګریزي ژبې د زده کړي د کورس شاګرد زما وراره محمد اعظیم هم ډیر ژر راخوشی شي. ځکه موخه او مطلوب زه وم.».

نوموړي زیاته کړه: «د هغو ملګرو چې په شپه کې یې ځان کورته راورساوو، د پېغام رالیږونکو او پوښتنه کوونکو څخه مننه کوم، داچې ډیر زیات پېغامونه راغلي، هیله ده چې زما مننه همدلته راڅخه قبوله کړئ،‌ ځکه زه لاهم باید د خپل وراره د خلاصون هڅې وکړم. چې زما سره په موټر کې د ملګرتیا له امله ونیول شو».

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ ماښام د ملي امنیت کسانو نظرمحمد مطمئن د نامعلومو وجوهاتو پر بناء بندي کړ او تر څلور ساعتونو بند وروسته یې را خوشي کړ.
د نوموړي د نیول کیدو د خبر تر نشر وروسته په ټولنیزو پاڼو کې د ګډحکومت پر خلاف په لویه کچه د غم او غوصې اظهار وشو او د نوموړي د ژر خوشي کېدو غوښتنه وشوه.

د یادوني وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یک تلویزون په آماج پروګرام کې یو ځل ښاغلي مطمئن ته ګواښ هم کړی و چې له «خپل غلط تحلیل» څخه دې وګرځي او که نه د حقیار په برخلیک به اخته شي. حقیار د نوموړي تر مخه د ملي امنیت له لوري نیول شوی او تهدید شوی وو.
نظرمحمد مطمئن د افغانستان په رسنیو کې یو له هغو فعالو ځوانانو څخه دی چې د بیان ازادي د قانون څخه په استفادې په هیواد کې د سولي لپاره اواز اوچتوي او په ځانګړي ډول د طالبانو سره د سولي په اړه او د جګړو د ختمولو په اړه پراخه مطالعه او ځانګړی نظریات لري.
نوموړی په کابل کې د ملي امنیت له لوري تر کنټرول لاندي تلویزونونو کې یو د هغو کسانو څخه بلل کیږي چې د سولي په اړه د حکومتي لیدلوري سره موافق نه دی او حکومتي چارواکي په دې تورنوي چې د سولي پر ځای خپلي ګټي په جګړه کې ویني، ځکه د سولي په وړاندي خنډونه ایجادوي.

له بند وروسته ښاغلي نظرمحمد مطمئن څه وویل؟

 (مینه والو ته د پيغام بشپړ متن) 

له بند څخه د راخوشي کیدو وروسته د نظرمحمد مطمئن او ملګرو یې تازه انځور

د سیاسي چارو کارپوه او د سولي لپاره فعال نظرمحمد مطمئن تیره شپه د څلورو ساعتونو لپاره د ملي امنیت له لوري په کابل کې د خپل وراره محمد عظیم په ګډون توقیف شو. او بیا څلور ساعته وروسته خوشي شو، خو لا یې وراره د نوموړي سره په موټر کې د ملګرتیا په تور په بند کې دی.

تر را خوشي کېدو وروسته نظرمحمد مطمئن نن سهار پر خپل فیسبوک پاڼه لاندې پيغام خپور کړ چې مونږ یې هم دخپلو کتونکو د لا زیاتو معلوماتو په خاطر کټ مټ نشر ته سپارو:

