روسیه په رومانیا کې دامریکا دمزاییلو سیستم له مینځه وړي
- دټاټوبې له خپرونې څخه
روسیه وايي، په رومانیا کې د امریکا له خوا د مزاییلو فعال شوی دفاعي سیستم به خونثي کړي. د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین ویلي، امریکا د دغه سیستم په فعالولو سره له روسیې سره د وسلو سیالي پیل کړه، چې روسیه به د دغې سیالۍ پر ضد د خپلو فعالیتونو له پاره بودیجه ځانګړې کړي. که څه هم امریکا ویلي له دغه سیستم څخه به د روسیې پر ضد کار وا نه خلي خو روسیه دغه دفاعي سیستم د خپلې خاورې پر وړاندې ګواښ بولي. د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین په رومانیا کې د امریکا له خوا د مزاییلو د پرمختللي دفاعي سیستم پر وړاندې سخت غبرګون څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې امریکا د دغه سیستم په ځای پر ځای کولو سره له روسیې سره د وسلو سیالي پيل کړه. د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین ژمنه وکړه، چې د دغه سیستم د خونثي کولو او د روسیې پر وړاندې د ګواښونو د مخنیوي له پاره به بودیجه ځانګړې کړي. ویلادي میرپوتین زیاتوي: ((دا دفاعي سیستم نه دی. دا د امریکا ستراتېژیکه اټومي قوه ده، چې نندارې ته یې وړاندې کوي. اوس نو امریکا د دغې نندارې له پاره ختیځه اروپا ټاکلې. هغه څوک چې دغه ډول پرېکړې کوي باید دوی په دې پوه شي چې تر دې دمه یې آرامه او خوندي ژوند کاوه. اوس چې د بالستیک مزاییلو دغه دفاعي تجهیزات ځای پر ځای شوي، موږ دېته اړ شوي یو چې د روسیې پر وړاندې د راپورته شوو ګواښونو د خنثی کولو له پاره فکر وکړو.)) امریکا متحده ایالتونو وړمه ورځ د ۸۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت په رومانیا کې د مزاییلو پر مختللی دفاعي سیستم فعال کړ. امریکا وايي د دغه سیستم له فعالولو یې موخه د ایران او نورو هېوادونو د مزاییلو د ګواښ مخنیوی دی. د امریکا مرستیال دفاع وزیر د دغه سیستم د فعالولو پر مهال وویل، امریکا به دغه دفاعي سیستم په راتلونکې کې د روسیې پر ضد و نه کاروي.
په دې اړوند نور مالومات دلاندني لینک په کښېباسلو سره ترلاسه کولای شئ: