پکتیکا:

 داشغالګرو په بمبار کې د یوې کورنۍ ۱۳ بې ګناه غړي وژل شوي 

khushamand civilians killed

د پکتیکا ولایت د خوشامندو ولسوالۍ په میناري کلې کې پر یوه کور د بهرنیو ځواکونو الوتکو بمبار کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ ۱۳ تنه غړي وژل شوي دي.

د افغان اسلامي اژانس د خبر سره سم پيښه تېره شپه را منځته شوې، د خوشامندو ولسوال ګلا خان هم د پيښي تصدیق کړی دی، نوموړي ویلي چې له پيښي وروسته سیمي ته یو شمېر قومي مشران هم ورغله او وې لیدل چې وژل شویو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شته.

د فضل عمر په نامه یوه قومي مشر ویلي چې بمبار د ډاکټر وریښمين پر کور شوی دی او وژل شوي کسان هم د نوموړي د ورور په شمول ټول د هغه د کورنۍ غړي دي.

د یادي سرچیني د خبر سره سم د پکتیکا ولایتي شوی یوه غړي هم د پيښي تصدیق کړی او د دغه سیمي عیني شاهدانو هم ورته ویلي چې په بمبار کې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.

د پکتیکا امنیه قومندان خلیل الله ضیایی په بمبار کې د مرګ ژوبلي خبر ورکړی خو ویلي چې تر اوسه لا ورته جوته نه ده چې وژل شوي کسان څوک او څومره دي.
نوموړي ویلي چې په دې اړه یې پلټني پیل کړي دي.

باید وویل شي چې د بهرنیو ځواکونو له لوري په دې وروستیو کې بمبارۍ زیاتي شوي چې له امله یې ورسره ملکي تلفات هم ورځ په ورځ زیاتیږي، خو د بهرنیانو له لوري د اړول شویو ملکي تلفاتو په وړاندي اوس نه دولتي چارواکي او نه هم رسنۍ غږ اوچتوي.

د یادوني وړ ده چې د روان هجري شمسي کال ۱۳۹۵ د وري میاشتي پر ۱۹مه، نیټه هم د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په بانځو سیمه کې د قومي مشرانو پر یوه ډاټسن ډوله موټر د بې پلوټي الوتکي برید وسو، چې له امله یې ۱۵ تنه قومي مشران او د سیمي مخور خلک ووژل شوه.

د سیمي څخه د ورکړل شویو خبرونو پر اساس ویل شوي وه چې دغه قومي مشران د کاکړزو کلي ته روان وه، تر څو د یوې سیمه ایزي شخړي د حل په موخه جرګه کې ګډون وکړي. په همدې ورځ په یوه بل ډرون برید کې پنځه تنه عام ولسي وګړي وژل شوي وه.

لاندي انځورونه پر ټولنیزو پاڼو نشر شوي او ورسره ویل شوي چې د ډاکټر وریښمین د کورنۍ د هغو غړو دي چې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې وژل شوي..

khushamand (1) khushamand (2) khushamand (3) khushamand (4) khushamand (5) khushamand (6)