الحمدلله، ثم الحمد لله و ثم الحمدلله
د خپل رب او پالونکي الله عزوجل ډیرشکرونه اداء کوم
پر خپل محبوب او ګران پېغمبرمحمد مصطفی صلی الله علیه وسلم درودونه وایم
د خپل افغان ولس مننه او درناوی کوم.
د خپلو ټولو درنو ملګرو،‌دوستانو، خواخوږو، مینه والو او پلویانو څخه نړۍ مننه کوم. زه د درناوي او مننې وړ الفاظ ورته نه لرم، له هر یوه څخه یې په ځانګړي ډول مننه کوم. هر یوه ته یې سلامونه وړاندي کوم.
همدوی وو چې په ډیر لږ او تنګ وخت کې یې په خپلو قلمي او ټولنیزو هڅو سره د الله ج په مرسته، خوښه او رضاء زما لاسونه له زولنو څخه راخلاص کړل.
ډیر لنډ
د خپل یوه مشر دوست د رنځ پوښتنې ته ورغلی وم، هغوی ټینګ شوو چې د ماشام ډوډۍ ورسره وخورم،‌ومې ویل چې زما حالت تاسي درک کولای شئ، ډیر به ناوخته شي. اجازه یې راکړه.
د ماشام ۶بجې وي، د کوڅې څخه د وتلو په وخت کې زموږ د موټر لاره امنیتې کسانو بنده کړه،‌په بیړه یې زموږ شاوخوا ونیوله او له موټر څخه یې کښته کړو.
ورته مې وویل چې تیروتنه به مو کړي وي، کیدای شي چې تاسي د کوم بل چا نیولو ته استول شوې یاست. ډیر ژر یې لاسونه شاته راوتړل، ویل یې د سیمې امنیتي کسان راسره دي، موخه تاسي یاست.
پر سر یې توره خولۍ راواغوستله، غوږونه او سترکې یې هم راته د ځانګړو الاتو په وسیله وتړل.
نږدې یوکال کیږي چې چپ لاس مې د درد ستونزه لري، ومې نه غوښتل چې ورته ووایم،‌ ځکه پوهیدم چې ګټه نه لري.
کابل کې هواء سړه ده،‌د شپې له مخې ډیره سړه وي، او ما یواځي جامي پر تن درلودلي، یخ مې کیدی، خو لړزې ته مې ځکه ځان نه ورکاوو چې د ویرې له امله یې ونه ګڼي.
نږدې نیم ساعت د مختلفو ادارو کسانو همهلته د سړک په غاړه دیوال سره نږدې یې زموږ پلټنه او نوم لیکنه وکړه،‌زما سره مې مشر زوی او وراره هم وو، خپلو ادارو ته یې په لومړی وخت کې لا د ښکار نیولو خبر ورکړ.
ویې ویل چې تاسی مطلوب یاست، موږ مو ریاست ته بیایو، ومې ویل چې خوښه مو ده، ‌خو نه پوهیږم چې تاسي به څوک یاست، راغبرګه یې کړه چې اندیښنه مه کوه، د سیمې د حوزې کسان راسره دي.
همداسي لاس، سترګې او غوږونه تړلې یې زه او زما وراره په موټر کې یوړو، لاره اوږده شوه، ځکه د خوشال مینې څخه شش درک سېمه چې د امنیت ریاستونه پکې دي، نږدې ده، اندیښنه مې وه چې کیدای شي کوم لیري ځای مو داخلک وړي. همداسي وه.
زما زوی یې خوشي کړ، او موټر یې هم په لاس ورکړ. ورته مې وویل چې زویه! تاسي کورکې بیغمه اوسئ، دا هر څه راځي.
‌په لاره ډول ډول فکرونه راسره پیداشوو، داچې زوی سره مې زما د ملګرو نمبرونه هم نشته، او ښه به وي چي ملګري خبر شي.
ډیر ژر مي د حضرت یوسف علیه السلام د زندان کیسه په ذهن کې راغله ، ومې ویل چې یا الله! زه ځان تاته سپارم، او زما اړوند پریکړې ستا په واک کې دي. یا الله ج ته راسره مرسته وکړي.
د الله ج څخه ډیر زیات راضي یم چې ماته یې صبر او حوصله راکړي. ډاډه وم چې ملګري دوستان مې د لوی الله په مرسته یواځي نه پريږدي.
