د امریکا تر ټولو اوږد جنګ پسې اوږدیږي 

Soldiers from the U.S. Army check damage to their armored vehicle near Eber Bildergebnis für us bodentruppen in afghanistan

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ګلوبل ریسرچ ( کاناډا )
ژباړه او لنډیز : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی

په امریکا کې د روسیې پر ضد عصبي ناروغي په دې اوونۍ کې هغه مهال خپل ټاپي ته ورسیده چې دیموکراتانو کوښښ وکړ چې اصلي پاملرنه د دې سرځوړیزه رسواینې څخه ، چی د برنی سینډرز د ادعا له مخی ولادیمیر پوتین او د هغه « کې . جي . بي » د دیموکراتانو ایمیلونه هېک او بربنډ کړي دي ، بلې خوا ته واړوي .

یو شي چی زه ډیر حیران کړم دا و چی دغه کنوانسیون د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته ، چی تر اوسه هم د افغانستان په غرونو کی روانه ده ، هیڅ پاملرنه ونکړه .

امریکا ، یعنې د نړۍ تر ټولو ستر پوځي او اقتصادي ځواک په تیرو دیارلسو کالو کې ونسو کړای هغه پښتني غرني قبایل تباه کړي چې اصلي ګناه یې دا ده چې د امریکا او د هغه د ځایي مخدره یې موادو د ګوډاګیانو د نیونې پر ضد سرسختانه مخالفت کوي .

تقدسي ولسمشر بارک اوباما څو واره اعلان وکړ چې افغان جنګ پای ته رسیدلی دی او د پوځونو د را ایستلو جعلي کار یې وکړ . ده باید خپل جنرالان ، چې مسلسل ادعا کوي چې نور یې نو د مقاومت اتحاد یعنې طالبانو ته ، ماته ورکړې ده ، معتقد کړي وای .

خو بیا هم دا جنګ چې ویل یې « تقریبأ ګټل سوی دی » هغسې نه و . په کابل کې د امریکا لاس کښینولی د ولسمشر اشرف غني یعنې د بانک د پخواني مامور رژیم یوازې د امریکایي پوځیانو د برچې او د امریکایي هوایي ځواک په زور ناست دی . د امریکا دغه د غني او مخدرییزه کاروباریانو نصب سوی رژیم به د امریکا د پرله پسې هوایي بریدونو څخه پرته د طالبانو او د هغوی د قبایلي ملګرو په واسطه وختي لا محوه سوی وای.

نو ځکه د امریکا پښه په افغانستان کی همداسی بنده ده . اوباما دا جرأت ونسو کړای چی امریکایی پوځیان ترې راوباسی .

اوباما چې په نظامي چارو کې تل کمزوره دی ، د پنتاګون او سي آی اې دې غوښتنو ته تسلیم دی چې وایي مبادا دغه ستراتیژیک هیواد د سرو چینایانو یا پاکستان لخوا و نیول سي . د امریکا نفتي صنعت اراده لري چې د منځنۍ آسیا څخه یې پایپ لاینونه په افغانستان کې تیر سي . نو هندوستان هم افغانستان ته سترګې نیولې دي . مسلمانان باید پرې نښودل سي چې امریکایي پوځ ته ماتې ورکړي .

وګورئ شورویانو ته ، چې په افغانستان کې یې خپل شکست ومانه او ترې راووتل ، څه ورپیښه سوه . نو ولې امریکایي امپراتوري هم د دغسې جیوپولیټیک خطر سره مخامخ سي ؟

دا چې د امریکا د پخواني دفاع وزیر ( لیون پنیتا ) له قوله ، په افغانستان کې د القاعده والو شمیر تر پنځوسو هم رالږ سوی دی ، نو واشنګټن څه ښکاره دلیل درلود چې په افغانستان کې خپل پوځیان وساتي . ژر تیریدونکی داعش اوس اوس پورته کښته کوي تر څو د پاتیدو پلمه یې وي .

دغه تر ټولو اوږده جنګ تر ننه تقریبأ یو ټریلیون ډالره خوړلي دي ، چې ټولې د پور پیسې دي ، او هم د امریکایي پوځیانو او بهرنیو متحدینو ۳۵۱۸ پوځیان پکښې وژل سوي دي چې په دغو کی ۱۵۸ یې کاناډایان هم وو چې هغوی داسې جنګ ته ورپوري وهل سوي وو چې آن یو لا هم په خبر نه وو .

هیڅوک د دې چټي جنګ د ختمولو جرأت نسي کولای . په عین حال کې په لسګونو زره افغانان هم پکښې وژل سوي دي . نو دا ډیره بده ده چې د دیموکرات ګوند په لویه غونډه کې آن یوه کس هم دا وخت نه درلود چې په هیر کړای سوي افغانستان کې د دغه ناپایه جنګ په هکله فکر وکړي ، پای