د اسلامي افکارو انسټیټوت:

د امریکا په لاس جوړ، د ملي یووالي دوه سری حکومت د سقوط په حال کې دی

د ملي یووالي حکومت د امریکا په لاس جوړ شوی چې هېڅکله کارنده نه شي ثابتېدلی.

(د اسلامي افکارو انسټیټوت)

د اوسني حکومت مشران په هېواد کې د بحران د کابو کولو وړتیا نه لري او باید له وخت مخکې ټاکنې وشي. (نوې ملي جبهه)

د معاصرو اسلامي افکارو انسټیټیوت مشر ظفر بنګش وايي، په افغانستان کې د امریکا په لاس جوړ شوی، د ملي یووالي حکومت د سقوط په حال کې دی.

نوموړي د روسیې له سپوټنیک خبري اژانس سره په مرکه کې د ملي یووالي حکومت دوه سری بللی چې په وینا یې دغه دوه سری حکومت هېڅکله کارنده نه شي ثابتېدلی.

د معاصرو اسلامي افکارو انسټیټیوټ مشر دغه راز ویلي، چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان په ډېرې بې احتیاطۍ او بېړې یرغل وکړ او واشنګټن هغه مهال یو شمېر ننګونې بابیزه وګڼلې.

د هغه په وینا له دغو ننګونو یوه یې دا ده، چې افغانان هیڅکله بهرنی اشغال نه مني او امریکا دا مسئله په پام کې نه وه نېولې.

ظفر بنګښ زیاتوي طالبانو د امریکا د برید پر مهال کافي وسایل او هوايي ځواک نه درلودل، چې د خپل هېواد دفاع پرې وکړي، ځکه هغوی کلیو او بانډو ته ولاړل، چې امریکا دا خپله بریا وګڼله.

نوموړی زیاتوي چې طالبان اوس د نسبتا ښو امکاناتو په لرلو سره بیا راپاڅېدلي او د امریکا پر ضد جګړه کوي.

بلخوا د حکومت مخالفه سیاسي ډله «د افغانستان نوې ملي جبهه» وایي د ملي يووالي حکومت مشران د بحران د حل وړتيا نه لري.

د نوې ملي جبهې مشر ډاکټر انورالحق احدي وايي، چې د ملي يووالي حکومت په هېواد کې د روان کړکېچ په مخنیوي کې پاتې راغلی او باید له وخت مخکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

د هغه په وینا د روانو ستونزو د حل لپاره باید یوه لویه سیاسي اجماع جوړه شي.

په همدې حال کې نوې ملي جبهه د ملي يووالي حکومت مشران ګرموي، چې د ټاکنيزو اصلاحاتو په پلمه په مقننه قوه او د دولت په ګڼو نورو برخو کې د نفوذ په موخه درغلۍ ته لار پرانېزي.

نوموړی وايي د ټاکنيزو اصلاحاتو په تړاو د حکومت هڅې صادقانه نه دي، ځکه چې ټاکنيز اصلاحات د ملي يووالي حکومت چارواکو ته د ځانګړو اهدافو د ترلاسه کولو ښه وسيله ګرځي.

د حکومت پر مشرانو د نوې ملي جبهې دغه نیوکې داسې مهال دي، چې له نږدې يوې نيمې اونۍ راهيسي د ملي يووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د شوې هوکړې د نه عملي کېدو پر سر ناندرۍ روانې دي او ورسره هم مهال د هېواد په ګڼو برخو کې جګړې هم ګرمې شوې دي.