داچې کابل کې اوسیږم، د همداسي یوې ورځې په اړه مې فکر کړی وو، کور کې مې خپل ځینې ملګري ښاغلی فیض محمد ځلاند، وحیدمژده، حاجي اخترمحمد او ځینې نور همزولي او مشران (نومونه یادول یې اړین نه ګڼم) یاد کړي وو چې که زه ستونزې سره مخ کیږم، هغوی باید ډیر ژر خبر شي.
همهغه وو چې وروسته پوه شوم چې زما د نیولو سره سم په ټولنیزو رسنیو کې انقلاب وو، هر دوست، ملګري، خواخوږي او پلوي مې خپله دنده په ډیر متانت سره سرته رسولي وه.
له لنډو پوښتنو او ګرویږنو وروسته راته وویل شول چې پلویان او خواخوږي دي زښت زیات دي، د داسي شخص ساتل په زندان کي موږ پوهیږو چې عادي خبره نه ده. مګر کوم شکونه چې دي، هغه به ډیر ژر وڅیړل شي، ‌او تاسي ته به احوال درکول شي.
د یوې پوښتنې په وخت کې خندا راغله، خو خندلای مي نشو، ویې ویل چې قومت چیست؟ ومې ویل پښتون (زړه کې مي وویل چې دلته نو کله بل څوک راځي، ‌خو همدغه د یوه قوم خلکو ته بدبختي ورپه برخه ده).
په ټوله کې نیونکي او امنیتي کسان پوهول شوې وو چې زما سره بد چلند ونه کړي، زما سره چلند کې یې زه پوهیږم چې بده رویه ونه شوه،‌داچې لاس، سترګې او غوږونه تړل دي،‌په داسي حالت کې عادي خبرې دي.
نور نو امنیتي ملحوظات دي، همدومره به کفایت کوي. نیول کیدو او خوشي کیدو څلور ساعته وخت ونیوی.
زه داسي هم پوه شوم چې کله کله به دا ‌ډول نیول کیدل د شخصیت وژنې او شخص ته د تنبیه ورکول په موخه هم کیږي.
امید دی چې د زراعت پوهنځي څخه دوه میاشتي مخکې فارغ او په کابل کې د انګریزي ژبې د زده کړي د کورس شاګرد زما وراره محمد اعظیم هم ډیر ژر راخوشی شي. ځکه موخه او مطلوب زه وم.
د خپلو ګڼو دوستانو،‌ملګرو، خواخوږو او پلویانو ملاتړ زما حوصله او زغم لا زیات او زما مسؤلیتونه یې هم راته درانه کړل. قدریې لرم، دوی، ځان او خپله ټولنه او ولس پېژنم.
د هغو ملګرو چې په شپه کې یې ځان کورته راورساوو، د پېغام رالیږونکو او پوښتنه کوونکو څخه مننه کوم، داچې ډیر زیات پېغامونه راغلي، هیله ده چې زما مننه همدلته راڅخه قبوله کړئ،‌ ځکه زه لاهم باید د خپل وراره د خلاصون هڅې وکړم. چې زما سره په موټر کې د ملګرتیا له امله ونیول شو.
هغوی چې زما په نیول کیدو به د لنډ وخت لپاره خوشاله شوې وي، او د دوی د ډیر وخت ارمان وو،‌هغوی ته هم صبر او حوصله غواړم.
د داسي ورځي په هیله چې موږ ټول افغانان په ګډه د یو خپلواک اسلامي او افغان شموله نظام لرونکي او په هیواد کې د سولې لمر غوړیدلی او د دښمنۍ او جګړو وریځي د هیواد له اسمانه وتلي وي.‌
ستاسي ورور
نظرمحمد مطمئن

دنښترویبلاګ لخوا مننه او کورودانی:

 دنښترویبلاګ اداره دښاغلي مطمئن له ټولو خواخوږو اویارانوڅخه د زړه له تله مننه کوي، چې پخپل وخت یې دا د آزادۍ سورسترګی باز د ټپوسانو له منګلو څخه وژغوره بیا هم مننه او کورودانی اوښاغلي مطمئن ته دالله ج په پناه کې تل پاتې ځای له بریالیتوبونو سره غوړاي.

محمدامین بسمل