CIA خپل عملیاتي لګښتونه د نشه يي توکو د قاچاق له لارې پوره کوي

ګلوبل ریسرچ په خپله تازه څېړنه کې وايي، د امریکا څارګره اداره (سي ای اې) د افغانستان له هیرویینو څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو له لارې خپلې پټې جګړې تمویلوي او هڅه کوي چې د روسیې، چین او ایران پر لور د نشه يي توکو د تجارت مسیر پرمخ یوسي.

په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکیلې د کچې لوړېدو چین، روسیه او ایران د نشه يي توکو د تجارت د مسیر د بیا فعاله کېدو له ویرې سره مخ کړي.

ګلوبل ریسرچ د امریکا د سرمفتش جان سوپکو له خولې لیکي، چې په افغانستان کې پر شاوخوا ۵۰۰زره جریبه ځمکه کوکنار کرل کېږي.

سرچینه وايي، پر دومره پراخه ځمکه کرل کېدونکي کوکنار سي آی اې ته دا فرصت ور کوي، چې له دې درکه ترلاسه کېدونکي عاید باندې خپلې پټې جګړې پرمخ بوځي.

ګلوبل ریسرچ زیاتوي:((دا د هیرویینو د تولید لپاره یوه ستره ساحه ده، دا سي ای اې ته فرصت ورکوي، چې د نشه يي توکو د غیرقانوني قاچاق د نغدو پیسو له لارې خپل پټ عملیات پرمخ بوځي او د چین، ایران او روسیې د نفوس پر لور د نشه يي توکو د تجارت مسیر بیرته پرانېزي.))

ګلوبل ریسرچ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د نشه يي توکو له کر سره تړلی بولي او وایي، چې اروپا او نورو هېوادونو ته نشه يي توکي وسله وال طالبان نه اوړي، بلکې په الوتکو او بېړیو کې لېږدول کېږي.

سرچینه کاږي: ((تر هغو چې په افغانستان کې د امریکا حضور وي، د هیرویینو کاروبار به هم موجود وي، هغه الوتکې او بېړۍ چې له افغانستانه شاوخوا ۹۰په سلو کې هیرویین د نړۍ نورو سیمو ته قاچاق کوي، د چا تر واک لاندې دي؟ ښکاره ده، چې د طالبانو تر واک لاندې نه دي.))

په ورته وخت کې د ملي شورا غړي وایي، په افغانستان کې روانه جګړه د نشه یي توکو جګړه ده او په قاچاق کې یې د امریکا په ګډون نور بهرني هېوادونه لاس لري.

د نشه يي توکو د کر او قاچاق په تړاو دغه نوې څېړنه داسې وخت خپرېږي، چې په افغانستان کې ښکېل هېوادونه د نشه یي توکو په کاروبار کې وسله وال په لاس لرلو تورنوي او نشه یي توکي د هغوی د جګړې د مصارفو لپاره لویه عایداتي سرچینه بولي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه