
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير ويلي، چې د سپټمبر ۱۱ مه پېښه، د امريکا لپاره پر افغانستان باندې د یرغل لپاره يوه پلمه وه، چې په جعلي هدف د ترهګرۍ سره مبارزه او اصلي هدف په سیمه کې پوځي حضور او پراختيا وه.
رستم شاه مهمند، چې د طالبانو د رژيم تر نسکوريدلو وروسته، په افغانستان کې د پاکستان سفير وټاکل شو، د ايرنا خبري رسنۍ سره په مرکه کې ويلي: امريکايانو پر افغانستان باندې د دې لپاره بريد ونکړ چې ترهګري او اسامه بن لادن له منځه یوسي، بلکې د دې لپاره چې په سيمه کې پوځي حضور ولري، ځکه افغانستان له څو مهمو هېوادو سره سرحدونه لري.
نوموړي په ټينګار سره ویلي، چې په افغانستان کې د امريکایانو ۱۵ کلن حضور او د ملياردونو ډالرو لګښت یوازې د دې لپاره و، چې په سيمه کې پوځي شتون ولري او د افغانستان د امنیت سره یې هيڅ ډول مرسته نده کړې. د ده په وينا: د امريکا اصلي هدف، له نږدې نه پر چين او د پاکستان پر اټومي فعاليتونو او يو شمېر نور د سيمې مهمو هېوادونو باندې څار دی.
مهمند دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د امريکا شتون، نه يوازې د افغانستان امنیت لپاره هيڅ ډول مرسته نده کړې، بلکې د پاکستان لپاره یې هم ناوړه پايلې درلودلې، ځکه چې له افغانستان نه يو شمېر ډلې پاکستان ته راغلې او اوس د پاکستان لپاره په يوه لویه ستونزه اوښتي دي.
رستم شاه مهمند همداراز ويلي: اوس په افغانستان کې خلک په دې اند دي، چې تر څو بهرنيان په افغانستان کې وي سوله به ونشي او د دې هېواد راتلونکې به په دوی پورې تعلق ونلري؛ په هېواد کې بې وزلي او ترهګري زياته شوې دمختلفو ډلو تر منځ اختلافات زيات شوي او راتلونکې ورته روښانه نه ښکاري.
نوموړي د پاکستان پر پخوانيو چارواکو هم نيوکې وکړې او زياته کړې، چې پر افغانستان باندې د امريکا په بريد کې دوی د امريکا ملاتړ وکړ، چې دغه ملاتړ د پاکستان لپاره هم ناوړه پايلې درلودې او اوس په پاکستان کې ناامني او بې ثباتي زياته شوې، په ځانګړې توګه په قبايلي سیمو کې، چې دا هغه څه دي چې د امريکا لخوا راوړل شوي دي.
رستم شاه مهمند د افغان دولت او طالبانو د سولې د خبرو په هکله هم خپل نظر څرګند کړ او ويلي: تر څو چې په افغانستان کې بهرنيان وي، سوله به افغانستان ته رانشي، د سولې خبرو اترو لپاره د طالبانو د چمتووالي شرط هم د بهرنيو ځواکونو وتل دي.