دوزن د کمولو اسانه او ګټوره نسخه
ځیني خوراکونه او مشروبات د انسانانو د بدن د وازګو او وزن له کمېدو سره مرسته کوي.
نوکله چې داسي لارې وي، پکار نه ده چې د وزن د بایللو لپاره خطرناکې لارې لکه د ډنګرېدو درمل غوره کړو.
دا لاندې نسخه په ۱۴ ورځو کې ممکن ستاسو د بدن میتابولیزم زیات کړي او په نتیجه کې یې ستاسو وزن کم شي.
لازم مواد:
یوه کاچوغه د تراشل شوي ادرک یا زنجبیل ریښه.
یو دانه بادرنګ
یو لیمو
د ویلني یا نعنا ۱۲ پاڼې
یو لیتر اوبه
د برابرولو چل
بادرنګ او لیمو پوست او میده کړئ. که میکسر لرئ له پاس ذکر شویو موادو سره یې میکس کړئ. ۱۴ ورځې یې د ورځې یو ګیلاس وڅښئ. له دوو اوونیو وروسته به ووینئ چې وزن مو له ۲ تر ۵ کیلو پوري لږ شوی دی.
ښه دا ده چې دا ترکیب سهار په نهاره وڅښئ.