په خپله د ځان ډاکټر شئ!

new-doc[1]

 اکثراً له ناروغیو وروسته فکر وکړو چې ولې د کومې نښې له څرګندیدو پرته په ناروغۍ اخته شوو، حال دا چې روغ او جوړ وو.

دا فکر غلط دی؛ ځکه ډیرې داسې علامې شته چې موږ یې معمولي ګڼو او خاصه پاملرنه ورته نه کوو؛ خو په حقیقت کې همدغه علامې ښيي چې په بدن کې هر څه روغ او په نورمال حالت کې نه دي.

دلته څو داسې علامې در پیژنو چې له یوې مهلکې ناروغۍ مو ژغورلای شي:

۱ـ اننګیو چاودیدل: د اننګیو د چاودیدلو یو علت د هوا له حده زیات سوړوالی هم کیدای شي؛ خو د اننګیو چاودیدل له کونجونو څخه په بدن کې د ویټامین بي ۱۲ کموالی ښيي.

د دې ویټامین کموالی په بدن کې د ډیرو ناروغیو سبب کیدای شي، لکه د وینې کموالي سبب ګرځي. له وخته مخکې د دې ویټامین کموالی څخه خبریدلو سره ځان له ډیرو ناروغیو ژغورلای شئ.

۲ـ د قد لنډیدل: شاید دا خبره تاسې ته عجیبه و بریښي؛ خو د عمر زیاتیدو سره د انسان قد لنډیږي خو د انساني قد په ډیر سرعت سره لنډیدل ښيي چې تاسې د هډوکو په ناروغیو لکه آسټیوپوروسز اخته یاست.

د هډکو د ناروغیو څخه مطلب دا دی چې د لویدلو یا ښوېیدلو سره ستاسې هډوکي درز کولای او یا هم ماتیدلای شي.

مخکې له مخکې په دې اړه معلوماتو پر اساس خپلو خوړو کې تغییر راوړلو سره له ډیرو بدو حالاتو څخه ځان ژغورلاي شو.

۳ـ ډیره یخني احساسول: که ستاسو زیاته یخني کیږي، دا ښيي چې تاسې باید خپل د بدن دفاعې نظام تقویه کړئ او یا ستاسې د بدن دفاعې نظام په کومې ناروغۍ اخته دی.

دا په بدن کې د ویټامین سي کموالی او یا په بدن د کوم ویروس د حملې نښه ده، چې تاسې به يي نه پیژنئ نو په داسې حالت کې د وینې یو ټیسټ په واسطه ځان له ډیرو ناروغیو ژغورلای شئ او خپل صحت د لا غوره کیدو کوښښ کولی شئ.

۴ـ د تشو بولو زیړوالی: دا ډیره ضروري ده، چې تاسې خپلو تشو بولو په رنګ باندې نظر وساتئ؛ ځکه چې د تشو بولو رنګ زموږ د بدن د صحت تر ټولو غوره ښکارندوی دی.
که په بدن کې اوبه په مناسبه اندازه موجود وي؛ نو د تشو بولو رنګ به هم شفاف وي؛ که د تشو بولو رنګ ډیر زیات زیړ وي دا په ګردو کې د ناروغۍ ښکارندوی دی او ښيي چې په ګردو کې موجود فاضله مواد په صحی توګه نه دفع کیږي.

۵ـ د پوټکې ناروغي: که ستاسو پوټکې کې په تکراره توګه خارښ یا دې ته ورته کومه بله مسئله لري نو دا ښيي چې تاسې له کوم څیز سره الرجي (حساسیت) لري او یا هم ستاسې بدن تاسې ته ویل غواړي چې تاسې ذهني فشار لاندې یاست او حالات باید له حده زیات جدې و نه نیسی.

۶ـ له عادي خوبه محروموالی: که تاسو ته معلومه وي چې په نورماله اندازه خوب نه درزي او له بیخوبۍ څخه کړیږئ؛ نو دا د جسمې او ذهني فشار نښه ده.

کله چې موږ ویده کیږو زموږ بدن د ذهني او جسمي فشار جوړوونکې هورمونونه چې کورټیسول نومیږي له منځه وړي خو کله چې تر ذهني او جسمي فشار لاندې یو؛ نو داسې نه کیږي او د بیخوبۍ شکایت پیدا کیږي.

له دې سره بدن خپل مرمت نشي کولی او د ډیرو ناروغیو خطر زیاتیږي.

۷ـ مناسب خوب سره ستړیا: که تاسې له مناسبې اندازې خوب سره بیا هم د ستړیا احساس کوئ؛ دا ستاسو د بدن په تایرایډ غده کې د کومې مسئلې شتون ښيي.

د میتابولیزم کنټرولوونکو غدو کې د مسئلې شتون مطلب دا دی، چې ستاسې بدن له ضرورت پرته د بدن ټوله انرژي یو ځای استعمالوي، چې بیا به ستاسې بدن د ډیرو آسانو کارونو کولو توان هم نه لری.

سټروک يا مغزي سکته 

ډاکټر رحیم هلال

مغزي سکته یا ستروک، چې په عامه اصطلاح کې (Cerebrovascular accident  (CVA) بلل کېږي، هغه حالت ته ویل کېږي چې د هر عامل له امله مغزو ته د وينې د رسېدونکو رګونو د بندېدو یا رپچر (شلېدو) په نتیجه کې منځ ته راځي، پایله يې مرګ او یا هم د بدن د يوې برخې فلج دی.

