متقاعد امریکايي پوځي:
د بن په کنفرانس او دملي وحدت حکومت په جوړېدو کې د امریکا مداخله ناورین زېږونکې وه
زموږ ستره تېروتنه ناسم اعتماد و؛ موږ د هغو کسانو په هره خبره باور کاوه چې له موږ سره یې مرسته کوله، هر کس به چې دوی ترهګر باله، موږ به پسې ورتللو. زموږ ډیری دغو متحدینو داسې ظلمونه کړي چې ویل یې ګران دي او اوس د حکومت په لوړو څوکیو ناست دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو یو متقاعد ډګرمن په یوه مقاله کې چې "ټایم مجلې" خپره کړې ده، په افغانستان کې د امریکا سیاسي او پوځي تګلاره ناکامه بللې ده. دانیل ډیویس افغانستان ته تر سفر وروسته په خپله لیکنه کې ویلي چې واشنګټن خپلو موخو ته په رسیدو کې پاتې راغلی دی.
د دغې مقالې له خپرېدو وروسته، ښاغلي ډیویس امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې له هغو نیمګړتیاوو څخه یادونه کړې چې دده په باور د امریکايي سیاستوالو له ناسمو کړنو رامنځته شوې دي.
هغه د بن په کنفرانس او وروسته بیا د ملي وحدت حکومت په راتګ کې د امریکا منځګړتوب ناورین زیږونکی یاد کړ او ویې ویل: "تر دوو میاشتو کلکو بمباریو او د طالبانو تر نسکوریدو وروسته، موږ (متحده ایالتونه) له کومې مطالعې او څیړنې پرته یو حکومت رامنځته کړ او هر هغه کس ته مو په کې ځای ورکړ چې له موږ سره يې په افغانستان کې مرسته کړې وه."
ډیویس د خپل هېواد بله ناکامي ناسم اعتماد بولي چې په وینا یې امریکایان په افغانستان کې د هر چا د خبرو په منلو سره خلک تعقیبول.
دغه پخواني پوځي وویل: "هر هغه څه چې هغوی ( کومو کسانو چې د افغانستان په جګړه کې له متحدو ایالتونو سره مرسته کړې وه) او یا نور کسانو موږ ته ویل، موږ به پرې باور کاوه او رښتیا به مو ګاڼه. هر هغه کس چې دوی ترهګر باله، مونږ به ورپسې تللو. اکثرو دغو کسانو داسې ظلمونه کړي چې ویل یې ګران دي او اوس د حکومت په لوړو مقامونو کې ناست دي."
له ډیوېس څخه د هغو کسانو په اړه چې وايي ظلمونه یې ترسره کړي، پوښتنه وشوه. هغه وویل: "د هغوی شمیر زیات دی. فعلاً مې جنرال دوستم ذهن ته راځي، ځکه چې هغه په کورنیو جګړو کې ډیره ونډه درلوده."
جنرال دوستم اوسمهال د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال دی. هغه چې د جنبش ګوند رهبري هم پر غاړه لري، په افغانستان کې د تېرو دريو لسیزو په پېښو کې ښکېل شخص پاتې شوی دی.
دوستم د ۲۰۱۴کال تر انتخاباتو مخکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هغو کسانو چې په تیرو جګړو کې زیان لیدلي، بخښنه وغوښته.
ډانیل ډیوېس د ملي وحدت د حکومت په جوړیدو کې د امریکا منځګړتوب ناوړه اقدام بولي چې په وینا ېې دغې چارې د ټاکنو بهیر زیانمن کړ او د خلکو په منځ کې يې بې باوري راوپاروله.
د ملي وحدت پر حکومت په داسې حال کې نیوکې کیږي چې رهبران یې تل د خپل حکومت په ننګه ددغه حکومت رامنځته کیدل د خلکو غوښتنه او یو پرځای پرېکړه ګڼلې ده.
ډیویس د مرکې په یوه برخه کې د امریکا له حکومت څخه غواړي چې په افغانستان کې پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي.
هغه زیاتوي چې هدف باید په افغانستان کې د جګړې ختمول وي چې د ده په وینا، امریکا دې هدف ته په رسېدو کې پاته راغلې ده.
دنښتر ویبلاګ تبصره:
لمړی خو دا، چې ددې امریکايي پوځي اعطراف په ځای دی خو په دې خبرو ځان ته برائت نه شي ورکولای.دوی اوس هره مرداري دشمال په جنایتکاره ټلواله وراچوي په داسې حال کې چې دواړه خواوې په جګي جرمنو کې شریک دي امریکایان خوسغیران نه دي چې څوک یې وغولوي داهسې پلمې دي چې کوي یې اوس هسې هم په شرمو شرمېدلی دي.
دوهم دا، چې په ۲۰۱۴م کال کې دجنګي مجرم دوستم بخښنه غوښتل دامریکا په دستور صورت ونیو ترڅو په ټاکنو کې مرسته ورسره وشي او بیا نو له اشرف غني سره یوځای دامریکا دګټو لپاره جګړه پسې وغځوي، لکه چې عملأ یې وینو.
دوستم نه ددفاع وزیر دی او نه کوم بل پوځي مسؤلیت لري خو دا دی په خپل سروخت ناوخت په شمال کې ارام ولسونه او عزتونه یې په وینو لړي دا ټول دڅه لپاره؟
که دوستم په رښتیا بخښنه غوښتې وه نو بیا اوس ولې قتلونو ته دوام ورکوي؟
دا ټول دخپل بادار په امر ترسره کوي ، چې هیڅکله باید ونه بخښل شي.