له ګناه نه مخکې پینځه کارونه وکړه

tolanez

فاتح کاروان

یو سړی د وخت بزرک او عالم ابراهیم بن ادهم رحمه الله ته راغی او و یې ویل څه داسې طریقه راته وښایه چې زه لوی لوی ګناهونه کوم او څه بندیز یا پابندي راباندې نه وي، ابراهیم بن ادهم رحمه الله ورته په ځواب کې وفرمایل چې پینځه خبرې قبولې کړه په تا باندې به بیا هیڅ بندیز نه وي:

‏۱: دا چې څه كناه کوی نو بیا د الله جل جلاله رزق مه خوره، هغه پوښتونکي سړي وویل چې دا خو ډیر ګران کار دی په داسې حال کې چې رازق هم هغه دی، بیا به زه له کوم ځای نه رزق تر لاسه کوم؟ ابراهیم رحمه الله ورته وفرمایل: دا نو بیا کله مناسبه ده، چې د چا رزق خورې بیا به د هغه نا فرماني هم کوی!

‏۲: دا چې هر وخت دی ګناه کوله نو د الله جل جلاله پر ځمکه یې مه کوه، پوښتونکي وویل: ټوله ځمکه د همغه پاک ذات ده، نو زه چېرته لاړ شم؟ ابراهیم بن ادهم رحمه الله ځواب ورکړ: دا خو ډیره نا مناسبه خبره ده چې د چا پر ځمکه اوسېږې او بیا د هغه ذات نافرماني هم کوی!‏

‏۳: دا چې کله ګناه کوی داسې ځای ته لاړ شه چې د سزا او جزا مالک ته نه ښکارې، هغه سړي وویل دا خو نا ممکنه ده، په داسې حال کې چې هغه پاک خدای جل جلاله ته خو زموږ د زړونو حال هم ښکاري، ابراهیم بن ادهم رحمه الله ورته وفرمایل چې دا هم ناسمه خبره ده چې د چا رزق خورې، پر ځمكه یې اوسې او هغه ذات دی ګوري ته یې نافرماني کوی.

۴: دا چې کله د مرګ پرښته درته راشي نو د توبې مهلت ترې وغواړه، سړي وویل پرښته نو کله مهلت ورکولې شي؟ ابراهیم بن ادهم رحمه الله ورته وفرمایل: نو چې داسې ده بیا ګناه ولې کوی؟!

۵: چې د قیامت پر ورځ جهنم ته ستا د تلو حکم وشي ته انکار وکه، سړي وویل زه هلته بې وسه یم دا کار نشم کولې، ابراهیم بن ادهم رح ورته وفرمایل: ته اوس پخپله فکر وکړه چې ګناه تاته ډیره خوښه ده؟ هغه سړي په عین موقع په اخلاص سره توبه وویسته او د الله جل جلاله په عبادت بوخت شو.‏