مغزي سکته يوه عاجله طبي پيښه ده، که پوه شئ چې ورسره مخ ياست يا په نورو کې يې نښې نښانې ووينئ بې له ځنډه يې د درملنې لپاره ګوټلي ګامونه واخلئ. (نښې یې لاندې توضیح شوي)

په دې حالت کې د مغزو د حجراتو مړينه پيلېږي، په لومړيو دریو ساعتونو کې يې د نښو نښانو له منځ ته راتلو سره سم طبي درملنه او اهتمامات حیاتي ارزښت لري.

د  مغزي سکتې ډولونه:

مغزي سکته يا C V A په دوو ګروپونو باندې ویشل شوې چې يو يېIschemic stroke نومېږي چې دماغ ته د وينې د نه رسېدو يا د ويني د جریان د درېدو له امله را منځ ته کېږي.

Stroke

دا د سټروک یا مغزي سکتې يو عام یا زیات پيښېدونکی ډول دی چې د وينې د غلظت په پایله کې د رګونو د بندېدو له امله را منځ ته کېږي؛ پکې مغزو ته د وينې د تلو په وړاندې موانع رامنځ ته کېږي؛ او په نتیجه کې یې پر خپل وخت مغزو ته د وينې په واسطه اکسیجن نه رسېږي.

دوه حالتونه دي چې د دا ډول مغزي سکتې په منځ ته راتلو کې رول لري، يو يې هغه حالت دی چې د بدن په نورو برخو کې په کومو رګونو کې امبولي رامنځ ته شوې وي او د وينې د فشار په واسطه د مغزو اړوند رګونو ته رسېږي هلته د رګ د بندېدو سبب کېږي.

او بل هغه حالت دی چې په خپله د مغزو اړونده کوم رګ کې امبولې منځ ته راشې او د وينې د بندېدو لامل شي.

د دې دواړو حالتونو لپاره دوې بيلې بیلې اصطلاح ګانې کارول کېږي چې اول حالت ته يې امبولیک سټروک (Embolic stroke ) او دوهم هغه  يې Thrombotic stoke  بلل کېږی.

د مغزي سکتې بل ډول ته د وينې سټروک يا Hemorrhagic  stroke  وايي. د دې ډول سکتې سبب په د ماغ کې د وینې د کوم رګ شلېدل (رپچر) وي يا هم کېدای شي چې د مغزو  په پرده کې خونريزي رامنځ ته شې چې بندېدل يې سخت دي.

د دې سټروک پيښې ډېرې کمې دي خو د لومړي ډول سټروک په پرتله خطرناک دی او په ډېرو پيښو کې يې ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه علتونه چې د مغزي سکتې په منځ ته راتلو کې رول لري:

ـ د وينې لوړ فشار

ـ ډيابیټ يا شکر ناروغي

ـ د سګریټو څکول یا د نورو د سګریټ د دلوګي تنفس کېدل

ـ د وينې غوړ يا کولیسترول

ـ زیات وزن یا چاغښت

ـ د الکولو څښل

ـ د فزیکي فعالیت نشتوالی

ـ په ښځو کې د حاملګۍ د مخینوي درملو زیات استعمال

ـ کورنۍ مثبته تاریخچه

د سټروک نښې:

د سټروک د تشخیص او درملني  لپاره باید کوټلي ګامونه واخستل شې څو يې د انزارو په ښه والي کې د پام وړ مرسته شوې وي

Stroke

د مغزي سکتې نښې نښانې:

ـ  په تګ کې ستونزه

ـ  سربدالي یا د سرګرځېدا

ـ د بدن د موازينې په ساتلو او ارادي حرکاتو کې ستونزه

ـ په خبرو کولو کې ستونزه او همدارنګه د نورو په خبرو نه پوهېدا

ـ په لید کې ستونزه يا د سترګو تیاره کېدل

ـ  د بدن د کومې برخې بې حسي یا کمزوري کېدل په ځانګړې ډول د مخ، زنګنونو، لیڅو، د حالتونه په ځانګړې ډول د بدن په يوې برخه کې معمولي دي.

ـ  په ناڅاپي ډول سر دردي په تېره بیا کله چې له سرڅرخي له زړه بدوالي او کانګو سره مل وي.

پورته نښې کېدای شې په ناڅاپي ډول منځ ته راشي او امکان لري چې په لومړیو کې دومره شدېدي نه وي خو وروسته وروسته يې د شدت امکان زیات دی.

د مغزي سکتې د پيژندنې لپاره طبي کتابونه د FAST (حروفو) فرمولي له کاروني څخه یادونه کوي، يا په بله مانا د FAST فرموله د مغزي سکتې د تشخیص لاره ده

د بیلګې په ډول:

F_ Face :  Does one side  of the face droops? (ایا د ناروغ مخ کوږوالی لري په دې کې ډاکټر پوښتنه کوې چې ایا له خولې خو مو بې اختیاره لاړي نه راځې او پوښتنه کوي چې خوله خلاصه کړه يا وخانده )

A _ Aram : if a person holds both arms out does one drift downward?   ( کله چې د ناروغ دواړه لاسونه پورته کړای شې ایا په تکیه کولو کې يې پاتي را ځې يا خو په ولاړه کې د بدن کومه برخه خو ځوړنده نه پاتې کېږي)

S_ Speech: Is there speech abnormal or slurred?( په دې کې ډاکټر ګوري چې ایا ناروغ په خبرو کولو کې خو ستونزه نه لري، څو کرته خبر ه تکراروي او مالومه وي چې ناروغ خبري منظمې کوي کنه خبري يې په واک کې نه وي.

T: Time : ژر تر ژره طبي مرسته او درملنه اخستل زیات موثریت لري.

 هغه طبي ازموينې چې مغزي سکته پرې تعینېږي:

د سټروک يا مغزي سکتې د ډول د پيژندې لپاره طبي کارکونکې له بیلا بیلو امکاناتو   او ازموينو څخه کار اخلې تر څو وتوانېږي پر وخت تشخیص وکړي او درملنه پيل کړي.

همدارنګه  له اړوندو فزیکې ازموينو څخه به کار واخلي چې پکې د بدن د موازني، خبرو کولو بیلا بیلو ریفلکسونو،لید او حسیت ارزیابي اود غاړي د رګونو د اوازونو  ارزیابي موجوده ده ، په ځانګړي ډول د وينې فشار به وګوري چې په سټروک کې کېدای شې لوړ وي.

په دې توګه به کره تشخیص په ګوته کړې او هم به د سټروک د ځای په اړه ځان ډاډه کړي.

ـ  د وينې  د لخته کېدو وخت يا Blood clotting time  ، د وينې د خوږې يا ګلوکوز کچه او انتان  چې  د سټروک د احتمال او پرمختګ د مالومولو لپاره موثریت لري.

ـ  انجیوګرام ( Angiogram )  د دې ازمويني او ارزيابي په مرسته د وينې رنګ مالوميږي، د سر رنګه اکسري چې په مرسته يې کوای شې ډاکټر د مغزو د رګونو د بندېدو، رپچر او  وينې بهېدني په اړه مالومات تر لاسه کړي.

ـ د غاړي د رګونو په ځانګړي ډول کروټيټ شریانونو التراساونډ د وينې د څپې او جریان په اړه مالومات ورکوي په دې توګه به ډاکټر مالومه کړي چې ایا د مغزو په لوري خو به د دې رګونو په واسطه د وينې جریان خراب نه وي.

سټي سکن:

 د دې موثري ازموينې په مرسته به ډاکټر  د سټروک د پرمختګ او منځ ته راتلو په اړه ځان ډاډه کړي او مالومه به کړې چې د مغزو په کومه برخه کې څه ډول سټروک منځ ته راغلی، د زیان منې شوې برخې په ځای به ځان ډاډه کړي.

ام آر آی MRI: دا ازموینه نسب سټي سکن ته ډېره دقیقه ده او د سټروک په اړه لا زیات مالومات ورکوای شې.

ECG: د دې تخنیک په مرسته به ډاکټر وشې کړای ترڅو د زړه د څپو په اړه مالومات ترلاسه کړي ، و به کوای شې چې د زړه په رګونو کې د بندښت او جریان په اړه مالوما ت تر لاسه کړي.

الکټروکارډیوګرام: دا ازموينه ( د زړه کاپي شوی انځور ) هم د زړه د ریتم  په اړه مالومات وړاندي کوي تر څو مالومه شې چې سټروک خو د کوم غیر نارمل ریتم  له امله منځ ته راغلی

تداوي: 

د سټروک درملنه د سټروک په نوعیت پورې اړه لري،  اسکیمیک سټروک له درملني هدف داده چې د د مغزو په وړاندي د وينې موانع لري کړي.

او د هیموریجیک سټروک د درملنې هدف د وينې د جریان بندېدل دي.

د اسکیمیک سټروک درملنه

د دې لپاره چې د مغزو اسکیميا تداوي شې په روغتون کې ورته وينې د لتخې ضد يا د وينې نري کېدونکې درمل اسپرین(Asprin) د دې لپاره ورکوي چې دوهمي سټروک درملنه وشې.

د هیمورجیک سټروک درملنه:

د دې سټروک لپاره درمل د دې لپاره کارول کېږي چې  په مغزو کې د وينې لوړ فشار کنترول کړي چې د ويني د بهېدني له امله را منځ ته شوی وي او که  د وينې جریان زیات وي کېدای شې جراحي پروسې ته اړتیا ولېدله شې تر څو  په مغزو کې د وينې راتلونکی جریان بند او هغه رګ پيوند شې چې په مغزو کې د خونريزۍ لامل شوی.

دغه یو عادت مو د ځیګر په مختلفو ناروغیو اخته کوي

ټول خلک په دې پوهیږي چې ټوله ورځ په کور کې تیرول او کوم ځانګړی فزیکي فعالیت نه کولو سره انسان د اضافي وزن، شکر او په ځینو نورو ذهني ناروغیو اخته کیږي خو په یاد ولرئ چې دغه عادت انسان د ځیګر په مختلفو ناروغیو هم اخته کوي.

د سویلي کوریا څیړوونکو خپلو وروستیو څیړنو کې ثابته کړې چې ټوله ورځ په کور کې تیرول او فزیکي فعالیت نه کول د انسان ځیګر په مکمل ډول له منځه وړلی شي.

د سویلي کوریا څیړوونکو خپل د دغې څیړنې څخه وروسته وویل چې فزیکي فعالیت نه کول په انسان کې د ځیګر د اندازې غټیدو او یا هم وازدې نیولو د ناروغیو لامل ګرځي.

په جرنل اف هیپاټولوجي کې خپره شوې یوې څیړنې کې ویل شوي هغه کسان چې ۱۰ ورځې او یا هم له دې څخه زیات وخت په کور کې په ناسته تیروي په هغوي کې د ځیګر د مختلفو ناروغیو خطر ۹ سلنه زیاتیږي.

هغه کسان چې فعاله ورځنۍ ژوند لري او یا هم په ورځنۍ ډول ۱۰۰۰۰ قدم وهي په هغوي کې د ځیګر د مختلفو ناروغیو خطر ۲۰ سلنه کمیږي.

دغې څیړنې کې نژدې یو نیم لک هغه کسان چې عمر يي په اوسط ډول ۴۰ کاله وو څیړل شوي. د دغې څیړنې په پایله کې په ډاګه شوه چې د دغو کسانو ۳۵ سلنه د ځیګر په مختلفو ناروغیو اخته ول.

