د کافي (Coffee) لس حیرانوونکې ګټې
د کافي (Coffee) لس حیرانوونکې ګټې
کافي یو له هغو مشروباتو څخه دی چې بې شمیره روغتیايي ګټې لري او اوس هم څیړوونکي يي د نوو ګټو څیړلو په لټه کې دي.
دغه مشروب د ځانګړو ځانګړتیاو له امله کولی شي د بې شمیره ناروغیو څخه مخنیوی وکړي او انسان روغ وساتي. دلته مو د کافي له لسو حیرانوونکو ګټو سره اشنا کوو:
۱- د پوټکي او سینې د سرطان خطر کموي.
۲- ذهن ارامولو سره انسان له ذهني فشار څخه ژغوري.
۳- د پړسوب ضد خاصیت لري.
۴- د شکر د ناروغۍ خطر ٪۵۰ کموي.
۵- بدن ته د اړتیا وړ فایبر (Fiber) نومې مواد ورکوي.
۶- د الزایمر د ناروغۍ خطر له منځه وړي.
۷- د ویښتانو په شنه کیدو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
۸- د تیزابیت مخه نیسي او د پوټکي روغتیا بهتره کوي.
۹- د پارکینسن (Parkinson) ناروغۍ چې د فلج یو خطرناک ډول دی خطر کموي.
۱۰- په بدن کې د ځیګر د سیروز (Cirrhosis of the Liver) په وړاندې مقاومت زیاتوي.