دحکمتیـــــاردزوی یوه لویـــــــــه او نه بخښونکې غوړه مالـــــــي
حبیب الرحمان حکمتیار
حکمتیار: له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه دې کلکاني ته د غله خطاب حذف شي
تاند – له تعليمي نصاب او تاريخي كتابونو څخه دې دا مطالب حذف شي چي كلكاني ته د غله خطاب كوي او قاتل یې غازي او شهید بولي.
د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار په خپله فیس بک پاڼه په یوه لیکنه کې چې د وحدتیار په نامه یې خپره کړې افغانان په دې ملامت کړي دي چې ولې حبیب الله کلکاني ته چې په افغانستان او نړۍ کې د غله او قطاع الطریق په نومونو مشهور دی دغه القاب کاروي.
تېره ورځ د مسعودیان په نامه د تاجکانو یوې فیس بک پاڼې ګلبدین حکمتیار ته منسوب یو آډیو کلېپ هم خپور کړ چې د سقاو زوی یې په کې د خادم دین رسول الله او غازی محمدنادرخان یې په کې د جلاد په نومونو یاد کړي دي، خو په کلېپ باندې په خپرو شویو تبصرو کې ګلبدین حکمتیار د هغه د پښتونولۍ له امله ښکنځل شوی او د پاکستان جاسوس ګڼل شوی دی.
ښاغلی حکمتیار په خپله فیس بک پاڼه لیکي چې، د بچه سقاو پاڅون یو ملي پاڅون وو او د بهرنیو هېڅ ډول مرسته ورسره نه وه، او دا چې نادرخان د انګرېزانو په خوښه او زور راغی چې د حبیب الله کلکاني واک پای ته ورسوي، په داسې حال کې چې د سقوي حرکت د پلویانو په شمول ټول په دې سره یوه خوله دي چې اعلیحضرت نادرخان د لویې پکتیا او د پښتنو وزیرو قبایلو په مرسته د حبیب الله کلکاني واکمني پای ته ورسوله او نوموړی یې له خپلو څو کسانو سره یوځای غرغره کړ.
د حکمتیار په لیکنه کې په دې هم تنقید شوی چې ولې د سردار داودخان د بیا ښخولو مراسم په رسمي توګه ولمانځل شول او هغه یې د مستبد او جلاد په نومونو یاد کړی دی.
حبیب الرحمان حکمتیار د سقاو د زوی دورې ته په اشاره لیکي، «د مخكنيو او وروستيو دورو په انډول دې دورې ډېر غوره اړخونه لرل، كه وطن پالونكو او صالح شخصيتونو د دې بدلون ملاتړ كړى وى، پدې سره د بهرنيو سلطه پاى ته رسېده، د شاهي نظامونو ټغر د تل لپاره ټولېدو او د يوه ملي مقتدر حكومت له پاره لار اوارېده.»
د ښاغلي حکمتیار په دغې لیکنې څه کم ۷۰۰ تبصرې شوي چې نژدې ټولو مبصرینو پرې بد ویلي، پېغورونه یې ورکړي او یو شمېر کسانو له حزب څخه د خپلې لارې د بېلولو یادونه کړې ده.
د حبیب حکمتیار په فیس بک پاڼه په شویو لیکنو کې یاده شوې چې حبیب الله کلکاني د دې له پاره د امان الله خان د واکمنۍ پر ضد راپورته شو چې د امان الله خان مېرمنه بې حجابه وه. دا په داسې حال کې ده چې د هغه وخت عکسونه د بچه سقاو دوه مېرمنې سروري سنګري او بې نظیره لوڅ سر او لوڅ لېنګي ښیي.
که څه هم چې په افغانستان کې اقلیت ګروپونو او په ځانګړې توګه تاجکانو ته دا په ذهنونو کې کېنول شوي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند (حزب اسلامي) د پښتنو استازی ګوند او حکمتیار یو ملت پال پښتون دی خو ویل کیږي چې دغه ګوند د خپل قدرت د عروج پر وخت په پېښور او کوېټه کې ګڼ شمېر روښنفکره پښتانه افغانان د هغوی د ملي فکر له امله وژلي دي او په اکثرو مسایلو کې یې د پان اسلامیزم په دلیل ښودلو سره د پښتنو د ګټو پر ضد دریځ نیولی دی.
د وحدتیار په نامه د ښاغلي حکمتیار د لیکنې د فیس بک لېنک:
https://www.facebook.com/habiburahmanhekmatyar/posts/10207029041267701