د څیړوونکو په وینا د انسان بدن د حرکت او فزیکي فعالیتونو لپاره جوړه شوې او دا حیرانوونکې نه ده چې فزیکي فعالیت نه کول د انسان بدن په مختلفو مهلکو ناروغیو اخته کوي.

دغو څیړوونکو همداراز وویل چې د ځیګر ناروغیو لپاره زیات شمیر درمل شتون نه لري نو له همدې امله خپل د ژوند کولو طریقه بدلول د ځیګر ناروغیو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي.

د سویلي کوریا د څیړوونکو په وینا که چیرې څوک غواړي د ځیګر له ناروغیو ځان وژغوري نو په اوسط ډول په اونۍ کې ۱۵۰ دقېقې او یا هم په ورځنۍ ډول ۱۰۰۰۰ قدم وهل خپل عادت وګرځوي.

اپنډيکس؛ پيژندنه، احتياط او درملنه

Bildergebnis für Appendicitis

اپنډيکس څه شی دی، د پيداکېدو لامل يې څه دی، ګواښونه يې څه دي او څنګه درملنه يې کيږي؟

د افغانستان په هر لوی روغتون کې هره ورځ په اوسط ډول څلور ناروغان اپنډيکس له امله عمليات کيږي.

په طبي اصطلاح کې دې ته اپنډيسيټ وايي او زموږ ولسي خلک يې اپنډيکس بولي.

اپنډيسيټ څه شی دی؟

اپنډيسيټ يو کوچني ټيوب ډوله شي، چې د لويې کولمې د پيل برخې سره په ځوړند شکل نښتی وي.

دلته يوې خبرې ته اشاره لازمي ده هغه دا، چې زموږ خلک اوس هم فکر کوي، که اپنډيکس د څلورويشتو ساعتونو په ترڅ کې عمليات نه شي، نو د مرګ لامل ګرځي او که بيا هم څوک مړ نه شي، دوی له ځانه بيا پرېکړه کوي، چې دا خو اپنډيسيټ نه دی.

هو دا خبره په خپل ځای سمه ده، چې اپينډيسيټ د مرګ لامل کېدای شي، خو دا لازمي نه ده، که دا عمليات ونه شي، نو خامخا به ناروغ ترې مري.

د طبي کارپوهانو په اند که د اپنډيکس عمليات پر وخت تشخيص او عمليات نه شي، نو پنډيسيت يا د کولمې غوټه چاوديږي او په دغه غوټه کې، چې کوم مېکروب، وينې او زوې راټولې شوې وي د ګيډې نورو برخو سرايت کوي او له هغې بله مرګونې ناروغي پيدا شي، چې پريټونايټس ورته ويل کيږي.

د اپنډيسيټ نښې نښانې څه دي؟

په پيل کې په ګېډه کې عام درد، چې ورو ورو د نامه لاندې او ښي خوا ته ځي او په لنډه موده کې دغه درد ډېر قوي کيږي، چې ناروغ يې زغم نه لري.
خوړو ته يې اشتها نه کيږي

خېټه يې پړسيږي

پر ناروغ سخته تبه راځي

زړه يې بد بد کيږي او کانګې وهي.

اپنډيسيټ د ژوند په کومه مرحله کې راتلی شي؟

د ډاکټرانو په وينا اپنډيسیټ د ژوند په هره برخه کې راتلی شي، مګر په لومړيو دوو کلونو کې يې امکان د نشت برابر دی او ډېر وخت د اپنډيسيټ درد له لسو تر دېرشو کلنو کې ډېر پېښېدای شي.

اپنډيسيټ څنګه پيژندل کيږي؟

که پورته يادو شوو نښو څخه اکثر يې د ناروغ په بدن کې وموندل شوې، نو بايد له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړي.

ډاکټر د خپلې تجربې له مخې د ناروغ پر بدن له لاس وهلو دا ناروغي معلومي.

تلويزوني معاينه يا الټراساونډ کوي او کله د وينې او تشو متيازو د ټيسټونو اړتيا هم پيښيږي.

د اپنډيسيټ عمليات

د اپنډيسيټ درملنه يوازې او يوازې د عمليات له لارې ممکنه ده، چې بايد د ښه او تکړه متخصص جراح له لوري وشي. زموږ په هېواد کې د نورو عملياتو تر څنګ اپنډيسیټ سره هم بې پرواهي کيږي او د کولمې دغې وړې غوټې لپاره ډېر لوی عمليات کوي، چې د ډاکټر د کمې پوهې له امله کيږي.

متخصص ډاکټر بايد د نښو نښانو له موندلو ورورسته ناروغ عمليات کړي او د ممکنه پېښېدونکو ګواښونو مخنیوی وکړي.

دلته يوه خبره ډېره مهمه ده، هغه دا که چېرې له عمليات وړاندې اپنديسيټ کولمه وشليږي، نو بايد څه وشي؟

د جراحانو په اند بايد له عمليات وړاندې د اپنديسيټ شلېدو له امله خپرې شوې زوې او ميکروب د انټي بايوټيک په واسطه پاک شي او بيا د اپنډيسيټ عمليات وشي او له عمليات وروسته هم ناروغ ته قوي انټي بايوټيک تجويز شي.

له جراحي وروسته پېښېدونکې ستونزې

ډېر وخت له جراحي وروسته يوازې او يوازې انټي بايوټيک او درد ضد درملو ته اړتيا وي، مګر کله نا کله ناروغ کې لاندې نښې هم موندل کيږي.

کانګې کوي

د ګېډې درد يې زياتيږي

په کانګو يا تشو متيازو کې يې وينه راځي او په عين حال کې يې تبه هم ډېره زياته وي.

