که دخېټې کمول او څرمنې ځلول غواړئ
که مو خېټه غټه وي، د کوچنۍ کېدو لارې یې دادي!
ځينې کسان داسې شته چې د خپلو خېټو له غټوالي سره ټکوي، خو سرخط نن داسې لارې چارې درښيي چې مرسته کولای شي، ستاسې خېټه راکوچنۍ او وزن مو راکم کړي.
ډېر مه کښېنئ؛
که ټوله ورځ ناست یاست او کوم حرکت نه کوئ، بدن مو زیاته چربي اخلي.
که غواړئ چې راحت وو اوسئ؛ نو ښه ده چې په ورځ کې داسې تمرینونه هم وکړئ چې د بدن چربي مو کموي.
پوره خوب کړئ؛
کله چې تاسې ویده یاست د بدن انرژي مو سوځي، خو کله چې نه ویده کېږئ، ستاسې بدن له چربي څخه نه، بلکې د انرژي په وسیله حرکت کوي چې دا کار مو خېټه غټوي.
له یخو څښاکو پرهېز؛
موږ تر ډېره په یخو څښاکونو یا نوشابو وخت تېروو، خو په دې نه یوو خبر چې پهکې ګډ قندي مواد مو چربي زیاتوي.
د شپې پر مهال کم خوراک؛
د شپې پر مهال لږ خواړه وخورئ او همدرانګه له خوړو وروسته ژر مه ویدېږئ.
سهارنۍ وخورئ؛
سهار مهال ستاسې بدن ډېرو ویټامینونو ته اړتیا لري، خو کله چې تاسې سهارنۍ نه کوئ، د بدن له اضافي انرژي ګټه پورته کېږي، مګر کله چې تاسې په یو ځل زیاته انرژي واخلئ، د هضم وړتیا یې نه وي او په بدن کې چربي پیدا کوي.
د پوست د ښکلا لپاره د کچالو له ماسکه استفاده وکړئ
د مخ پوست حساس او نازک وي، ډېر اسانه زيان ليدلای شي، دا چې ښکلی پوست ولرئ، د کېمياوي هغه پر ځای له طبيعي ماسکونو ګټه واخلئ.
د پوست د روښانولو، چرک، داغونو او لکې د له منځه وړلو لپاره د کچالو له ماسکه استفاده وکړئ، خو ځينې ټکي په پام کې ونيسئ.
يوه ورځ تر منځ کولای شئ، د کچالو له اوبو ګټنه وکړئ، د لمر سوي، چرک، دانې، او د سترګو څېرمه توروالی د دې په مرسته يې درملنه کېدای شي.
که له دې استفاده وکړئ بيا به اړتيا پېښه نهشي چې له د کېميايي موادو کريم استفاده کړئ. د کچالو اوبه د زوړالي او د پوست د چملکوالي مخه نيسي.
په مساوي اندازه کورت او د کچالو اوبه سره مخلوط کړئ، يوه کاچوغه زيتون غوړي هم پرې ور زيات کړئ، دا به مو پوست تازه او غوړېدلی وساتي. د دې تر څنګ به د هغو ګونځو او چرک مخه هم ونيسي چې تل ترې ځورېږئ.
• پوست مو د کچالوو په مرسته تازه کړئ
د کچالوو اوبه د لېمو له اوبو سره په مساوي اندازه ګډې کړئ، پر مخ يې ووهئ، دا کار د څو ورځو لپاره تکرار کړئ، تر ټولو ښکلی تازه او روښانه پوست به ولرئ.
• د چرک د له منځه وړلو لپاره
خام رنده شوي کچالو له عسل يا شاتو سره ولړئ، پر مخ يې ووهئ، د دې لپاره ۱۵ دقيقې انتظار وباسئ، د دې تر څنګ مو د سترګو لپاره کچالو ګرد ګرد وباسئ او پر سترګو يې کښېږدئ چې سترګو څېرمه توروالی ورک کړي، خو ماسک به مو هر ډول لکه او چرک له منځه يوسي.
که مو له دې سره مخ وسوځېده او حساسيت يې ورسره پيدا کړ، نو په بېړه يې په يخو اوبو پرېمنځئ.
• د کچالو په مرسته مو سوی، جوش او دانې له منځه يوسئ
د کچالو اوبه د دانو، سوځېدلي او حشرې چيچلي داغ لپاره غوره درمل دي، تاسې کولای شئ دا مواد په خپل مخ ووهئ او دا ستونزه ورسره حل کړئ، خو دا کار په ورځني ډول تکرار کړئ.
سرخط ورځپاڼه