اسان خبرې کولی شي او کوترې لیک لوستلی شي

گالری عکسهایی از اسبBildergebnis für ‫اسان او کوترې‬‎

د یوې تازه څېړنې پایلې ښيي چې اسان هم په هغه ډله څارویو کې شامل دي چې په اشارو د خپل زړه حال انسانانو ته وايي.

د ناروې د ویترنرۍ په انستیتیوت کې د ډاکتر سیسیلي او د هغه د ملګرو له لوري په شوې څېړنه کې څرګنده شوې چې اسان خپلو خاوندانو ته خپلې غوښتنې ویلی شي.

څېړونکو اسانو ته پر له پسې ګازرې د ښه کار د انعام په توګه ورکړې او هغوی یې په دې پوهولي چې که یې کمپلې ته اړتیا وي خپله پزه پر یو شي وموښي.

په ناروې او نورو سکانډنیاوي هیوادونو کې معمولاً د شپې په مخه پر اسانو کمپله غوړوي.

کوترې ممکن لیک ولوستلی شي

که څه هم کوترې ښايي د چیپسو او پروړې په توپیر ونه پوهېږي خو د یو بل د وړتیا په اړه قضاوت کولی شي او حتی څېړونکي اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې لیکل شوې کلمې درک کولی شي.

د بریتانیا د دوک پوهنتون د څېړونکو د تحقیقاتو پایلې ښيي چې کوترو ته یې په تدریجي ډول ورزده کړي چې په یوه لوښي کې په ګډه خواړه وخوري، ستونزې وپېژني او په نهایت کې توري زده کړي.

دوی وايي چې کوترې حتی توانېدلي چې هغه کلمې چې املا یې سمه لیکل شوې او هغه چې املايي تېروتننه لري، سره وپېژني.

دوی وايي چې کوترې تقریباً د یوه نالوستي انسان په شان د تورو توپیر کولی شي.