د پورته يادو شوو نښو تر څنګ کله نا کله د ځينو بې پرواهيو له امله د عمليات ټپ نو کوي يا چرک نيسي.

د پورته نښو نښانو د پيدا کېدو پر مهال بايد له خپل متخصص سره مشوره وشي او په دې اړه بايد هېڅ بې پروایي ونه شي.

د پروستات غټیدل یا په زړو نارینه و کې د تشومیتیازو ستونزې

prostate

ډاکټرجمیل حامد

پروستات یوه غده ده چي ترمثاني لاندې موقعیت لري اودتشومیتیازولیږدونکی قنات یا احلیل یی له منځ څخه تیریږي ، په یوه بالغ سړي کې نیږدې ۲۰ ګرامه وزن لري اوږدوالی یی ۳.۵ سانتی متره اوپلنوالی یی تر۴ سانتی متروپورې رسیږې ، په لوړوعمرونو کې یی اندازه غټه وي خوهیڅکله له ۳۰ ګراموډیروزن نلري اودا غده یواځي په نارینه ووکې شتون لري ، په مسنونارینه وو کې دا ناروغي ډیره پیښیږي اوپه ټولیزه توګه هغه کسان چې عمرونه یی له ۴۵ کلونولوړوي داناروغي یی ډیر ځوروي ، هغه اټکلیزه سروي چې په غربي نړۍ کې شویده ښیی چې داناروغي ۵۰٪ په ۵۰ کلنواو ۷۵٪ په ۸۰ کلنواویا له هغو څخه په ډیرعمر لرونکو کسانوکې لیدل شویده ، همدارنګه یی پیښي په پرمختللواوغیری مسلموټولنوکې نسبت وبیوزلواومسلمانوټولنوته ډیرې ښودل شویدي .

هغه سروي چې په ۲۰۱۰ ز کال کې پدي ناروغۍ شوي وه ویی ښودله چې په ټوله نړۍ کې نیږدې ۲۱۰ میلیونه کسان دپروستات دغټیدو په رنځ اخته دي .

دپروستات دغټیدلونښي نښانې !

داناروغان عموما ژرژردتشومیتیازوکولواړتیا احساسوي چې کله کله دتشومیتیازولږلږه سوځیدنه هم ورسره وي خوله تشومیتیازوسره په ټولیزه توګه دردشتون نلري اوداستونزه ډیری وخت دشپې لخوا زیاتیږي اوناروغ څوڅوځله دتشومیتیازو دکولولپاره وځي او همدارنګه کیدای شي چې ناروغ وروسته له اودس ماتي بیا هم دمثانې دډکوالي احساس ولري ، اوهم داناروغان دتشومیتیازوله دریدو اوبیاپیل کیدوڅخه هم سرټکوي اوډیری ناروغان دتشومیتیازوپه فشارسره له نه وتلوهم شکایت کوي اوکله چې دتاریخچې پوښتنه ور څخه کیږې تل شکایت کوي چې ډیرپه ځنډسره یی اودس وچیږې یعني ترڅودقیقوپوري یویوڅاڅکی راځي اوپه ډیرو پرمختللو مرحلو کې تشي متیازي یا په بشپړه توګه بندیږي اویاناروغ دتشومیتیازوکنترول له لاسه ورکوي .

ددې ناروغۍ لاملونه !

په دقیقه توګه تراوسه ددې ناروغي لاملونه ندي پیژندل شوي خو ارزښتمني څیړني داسې ښیی چي د Testosterone هورمون زیاتوالی ددې ناروغي په منځته راتلوکې رول لرې چې ډیربحث پرې اړین نه بولم .

پیژندنه !

دکلینیکي نښونښانواودقیقیې تاریخچي په اخیستلوسره په اسانۍ کولای شوچې داناروغان وپیژنوخودکره تشخیص لپاره له الټراساونډ یا تلویزیوني معایناتو ، دګوتي پواسطه دمقعدي معایني اویاهم له پروستات څخه دنمونې یا بایوپسي اخیستلوته اړتیا لرو.

درملنه !
دعرضي درملني په موخه باید داناروغان دشپې له لوري ډیرمایعات ونه کاروي ، دالکولو، سګرټواوډیري قهوي له کاروني اوهم دتشومیتیازوله ډیرې ځنډوني دې لاس واخلي سربیره پردې ځینې درمل هم ددې ناروغۍ په درملنه کې کارول کیږي لکه دAlfa1 Adrenergic receptor Antagonists ګروپ لکه Doxazosin , Terazosin , Alfazosin , Tamsulosin , Silodosin اوداسي نور ، لدې علاوه کولای شوچې 5Alfa- reductase inhibitors Finasteride , Dutasteride اوددې ګروپ نوردرمل وکاروو ، همدارنګه د Sildenafil کارونه هم ددې ناروغي نښي نښاني کموي .

دجراحي عملیه ددي ناروغۍ لپاره غوره درملنه بلل کیږي په ځانګړي توګه دهغوناروغانولپاره چې درمل پرې اغیزونلرې چي کولای شودکلاسیکي اویاد انډوسکوپیک یا لپراسکوپیک جراحي عملیوپه مټ دپروستات غټه شوي برخه واخلو خوپام مووي چې ددرملني دډول په ټاکنه کې تل دخپل معالج ډاکټرمشوري ته ارزښت ورکړئ ځکه ستاسومعالج ډاکټرتل ددې ناروغي لپاره تر ټولو غوره لار ټاکي .

د سرطان ابتدايي نښې؛ دغه مرحله کې يي درملنه ممکنه وي

 

د نورې نړۍ په څیر په افغانستان کې هم یو شمیر خلک هر کال د سرطان د مختلفو ډولونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د امریکا د روغتیايي کارپوهانو په وینا د سرطان د ناروغۍ ځینې ابتدايي نښو نظر کې نیولو سره دغه ناروغي په وخت پيژندل کیدی شي او په دغه مرحله کې يي درملنه هم ممکنه وي.

