د روژې په اړه د ساینس پوهانو یوه تازه څېړنه


د ساینس پوهانو یوه تازه څېړنه څرګندوي چې که یو څوک لږ تر لږه درې ورځې روژه ونیسي، د مرضونو په وړاندې د وجود د مقابلې یا معافیت سیسټم یې نوی کیږي.

دا څېړنه د سانیس پوهانو لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کیږي ځکه تردې مخکې ډاکټرانو باور درلود چې د اوږدې مودې لپاره پر خوراک او څښاک بندیز روغتیا ته ضرر لري.

دا څېړنه په امریکايي پوهنتون [یونورسیټي اف سوټرین کالیفورنیا] کې شوې ده.

د دې پوهنتون یو شمېر ساینس پوهانو پر انسانانو او څارویو د شپږ میاشتنۍ څېړنې په پایله کې وړاندیز کړی چې لږ تر لږه 72 ساعته له خوراک او څښاکه پرهیز په وینه کې نوي سپین کرویات پیداکولائ شي.

سپین کرویات په ژوندي وجود کې له مکروبونو او التهابونو سره مبارزه کوي.

په یونورسیټي اف سوټرن کلیفورنیا کې ساینس پوهانو باور څرګند کړی چې لږ تر لږه ۷۲ ساعته روژه، هغو انسانانو ته چې د معافیت سیسټم یې د خطرناکو ناروغیو لکه سرطان یا د عمر د زیاتوالي له امله کمزوری شوی، زیاته ګټه رسولای شي.

ساینس پوهانو ویلي، روژه نیول په وجود کې هغه سوچونه فعالوي چې د وینې نوي سپین کرویات جوړوي او په اساسي ډول، د وجود د معافیت ټول سیسټم له سره فعالوي.

                         ساینس پوهانو ویلي، روژه نیول په وجود کې ځیني سوچونه فعالوي.

ساینس پوهانو ویلي، روژه نیول په وجود کې ځیني سوچونه فعالوي.

د دې پوهنتون استاد ډاکټر والټر لونګو ویلي:

"روژه نیول د انسان وجود ته اشاره ورکوي چې د معافیت سیسټم له سره تازه کړي. که د چا د معافیت سیسټم ډېر تخریب یا زوړ شوی وي، د روژې په مرسته وجود دا سیسټم له سره نوی کولائ شي او په دې سیسټم کې زړې یا له کاره لویدلې حجرې له کاره لرې کړي."

ډاکټر لونګو ویلي:

"کله چې تاسې روژه نیسئ او وجود ته د اوږدې مودې لپاره خوراکي موادنه ورکوئ، ستاسې وجود اړکیږي چې د انرژۍ د ذخیره کولو لپاره هغه حجرې چې زړې شوې یا کار نه کوي، له ځانه لري کړي."

په یونوریسټي اف سوټرن کالفورنیا کې ساینس پوهان په دې اړه څېړنې کوي چې روژه د انسان د وجود پر نورو کومو نورو سیسټمونو اغیز کوي.

خو یو شمېر بریتانوي ساینس پوهانو د دې مطالعې په اړه شک څرګند کړی دی.

په یونورسیټي کالج لندن کې ښوونکي، ډاکټر ګراهام روک ویلي چې د امریکايي ساینس پوهانو دا پایلې ډیرې ممکنې نه بریښی.

د ډاکټر مسون په باور، بهتره به دا وي چې داسې درمل جوړ شي چې د روژې په څېر په وینه کې سپین کرویات زیات کړي.

د ډاکټر مسون په باور، بهتره به دا وي چې داسې درمل جوړ شي چې د روژې په څېر په وینه کې سپین کرویات زیات کړي.

د دې پوهنتون بل ښوونکی، ډاکټر کرس مسون ویلي چې د امریکايي ساینس پوهانو په څېړنه کې په زړه پورې ارقام را غونډ شوي دي.

د ډاکټر مسون په باور، بهتره به دا وي چې داسې درمل جوړ شي چې د روژې په څېر په وینه کې سپین کرویات زیات کړي.

که داسې درمل وموندل شي چې د انسان په وینه کې سپین کرویات نوي کړي، د ډاکټر موسن په باور انسان به ان د عادي خوراک په وخت کې د روژې ګټه اخلي.

خو د یونیورسیټي اف کالیفورنیا استاد ډاکټر والټر لونګو وايي چې تراوسه داسې هیڅ اسناد نه دي موندل شوي چې د انسان وجود ته د روژې تاوان ثابت کړي.

ډاکټر لونګو ویلي، ډېرو ناروغانو چې په سرطان اخته وو، ورته ویلي چې د کیموتیراپي پر مهال روژې ډېره مرسته ورسره کړې ده.

له ازادي رادیو څخه په مننه