جاپان کې د امريکايي پوځيانو پر ضد لاريونونه شوي

 

د جاپان د اوکيناوای سيمې په زرګونو خلکو په دغه هېواد کې د امريکايي ځواکونو د بداخلاقيو پر ضد لاريونونه کړي.

دا څوم ځل دی، چې په يوه مياشت کې د امريکايي ځواکونو پر وړاندې سخت غبرګونونه ښودل کيږي او په زرګونو کسان لاريونونه کوي.

له دوشنبې ورځې راهيسې په ياده سيمه کې، د امريکايي پوځيانو د نوې ودانۍ مخې ته زيات شمېر خلک راغونډ شوي او د هغو امريکايي پوځيانو د محاکمې غوښتنه کوي، چې په دغه هېواد کې يې پر ميرمنو جنسي تيری کړی او يا نور غير اخلاقي کړنې تر سره کړي.

وروستی ځل تيره اونۍ د «جسټين کاستلاوس» په نوم ۲۴ کلن د امريکايي سمندري ځواکونو پوځي، په يوه هوټل کې پر يوه جاپانۍ ميرمنې جنسي تيری وکړ، چې تر پېښې وروسته ونيول شو او اوس په بند کې دی.

د يادونې ده، چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته امریکا په جاپان کې پوځي اډې لري، چې ۵۰ زره پوځيان په کې ځای پر ځای شوي دي. د دغه شمېر نيمايي يوازې د اوکيناوی په سيمه کې دي.