دلته مو د سرطان د مهلکې ناروغۍ له ځینو نښو سره اشنا کوو چې په مرسته يي انسان کولی شي د دغې ناروغۍ د پرمختګ مخه ونیسي او درملنه يي وکړي.

په خیټه کې په غیر ضروري ډول د ګیس یا باد شتون:
که چیرې هاضمه خرابه وي او په خیټه کې په غیر معمولي ډول ګیس پیدا شي نو دا د ښځو په هګۍ دانۍ کې د سرطان د شتون نښه کیدی شي. د امریکايي روغتیايي کارپوه بیټ په وینا د هګۍ دانۍ سرطان د خاموش وژوونکی په نوم هم یادیږي خو که چیرې د لګن خاصره په برخه کې د درد احساس کیږي، له لږ خواړه خوړلو سره مړیږئ، ملا مو تل درد کوي او د رفع حاجت په دواړو ډولونو کې ښکاره بدلون لیدل کیږي نو دغه نښې عادي مه ګڼۍ او له ځنډ پرته د اعتبار وړ متخصص ته مراجعه وکړئ.

د ښځو له رحم څخه د غیر معمولي وینې یا مایع خارجیدل:
که چیرې د لږ عمر په میرمنو کې له ځانګړو ورځو څخه وروسته د وینې نښې، لښته شوې وینه او یا يي پر لباس د وینې نښه ولیدل شي او یا د کوم غیر معمولي مایع خارجیدل ولیدل شي نو دا هم د سرطان له نښو څخه ګڼل کیږي او ناروغه کس باید له ځنډ پرته ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د نارینه په ملا کې دوامداره ناروغۍ:
لومړی خو په دې ځان پوه کړئ چې د ملا زیات شمیر دردونه په هیڅ ډول د سرطان لامل نه وي خو په نارینه کې د غټو کولمو او یا د پروستات د سرطان په صورت کې کله کله په ملا کې په مسلسل ډول درد وي نو له همدې امله ډاکټر ته مراجعه کول به غوره وي. د نارینه د روغتیا په اړه د یوې روغتیايي مجلې پر بنسټ د ملا او لګن خاصرې درد د پروستات د سرطان له امله هم پیدا کیږي.

د نارینه د ورنونو، لګن خاصرې او خیټې ناروغۍ:
د پروستات سرطان د نارینه په ورنونو، لګن خاصره او خیټې کې د درد لامل ګرځي. له دې سربیره د نارینه د تناسلي الې په ښکتنۍ برخه او شاوخوا کې د ځینو ناروغیو او روغتیايي خنډونو لامل هم ګرځي. همداراز د تناسلي الې په لاندینۍ برخه او شاوخوا کې سوۍ هم د سرطان نښه کیدی شي.

په نارینه او ښځو کې په دوامداره توګه ټوخی:
که څه هم ټوخی د ستونې د سوی او د یخې هوا له نښو څخه دی خو که چیرې ټوخی په مسلسل ډول ادامه پیدا کړي او له درملنې سره له منځه نه ځي نو بیا د تایرایډ، سږو او یا هم د ستونې د سرطان نښه کیدی شي. د سرطان د ناروغۍ یوه کارپوهه کترینا وایټیکر په وینا د غیر معمولي ټوخي په صورت کې کوم چې له منځه نه ځي باید له ځنډ پرته ډاکټر ته مراجعه وشي.

د نارینه او ښځو په وزن کې غیر عادي کموالی:
په لږه موده کې په غیر عادي ډول د وزن کموالی یوه ډیره خطرناکه مسئله ده کوم چې د سرطان د څو ډولونو نښه کیدی شي. د امریکا د سرطان د ټولنې په وینا په لږه موده کې ۱۰ پاوڼډه وزن کمیدل د سرطان یوه ابتدايي نښه کیدی شي. دغه نښې د خیټې، د خوړو د نل او د سږو د سرطان نښې کیدی شي. خو پام کوي ځینې وختونه د تایرایډ د غدو او ذهني فشار له امله هم وزن کمیږي نو له همدې امله له ځنډ پرته باید له ډاکټر سره مشوره وشي.

د لمفي غدو پړسیدل:
د نارینه او ښځو دواړو په بدن کې لمفي غدې شتون لري کوم چې په غاړه او بغلونو کې موقعیت لري. د دغو غدو پړسیدل د سړې هوا له امله هم رامنځ ته کیږي خو که چیرې د دغو غدو پړسوب د څلورو اونیو لپاره په خپل حالت پاتې شي نو باید له ډاکټر سره مراجعه وشي ځکه چې د سرطان له نښو څخه ګڼل کیږي.

د نارینه او ښځو په پوټکو کې بدلون:
د پوټکي په رنګ او کیفیت کې هر ډول بدلون د پوټکي د سرطان نښه کیدی شي. که چیرې د پوټکي پر مخ شته د کومې دانې رنګ بدلیږي او یا د جسامت اندازه يي زیاتیږي نو دا هم د پوټکي د سرطان نښه کیدی شي.

په ځوانانو کې د سرطان مهمې نښې؛ دغه مرحله کې ژوند ژغورل کیدی شي

د ټین ایج د سرطان مرکز د یوې څیړنې پر بنسټ د سرطان د هر درییم ناروغ درملنه د نوموړی د روغتیا له پوره خرابوالی څخه وروسته پیل کیږي.

په ځوانانو کې د سرطان تشخیص یو ډیر ستونزمن کار دی. هر کال ۲۵۰۰ هغه کسان چې له ۱۳ څخه ۲۴ کالو پورې عمر لري کې د سرطان ناروغي تشخیص کیږي.

د سرطان دغه مرکز په ځوانانو کې د سرطان د ناروغۍ پنځه نښې بیانې کړي چې په مرسته يي په ځوانانو کې د سرطان د ناروغۍ تشخیص کیدی شي.

دغه نښې عامې ناروغۍ هم ګڼل کیږي او خلک ورته ځانګړی پاملرنه نه کوي خو د دغو نښو په اړه معلومات لرل به ډیر زیات ګټور وي او شاید د ژوند ژغورلو لامل شي.

ځینې مهمې نښې:

۱. هر وخت د تکلیف احساس
۲. پړسوب، زخم یا اپوفېسېس (Apophasis) کیدل
۳. ناببره ډیر زیات وزن له لاسه ورکول
۴. تل د ډیر زیات ستړیا احساس کول

د دغې ادارې په وینا که چیرې کوم کس کې دغه نښې شتون لري او نه ښه کیږي باید له ځنډ پرته مختصص ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د سرطان د څیړنې نشنل نومې انسټیټیوټ ډاکټر انجل اډګر وویل چې په ځوانانو کې نسبت ماشومانو او زیات عمر لروونکو ته سرطان له ځنډ وروسته تشخیص کیږي چې له همدې امله په ځوانانو کې د سرطان د ناروغۍ له امله د مړینې کچه لوړه ده.

د ډاکټرانو په وینا که چیرې سرطان له ډیر خپریدو او ناروغ له اندازې زیات کمزوره کولو څخه وړاندې تشخیص شي نو درملنه يي ممکنه ده او د انسان ژوند ژغورل کیدی شي.

دوه پر درې برخې سرطان د بدبختۍ له امله پېښيږي

 اوس هم ډېر خلک داسې ګومان کوي، چې ساينس يوازې پر تجربو او عملي شيانو بارو لري، مګر هر وخت داسې نه وي.

برتانيا کې د نوې طبي پلټنې په نتيجه کې ويل شوي، چې پر سرطان ناروغۍ اخته دوه برخې خلک يوازې د خپلې کمبختۍ له امله وي، چې د ناروغۍ کوم ځانګړی لامل يې نه وي معلوم.

ساينس پوهان وايي، چې د انسان بدن کې لکونه حجرې شتون لري او ځينې حجرې چې خرابې شي، نو د سرطان لامل ګرځي او د دغو حجرو کنټرول د انسان د توان کار نه دی.

برتانيا کې د سرطان «جون هوپ کينز» روغتون او څېړنيز مرکز په خپله تازه څېړنه کې ليکلي، برتانوي ساينس پوهان هڅه کوي، چې د انسان بدن کې د حجرو د خرابيدو لاملونه په ګوته کړي او د سرطان د مرګوني مرض مخنيوی وکړي.

ساينس پوهان وايي، چې د انسان بدن کې د زرګونو حجرو څخه يو شمېر حجرو کې بدلون راځي او د دغه بدلون په نتيجه کې انسان د سر، سينې، پړپوس او د نورو برخو پر سرطان اخته شي.

ياده څېړنه کې راغلي، چې دوه برخې انسان د بدبختۍ له امله پر سرطان اخته کيږي او پاتې نور يې میراثي، د خراب چاپېريال، سيګريټ، نسوارو او کيمايي موادو له امله پر دغه ناروغۍ مبتلا کيږي.

په ياده څېړنه کې د ۲۲ ډوله سرطاني حجرې څېړل شوي او پايله يې دا راوتې، چې د سرطان ډېری پېښې د بدبختۍ يعنې له کوم ځانګړی لامل پرته رامنځته کيږي.

د پروفيسر برټ وګيليسټين په مشرۍ کې ترسره شوې څېړنه کې راغلي، چې د بدبختۍ تر څنګ د سرطان د نهو ډولو يو شمېر نور لاملونه هم شته. د مثال په ډول د ژبې، پړپوس او سينې سرطان د سيګرټو له امله هم پيښيږي، همدا رنګه د پوستکي سرطان د لمر او اور ته د تاو له امله پيښېږي او يو مهم لامل يې دا هم ښودل شوی، چې کورنۍ کې دې دا مرض ميراثي له مشرانو راغلي وي.

ډاکټر برټ وايي، که سرطان ناروغي په لومړي سټيج کې تشخيص شي، نو درملنه يې ممکن ده، چې پر سرطان اخته ځای د عمليات يا درملو په مرسته کنټرول شي.

ساينس پوهان وايي، چې يوه برخه هغه سرطاني ناروغۍ دي، چې د بې پروايي له امله رامنځته کيږي. د نمونې په ډول له سيګرټو، چرسو، شيشې او داسې نورو شيانو پرهېز، مناسب وزن ساتل، پاک خوراک له شرابو ځان ژغورل د سرطان په مخنيوي کې رغنده رول لري.

د افغانستان په اړه په نوو طبي څېړنو کې راغلي، چې د سرطان ډېری ناروغۍ د کميايي وسلو او بمونو د کارولو له امله رامنځته کيږي.

د غوښې ډیر استعمال مو په سرطان اخته کوي

د غوښې خوښوونکو ته به دا یو خواشینوونکی خبر وي خو ساینسپوهانو په دې وروستیو کې ثابته کړه چې د غوښې زیات استعمال د سرطان لامل ګرځي.

له دې مخکې ساینسپوهانو د غوښې په اړه مختلف نظرونه درلود خو هغه مهال هم ساینسپوهانو د غوښې له زیات استعمال څخه منع کوله خو اوس تجربه شوه چې د غوښې زیات استعمال مضر دی.

د کلیفورنیا پوهنتون ساینسپوهانو ثابته کړه چې په سور رنګ لرونکې غوښه کې یو ډول قندي مواد د (Ne45Gc) په نامه وجود لري کوم چې په انسان کې د سرطان لامل ګرځي.

ډاکټر اجیت وار د دې څیړنې په هکله وویل چې دغه ډول قندي مواد د انسان په بدن کې نه لیدل کیږي او کله چې د سور رنګ لرونکې غوښې سره بدن ته داخل شي په بدن کې د دې په خلاف انټي باډیز (Antibodies) تولیدیږي د کوم پر اساس چې لومړۍ په بدن کې سوۍ او ورسته په رسولي باندې بدلیږي.

ساینسپوهانو په وینا په دغه ناروغۍ یوازې هغه کسان اخته کیږي چې سور رنګ لرونکې غوښه ډیر زیات استعمالوي خو هیره دې نه وي چې د دغې غوښې کمه او په طریقه استعمال له سرطان سره هیڅ ډول اړیکه نه لري.

ساینسپوهانو دغه نوې پنځول شوې قندي مواد په انسان کې د شکر ناروغۍ لامل هم ګڼي. دغه څیړنه د ساینس په جریده کې خپره شوې.

کباب د سرطان ناروغۍ لامل کېدای شي

غوښه په نوې طریقې پخول همیشه د انسان غوښتنه ده؛ خو ساینسپوهانو په یوه نوې څیړنه کې ویلې دي چې د کبابو شوقیان باید نور له دې خوړو څخه ځان وژغوري؛ ځکه چې کباب د سرطان په څیر خطرناک ناروغۍ سبب ګرځیدلۍ شي.

د کاناډا هیواد وینکوور ښار په یوه کانفرانس کې ډاکټرانو څرګنده کړه چې مصالحه لرونکې غوښه که د غوا، پسه، چرګ او یا هم د کب وي کله چې پخیدو لپاره له دیګې پرته په اور کیښودل شي لکه سیخ کباب او بیا وخوړل شي د سرطان ناروغي سبب ګرځي.

په هغو غوښو کې چې له دیګې پرته په اور پخول کیږي د سرطان پیدا کولو ماده کارسینو جیز له شراب او سګرټ څخه هم په زیاته اندازه پیدا کیږي.

کاناډايي ډاکټر ایس ایم چندرا موهن وايي چې د دې څیړنې په جریان کې له ۱۰۱ روغ او د سرطان په ناروغۍ اخته کسانو څخه د هغوي خوړو په اړه پوښتنې وکړې چې په نتیجه کې ثابته شوه په هغو کسانو کې چې له دیګې پرته په اور پخ شوي غوښه استعمالوي نسبت نورو خلکو ته ۹ چنده د سرطان په ناروغي د اخته کیدو خطر زیات وي چي په سګرټ کې ۸ چنده او شرابو کې ۴ چنده په سرطان د اخته کیدو خطر نسبت عامو خلکو ته وي.

دا لومړی ځل نه دی چې څیړونکي مستقیم په اور پخ شوي کباب د سرطان سبب وګڼي بلکې له دې مخکې د امریکا د سرطان ملي انسټیټیوټ د يوې څیړنې په نتیجه کې څرګنده کړې وه چې له دیګې پرته پوخ شوی کباب د سرطان ناروغي لامل ګرځي.

په څیړنه کې ویل شوې ده کله چې غوښه په ګاز یا په سکروټو د پخیدو لپاره کیښودل شي؛ نو له دي څخه وتونکي کیمیاوې مواد پولي سایکلیک ایرومیټک هایډروکاربن (polycyclic aromatic hydrocarbons) له غوښې سره یوځاي کیږي چې د لابراتوارې څیړنې پر اساس همدغه مرکب د سرطان سبب ګرځي.

روغتیايي څیړونکې خبرداری ورکوي چې خلک باید له دې ډول کبابو څخه زیاته استفاده ونه کړي که نه خپل دې شوق مقابل کې به بیا ډېره لوړه بیه پرې کوي.

د مثانې یا ګردې د سرطان ستره نښه

stop-cancer 2

سرطان وژونکی مرض یو له هغو ناروغیو دی چې په پټه انسان ښکاروي او که پر وخت یې علاج ونشي، وروسته یې علاج له امکانه وځي.

تازه څېړونو ښودلې چې د سرطان ځينې داسې نښې شته دی چې په پیل کې د دغه مرض په پېژندلو کې مرسته کوي.

د برتانیې یو شمېر څېړونکو پر هغو خلکو غږ کړی چې په تشو بولو کې یې وینه راځي نو ژر تر ژره دې ډاکتر ته مراجعه وکړي. څېړونکو ویلي چې مهمه نه ده چې دغه وینه دې محض یو ځل راغلي وي او وروسته یې دوام نه وي کړی.

دوی ښځو ته ځانګړی خبرداری ورکړی چې په دې اړه پاملرنه وکړي او د وینې د لیدلو وروسته دې سمدستي ډاکتر ته ځان وښيي.

څېړنه کې دا هم ویل شوي چې د ګردې یا د مثانې سرطان علاج که په پیل کې وشي، د مرګ څخه د ژغورلو ډير امکان يې شته دی او په وروستي پړاو کې علاج او له مرګ څخه د ژغورولو امکان بیا د لس سلنه څخه هم کم وي.

څېړونکو پر دې سربېره ویلي چې د تشو بولو سره د وینې د راتګ سره سره د ګردې یا مثانې د سرطان بله علامه بې وجې د وزن کمېدل او په یوه طرف نه ختمیدونکی درد کېدل هم دي.